No-IMG

د حکمتيار صاحب شپږمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

پنج‌شنبه د حمل ۱۰مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش کال:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي نن ورځ د(زکات کتاب) تر عنوان لاندي خپله ۶مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس پر دوام وويل:

په مخكيني روايت كي د صدقې څو صورتونه ښودل شوي:

1- دا چي څوك غني وي او صدقه وركوي.

2- دا چي څوك غني نه وي، څه په لاس كي نه لري، كار وكړي، څه وگټي، هم خپل مالي مشكلات حل كړي او هم بل ته صدقه وركړي.

4- دا چي د خپل ورځني كار له لاري دومره څه نه شي تر لاسه كولى چي له بل سره هم مرسته وكړي نو هغه دي له بې وزلي او محتاج انسان سره د كوم كار له لاري يا هغه ته د كار پيدا كولو له لاري د هغه مرسته وكړي.

5- دا چي په كومي نېكي مشورې او لارښووني سره د يوه محتاج او اړ انسان مرسته وكړي.

كه دا يو هم نه شي كولى نو له شر او بدو دي ځان ساتي، بل ته دي د تاوان له رسولو ډډه كوي؛ دا هم صدقه گڼل كېږي.

ښاغلي حکمتيار د مخکني درس له تکميل وروسته د بخاري په ۲۰م باب کي (د زکات او صدقې اندازه) تر سرليك لاندي راغلي روايات هم په تفصيلي توگه تشريح کړل، هلته چي فرمايي:

725 - عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ رضي الله عنها قَالَتْ: بُعِثَ إِلَى نُسَيْبَةَ الأَنْصَارِيَّةِ بِشَاةٍ، فَأَرْسَلَتْ إِلَى عَائِشَةَ رضي الله عنها مِنْهَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم «عِنْدَكُمْ شَيْءٌ»؟ فَقُلْتُ: لا، إلَّا مَا أَرْسَلَتْ بِهِ نُسَيْبَةُ مِنْ تِلْكَ الشَّاةِ، فَقَالَ: «هَاتِ فَقَدْ بَلَغَتْ مَحِلَّهَا». (بخارى: 1446)

(له ام عطيه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: نُسَيبَه انصاريه رضي الله عنها ته يو پسه ور واستول شو، هغې د هغه پسه څه برخه عائشې رضي الله عنها ته ور ولېږله، (عائشه رضي الله عنها وايي) بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: (آيا د خوړو لپاره څه درسره شته؟) ما ورته وويل: نه؛ يوازي هغه څه چي نسيبې رضي الله عنها له هغه پسه رالېږلې؛ نو وئې فرمايل: (رائې وړه، يقيناً چي هغه خپل مناسب ځاى ته رسېدلې).

هغه زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو 1494، 2579 او توپيرو سره راغلی:

په يوه كي دا فِقره راغلې بُعِثَ إِلَى نُسَيْبَةَ الأَنْصَارِيَّةِ بِشَاةٍ فَأَرْسَلَتْ إِلَى عَائِشَةَ - رضى الله عنها - مِنْهَا او په نورو كي نشته، په يوه كي عِنْدَكُمْ شَىْءٌ په بل كي هَلْ عِنْدَكُمْ شَىْءٌ په يوه كي فَقُلْتُ لاَ إلَّا مَا أَرْسَلَتْ بِهِ نُسَيْبَةُ مِنْ تِلْكَ الشَّاةِ په بل كي إلَّا شَىْءٌ بَعَثَتْ بِهِ إِلَيْنَا نُسَيْبَةُ مِنَ الشَّاةِ الَّتِى بَعَثْتَ بِهَا مِنَ الصَّدَقَةِ په بل كي إلَّا شَىْءٌ بَعَثَتْ بِهِ أُمُّ عَطِيَّةَ مِنَ الشَّاةِ الَّتِى بُعِثَ إِلَيْهَا مِنَ الصَّدَقَةِ په يوه كي هَاتِ فَقَدْ بَلَغَتْ مَحِلَّهَا په بل كي إِنَّهَا قَدْ بَلَغَتْ مَحِلَّهَا راغلي.

د قدرمن مشر پر وينا؛ د روايت مطلب دا دئ چي د نُسَيْبَةَ الأَنْصَارِيَّةِ په نامه يوې مېرمني ته يوه پسه د صدقې په توگه لېږل شوى وو، يو روايت وايي چي دا پسه رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله ورلېږلى وو، خو بل روايت كي د لېږونكي په اړه وضاحت نه كوي، هغې پسه ذبح كړى او څه غوښه ئې عائشې رضي الله عنها ته لېږلې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د عائشې رضي الله عنها كور ته راغلى، پوښتنه ئې كړې چي آيا د خوړو لپاره څه درسره شته؟ هغې ورته ويلي: نه؛ يوازي هغه څه شته چي نسيبې رضي الله عنها له هغه پسه رالېږلې، له دې پرته نور څه د هغې په كور كي نه وو، غوښتل ئې پوه شي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د دې صدقې په اړه څه لارښوونه ورته كوي، ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم صدقه نه قبلوله، د خپلي كورنۍ غړي ئې هم د صدقې له اخيستلو منع كړي وو؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم هغې ته دا ځواب وركړ: رائې وړه، يقيناً چي هغه خپل مناسب ځاى ته رسېدلې ده، يعني دا د نسيبې لپاره صدقه محسوبېږي او د نسيبې له لوري چي عائشې رضي الله عنها ته څه وركړى شوي هغه هديه گڼل كېږي، هديه هغه تحفه ده چي شريعت ئې د بدلې وركولو سپارښتنه كړې، تر هديې غوره يا لږ تر لږ د هغې په څېر بدله، خو صدقه هغه څه دي چي د غني له لوري مسكين ته له معاوضې او بدلې پرته وركول كېږي. قرآن په دې اړه فرمايي:

وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا 86  النساء: 86

(او كه كله په كوم ښه تحيه او سلام پر تاسو سلام وويل شو نو يا تر دې غوره سلام ووايئ او يا همغه وروگرځوئ؛ بې شكه چي الله په هر څه ښه حساب كوونكى دئ.)

نوموړی وايي؛ د تحيې معنى يو بل ته د ژوندى اوسې ويل دي؛ نو د آيت معنى دا ده چي د سلام، ښه راغلاست او ژوندى دي وې؛ ځواب به يا تر دې په غوره كلماتو وركوئ او يا به همدغه كلمات په ځواب كي وايئ، په دې پوه شئ چي الله تعالى حسيب دئ له بنده سره په هر څه كي حساب كوي.

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ هديه او تحفه په همدې قياس كېږي؛ يعني كه چا كومه تحفه او ډالۍ دركړه؛ مادي يا معنوي تحفه؛ نو يا به تر هغې غوره تحفه وركوې او يا لږ تر لږه د هغې په څېر؛ خو پام چي رشوت ته د تحفې نوم او رنگ ورنه كړئ؛ دولتي مأمورينو او چارواكو ته د تحفو اخيستل منع دي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يو كس د زكات راغونډولو لپاره لېږلى وو؛ كله چي راستون شو نو وئې ويل: دا برخه زكات ده او دا هغه تحفې دي چي ما ته راكړل شوې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې خبري په اورېدو سره غصه شو؛ او وئې فرمايل: په خپل كور كي به ناست وې چي ليدلي دي وئ خلك تحفې دركوي كه نه؛ بيا ئې د منبر پر سر همدا خبره وكړه او وئې فرمايل؛ موږ څوك د زكات راغونډولو لپاره لېږو؛ خو هغه راشي او وايي: دا زكات دئ او دا ما ته راكړل شوې تحفې!! هغه دي د خپل پلار په كور كي كښېني او ودي گوري چي څوك تحفې وركوي؟

نوموړی د موضوع پر دوام وايي؛ د دې باب عنوان داسي دئ: (د زکات او صدقې اندازه) له عنوان داسي معلومېږي چي له مال به څومره زكات وركول كېږي؟ خو په روايت كي د صدقې او زكات د مقدار په اړه هيڅ څه نه مومو؛ د روايت هدف دا دئ چي كېدى شي صدقه يوه ته د صدقې حكم ولري او كه همدغه صدقه اخيستونكى؛ له دغې صدقې بل چا ته څه د هديې په توگه وركړي نو هغه ته به هديه گڼل كېږي؛ كه دغه پسه رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ يا ئې كورنۍ ته لېږل شوى وو نو هغوى ځكه نه اخيستلو چي دوى ته د ځان لپاره زكات اخيستل جائز نه دي؛ اما كه له همدې صدقې كوم څه د تحفې او هديې په توگه وركړى شي؛ ورته جائزه ده.

د ترجمة الباب او روايت تر منځ د تړاو او مناسبت په ارتباط هر محقق غور كړى؛ تاسو چي د بخاري شروح ولولئ نو وبه گورئ چي هر شارح دا موضوع څېړلې؛ چا توجيه كړې او چا اعتراض كړى؛ عمدة القاري د بخاري له هر څه د دفاع كولو لار غوره كړې؛ د هر عنوان او باب په اړه ئې هڅه كړې يوه توجيه ورته كه څه هم په ډېر تكلف سره وي؛ وړاندي كړي؛ ابن حزم بيا هم د بخاري متعارض روايات، ضعيف راويان او د باب او روايت تر منځ عدم مناسبتونه په گوته كړي. د بابونو په انتخاب او تنظيم كي هم مسلم تر بخاري وړاندي دئ او هم ترمذي؛ مسلم دغه روايت تر دې باب لاندي تنظيم كړى: (باب إِبَاحَةِ الْهَدِيَّةِ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم.) دا عنوان له روايت سره دقيق مناسبت لري او يقيناً چي د بخاري تر ترجمة الباب ډېر غوره او دقيق دئ.

په ورته مهال ښاغلي حکمتيار د بخاري  ٢١م باب (په زکات کي د مال اخيستل) هم په تفصيلي بڼه تشريح کړ او زياته ئې کړه:

726 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ رضي الله عنه كَتَبَ لَهُ الَّتِي أَمَرَ اللَّهُ رَسُولَهُ صلى الله عليه و سلم «وَمَنْ بَلَغَتْ صَدَقَتُهُ بِنْتَ مَخَاضٍ وَلَيْسَتْ عِنْدَهُ، وَعِنْدَهُ بِنْتُ لَبُونٍ، فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ، وَيُعْطِيهِ الْمُصَدِّقُ عِشْرِينَ دِرْهَمًا أَوْ شَاتَيْنِ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ عِنْدَهُ بِنْتُ مَخَاضٍ عَلَى وَجْهِهَا، وَعِنْدَهُ ابْنُ لَبُونٍ، فَإِنَّهُ يُقْبَلُ مِنْهُ، وَلَيْسَ مَعَهُ شَيْءٌ». (بخارى: 1448)

(له انس رضي الله عنه روايت دئ چي ابوبکر رضي الله عنه د زکات په اړه د الله تعالى او رسول صلى الله عليه و سلم د حکم مطابق داسي فرمان راته وليکو: (د چا د اوښانو زکات چي بنت مخاض (يوه كلنه جونگۍ) ته ورسېږي خو بنت مخاض ونه لري، بلکي بنت لبون (دوه كلنه جونگۍ) ورسره وي نو همغه بنت لبون دي د بنت مخاض په ځاى ترې قبوله شي او صدقه اخيستونکى دي شل درهمه يا دوه پسونه ورکړي. او که بنت مخاض ئې نه درلوده او ابن لبون (دوه كلن جونگى) ورسره وو؛ نو همغه ابن لبون دي ترې قبول شي او نور څه ورته نشته).

نوموړی د موضوع د لا وضاحت په دوام وايي؛ دا روايت په بخاري كي نه (9) ځلي نور په دغو شمېرو (1450، 1451، 1453، 1454، 1455، 2487، 3106، 5878، 6955) او دغو توپيرو سره راغلی:

(په يوه كي كَتَبَ لَهُ الَّتِى أَمَرَ اللَّهُ رَسُولَهُ په بل كي كَتَبَ لَهُ الَّتِى فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ په بل كي كَتَبَ لَهُ فَرِيضَةَ الصَّدَقَةِ الَّتِى أَمَرَ اللَّهُ رَسُولَهُ په بل كي كَتَبَ لَهُ هَذَا الْكِتَابَ: هَذِهِ فَرِيضَةُ الصَّدَقَةِ الَّتِى فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ په بل كي هَذِهِ فَرِيضَةُ الصَّدَقَةِ الَّتِى فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - عَلَى الْمُسْلِمِينَ، وَالَّتِى أَمَرَ اللَّهُ بِهَا رَسُولَهُ (دلته جدي تعارض مومو؛ يو ئې وايي چي رسول الله فرض كړي او بل ئې وايي: الله تعالى فرض كړي؛ الله تعالى خپل پيغمبر پرې گمارلى؛ كوم يو ئې صحيح دئ؟ له شك پرته دا دوهم صحيح دئ؛ ځكه د فرض حكم د الله تعالى له لوري وي، الله تعالى په حكم كي هيڅوك له ځان سره شريكوي؛ او ابلاغ ئې د پيغمبر له لوري) په يوه كي وَلاَ يُجْمَعُ بَيْنَ مُتَفَرِّقٍ، وَلاَ يُفَرَّقُ بَيْنَ مُجْتَمِعٍ، خَشْيَةَ الصَّدَقَةِ (يعني نه به د څو كسانو متفرق څاروي د زكات د مقدار راكمولو په موخه يو ځاى كېږي؛ داسي چي درې تنه چي هر يو څلوېښت پسونه لري، په هر يوه د زكات يو پسه لازمېږي؛ خو كه دوى خپل پسونه سره يو ځاى كړي نو ټول به په گډه يو پسه وركوي) او همدا راز يو ځاى شوي څاروي به د زكات راكمولو په موخه نه وېشل كېږي؛ داسي چي دوه شريكان په گډه څلوېښت پسونه لري؛ چي يو پسه به په زكات كي وركوي؛ كه دوى ئې سره بېل كړي؛ او هر يوه ته شل شل ورسېږي نو دواړو به ځان له زكات وركولو ژغورلى وي)؛ په بل كي وَمَا كَانَ مِنْ خَلِيطَيْنِ فَإِنَّهُمَا يَتَرَاجَعَانِ بَيْنَهُمَا بِالسَّوِيَّةِ (كه څاروي په گډه د دو (2) كسانو وي؛ د هر يوه د زكات برخه به د هغه د څارويو په تناسب وي) په يوه كي د اوښانو په كوم شمېر كي څومره صدقه لازمېږي په بل كي دا چي كه له چا سره د صدقې يو ډول نه وي له بل ډول به ئې څنگه اداء كوي.

دلته ويل شوي چي كه د چا د اوښانو شمېر دومره وي چي بايد يوه كلنه جونگۍ په زكات كي وركړي خو له هغه سره يوه كلنه جونگۍ نه وي؛ نو كولى شي دوه كلنه جونگۍ وركړي خو صدقه اخيستونكى به دوه پسونه او يا د هغوى قيمت چي هغه مهال شل درهمه وو؛ د مال خاوند ته وركوي، دې ته مو پام وي چي دلته شل درهم يا دوه پسونه د اوښانو او پسونو د هغه مهال ارزښت ته په پام سره ټاكل شوي.

اوسنيو شرائطو ته په پام سره ويلى شو چي كه د څارويو متوسط قيمت معلوم شي او بيا ئې زكات د مجموعي قيمت له مخي وټاكل شي او 2.5 سلنه ئې زكات وركړى شي؛ هغه ستونزه به حل شي چي په اوسنيو شرائطو كي يوه حكومت د څارويو په راغونډولو او ساتلو كي ورسره مخامخ كېږي. فقهاء بايد په دې اړه غور وكړي او مناسبه فتوى وركړي.)

له پورتني وضاحت وروسته نوموړي په پرله‌پسي او لاندي ډول د بخاري ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸ او ۲۹م بابونه هم په تفصيلي بڼه تشريح کړل او وئې ويل:

٢٢ باب: (متفرق دي نه يو ځاى كېږي او گډ دي نه بېلېږي).

727 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ رضي الله عنه كَتَبَ لَهُ الَّتِي فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم «وَلا يُجْمَعُ بَيْنَ مُتَفَرِّقٍ، وَلا يُفَرَّقُ بَيْنَ مُجْتَمِعٍ، خَشْيَةَ الصَّدَقَةِ». (بخارى:1450)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: ابوبکر رضي الله عنه هغه څه ورته وليکل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض کړي وو: (د زکات له وېري دي نه متفرق مالونه سره يو ځاى کېږي او نه دي گډ مالونه سره بېل کېږي).

دا روايت چي د مخكيني روايت يوه برخه ده؛ وايي: هيڅوك دي داسي نه كوي چي بېل بېل څاروي په دې موخه سره يو ځاى كړي يا گډ څاروي سره بېل بېل كړي چي زكات ئې راكم كړي، لكه دا چي درې كسان څلوېښت څلوېښت پسونه لري، كه دوى خپل پسونه سره يو ځاى كړي نو يو سل شل پسونه ترې جوړېږي چي زكات به ئې يوازي يو پسه وي، خو كه بېل بېل وي نو هر يو به يو پسه وركوي، يا دا چي دوه كسان سره شريك وي، هر يو ئې يو سل يو (101) پسونه لري؛ په دغو دوه سوه دوو پسونو كي درې پسونه زكات لازمېږي؛ خو كه دوى خپل څاروي سره بېل كړي نو پر هر يوه ئې يوازي يو پسه زكات راځي.

٢٣ باب: (که د دوو کسانو مالونه سره گډ وو نو زکات به ئې په متناسبه توگه د دوى تر منځ وېشل كېږي).

728 - وَ فِي رِوَايَةٍ: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ رضي الله عنه كَتَبَ لَهُ الَّتِي فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم «وَمَا كَانَ مِنْ خَلِيطَيْنِ فَإِنَّهُمَا يَتَرَاجَعَانِ بَيْنَهُمَا بِالسَّوِيَّةِ». (بخارى: 1451)

او په بل روايت کي راغلي: ابوبکر رضي الله عنه هغه څه ورته وليکل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم لازم گرځولي وو: (که دوه کسان په كوم مال كي سره شريك وي؛ نو زکات به ئې په برابره توگه د دوى تر منځ وېشل كېږي)، هر يو به د ټول زكات نيمايي ورکوي.

٢٤ باب: (د اوښانو زکات)

729 - عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه: أَنَّ أَعْرَابِيًّا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَنِ الْهِجْرَةِ، فَقَالَ: «وَيْحَكَ، إِنَّ شَأْنَهَا شَدِيدٌ، فَهَلْ لَكَ مِنْ إِبِلٍ تُؤَدِّي صَدَقَتَهَا»؟ قَالَ: نَعَمْ. قَالَ: فَاعْمَلْ مِنْ وَرَاءِ الْبِحَارِ فَإِنَّ اللَّهَ لَنْ يَتِرَكَ مِنْ عَمَلِكَ شَيْئًا». (بخارى:1452)

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه روايت دئ چي يوه كوچي له رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت په اړه وپوښتل؛ وئې فرمايل: (افسوس دئ څه درباندي شوي! هجرت سخت دئ؛ آيا داسي اوښان لرې چي زکات ئې ورکړې؟) وئې ويل: هو؛ وئې فرمايل: (ځه او له سمندرونو آخوا (له كلي او خلكو ډېر لري) کار كوه، الله تعالى به هيڅ كله ستا د عمل كوم څه ضائع نه كړي).

تكرار: دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 2633، 3923، 6165

توپير: په يوه كي أَنَّ أَعْرَابِيًّا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - عَنِ الْهِجْرَةِ په بل كي جَاءَ أَعْرَابِىٌّ إِلَى النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - فَسَأَلَهُ عَنِ الْهِجْرَةِ په بل كي أَنَّ أَعْرَابِيًّا قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَخْبِرْنِى عَنِ الْهِجْرَةِ په يوه كي فَهَلْ لَكَ مِنْ إِبِلٍ تُؤَدِّى صَدَقَتَهَا په بل كي فَهَلْ لَكَ مِنْ إِبِلٍ» قَالَ نَعَمْ. قَالَ «فَتُعْطِى صَدَقَتَهَا» په بل كي فَهَلْ لَكَ مِنْ إِبِلٍ». قَالَ نَعَمْ. قَالَ « َتُعْطِى صَدَقَتَهَا». قَالَ نَعَمْ. قَالَ «فَهَلْ تَمْنَحُ مِنْهَا: څه ترې هديه كوې». قَالَ نَعَمْ. قَالَ «فَتَحْلُبُهَا يَوْمَ وُرُودِهَا؟». قَالَ نَعَمْ، په بل كي فَتَحْلُبُهَا يَوْمَ وِرْدِهَا؟ راغلي.

د دې روايت په اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:

د روايت له فحوى معلومېږي چي دا كوچى د مكې اړوند سيمي استوگن وو، غوښتل ئې مدينې ته هجرت وكړي، رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت كړاوونو ته اشاره كړې او هغه ته ئې ويلي: كه خپل ديني وجائب تر سره كړې، د خپل مال زكات وركړې او هغه حقوق اداء كړې چي الله تعالى ستا په مال كي درته ټاكلي؛ نو كه له مدينې ډېر لري او له سمندرونو آخوا هم استوگن وې؛ الله تعالى به ستا هيڅ نېك عمل ضائع نه كړي.

د محدثينو تر منځ په دې اړه اختلاف دئ چي دا كوچى كله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغلى؛ د مكې له فتحي وروسته كه لږ وړاندي؟ دې ته په پام سره چي د مكې له فتحي وروسته د هجرت هغه فرضيت پاى ته رسېدلى چي د مكې استوگن پرې مكلف ول؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته دا نه دي ويلي چي اوس نو د هجرت هغه مخكينى فرضيت پاى ته رسېدلى؛ نو په يقين سره ويلى شو چي دا كوچى د مكې تر فتحي وړاندي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلى او دا پوښتنه ئې كړې وه.

 

٢٥ باب: (د چا زکات چي بنت مخاض وي خو له هغه سره بنت مخاض نه وي).

730 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍ رضي الله عنه كَتَبَ لَهُ فَرِيضَةَ الصَّدَقَةِ الَّتِي أَمَرَ اللَّهُ رَسُولَهُ صلى الله عليه و سلم «مَنْ بَلَغَتْ عِنْدَهُ مِنَ الإِبِلِ صَدَقَةُ الْجَذَعَةِ وَلَيْسَتْ عِنْدَهُ جَذَعَةٌ، وَعِنْدَهُ حِقَّةٌ فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ الْحِقَّةُ، وَيَجْعَلُ مَعَهَا شَاتَيْنِ، إِنِ اسْتَيْسَرَتَا لَهُ أَوْ عِشْرِينَ دِرْهَمًا، وَمَنْ بَلَغَتْ عِنْدَهُ صَدَقَةُ الْحِقَّةِ، وَلَيْسَتْ عِنْدَهُ الْحِقَّةُ وَعِنْدَهُ الْجَذَعَةُ، فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ الْجَذَعَةُ وَيُعْطِيهِ الْمُصَدِّقُ عِشْرِينَ دِرْهَمًا أَوْ شَاتَيْنِ، وَمَنْ بَلَغَتْ عِنْدَهُ صَدَقَةُ الْحِقَّةِ، وَلَيْسَتْ عِنْدَهُ إلَّا بِنْتُ لَبُونٍ فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ بِنْتُ لَبُونٍ وَيُعْطِي شَاتَيْنِ أَوْ عِشْرِينَ دِرْهَمًا، وَمَنْ بَلَغَتْ صَدَقَتُهُ بِنْتَ لَبُونٍ وَعِنْدَهُ حِقَّةٌ فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ الْحِقَّةُ وَيُعْطِيهِ الْمُصَدِّقُ عِشْرِينَ دِرْهَمًا أَوْ شَاتَيْنِ، وَمَنْ بَلَغَتْ صَدَقَتُهُ بِنْتَ لَبُونٍ وَلَيْسَتْ عِنْدَهُ وَعِنْدَهُ بِنْتُ مَخَاضٍ، فَإِنَّهَا تُقْبَلُ مِنْهُ بِنْتُ مَخَاضٍ وَيُعْطِي مَعَهَا عِشْرِينَ دِرْهَمًا أَوْ شَاتَيْنِ». (بخارى: 1453)

