No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: سه‌شنبه د حمل ۸مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ د سه شنبې په ورځ د زکات کتاب ٦م باب (صدقه له اور د نجات سبب دئ) تر عنوان لاندي خپله ۴مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

: ‏د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري، له سوداګریزو بانکونو او د بانکونو د ټولنې له غړو سره ولیدل.

‏مرکزي بانک په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي بدري په دغې لیدنه کې د بانکي سکټور پر پياوړتیا ټينګار کړی او د سوداګریزو بانکونو استازو ته یې ډاډ ورکړ چې د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ، د هېواد له سوداګریزو بانکونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

‏په خبرپاڼه کې د هدایت‌الله بدري پر حواله لیکل شوي:«زمو هڅه دا ده چې دغه سکټور (بانکي سکټور) په سمه توګه مدیریت شي او له دې لارې، د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره لار هواره شي

: ‏د چارو ادارې عمومي ریاست وايي چې د کابینې نهه ویشتمه غونډه د هېواد په لویو لارو کې د جوماتونو پر جوړولو، د وسلو د جواز د ورکړې پر څرنګوالي او له غزروالو وسایطو پر استفادې، بې اسنادو وسایطو او هېواد ته د غیرمعیاري او کم کیفیته درملو پر واردولو بحث شوی دی.

‏د چارو ادارې د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې غونډه کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته مسوولیت ورکړل شوی چې طرحې پلي کړي.

: ‏د هند د زلزلې ملي مرکز (ان‌سي‌اس) اعلان کړی چې د ریکټر په ۴.۳ درجې ځواک سره زلزلې کابل ته ټکان ورکړی.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ دغه زلزله نن (چهارشنبې) سهار ۵:۴۹ دقیقې د کابل په ختیځ کې شوې ده.

: ‏د کندهار د رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو د لیکو چاڼ یا تصفیې کمېسیون ناسته په دغه ولایت کې جوړه شوه.

‏په خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزارت مرستیال ملامحمد فاضل مظلوم په دغې ناسته کې ویلي چې د امنیت د ښه تامین لپاره، امنیتي لیکو کې نوي راغلي ځواکونه دې تر څارنې لاندې ونیول شي او د کارونو د ښه اجرا کولو لپاره باید روزنه ورکړل شي.

: ‏د کندهار د ګمرک چارواکي وايي، په دغه ولايت کې له څوارلس ميليارده افغانيو زيات عوايد راټول شوي دي. د دوی په خبره، د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې راټول شوي عواید شپاړس سلنه زیاتوالی ښيي.

: ‏د افغانستان د کرکټ ځلانده ستوري راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې بیا ځلې لومړی مقام خپل کړ.

: ‏د نيمروز ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وايي چې د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله شاوخوا دوه سوه کورونه ويجاړ شوي دي.

: ‏د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د پیازو د بیې له بې ساري لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي چې د روژې په رارسېدو سره یو من پیاز له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

: ‏د غزني ولایت اوسېدونکي په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي. دوی غواړي چې د افغانیو نوي بانکنوټونه دې بازار ته را و ایستل شي. د دوی په خبره، د بانکنوټونو زوړوالي دوی د پېر او پلور پر مهال له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

: ‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته نن سهار هېواد ته راستانه شول او ځینې نور یې، د هند د IPL لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.

: ‏د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو په دې هېواد کې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

: ‏پاکستان اعلان کړی چې، په روانه اوونۍ کې د متحدوایالتونو په نوښت د ډیموکراسۍ په نوم سرمشریزه کې ګډونه نه‌کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په ټول افغانستان کې به د نشه يي توکو د روږدو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره مالي مرسته وکړي.

: ‏جاپان: اوساکا ښار کې د یوې دولتي ادارې رئیس له ۱۴ کالو راهیسې په ممنوعه وخت او ځای کې ۴۵۱۲ ځلې د سګرټ څکولو او قانون ماتولو په جرم ۱،۴۴ میلیونه جاپاني یان جریمه شوی.

په هغه پسې حکومت حساب نیولی چې دغو ۱۴ کالو کې یې د دولت ۳۵۵ ساعته او ۱۹ دقیقې وخت ضایع کړی دی.

: ‏کابل لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر:

امریکا تېرو ۱۸ میاشتو کې افغانستان سره یو نیم میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

: ‏جرمني اوکراین ته اتلس لیوپارډ ـ ۲ موډل ټانکونه ورکړل.

دا ټانکونه تر روسي ټانکونو قوي بلل کېږي او د حرکت پر مهال هم فیر کولی شي، په داسې حال کې چې روسي ټانکونه له درېدو پرته هدف نه شي ویشتلی.

: ‏یونان کې دوه پاکستانیان د یهودانو د کلیسا تر څنګ یو هوټل باندې د برید په پلانولو نیول شوي.

وایي، نیولو کې یې راسره د اسراییلو موساد مرسته کړې ده.

: ‏د شمالي کوریا مشر له یو پوځي څخه د ۶۵۳ مرمیو د ورکېدو له امله د ریانګینګ ولایت هیسن ټول ښار کې ګرځبندیز لګولی.

دغه پوځي د کشت پر مهال مرمۍ ورکې کړي، خو کیم جونګ اون امر کړی تر څو دا مرمۍ پیدا شوې نه وي د ښار هیڅوک به له ځایه نه خوځېږي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن دېکر، په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

‏مېرمن دېکر په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:«مطیع‌الله ویسا او نور باید له دغه کاره منع نه‌شي، ځکه د هغوی غږ د افغانستان د ګڼ شمېر خلکو د غوښتنو انعکاس کوونکی دی

: ‏د ملګرو ملتونو د بشپرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران شدید ورښت او د سېلابونو راتلو کابو ۶۴۵ کورونه زیانمن کړي دي.

‏اوچا په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې مرسته رسوونکي بنسټونه د زیانمنو سیمو د ارزونې په حال کې دي او د اړتیا په صورت کې به مرسته وکړي. اوچا زیاتوي چې محدوده بودیجه د مرستې د زیاتوالي لپاره د هغوی وړتیا محدوده وي.

: ‏د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړو د کابل ښار د «ملک اصغر » څلور لاره کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې په یوې اعلامیه کې دغه برید ناوړه بللی او غندلی.

د دغه سازمان اعلامیه کې راغلي ترهګري چې په هره بڼه وي افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

‏د دغې شورا غړو ویلي چې هر ډول ترهګریز اقدام، د هغه انګېزې ته په نه کتو، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا چې شوي وي، مجرمانه کړنه ده او د توجیه وړ نه دی.

د دغې شورا غړي د دا ډول بریدونو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

: ‏د امریکا په ټنسي ایالت کې په یوه ښوونځي کې د مرګوني برید په غبرګون کې، د دغه هېواد ولسمشر د کانګرس له غړو غواړي چې د وسلو د جواز پر صادرولو بندیز تصویب کړي.

جوبایډن ټينګار کړی چې هغه څوځلې د کانګرس له استازو سره دغه موضوع مطرح کړې؛ خو تراوسه په دې هکله اقدام نه دی شوی.

‏بایډن د نشوېل په ښوونځي کې د وسله وال برید له غندلو سره چې شپږ تنه په کې وژل شوي، وايي په ښوونځیو کې د ماشومانو د خوندیتابه لپاره باید هڅې وشي.

: ‏د پرتگال پلازمینې لیزبون کې یو کس د اسماعیلي شیعه ګانو په مرکز کې د چاړې په ګوزارونو دوې ښځې وژلي او یو شمیر نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، بریدگر افغان کډوال دی چې په یونان کې د کډوالو په مرکز کې د خپلې میرمنې تر مړینې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوی و.

: ‏نن په نوي ډیلي کې د شانگهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو او نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو غونډه ترسره کیږي.

د هندي رسنیو راپورونو له مخې، په دې غونډه کې په سیمه کې د ترهگرۍ سره پر مبارزې، افراطیت او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي بحثونه کیږي.

: ‏اسټرالیا د دې هیواد د ځانگړو ځواکونو نیول شوی سرتیری چې په افغانستان کې د داد محمد په نوم یو بزگر وژلی، له زندانه خوشی کړی دی.

اسټرالیالي چارواکو ویلي چې په زندان کې د افراطي مسلمانانو له لوري د دې سرتیري وژل کیدو احتمال ډیر دی نو ځکه له بنده خوشی کیږي.

: ‏د روسیې د امنیت شورا منشي «نیکولای پاتروشیف» په نوې ډیلي کې د شانگهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ‌د ملي امنیت مشاورینو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې «افغانستان یا گاونډيو هیوادونو ته یې د امریکا او ناټو پوځي تاسیساتو بیرته راستنیدل په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي

‏«نیکولای پاتروشیف» ویلي: «په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته دا هیواد له دوامداره بحران سره مخ دی او دا مهال له افغانستان څخه زموږ هیوادونو ته امنیتي خطرونه متوجه دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک