د حکمتيار صاحب اوومه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
شنبه د حمل ۱۲مه؛ ۱۴۰۲ھش کال:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن ورځ خپله ۷مه درسي حلقه (د زکات کتاب) تر عنوان لاندي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د مخكيني باب او درس په دوام وويل:
735 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه: حَدِيْثُهُ فِيْ خُرُوْجِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِلَى الْمُصَلَّى تَقَدَّمَ وَفِيْ هذِهِ الرِّوَايَةِ قَالَ: فَلَمَّا صَارَ إِلَى مَنْزِلِهِ، جَاءَتْ زَيْنَبُ، امْرَأَةُ ابْنِ مَسْعُودٍ، تَسْتَأْذِنُ عَلَيْهِ، فَقِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، هَذِهِ زَيْنَبُ، فَقَالَ: «أَيُّ الزَّيَانِبِ»؟ فَقِيلَ: امْرَأَةُ ابْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: «نَعَمْ ائْذَنُوا لَهَا». فَأُذِنَ لَهَا، قَالَتْ: يَا نَبِيَّ اللَّهِ، إِنَّكَ أَمَرْتَ الْيَوْمَ بِالصَّدَقَةِ، وَكَانَ عِنْدِي حُلِيٌّ لِي، فَأَرَدْتُ أَنْ أَتَصَدَّقَ بِهِ، فَزَعَمَ ابْنُ مَسْعُودٍ أَنَّهُ وَوَلَدَهُ أَحَقُّ مَنْ تَصَدَّقْتُ بِهِ عَلَيْهِمْ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «صَدَقَ ابْنُ مَسْعُودٍ، زَوْجُكِ وَوَلَدُكِ أَحَقُّ مَنْ تَصَدَّقْتِ بِهِ عَلَيْهِمْ». (بخارى: 1462)
(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه هغه روايت مخكي تېر شو چي مصلى (د لمانځه ځاى) ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم د وتلو په اړه وو او په دې روايت كي وايي: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم خپل کور ته ستون شو نو د ابن مسعود رضي الله عنه مېرمن زينب رضي الله عنها راغله او کور ته د داخلېدو اجازه ئې وغوښتله، وويل شول: يا رسول الله! دا زينب (راغلې) ده، وئې فرمايل: د زينبو كومه يوه؟ ورته وويل شول: د ابن مسعود رضي الله عنه مېرمن، وئې فرمايل: صحيح ده اجازه وركړئ؛ نو اجازه ئې وركړه، هغې وويل: اى د الله نبي! نن تا د صدقې وركولو امر وكړ، له ما سره ځيني خپلي گاڼې دي، ومي غوښتل چي صدقه ئې کړم، خو ابن مسعود رضي الله عنه داسي انگېري چي دى او زوى ئې تر ټولو هغو زيات د دې مستحق دي چي زه صدقه وركوم؛ نو د الله نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (ابن مسعود رښتيا وايي، ستا خاوند او زوى تر ټولو هغو زيات مستحق دي چي ته صدقه وركوې).
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 304، 1951، 2658 او لاندېنيو توپيرونو سره راغلی:
په يوه كي يوازي فَمَرَّ عَلَى النِّسَاءِ او په بل كي فَوَعَظَ النَّاسَ وَأَمَرَهُمْ بِالصَّدَقَةِ فَقَالَ أَيُّهَا النَّاسُ تَصَدَّقُوا فَمَرَّ عَلَى النِّسَاءِ راغلي، په يوه كي دا راغلي مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الْحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ، په بل كي نه دي راغلي، په يوه كي د ابن مسعود د مېرمني زينب رضي الله عنها وينا راغلي په نورو كي نه ده راغلې، په ځينو كي فِى أَضْحًى أَوْ فِطْرٍ راغلي په ځينو كي نه دي راغلي، تفصيل ئې په اول جلد 208 روايت كي وگورئ.
هغه دا هم وويل؛ د دې روايت په اړه څو مطالب بايد په پام كي ولرو:
الف: كه څه هم دا روايت د زكات تر باب لاندي راغلى؛ خو ځيني وايي چي مطلب ئې زكات نه بلكي صدقه او خيرات دئ؛ ځكه زينب رضي الله عنها ويلي چي له ما سره گاڼه ده؛ غواړم صدقه ئې كړم؛ داسي ئې نه دي ويلي چي غواړم زكات ئې وركړم.
ب: دا موضوع د بخاري په بل روايت كي داسي راغلې چي گواكي زينب رضي الله عنها له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره مخامخ نه وي ليدلي بلكي د بلال رضي الله عنه په وساطت ئې دا پوښتنه كړې او ځواب ئې تر لاسه كړى؛ موضوع يوه ده او راوي هم يو؛ خو روايات ئې متفاوت؛ او دا هم نه دي ويل شوي چي كوم يو ئې تر بل غوره او صحيح دئ.
ج: د زكات تر عنوان لاندي څو نور روايات هم داسي راوړل شوي چي موضوع ئې صدقه ده نه زكات؛ غوره دا وه چي د زكات او صدقاتو روايات تر بېلو بېلو عنوانونو لاندي تنظيم شوي وى. زكات حكومت او زعامت ته وركول كېږي او صدقات په خپله خوښه مسكينانو او فقيرانو ته وركول كېږي؛ د زكات مقدار ثابت دئ او صدقات بيا ثابت مقدار نه لري.
نوموړي همداراز د زکات د موضوع په دوام د بخاري په ۳۰م باب او د آسونو د زکات په اړه هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
736 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ فِي فَرَسِهِ وَغُلامِهِ صَدَقَةٌ». (بخارى: 1463)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايي: (پر مسلمان د ده په آس او غلام کي زکات نشته).
نوموړی وايي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې 1464 او لاندېني توپير سره راغلی:
په يوه كي لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ فِى فَرَسِهِ وَغُلاَمِهِ صَدَقَةٌ په بل كي لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ صَدَقَةٌ فِى عَبْدِهِ وَلاَ فَرَسِهِ راغلي.
هغه زياتوي چي؛ كه آس د سورلۍ لپاره وي زكات پرې نشته، خو كه د تجارت لپاره وي زكات پرې لازم دئ. د سورلۍ نور وسائل هم په دې قياس كولى شو، د هغو آسونو د زكات په اړه چي په صحراء كي څري ځيني په دې رأيه دي چي هيڅ زكات په كي نشته، ځيني نور په دې رأى دي چي د هر آس پر سر يو دينار زكات راځي، امام ابوحنيفه رحمة الله عليه په همدې رأى دئ، ځيني نور وايي: د آس د قيمت له مخي به د هغه زكات ټاكل كېږي، چي په دې صورت كي په هرو څلوېښتو سكو كي يوه سكه زكات راځي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ پوښتنه دا راولاړېږي چي كه د آسونو په اړه دا جائز وي چي د قيمت له مخي ئې زكات وركړى شي؛ په هرو څلوېښتو درهمو كي يو درهم؛ يعني 2.5%؛ همغسي چي د سكو زكات دئ؛ آيا دا هم جائزه ده چي د نورو څارويو په اړه دې ته ورته معامله وشي او زكات ئې د قيمت له مخي وي؛ دې ته په پام سره چي نننيو حكومتونو ته د څارويو ساتل گران دي؛ دا موضوع بايد د داسي جيدو علماءو په غونډي كي وڅېړل شي چي په قرآن او حديث پوه او په ديانت او تقوى كي معروف او منلي وي. دوى بايد دا پوښتنه هم ځواب كړي چي ولي د 40 مېږو خاوند هم د يوې مېږي په وركړي مكلف دئ او تر څلوېښتو د زياتو مېږو خاوندان تر 120 پوري يوه او له 121 تر 200 پوري دوه؛ له 201 تر 300 پوري درې او تر درې سوه چي زياتي شي نو په هرو سلو کي يو پسه لازمېږي؟! خو كه زكات د بيي او قيمت له مخي وي او 2.5 سلنه ئې زكات شي؛ نو پورتنۍ پوښتنه هم ځوابېږي؛ د عدالت په تأمين كي هم مرسته كوي، د حكومت مشكل پرې حل كېږي او د رمو ساتلو او پلورلو ته هم نه اړ كېږي.
دې ته هم بايد متوجه وو چي د زراعتي زمكو د حاصلاتو لسمه او شلمه زكات د تجارتي شتمنيو او د څارويو د زكات په پرتله ځكه زيات دئ چي زيار او زحمت ئې لږ او گټه او عائد ئې زيات وي؛ په زكات او ماليې كي د عدالت تقاضا دا ده چي د عائد او گټي له مخي وي؛ نه د شتمنيو له مخي؛ په هغو سيستمونو او نظامونو كي چي د زمكي د مساحت له مخي ماليه تر لاسه كوي؛ عدالت تر پښو لاندي كېږي.
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير همداراز په ٣١ باب کي د لانديني روايت په استناد (يتيمانو ته د صدقي په ورکړه) هم تفصيلي بحث درلود او زياته ئې کړه:
737 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رضي الله عنه: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم جَلَسَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى الْمِنْبَرِ، وَجَلَسْنَا حَوْلَهُ، فَقَالَ: «إِنِّي مِمَّا أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِي، مَا يُفْتَحُ عَلَيْكُمْ مِنْ زَهْرَةِ الدُّنْيَا وَزِينَتِهَا». فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ؛ اويَأْتِي الْخَيْرُ بِالشَّرِّ؟ فَسَكَتَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم فَقِيلَ لَهُ: مَا شَأْنُكَ؟ تُكَلِّمُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم وَلا يُكَلِّمُكَ؟ فَرَأَيْنَا أَنَّهُ يُنْزَلُ عَلَيْهِ، قَالَ: فَمَسَحَ عَنْهُ الرُّحَضَاءَ، فَقَالَ: «أَيْنَ السَّائِلُ»؟ وَكَأَنَّهُ حَمِدَهُ، فَقَالَ: إِنَّهُ لا يَأْتِي الْخَيْرُ بِالشَّرِّ، وَإِنَّ مِمَّا يُنْبِتُ الرَّبِيعُ يَقْتُلُ أَوْ يُلِمُّ؛ إلَّا آكِلَةَ الْخَضْرَاءِ، أَكَلَتْ حَتَّى إِذَا امْتَدَّتْ خَاصِرَتَاهَا، اسْتَقْبَلَتْ عَيْنَ الشَّمْسِ فَثَلَطَتْ، وَبَالَتْ، وَرَتَعَتْ، وَإِنَّ هَذَا الْمَالَ خَضِرَةٌ حُلْوَةٌ، فَنِعْمَ صَاحِبُ الْمُسْلِمِ مَا أَعْطَى مِنْهُ الْمِسْكِينَ، وَالْيَتِيمَ، وَابْنَ السَّبِيلِ». أَوْ كَمَا قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «وَإِنَّهُ مَنْ يَأْخُذُهُ بِغَيْرِ حَقِّهِ، كَالَّذِي يَأْكُلُ وَلا يَشْبَعُ، وَيَكُونُ شَهِيدًا عَلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». (بخارى:1465)
(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يوه ورځ نبي صلى الله عليه و سلم پر منبر کښېناست او موږ ئې شاو خوا ته كښېنستلو، وئې فرمايل: (له هغه څه چي له ځان وروسته (له وفات وروسته) ئې پر تاسو وېره لرم يو ئې دا دئ چي د دنيايي ښکلاوو او ځلاوو ور درته پرانيستل شي؛ نو يوه سړي وويل: يا رسول الله! آيا خير هم له ځان سره شر راوستى شي؟ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم چوپ پاته شو، هغه كس ته وويل شول: څه دي كړي چي ته له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره خبري کوې خو هغه خبري نه درسره کوي؟ نو متوجه شوو چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم وحي نازلېږي، راوي وايي: بيا رسول الله! خپلي خولې پاکي کړې او وئې فرمايل: پوښتونکى چېري دئ؟ او داسي ښکارېده چي هغه ستايي؛ او وئې فرمايل: "خير د شر سبب نه کېږي، خو له هغه څه چي پسرلى ئې راشنه کوي ځيني ئې داسي وي چي وژني او ځيني ئې د ناروغۍ سبب کېږي (د ډېر او مسلسل خوراك له كبله) مگر د شنو واښو هغه خوړونكى (حيوان) چي دومره خوري چي تشي (نس) ئې وپړسېږي، (بيا خوراك بس كړي)، لمر ته مخامخ شي (څملي)، خوشايي او بولي وكړي او بيا وڅري، يقيناً چي دا دنيوي مال د شنو واښو په څېر او خوږ دئ، څومره بختور دئ هغه مسلمان خاوند ئې چي مسکين، يتيم او مسافر ته ترې وركړه کوي" او يا هغسي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي، "او يقيناً هغه څوک چي په ناحقه توگه ئې تر لاسه كوي هغه چا ته ورته دئ چي خوري خو نه مړېږي؛ او د قيامت په ورځ به د ده په خلاف شاهدي وايي).
قدرمن مشر زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو 921، 2842، 6427 او لاندېنيو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي إِنِّى مِمَّا أَخَافُ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِى په بل كي إِنَّمَا أَخْشَى عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِى په بل كي إِنَّ أَكْثَرَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ په يوه كي مَا يُخْرِجُ اللَّهُ لَكُمْ مِنْ بَرَكَاتِ الأَرْضِ په بل كي مَا يُفْتَحُ عَلَيْكُمْ مِنْ زَهْرَةِ الدُّنْيَا وَزِينَتِهَا په بل كي مَا يُفْتَحُ عَلَيْكُمْ مِنْ بَرَكَاتِ الأَرْضِ ثُمَّ ذَكَرَ زَهْرَةَ الدُّنْيَا فَبَدَأَ بِإِحْدَاهُمَا وَثَنَّى بِالأُخْرَى (بيا ئې د بل زهرة الدنيا يادونه وكړه) په بل كي قِيلَ وَمَا بَرَكَاتُ الأَرْضِ قَالَ "زَهْرَةُ الدُّنْيَا" په يوه كي فَقَالَ رَجُلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ په بل كي فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ په يوه كي فَسَكَتَ النَّبِىُّ په بل كي فَسَكَتَ عَنْهُ النَّبِىُّ په يوه كي فَرَأَيْنَا أَنَّهُ يُنْزَلُ عَلَيْهِ په بل كي قُلْنَا يُوحَى إِلَيْهِ. وَسَكَتَ النَّاسُ كَأَنَّ عَلَى رُءُوسِهِمِ الطَّيْرَ په يوه كي ثُمَّ جَعَلَ يَمْسَحُ عَنْ جَبِينِهِ په بل كي فَمَسَحَ عَنْهُ الرُّحَضَاءَ (خولې) په يوه كي "أَيْنَ السَّائِلُ” وَكَأَنَّهُ حَمِدَهُ په بل كي أَيْنَ السَّائِلُ آنِفًا أَوَخَيْرٌ هُوَ؟ (آيا دا مال خير دئ؟؛ درې ځلي ئې دا خبره تكرار كړه) په يوه كي مَنْ أَخَذَهُ بِحَقِّهِ وَوَضَعَهُ فِى حَقِّهِ، فَنِعْمَ الْمَعُونَةُ هُوَ په بل كي إِنَّهُ لاَ يَأْتِى الْخَيْرُ بِالشَّرِّ په بل كي إِنَّ الْخَيْرَ لاَ يَأْتِى إلَّا بِالْخَيْرِ په يوه كي حَتَّى إِذَا امْتَدَّتْ خَاصِرَتَاهَا په بل كي حَتَّى إِذَا امْتَلأَتْ خَاصِرَتَاهَا فَاجْتَرَّتْ (بيا ئې وزدويي) وَثَلَطَتْ وَبَالَتْ ثُمَّ عَادَتْ فَأَكَلَتْ په يوه كي فَنِعْمَ صَاحِبُ الْمُسْلِمِ مَا أَعْطَى مِنْهُ الْمِسْكِينَ وَالْيَتِيمَ وَابْنَ السَّبِيلِ په بل كي وَنِعْمَ صَاحِبُ الْمُسْلِمِ لِمَنْ أَخَذَهُ بِحَقِّهِ، فَجَعَلَهُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ په بل كي مَنْ أَخَذَهُ بِحَقِّهِ وَوَضَعَهُ فِى حَقِّهِ، فَنِعْمَ الْمَعُونَةُ هُوَ په يوه كي وَإِنَّهُ مَنْ يَأْخُذُهُ بِغَيْرِ حَقِّهِ كَالَّذِى يَأْكُلُ وَلاَ يَشْبَعُ په بل كي وَمَنْ لَمْ يَأْخُذْهُ بِحَقِّهِ فَهْوَ كَالآكِلِ الَّذِى لاَ يَشْبَعُ راغلي.
د نوموړي پر وينا په پورتني روايت كي د مال حريص انسان له هغه څاروي سره تشبيه شوى چي د ډېرو واښو خوړلو له كبله بيمار يا مړ شي؛ او هغه څوك چي له روا لارو مال تر لاسه كوي، په سمه توگه ئې مصرفوي، له مسكين، يتيم او مسافر سره مرسته كوي او د الله په لار كي ئې لگوي ستايل شوى، د مال تر لاسه كول ئې داسي گڼل شوي لكه څاروي چي د پسرلي شنه واښه خوري، كله چي ماړه شي نو دمه كوي او لمر ته څملي او هغه مهال بېرته د واښو خوړلو ته ستنېږي چي وږي شي.
په ورته وخت کي ښاغلي حکمتيار په پرلهپسي ډول د بخاري د زکات کتاب په ٣٢، ۳۳، او ۳۴م باب هم تفصيلي رڼا واچوله او وئې ويل:
بخاري د زکات په کتاب؛ ۳۲م باب او تر دې عنوان لاندي چي؛ (خاوند او تر كفالت لاندي يتيمانو ته زکات ورکول) په اړه وايي:
738 - عَنْ زَيْنَبَ امْرَأَةِ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: حَدِيْثُهَا تَقَدَّمَ قّرِيْباً، وَقَالَتْ فِيْ هذِهِ الرِّوَايَةِ: فَانْطَلَقْتُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم فَوَجَدْتُ امْرَأَةً مِنَ الأَنْصَارِ عَلَى الْبَابِ، حَاجَتُهَا مِثْلُ حَاجَتِي، فَمَرَّ عَلَيْنَا بِلالٌ، فَقُلْنَا سَلِ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم أَيَجْزِي عَنِّي أَنْ أُنْفِقَ عَلَى زَوْجِي وَأَيْتَامٍ لِي فِي حَجْرِي؟ فَسَأَلَهُ، فَقَالَ: «نَعَمْ لَهَا أَجْرَانِ: أَجْرُ الْقَرَابَةِ، وَأَجْرُ الصَّدَقَةِ». (بخارى: 1466)
(د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له مېرمني زينب رضي الله عنها روايت شوى حديث مخکي تېر شو او په دې روايت کي زينب رضي الله عنها وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم لوري ته روانه شوم، په دروازې كي مي يوه انصاري مېرمن وموندله، اړتيا ئې زما اړتيا ته ورته وه، بلال رضي الله عنه مو له خوا تېر شو، ورته ومو ويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم وپوښته چي که زه ئې پر خپل خاوند او هغو يتيمانو انفاق او مصرف كړم چي زما په كفالت كي دي؛ نو آيا له ما (د زكات په ځاى) منل كېږي؟ نو ترې وئې وپوښتل او وئې فرمايل: (هو؛ دې ته دوه اجرونه دي: د خپلوۍ پاللو اجر او د صدقې اجر.)
نوموړی وايي؛ د دې روايت په اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:
1- ياد شوي يتيمان د نوموړي مېرمني ورېرونه او خوريونه وو.
2- د دې (738) او مخكيني (735) روايتونو تر منځ تعارض تر سترگو كېږي، يو ئې وايي چي زينب رضي الله عنها په خپله مخامخ له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتلي او بل ئې وايي چي د بلال په واسطه ئې خپله پوښتنه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كړې او ځواب ئې له بلال رضي الله عنه اورېدلى، پرته له دې چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره مخامخ وگوري، امام بخاري رحمة الله عليه دا وضاحت نه دئ كړى چي په دې دواړو متعارضو رواياتو كي كوم يو ئې اصح او ارجح دئ؛ خو دې ته په پام سره چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل كور دروازې كي حاجب او ساتونكى نه درلود، كه به كومي مېرمني غوښتل چي د كومي موضوع په اړه څه وپوښتي نو د ده كور ته به ورتلې او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمنو به ئې پوښتني كولې او يا به ئې هملته له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ليدل؛ نو غالب احتمال دا دئ چي زينب رضي الله عنها په خپله له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتلي او خپل ځواب ئې تر لاسه كړى.
ج: همدا راز له دې وروستي روايت داسي معلومېږي چي زينب رضي الله عنها د زكات په اړه پوښتنه كړې؛ نه د عامي صدقې په اړه؛ ځكه چي الفاظ دا دي: أَيَجْزِي عَنِّي أَنْ أُنْفِقَ عَلَى زَوْجِي وَأَيْتَامٍ لِي فِي حَجْرِي؟: که پر خپل خاوند او هغو يتيمانو ئې انفاق او مصرف كړم چي زما په كفالت كي دي؛ نو آيا له ما (د زكات په ځاى) منل كېږي؟
739 - عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَلِيَ أَجْرٌ أَنْ أُنْفِقَ عَلَى بَنِي أَبِي سَلَمَةَ؟ إِنَّمَا هُمْ بَنِيَّ. فَقَالَ: «أَنْفِقِي عَلَيْهِمْ فَلَكِ أَجْرُ مَا أَنْفَقْتِ عَلَيْهِمْ». (بخارى: 1467)
(له ام سلمة رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وويل: يا رسول الله! آيا ما ته به د دې اجر راپه برخه كېږي چي د ابو سلمه (د سلمه پلار) پر زامنو لگښت كوم، هغوى زما زامن هم دي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (پر دوى لگښت كوه؛ تا ته به د هغه څه اجر درپه برخه كېږي چي پر هغوى ئې لگوې).
د حزب اسلامی افغانستان د محترم أمير پر وينا؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې راغلى: 5369
توپير: په يوه كي أَلِىَ أَجْرٌ په بل كي هَلْ لِى مِنْ أَجْرٍ په يوه كي أَنْ أُنْفِقَ عَلَى بَنِى أَبِى سَلَمَةَ إِنَّمَا هُمْ بَنِىَّ په بل كي أَنْ أُنْفِقَ عَلَيْهِمْ، وَلَسْتُ بِتَارِكَتِهِمْ هَكَذَا وَهَكَذَا، إِنَّمَا هُمْ بَنِىَّ راغلي.
يادونه: ابو سلمه رضي الله عنه د ام سلمه رضي الله عنها لومړنى خاوند وو، له هغه ئې څلور زامن درلودل، د ده له وفات وروسته ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره نكاح وشوه، د خپلو زامنو په اړه ئې له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتلي چي آيا كولى شي خپل زكات او صدقات پر هغوى ولگوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: پر دوى لگښت كوه؛ تا ته به د هغه څه اجر درپه برخه كېږي چي پر هغوى ئې لگوې.
٣٣ باب: د الله تعالى دا قول چي فرمايي: (وفي الرقاب والغارمين وفي سبيل الله)
740 - حَدَّثَنَا أَبُو اليَمَانِ، أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، حَدَّثَنَا أَبُو الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالصَّدَقَةِ، فَقِيلَ مَنَعَ ابْنُ جَمِيلٍ، وَخَالِدُ بْنُ الوَلِيدِ، وَعَبَّاسُ بْنُ عَبْدِ المُطَّلِبِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " مَا يَنْقِمُ ابْنُ جَمِيلٍ إِلَّا أَنَّهُ كَانَ فَقِيرًا، فَأَغْنَاهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ، وَأَمَّا خَالِدٌ: فَإِنَّكُمْ تَظْلِمُونَ خَالِدًا، قَدِ احْتَبَسَ أَدْرَاعَهُ وَأَعْتُدَهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَأَمَّا العَبَّاسُ بْنُ عَبْدِ المُطَّلِبِ، فَعَمُّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَهِيَ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ وَمِثْلُهَا مَعَهَا " تَابَعَهُ ابْنُ أَبِي الزِّنَادِ، عَنْ أَبِيهِ، وَقَالَ ابْنُ إِسْحَاقَ: عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، «هِيَ عَلَيْهِ وَمِثْلُهَا مَعَهَا» وَقَالَ ابْنُ جُرَيْجٍ: حُدِّثْتُ عَنِ الأَعْرَجِ بِمِثْلِهِ. (بخارى: 1468)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د زکات امر وکړ، ورته وويل شول چي ابن جميل، خالد بن وليد او عباس بن عبدالمطلب زکات نه ورکوي. نو نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (ابن جميل يوازي له دې كبله غصه كوي چي فقير وو او الله تعالى او د هغه رسول شتمن کړ او خالد بن وليد رضي الله عنه چي دئ تاسو د هغه په حق کي ظلم کوئ؛ ځکه هغه خپلي زغري او عتاد (وسائل، أسباب او سورلۍ) د الله تعالى په لار (جهاد) کي وقف كړې دي، (هر څه ئې د جهاد په خدمت کي دي) او عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه چي دئ هغه د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره دئ نو پر هغه هم زکات لازم دئ او په څنگ كي ئې همدومره نور.
يادونه: ويل شوي چي د ابن جميل په اړه د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا وينا د هغه مهال وينا وه چي ابن جميل د منافقانو په ډله کي وو، د زكات له وركولو ئې ډډه كوله، خو وروسته ئې توبه وکړه او رښتينى مسلمان شو.)
هغه زياتوي چي؛ په مسلم كي دا روايت داسي دئ:
983- وحَدَّثَنِي زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حَفْصٍ، حَدَّثَنَا وَرْقَاءُ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الْأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: بَعَثَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عُمَرَ عَلَى الصَّدَقَةِ، فَقِيلَ: مَنَعَ ابْنُ جَمِيلٍ، وَخَالِدُ بْنُ الْوَلِيدِ، وَالْعَبَّاسُ عَمُّ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «مَا يَنْقِمُ ابْنُ جَمِيلٍ إِلَّا أَنَّهُ كَانَ فَقِيرًا فَأَغْنَاهُ اللهُ، وَأَمَّا خَالِدٌ فَإِنَّكُمْ تَظْلِمُونَ خَالِدًا، قَدِ احْتَبَسَ أَدْرَاعَهُ وَأَعْتَادَهُ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَأَمَّا الْعَبَّاسُ فَهِيَ عَلَيَّ، وَمِثْلُهَا مَعَهَا» ثُمَّ قَالَ: «يَا عُمَرُ، أَمَا شَعَرْتَ أَنَّ عَمَّ الرَّجُلِ صِنْوُ أَبِيهِ؟» صحيح مسلم
(له أبو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم عمر رضي الله عنه د زكات راغونډولو لپاره وگمارلو؛ وويل شول چي ابن جميل، خالد بن وليد او عباس د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره د زكات له وركړي امتناع وكړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ابن جميل به يوازي له دې كبله غصه كوي چي فقير وو او الله غني كړ؛ او خالد چي دئ تاسو د هغه په حق کي ظلم کوئ؛ ځکه هغه خپلي زغري او عتاد (وسائل، أسباب او سورلۍ) د الله په لار کي وقف كړې دي؛ او عباس نو زكات ئې پر ما دئ او مثل ئې هم ورسره؛ بيا ئې وويل: يا عمر! آيا متوجه نه يې چي تره د پلار په څېر وي؟)
نوموړي دا هم وويل چي؛ د مسلم او بخاري د روايتونو راويان په دريو طبقو كي دا درې دي: أَبُو الزِّنَادِ، الْأَعْرَج او أَبُو هُرَيْرَةَ، د روايت محتوى او موضوع هم يوه ده؛ خو تر منځ ئې دا جدي توپير گورو: د مسلم روايت كي داسي راغلي: وَأَمَّا الْعَبَّاسُ فَهِيَ عَلَيَّ، وَمِثْلُهَا مَعَهَا» : اما عباس چي دئ زكات ئې پر ما دئ او دې ته ورته ئې هم ورسره؛ او په بخاري كي د دې خلاف داسي راغلي: وَأَمَّا العَبَّاسُ بْنُ عَبْدِ المُطَّلِبِ، فَعَمُّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَهِيَ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ وَمِثْلُهَا مَعَهَا؛ او عباس بن عبدالمطلب چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره دئ؛ همدا صدقه پرې لازمه او ورته ئې ورسره؛ د بخاري د روايت له فحوى داسي معلومېږي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي عباس بن عبد المطلب د رسول الله صلى الله عليه و سلم تره دئ؛ نو دا زكات پرې لازم دئ او همدومره نور پرې سربېره؛ يعني دى به دوه برابره زكات وركوي!! نه دا الفاظ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ښايي او نه دا ممكنه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د زكات مقدار زيات كړى وي؛ اما د مسلم روايت ښيي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل تره زكات پر خپله غاړه اخيستى او فرمايلي ئې دي چي تره د پلار په څېر دئ؛ زه ئې د سږ كال زكات هم وركوم او د راتلونكي كال هم او يا دا چي نه يوازي زكات ئې وركوم بلكي همدومره مقدار نور هم وركوم. او په دې كي هيڅ مانع او حرج نشته چي يو څوك تر زكات زيات څه وركړي؛ په څرگنده توگه معلومېږي چي د مسلم روايت له هره پلوه د بخاري تر روايت غوره او له ابهام عاري دئ.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ له دغو رواياتو په واضح توگه معلومېږي چي زكات به له شتمنو د هيئتونو په ذريعه راغونډېدو؛ لكه چي گورئ دلته د زكات راغونډوونكو شكايت كړى چي دغو دريو ابن جميل، خالد بن وليد او عباس رضي الله عنه د زكات له وركړي امتناع كړې.
٣٤ باب: (له سوالگرۍ ډډه کول).
741 - حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَزِيدَ اللَّيْثِيِّ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: إِنَّ نَاسًا مِنَ الأَنْصَارِ سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَعْطَاهُمْ، ثُمَّ سَأَلُوهُ، فَأَعْطَاهُمْ، ثُمَّ سَأَلُوهُ، فَأَعْطَاهُمْ حَتَّى نَفِدَ مَا عِنْدَهُ، فَقَالَ: «مَا يَكُونُ عِنْدِي مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ أَدَّخِرَهُ عَنْكُمْ، وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ [ص:123] يُغْنِهِ اللَّهُ وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللَّهُ، وَمَا أُعْطِيَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ» (بخارى: 1469)
(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي د انصارو څو سړيو له رسول الله صلى الله عليه و سلم مرسته وغوښته، رسول الله صلى الله عليه و سلم څه وركړل، بيا ئې ترې مرسته وغوښته؛ نو بيا ئې هم څه ورکړل، بيا ئې ترې مرسته وغوښته؛ نو بيا ئې هم څه ورکړل، تر هغه چي له ده سره شته مال خلاص شو؛ نو وئې فرمايل: له مال چي څه راسره وي له تاسو ئې نه سپموم؛ او څوک چي له سوالگرۍ ځان وساتي، الله تعالى ئې ترې ساتي؛ او څوک چي بې نيازي وښيي؛ الله تعالى ئې بې نيازه کوي او څوک چي په زحمت سره صبر وکړي الله تعالى صبر ورپه برخه کوي او هيچا ته تر صبر غوره او لوى خير نه دئ ورکړل شوى.)
نوموړی د خپل وضاحت په دوام وايي چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې 6470 او لاندېنيو توپيرو سره راغلی:
په يوه كي ثُمَّ سَأَلُوهُ فَأَعْطَاهُمْ، ثُمَّ سَأَلُوهُ فَأَعْطَاهُمْ، په بل كي فَلَمْ يَسْأَلْهُ أَحَدٌ مِنْهُمْ إلَّا أَعْطَاهُ په يوه كي حَتَّى نَفِدَ مَا عِنْدَهُ فَقَالَ په بل كي حَتَّى نَفِدَ مَا عِنْدَهُ فَقَالَ لَهُمْ حِينَ نَفِدَ كُلُّ شَىْءٍ أَنْفَقَ بِيَدَيْهِ په يوه كي مَا يَكُونُ عِنْدِى مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ أَدَّخِرَهُ عَنْكُمْ په بل كي مَا يَكُنْ عِنْدِى مِنْ خَيْرٍ لاَ أَدَّخِرْهُ عَنْكُمْ په يوه كي وَمَا أُعْطِىَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ په بل كي وَلَنْ تُعْطَوْا عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ راغلي.
د ښاغلي حکمتيار حکمتيار پر ټکو؛ د دواړو رواياتو راويان په دريو طبقو كي سره ورته او دا دي: ابْنِ شِهَاب الزهري، عَطَاءِ بْنِ يَزِيدَ اللَّيْثِيِّ، أَبُو سَعِيد الخُدْرِيِّ؛ خو په متن كي ئې ژور تفاوت او اختلاف مومو؛ يو ئې وايي: د انصارو څو سړيو له رسول الله صلى الله عليه و سلم درې ځلي پر له پسې غوښتنه وكړه او ورئې كړه؛ بل ئې وايي: د دغي ډلي هر كس چي څه ترې غوښتي ورئې كړل؛ څوك چي د حديث درس وركوو او څوك چي د استاد او مدرس درس ته ناست وي او يا د محدث كتاب لولي؛ نو مدرس او محدث بايد ووايي چي كوم روايت تر بل غوره دئ؛ طالب او لوستونكى بايد د همدې پوښتني ځواب ولټوي؛ په پټو سترگو ترې تېرېدل د تعليم او تعلم او د علمي او ديني ادب خلاف كار دئ؛ د دواړو رواياتو الفاظو ته په پام سره ويلى شو چي 6470 روايت ارجح دئ، ځكه د يوې ډلي د مكرر غوښتلو پر ځاى داسي راغلي: فَلَمْ يَسْأَلْهُ أَحَدٌ مِنْهُمْ إلَّا أَعْطَاهُ: د دوى هيڅ يوه څه ترې ونه غوښتل مگر داچي ورئې كړل؛ دا ځكه چي د انصارو د يوې ډلي له لوري مكرر غوښتنه مناسب او محتمل نه برېښي. بل روايت ئې داسي دئ:
742 - حَدَّثَنَا أَبُو اليَمَانِ، أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عَطَاءُ بْنُ يَزِيدَ اللَّيْثِيُّ، أَنَّ أَبَا سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ، أَخْبَرَهُ: أَنَّ أُنَاسًا مِنَ الأَنْصَارِ سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمْ يَسْأَلْهُ أَحَدٌ مِنْهُمْ إِلَّا أَعْطَاهُ حَتَّى نَفِدَ مَا عِنْدَهُ، فَقَالَ لَهُمْ حِينَ نَفِدَ كُلُّ شَيْءٍ أَنْفَقَ بِيَدَيْهِ: «مَا يَكُنْ عِنْدِي مِنْ خَيْرٍ لاَ أَدَّخِرْهُ عَنْكُمْ، وَإِنَّهُ مَنْ يَسْتَعِفَّ يُعِفَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللَّهُ، وَلَنْ تُعْطَوْا عَطَاءً خَيْرًا وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ» بخاري 6470
نوموړی زياتوي چي؛ بخاري دواړه متعارض روايات راوړي؛ پرته له دې چي يو ئې ترې غوره كړي او د بخاري لوستونكو ته ووايي چي كوم يو ئې ارجح او اصح دئ؛ دواړو ته هممهاله صحيح ويل؛ د توجيه وړ نه دي.
له درس وروسته د قدرمن مشر له لوري دعائيه وينا ولوستل شوه او په همغې سره نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