٧٣٦- له انس رضي الله عنه روايت دئ چي ابوبكر رضي الله عنه د زکات هغه فريضه ورته وليکله چي الله تعالى خپل رسول ته امر کړى وو، (او هغه دا چي:) (که په اوښانو کي د چا زکات جَذَعَه (څلور كلني جونگۍ) ته ورسېدو او جذعه ورسره نه وه نو حِقَّه (درې كلني جونگۍ) ورسره وي؛ نو همدا حقه ترې قبلېږي او له دې سره دي دوه پسونه يو ځاى كړي، كه ورته ممكنه وه؛ يا دي شل درهمه ورسره يو ځاى کړي؛ او د چا زکات چي د حِقَّه كچي ته ورسېدو خو حقه ورسره نه وي او جذعه ورسره وي نو همدغه جذعه ترې قبلېږي او زکات اخيستونکى دي شل درهمه يا دوه پسونه ورکړي؛ او د چا زكات چي د حقه كچي ته ورسېدو خو له هغه سره له بنت لبون (دوه كلنه جونگۍ) پرته بل څه نه وي نو همدا بنت لبون ترې قبلېږي خو دوه پسونه يا شل درهمه دي هم ورسره ورکړي؛ او که د چا زكات د بنت لبون كچي ته ورسېدو او هغه بنت لبون ونه لري خو حقه ورسره وي نو همدا حقه ترې قبلېږي خو زکات اخيستونکى به شل درهمه يا دوه پسونه ورکوي؛ او که د چا زكات د بنت لبون كچي ته ورسېدو او هغه ئې ونه لري خو بنت مخاض ورسره وي؛ نو همدا بنت مخاض ترې قبول دئ خو شل درهمه يا دوه پسونه به پرې علاوه كوي.

دا روايت تر دې باب لاندي راغلى: د چا زکات چي بنت مخاض وي خو له هغه سره بنت مخاض نه وي؛ خو په روايت كي دا مطلب نه مومو؛ بلكي دا مومو: ... خو بنت مخاض ورسره وي؛ نو همدا بنت مخاض ترې قبول دئ.

 

٢٦ باب: (د مېږو (پسونو) زکات)

731 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍرضي الله عنه كَتَبَ لَهُ هَذَا الْكِتَابَ لَمَّا وَجَّهَهُ إِلَى الْبَحْرَيْنِ: بِسْم اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، هَذِهِ فَرِيضَةُ الصَّدَقَةِ الَّتِي فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَلَى الْمُسْلِمِينَ، وَالَّتِي أَمَرَ اللَّهُ بِهَا رَسُولَهُ، فَمَنْ سُئِلَهَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ عَلَى وَجْهِهَا فَلْيُعْطِهَا، وَمَنْ سُئِلَ فَوْقَهَا فَلا يُعْطِ: فِي أَرْبَعٍ وَعِشْرِينَ مِنَ الإِبِلِ فَمَا دُونَهَا مِنَ الْغَنَمِ، مِنْ كُلِّ خَمْسٍ شَاةٌ، إِذَا بَلَغَتْ خَمْسًا وَعِشْرِينَ إِلَى خَمْسٍ وَثَلاثِينَ فَفِيهَا بِنْتُ مَخَاضٍ أُنْثَى، فَإِذَا بَلَغَتْ سِتًّا وَثَلاثِينَ إِلَى خَمْسٍ وَأَرْبَعِينَ فَفِيهَا بِنْتُ لَبُونٍ أُنْثَى، فَإِذَا بَلَغَتْ سِتًّا وَأَرْبَعِينَ إِلَى سِتِّينَ فَفِيهَا حِقَّةٌ طَرُوقَةُ الْجَمَلِ، فَإِذَا بَلَغَتْ وَاحِدَةً وَسِتِّينَ إِلَى خَمْسٍ وَسَبْعِينَ فَفِيهَا جَذَعَةٌ، فَإِذَا بَلَغَتْ يَعْنِي سِتًّا وَسَبْعِينَ إِلَى تِسْعِينَ فَفِيهَا بِنْتَا لَبُونٍ، فَإِذَا بَلَغَتْ إِحْدَى وَتِسْعِينَ إِلَى عِشْرِينَ وَمِائَةٍ فَفِيهَا حِقَّتَانِ طَرُوقَتَا الْجَمَلِ، فَإِذَا زَادَتْ عَلَى عِشْرِينَ وَمِائَةٍ فَفِي كُلِّ أَرْبَعِينَ بِنْتُ لَبُونٍ، وَفِي كُلِّ خَمْسِينَ حِقَّةٌ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ مَعَهُ إلَّا أَرْبَعٌ مِنَ الإِبِلِ فَلَيْسَ فِيهَا صَدَقَةٌ، إلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبُّهَا، فَإِذَا بَلَغَتْ خَمْسًا مِنَ الإِبِلِ فَفِيهَا شَاةٌ، وَفِي صَدَقَةِ الْغَنَمِ فِي سَائِمَتِهَا إِذَا كَانَتْ أَرْبَعِينَ إِلَى عِشْرِينَ وَمِائَةٍ شَاةٌ، فَإِذَا زَادَتْ عَلَى عِشْرِينَ وَمِائَةٍ إِلَى مِائَتَيْنِ شَاتَانِ، فَإِذَا زَادَتْ عَلَى مِائَتَيْنِ إِلَى ثَلاثِ مِائَةٍ فَفِيهَا ثَلاثُ شِيَاهٍ، فَإِذَا زَادَتْ عَلَى ثَلاثِ مِائَةٍ فَفِي كُلِّ مِائَةٍ شَاةٌ، فَإِذَا كَانَتْ سَائِمَةُ الرَّجُلِ نَاقِصَةً مِنْ أَرْبَعِينَ شَاةً وَاحِدَةً فَلَيْسَ فِيهَا صَدَقَةٌ، إلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبُّهَا، وَفِي الرِّقَّةِ رُبْعُ الْعُشْرِ فَإِنْ لَمْ تَكُنْ إلَّا تِسْعِينَ وَمِائَةً فَلَيْسَ فِيهَا شَيْءٌ إلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبُّهَا. (بخارى: 1454)

له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: کله چي ابوبکر رضي الله عنه دى بحرين ته ولېږلو نو دا ليكنه ئې ورته وكړه: بسم الله الرحمن الرحيم؛ دا د زکات هغه فريضه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پر مسلمانانو فرض کړې ده، هغه چي الله تعالى خپل رسول ته د هغې امر كړى؛ نو څوك چي له مسلمانانو د هغې مطابق غوښتنه وكړي؛ نو هغه دي وركړي؛ او چا چي تر هغې زيات وغوښتل نه دې وركوي: په هرو (24) څلور ويشتو او تر دې لږ شمېر اوښانو باندي پسونه (مېږي) لازمېږي؛ داسي چي په هرو پنځو اوښانو باندي يو پسه، که اوښان پنځه ويشت شول نو تر پنځه دېرشو پوري اوښانو باندي يوه بنت مخاض (يوه كلنه جونگۍ) لازمېږي، که شپږ دېرش شول نو تر پنځه څلوېښتو پوري اوښانو باندي يوه بنت لبون (دوه كلنه جونگۍ) لازمېږي؛ اوښان چي شپږ څلوېښت شول نو تر شپېتو پوري اوښانو باندي يوه حقه (څلور كلنه اوښه) چي حامله كېدو ته تياره وي؛ لازمېږي او چي يو شپېته شول نو تر پنځه اويا پوري اوښانو باندي يوه جَذَعَه لازمېږي؛ او چي شپږ اويا شول نو تر نوي پوري اوښانو باندي دوې بنت لبون لازمېږي؛ او چي يو نوي شول بيا تر يو سل او شل (120) پوري اوښانو باندي دوې حقې چي حامله كېدو ته تياري وي لازمېږي او چي له 120 زيات شول نو بيا په هرو څلوېښتو اوښانو باندي يوه بنت لبون لازمېږي او په هرو پنځوسو اوښانو باندي يوه حقه لازمېږي؛ او څوک چي يوازي څلور اوښان ولري نو په هغوى باندي هيڅ زکات نشته؛ مگر دا چي خاوند ئې په خپله خوښه څه ورکړي او چي اوښان ئې پنځه شول نو يو پسه پرې لازمېږي.

او د مېږو د زکات په اړه: مېږي چي په صحراء کي څرېدونکې وي او شمېر ئې څلوېښتو ته ورسېږي نو بيا له څلوېښتو تر يو سل او شلو مېږو پوري يو پسه لازمېږي، كه له 120 زياتي شي بيا تر دوو سوو پوري مېږو باندي دوه پسونه دي، له دوو سوو چي زياتي شي بيا تر دري سوو مېږو پوري درې پسونه دي او تر درې سوه چي زياتي شي نو په هرو سلو کي يو پسه لازمېږي او که د چا په صحراء كي څرېدونکې مېږي څلوېښت نه وي نو که له څلوېښتو يوه هم کمه وي په هغې کي زکات نشته؛ مگر دا چي مالک ئې په خپله خوښه څه ورکړي.

او په سپينو زرو کي د زکات اندازه ربع العشر (د لسو يو پر څلورو) (يعني په څلوېښتو درهمو کي يو درهم) دئ او چي شمېر ئې يو سل او نوي يا تر دې لږ وي نو زکات په كي نشته، مگر دا چي مالک ئې په خپله خوښه څه ورکړي.

ښاغلی حکمتيار د موضوع د لا وضاحت په خاطر وايي چي؛ په دې روايت كي د 40 درهمو زكات يو درهم ښودل شوى او د 40 هغو پسونو چي په صحراء كي څري زكات هم يو پسه؛ دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا كېدى شي همدا له څلوېښتو يو او په 100 كي دوه نيم د زكات اصلي مقدار وگڼل شي؟ هم په سكو او اسعارو كي او هم په هغو څارويو كي چي په پالني كي ئې پر خاوند كوم لگښت نه راځي او په صحراء كي څري؟ هغه مهال چي راكړه وركړه تر ډېره حده جنس د جنس په مقابل كي وو او د څارويو زكات به هم څاروي وو؛ بل بديل ورته نه وو يا بل بديل ورته موندل گران كار وو؛ دې ته په پام سره چي د څارويو په زكات كي يو ډول د بل ډول په بدل كي هم قبول شوي؛ سكې هم او د جامو ټوټې هم؛ اوسنى وضعيت ايجابوي چي په دې اړه نوې فتوى وركړى شي.

 

٢٧ باب: (د زکات مال بايد سالم وي)

732 - عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه: أَنَّ أَبَا بَكْرٍرضي الله عنه كَتَبَ لَهُ: الصَّدَقَةَ الَّتِي أَمَرَ اللَّهُ رَسُولَهُ صلى الله عليه و سلم «وَلا يُخْرَجُ فِي الصَّدَقَةِ هَرِمَةٌ وَلا ذَاتُ عَوَارٍ وَلا تَيْسٌ إلَّا مَا شَاءَ الْمُصَدِّقُ». (بخارى: 1455)

٧٣٨- له انس رضي الله عنه روايت دئ چي ابوبکر رضي الله عنه ده ته د هغي صدقې په اړه وليکل چي الله تعالى خپل رسول صلى الله عليه و سلم ته امر کړى: (د زکات لپاره دي زوړ، معيوب او وز (د وزو نر) څاروى نه ايستل كېږي، مگر دا چي زکات غونډوونكى ئې قبول كړي).

 

٢٨ باب: نه ښايي په زکات کي د خلکو تر ټولو غوره اموال واخيستل شي

733 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: حديث بَعْثِ مُعَاذ رضي الله عنه إلَى الْيَمَنِ تقدم وفي هذه الرواية قَالَ: «إِنَّكَ تَقْدَمُ عَلَى قَوْمٍ أَهْلِ كِتَابٍ….» وَذَكَرَ بَاقِيَ الحديثِ ثُمَّ قَالَ فِي آخِرِهِ: «وَتَوَقَّ كَرَائِمَ أَمْوَالِ النَّاسِ». (بخارى:1458)

له ابن عباس رضي الله عنهما: يمن ته د معاذ رضي الله عنه د لېږلو حديث مخکي تېر شو او په دې روايت کي وايي: (ته اهل کتابو ته ورځې...) نور حديث ئې ذکر کړى چي په آخر کي ئې راغلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (او د خلکو د غوره مالونو له اخيستلو ډډه کوه).

 

٢٩ باب: (خپلوانو ته د زکات ورکول)

734 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ أَبُو طَلْحَةَ أَكْثَرَ الأَنْصَارِ بِالْمَدِينَةِ مَالاً مِنْ نَخْلٍ، وَكَانَ أَحَبُّ أَمْوَالِهِ إِلَيْهِ بَيْرُحَاءَ، وَكَانَتْ مُسْتَقْبِلَةَ الْمَسْجِدِ، وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يَدْخُلُهَا، وَيَشْرَبُ مِنْ مَاءٍ فِيهَا طَيِّبٍ. قَالَ أَنَسٌ: فَلَمَّا أُنْزِلَتْ هَذِهِ الآيَةُ: (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ) قَامَ أَبُو طَلْحَةَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَقُولُ: (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّون) وَإِنَّ أَحَبَّ أَمْوَالِي إِلَيَّ بَيْرُحَاءَ، وَإِنَّهَا صَدَقَةٌ لِلَّهِ، أَرْجُو بِرَّهَا وَذُخْرَهَا عِنْدَ اللَّهِ، فَضَعْهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، حَيْثُ أَرَاكَ اللَّهُ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم «بَخٍ، ذَلِكَ مَالٌ رَابِحٌ، ذَلِكَ مَالٌ رَابِحٌ، وَقَدْ سَمِعْتُ مَا قُلْتَ، وَإِنِّي أَرَى أَنْ تَجْعَلَهَا فِي الأَقْرَبِينَ». فَقَالَ أَبُو طَلْحَةَ: أَفْعَلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَقَسَمَهَا أَبُو طَلْحَةَ فِي أَقَارِبِهِ وَبَنِي عَمِّهِ. (بخارى:1461)

له انس بن مالك رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: ابو طلحه رضي الله عنه د مدينې په انصارو کي تر ټولو زياتي د خرما وني درلودې او ده ته په خپلو شتمنيو كي تر ټولو ډېر گران د بَيْرُحَاءَ باغ وو چي نبوي جومات ته مخامخ پروت وو؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم به كله كله ورتلو او د باغ پاکي او خوندوري اوبه به ئې څښلې. انس رضي الله عنه وايي: کله چي دا آيت نازل شو: (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّون: تر هغه به ښېگڼي ته ونه رسېږئ چي درته گران شته مو انفاق كړئ)؛ ابو طلحه رضي الله عنه پاڅېد او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او وئې ويل: يا رسول الله! الله تعالى فرمايي: (لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّون)؛ او تر ټولو غوره او گران مال مي د بَيرُحاء باغ دئ او همدا د الله تعالى په لار کي صدقه شو، د الله په خوا كي ئې د ښېگڼي او ذخيره كېدو هيله لرم، يا رسول الله! څنگه چي ئې الله تعالى درته لارښوونه كوي همغسي ئې ولگوه، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: واه، واه؛ دا ډېر گټه رسوونكى مال دئ، دا ډېر گټه رسوونكى مال دئ، هغه څه مي واورېدل چي تا وويل؛ او زه دا مناسبه گڼم چي هغه پر خپلوانو ووېشې؛ نو ابو طلحه رضي الله عنه وويل: همداسي به وکړم يا رسول الله! بيا ئې هغه په خپلو خپلوانو او تربرونو وويشلو.

 

ناويلي دې پاته نه وي چي نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر له لوري د دعائيه وينا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک