No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د حمل ۹مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن ورځ د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۵مه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي خپله نننۍ درسي محاضره د بخاري د زکات کتاب د ۱۰م باب په تشريح او تر دې عنوان لاندي؛ (څوک چي په نا خبرۍ كي خپل زوى ته صدقه ورکړي) پيل کړه؛ او وئې ويل:

713 - عَنْ مَعْنِ بْنِ يَزِيدَ رضي الله عنه قَالَ: بَايَعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم أَنَا وَأَبِي وَجَدِّي، وَخَطَبَ عَلَيَّ فَأَنْكَحَنِي، وَخَاصَمْتُ إِلَيْهِ، وَكَانَ أَبِي يَزِيدُ أَخْرَجَ دَنَانِيرَ يَتَصَدَّقُ بِهَا، فَوَضَعَهَا عِنْدَ رَجُلٍ فِي الْمَسْجِدِ، فَجِئْتُ فَأَخَذْتُهَا، فَأَتَيْتُهُ بِهَا، فَقَالَ: وَاللَّهِ مَا إِيَّاكَ أَرَدْتُ، فَخَاصَمْتُهُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ: «لَكَ مَا نَوَيْتَ يَا يَزِيدُ، وَلَكَ مَا أَخَذْتَ يَا مَعْنُ». (بخارى: 1422)

(له مَعْن بن يزيد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: ما، پلار او نيكه مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره بيعت وکړ، د كوژدې خُطبه او نكاح مي هم رسول الله وکړه؛ او يوه شخړه مي هم هغه ته وړاندي كړه؛ او زما پلار يزيد څو ديناره وايستل (گوښي ئې كړل) چي صدقه ئې كړي؛ نو په جومات كي ئې له يوه چا سره كېښودل، (چي كوم محتاج ته ئې وركړي)؛ زه ورغلم او هغه مي واخيستل او له هغوى سره پلار ته راغلم، هغه راته وويل: په خداى قسم چي ستا اراده مي نه وه كړې (مقصد مي دا نه وو چي خپله صدقه تا ته درکړم)؛ نو له هغه سره مي دا شخړه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كړه؛ نو وئې فرمايل: يزيده! تا ته هغه څه دي چي نيت دې كړى او تا ته اې معن! هغه څه دي چي اخيستي دي دي.

 

هغه زياتوي چي د دې روايت اساسي مطالب دا دي:

كه چا خپله صدقه بل ته وركړه چي محتاج او مستحق كس ته ئې وسپاري او هغه داسي چا ته وركړه چي محتاج او د مرستي مستحق وي او د صدقه وركوونكي د زوى په څېر د ده د خپلوانو له ډلي وي؛ نو دا صدقه مقبوله گڼل كېږي، خو په دې اړه د فقهاءو تر منځ اختلاف رأى شته چي كه دا صدقه زكات وي نو بيا ئې خپلوانو ته وركړه څنگه دي، د ډېرى فقهاءو رأيه دا ده چي نېستمنو خپلوانو ته زكات وركول نه يوازي څه مانع نه لري بلكي هم د زكات ثواب پرې مرتب كېږي او هم د صله رحم او خپلوۍ پاللو، خو كه دا خپلوان د زكات وركوونكي په عيال كي شامل او دى ئې د نفقې متكفل وي نو بيا هغوى ته زكات نه شي وركولى.

 

قدرمن مشر همداراز تر دې عنوان لاندي (چا چي خپل خادم ته د صدقې امر کړى او په خپل لاس ئې نه ده ورکړې) د زکات کتاب پر ۱۱م باب هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

714 - عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِذَا أَنْفَقَتِ الْمَرْأَةُ مِنْ طَعَامِ بَيْتِهَا، غَيْرَ مُفْسِدَةٍ، كَانَ لَهَا أَجْرُهَا بِمَا أَنْفَقَتْ، وَلِزَوْجِهَا أَجْرُهُ بِمَا كَسَبَ، وَلِلْخَازِنِ مِثْلُ ذَلِكَ، لا يَنْقُصُ بَعْضُهُمْ أَجْرَ بَعْضٍ شَيْئًا. (بخارى: 1425)

(له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: كله چي يوه مېرمن د خپل کور له خوړو صدقه ورکړي خو داسي چي فساد كوونكې نه وي (اسراف ونه كړي او خاوند ونه ځوروي)؛ نو هغې ته به د صدقې ورکولو له امله اجر وي او خاوند ته ئې د گټلو او حاصلولو اجر؛ او ساتونکي ته به د همدې په څېر؛ او د دوى ځيني به د ځينو نورو د اجر هيڅ څه نه كموي. (هر يوه ته به خپل خپل اجر ورکول کېږي).

 

ښاغلي حکمتيار د موضوع پر دوام وويل؛ پورتنی روايت په بخاري كي پنځه ځلي نور هم په دغو شمېرو 1437، 1439، 1440، 1441، 2065 او لاندينيو توپيرو سره راغلی:

په يوه كي إِذَا أَنْفَقَتِ الْمَرْأَةُ په بل كي إِذَا تَصَدَّقَتِ الْمَرْأَةُ په بل كي أَطْعَمَتِ الْمَرْأَةُ په يوه كي مِنْ طَعَامِ بَيْتِهَا په بل كي مِنْ طَعَامِ زَوْجِهَا په بل كي مِنْ بَيْتِ زَوْجِهَا په يوه كي كَانَ لَهَا أَجْرُهَا، وَلِزَوْجِهَا بِمَا كَسَبَ، وَلِلْخَازِنِ مِثْلُ ذَلِكَ په بل كي لَهَا أَجْرُهَا، وَلَهُ مِثْلُهُ، وَلِلْخَازِنِ مِثْلُ ذَلِكَ، لَهُ بِمَا اكْتَسَبَ، وَلَهَا بِمَا أَنْفَقَتْ راغلي

د نوموړي پر وينا؛ د روايت مطلب دا دئ چي ښځه كولى شي د خپل مېړه د كور له خوراكي توكيو څه انفاق كړي، خو داسي چي د خپل مېړه د رضاء خلاف كار ونه كړى، اسراف ونه كړي، داسي څه ونه كړي چي له امله ئې كومه لانجه راولاړه شي او د مېړه د خفگان باعث شي؛ داسي څه انفاق نه كړي چي ورته جائز نه وي او خاوند ئې اجازه نه وي وركړې؛ د بل روايت له مخي معلومېږي چي دا كار هغه مهال كولى شي چي د مېړه اجازه ئې تر لاسه كړې وي.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز تر دې عنوان لاندي چي؛ (صدقه هغه ده چي د غناء په حالت کي وي) د بخاري د زکات کتاب پر ۱۲م باب هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

715 - عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ، وَخَيْرُ الصَّدَقَةِ عَنْ ظَهْرِ غِنًى، وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللَّهُ. (بخارى: 1428)

(له حکيم بن حِزام رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: برنى لاس تر لانديني لاس غوره دئ؛ او له هغو ئې پيل كړه چي ته ئې پالنه كوې، (نفقه ئې پر تا ده) او غوره صدقه هغه ده چي د غناء په حالت کي وي او څوک چي د عفاف او ځان ساتني په لټه كي شي (د بل صدقې ته طمع ونه كړي)؛ الله به عفاف ورپه برخه كړي؛ او څوک چي د صدقې له اخيستلو استغناء او بې نيازي وکړي الله تعالى به ئې بې نياز کړي.)

 

نوموړي دا هم وويل؛ دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 1426، 1428، 5355، 5356

توپير: په يوه كي عَنْ ظَهْرِ غِنًى په بل كي مَا كَانَ عَنْ ظَهْرِ غِنًى، په بل كي مَا تَرَكَ غِنًى راغلي.

 

هغه زياتوي چي؛ په دې روايت كي مسلمانان د صدقې وركړي او له گدايي او بل ته لاس اوږدولو اجتناب ته هڅول شوي، برنى لاس تر لانديني لاس غوره گڼل شوى، پورتنى لاس هغه دئ چي صدقه ورکوي او لاندينى لاس هغه دئ چي صدقه اخلي، څوك چي د بل صدقې ته طمع ونه كړي؛ الله تعالى به عفاف او له سؤال ځان ساتنه ورپه برخه كړي؛ او څوک چي د صدقې له اخيستلو استغناء او بې نيازي وکړي الله تعالى به ئې بې نياز کړي.

 

په ورته وخت کي ښاغلي حکمتيار د موضوع پر دوام پر لاندېنيو روایتونو هم تفصيلي رڼا واچوله او زياته ئې کړه:

716 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ وَذَكَرَ الصَّدَقَةَ وَالتَّعَفُّفَ وَالْمَسْأَلَةَ: الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى فَالْيَدُ الْعُلْيَا هِيَ الْمُنْفِقَةُ وَالسُّفْلَى هِيَ السَّائِلَةُ. (بخارى:1429)

(له عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال کي چي پر منبر وو او د صدقې، تعفف (له خيرات اخيستلو ځان ساتل) او سوالگرۍ يادونه ئې کوله وفرمايل: پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره دئ، پورتنى لاس هغه دئ چي خيرات ورکوي او لاندينى هغه دئ چي سؤال کوي.)

 

قدرمن مشر په ورته مهال او تر دې سرليك لاندي چي؛ (صدقې ته هڅونه او د فقير لپاره ئې سپارښتنه) د بخاري د زکات کتاب پر ١٣م باب هم رڼا واچوله او د موضوع د لا وضاحت په خاطر ئې لاندېني روايت ته تفصيلاً اشاره وکړه؛ هلته چي فرمايي:

717 - عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِذَا جَاءَهُ السَّائِلُ؛ او طُلِبَتْ إِلَيْهِ حَاجَةٌ، قَالَ: اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا، وَيَقْضِي اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صلى الله عليه و سلم مَا شَاءَ. (بخارى:1432)

(ابو موسى رضي الله عنه ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي كله به سوالگر ورته راغى او يا به د كوم (چا) د حاجت په اړه غوښتنه ترې وشوه نو فرمايل به ئې: سپارښتنه وکړئ اجر به درکړى شي او الله تعالى د خپل نبي صلى الله عليه و سلم په ژبه هغه څه جاري کوي چي غوښتي ئې وي؛ (يعني د سپارښتني په اړه رسول الله صلى الله عليه و سلم همغه څه وايي چي الله تعالى غوښتي وي؛ نو په نه منلو به ئې نه ناراضه كېږئ)

 

نوموړي وويل؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو 6027، 6028، 7476 او لاندېنيو توپيرو سره راغلی:

په يوه كي إِذَا جَاءَهُ السَّائِلُ؛ او طُلِبَتْ إِلَيْهِ حَاجَةٌ په بل كي وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم جَالِسًا إِذْ جَاءَ رَجُلٌ يَسْأَلُ أَوْ طَالِبُ حَاجَةٍ په بل كي أَنَّهُ كَانَ إِذَا أَتَاهُ السَّائِلُ أَوْ صَاحِبُ الْحَاجَةِ په يوه كي قَالَ: اشْفَعُوا تُؤْجَرُوا، وَيَقْضِي اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صلى الله عليه و سلم مَا شَاءَ په بل كي فَقَالَ اشْفَعُوا فَلْتُؤْجَرُوا، وَلْيَقْضِ اللَّهُ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ مَا شَاءَ راغلي

718 - عَنْ أَسْمَاءَ رضي الله عنها قَالَتْ: قَالَ لِيَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم لا تُوكِي فَيُوكَى عَلَيْكِ. وفي رواية: قَالَ: «لا تُحْصِي فَيُحْصِيَ اللَّهُ عَلَيْكِ». (بخارى:1433)

(د ابو بکر رضي الله عنه له لور اسماء روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: بخل مه کوه (مال مه ذخيره كوه؛ او د كڅوړي خوله ئې مه تړه) كه نه نو پر تا به ئې هم خوله وتړل شي؛ او په بل روايت کي داسي راغلي: مه ئې شمېره، که نه نو الله تعالى به ئې هم شمېرنه درسره وکړي.) يعني له بخل او كنجوسۍ ځان ساته، خپلي مرستي مه شمېره او زيات ئې مه گڼه، كه نه نو الله تعالى به دې ته ورته معامله درسره وكړي. بخل د الهي نعمتونو دړي د انسان پر مخ تړي او انفاق د بركت او د رزق او روزي زياتېدو باعث كېږي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو 1434، 2590، 2591 او توپيرو سره راغلی:

په يوه كي لا تُوكِي فَيُوكَى عَلَيْكِ په بل كي لاَ تُوعِى فَيُوعِىَ اللَّهُ عَلَيْكِ په بل كي أَنْفِقِى وَلاَ تُحْصِى فَيُحْصِىَ اللَّهُ عَلَيْكِ په يوه كي ارْضَخِى مَا اسْتَطَعْتِ په بل كي تَصَدَّقِى راغلي.

قدرمن مشر د يادې موضوع پر دوام د بخاري د زکات کتاب ١٤م باب د لاندېني روايت په استناد او تر دې عنوان لاندي چي؛ (صدقه د توان تر حده ده) هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:

719- وفي رواية: «لا تُوعِي فَيُوعِيَ اللَّهُ عَلَيْكِ، ارْضَخِي مَا اسْتَطَعْتِ». (بخارى:1433)

په بل روايت کي راغلي: مال دي مه غوټه كوه که نه نو الله تعالى به ئې ستا په تاوان غوټه كړي، دومره څه انفاق كړه چي كولى ئې شې

د روايت معنى دا ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم اسماء رضي الله عنها ته فرمايلي: مال دي په پنډو كي مه ساته، يعني بخل مه كوه؛ له كنز ئې ډډه وكړه، كه نه نو الله تعالى به هم خپل نعمتونه له تا وسپموي، د خپل توان په اندازه صدقه ورکوه.

 

نوموړي ورته مهال تر دې عنوان لاندي (څوک چي له صدقې ورکولو وروسته مسلمان شي) پر ١٥م باب هم تفصيلاً رڼا واچوله او زياته ئې کړه:

720 - عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رضي الله عنه قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ، مِنْ صَدَقَةٍ؛ او عَتَاقَةٍ، وَصِلَةِ رَحِمٍ، فَهَلْ فِيهَا مِنْ أَجْرٍ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ. (بخارى: 1436)

(له حکيم بن حزام رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وويل: يا رسول الله! څنگه ئې گڼې هغه شيان چي ما د جاهليت په دوران كي د عبادت په توگه تر سره كړي لكه كومه صدقه، د غلامانو آزادول؛ او صله رحمي؛ آيا په دوى كي به ما ته كوم اجر وي؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ته خو د همدغو ښېگڼو له كبله مسلمان شوې چي تر دې وړاندي دي كړې وې.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو 2220، 2538، 5992 او توپيرو سره راغلی:

په يوه كي أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا په بل كي أَرَأَيْتَ أُمُورًا كُنْتُ أَتَحَنَّثُ - أَوْ أَتَحَنَّتُ بِهَا په بل كي أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَصْنَعُهَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ په يوه كي أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ په بل كي أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ لَكَ مِنْ خَيْرٍ په يوه كي دا هم راغلي چي حكيم بن حزام په جاهليت كي سل غلامان آزاد كړي وو او سلو كسانو ته ئې د سورلۍ اوښان وركړي وو؛ او كله چي ئې ايمان راوړ همداسي سل مريان ئې آزاد كړل او سل اوښان ئې د پلو د سورلۍ لپاره صدقه كړل.

 

د نوموړي پر وينا؛ لكه چي گورئ دلته أَتَحَنَّثُ او أَتَحَنَّتُ الفاظ راغلي؛ محققين اتحنث صحيح گڼي؛ معنى ئې عبادات كول دي؛ يعني د عبادت په توگه مي دا د خير كارونه كول؛ په يوه بل روايت كي د دې دواړو الفاظو په ځاى أتحبب راغلي چي معنى ئې دا ده: د خير له دغو كارونو سره د محبت له كبله مي كول.

د روايت مطلب دا دئ چي د كفر او شرك په حالت كي د حكيم بن حزام د خير او ښېگڼي كارونه د دې باعث شول چي الله تعالى هغه ته د ايمان توفيق ورپه برخه كړي.

 

نوموړي همداراز د موضوع پر دوام د بخاري د زکات کتاب ١٦م، ۱۷م، ۱۸م او ۱۹م بابونه هم په لاندي توگه او يو پر بل پسې تشریح کړل: 1- د هغه خادم ثواب چي د خپل بادار په امر صدقه ورکړي.

721 - عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «الْخَازِنُ الْمُسْلِمُ الأَمِينُ الَّذِي يُنْفِذُ - وَرُبَّمَا قَالَ: يُعْطِي- مَا أُمِرَ بِهِ، كَامِلاً مُوَفَّرًا، طَيِّبًا بِهِ نَفْسُهُ فَيَدْفَعُهُ إِلَى الَّذِي أُمِرَ لَهُ بِهِ، أَحَدُ الْمُتَصَدِّقَيْنِ». (بخارى:1438)

(ابو موسى رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم روايت کړى چي وئې فرمايل: هغه مسلمان او امين ساتونکى چي (د خپل مالك حکم) نافذوي؛ يا ښايي وئې وفرمايل: هغه څه وركوي چي پرې گمارل شوى، پوره، بشپړ، په داسي حال كي چي په دې وركړي سره ئې زړه خوښ وي؛ او همغه چا ته ئې ورکوي چي د هغه امر ورته شوى؛ نو دى يو له صدقه وركوونكو دئ. يعني (د صدقه وركوونكو په ضمن كي گڼل كېږي او د هغوى په اندازه به ثواب او اجر تر لاسه كوي). 

تكرار: دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 2260، 2319

توپير: په يوه كي الْخَازِنُ الْمُسْلِمُ الأَمِينُ الَّذِى يُنْفِذُ په بل كي الْخَازِنُ الأَمِينُ الَّذِى يُؤَدِّى په بل كي الْخَازِنُ الأَمِينُ الَّذِى يُنْفِقُ په يوه كي كَامِلاً مُوَفَّرًا طَيِّبٌ بِهِ نَفْسُهُ په بل كي طَيِّبٌ نَفْسُهُ په بل كي طَيِّبَةً نَفْسُهُ په يوه كي فَيَدْفَعُهُ إِلَى الَّذِى أُمِرَ لَهُ بِهِ په بل كي إِلَى الَّذِى أُمِرَ بِهِ راغلي.

 

2- ١٧ باب: د الله تعالى دا قول چي فرمايي: (فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى

722 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هره ورځ چي پر خلکو سهار کېږي؛ دوې فرښتې راکوزېږي چي يوه ئې وايي: خدايه! خيرات ورکوونکي ته عوض ورکړې او بله وايي: خدايه! بخيل ته د مال تلف كېدا ورپه برخه کړې.)

 

هغه زياتوي چي؛ د باب او روايت تر منځ مناسبت جوت او څرگند نه دئ؛ په روايت كي د دې آيت معنى او تفسير نه ليدل كېږي؛ كه څوك عنوان ته په پام سره او په دې هيلي دا ځاى پرانيزي چي د آيت په تفسير او شرح ځان پوه كړي؛ دا هيله ئې نه ترسره كېږي. آيت په اصل كي د يوه بشپړ كلام يوه برخه ده او له دوو وروستنيو آيتونو سره په گډه يو مطلب افاده كوي؛ آيات داسي دي

فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ ٥ وَصَدَّقَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ ٦ فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡيُسۡرَىٰ ٧ 

نو هغه چي وركړه (انفاق) او تقوى ئې وكړه؛ او حسنى (غوره او ښايسته) ئې تصديق كړه (رښتيا ئې وگڼله)؛ نو ژر به ئې آساني ته آسان كړو.

يعني: هغه چي د خپل همنوع د لاس نيوي لپاره خپل مال وقف كوي، له بخل او حرص ځان ساتي، د بل په حق تېرى نه كوي، له هغه څه ډډه كوي چي ده يا د ده همنوع ته تاوان رسوي. (حسنى) تأييدوي، چي څو تعبيرونه ئې شوي: د عمل په ښې بدلې باور لري، په ښايسته جنت باور لري، موحد دئ ښه عقيده لري؛ او تر ټولو غوره تعبير ئې دا چي: ښايست پېژني او اعتراف پرې كوي، د ښه او بد، ښايسته او ناښايسته تر منځ د تفكيك توان لري، له ټولو سره ورته چلن نه كوي، د انسان تر ټولو غوره او ښكلى عمل له هغه بېلولى شي چي تر ټولو بد او كركجن دئ، ټول يو شانته او برابر نه گڼي، د دې انسان عمل د ورځي په څېر ښكلى او ښايسته دئ، الله تعالى به ئې هغي آساني لاري ته هدايت كړي چي د ده د روغ او سالم فطرت مقتضا ده، په دې لار تگ به ورته آسان كړي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ قرآن له يوې خوا د ايمان لار (سهل) او آسانه گڼي او له بلي خوا ئې گرانه، سخته او (عقبه)، دا ځكه چي ځينو ته آسانه وي او ځينو ته گرانه او سخته برېښي. دا لار ستا لپاره (فطري) لار ده، په هغي كي به د زړه ډاډ او د روح تسكين تر لاسه كړې، وجدان به دي راضي او عقل به دي قانع وي، كه څه هم په دې لار كي لوړي ژوري او كږلېچونه شته، له ډول ډول ابتلاءاتو سره توأم ده، د شر او فساد له ځواكونو سره ټكرونه په كي دي، له گواښونو سره مخامخېدل، زندان ته تگ، قرباني وركول، هجرتونه، شهادتونه، محروميتونه او محاصرې له ځان سره لري، هم آسانه ده او هم گرانه.

نوموړي دا هم وويل؛ كه په روايت كي د آيت د شرحي او تفسير په ارتباط همداسي څه راغلي وى نو باب او روايت به سره همغږي وو.  

 

3- ١٨ باب: د سخي او بخيل مثال

723 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم مَثَلُ الْبَخِيلِ وَالْمُتَصَدِّقِ كَمَثَلِ رَجُلَيْنِ، عَلَيْهِمَا جُبَّتَانِ مِنْ حَدِيدٍ، مِنْ ثُدِيِّهِمَا إِلَى تَرَاقِيهِمَا، فَأَمَّا الْمُنْفِقُ: فَلا يُنْفِقُ إلَّا سَبَغَتْ؛ او وَفَرَتْ عَلَى جِلْدِهِ، حَتَّى تُخْفِيَ بَنَانَهُ، وَتَعْفُوَ أَثَرَهُ. وَأَمَّا الْبَخِيلُ: فَلا يُرِيدُ أَنْ يُنْفِقَ شَيْئًا، إلَّا لَزِقَتْ كُلُّ حَلْقَةٍ مَكَانَهَا، فَهُوَ يُوَسِّعُهَا وَلا تَتَّسِعُ. (بخارى:1443

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې اورېدلي چي فرمايل ئې: د بخيل او سخي مثال د هغو دوو کسانو مثال ته ورته دئ چي له سينې تر ستوني پوري ئې د اوسپني زغري (يا پوستين او چپني) پرې پرتې وي، صدقه ورکوونکى چي هره صدقه ورکوي هغه (زغره) پراخېږي، يا ئې پر پوستکي خورېږي تر هغه چي گوتي ئې وپوښي او پلونه ئې محو او ړنگ كړي؛ خو بخيل؛ نه غواړي څه شى انفاق کړي مگر دا چي هره كړۍ پر خپل خپل ځاى مضبوطېږي او هغه ئې د پراخولو هڅه کوي خو نه پراخېږي.)

تكرار: دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 1444، 2917، 5299، 5797

توپير: په يوه كي عَلَيْهِمَا جُبَّتَانِ مِنْ حَدِيدٍ په بل كي جُنَّتَانِ (محققانو دا غوره كړى) په يوه كي مِنْ ثُدِيِّهِمَا إِلَى تَرَاقِيهِمَا په بل كي قَدِ اضْطَرَّتْ أَيْدِيَهُمَا إِلَى تَرَاقِيهِمَا په بل كي مِنْ لَدُنْ ثَدْيَيْهِمَا إِلَى تَرَاقِيهِمَا په يوه كي فَأَمَّا الْمُنْفِقُ فَلاَ يُنْفِقُ إلَّا سَبَغَتْ - أَوْ وَفَرَتْ - عَلَى جِلْدِهِ په بل كي فَكُلَّمَا هَمَّ الْمُتَصَدِّقُ بِصَدَقَتِهِ اتَّسَعَتْ عَلَيْهِ حَتَّى تُعَفِّىَ أَثَرَهُ (تر هغه چي اثر ئې محو شي) په بل كي فَأَمَّا الْمُنْفِقُ فَلاَ يُنْفِقُ شَيْئًا إلَّا مَادَّتْ عَلَى جِلْدِهِ (پر پوستكي ئې خوره شي) حَتَّى تُجِنَّ بَنَانَهُ وَتَعْفُوَ أَثَرَهُ په بل كي فَجَعَلَ الْمُتَصَدِّقُ كُلَّمَا تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ انْبَسَطَتْ عَنْهُ حَتَّى تَغْشَى أَنَامِلَهُ وَتَعْفُوَ أَثَرَهُ په يوه كي وَأَمَّا الْبَخِيلُ فَلاَ يُرِيدُ أَنْ يُنْفِقَ شَيْئًا إلَّا لَزِقَتْ كُلُّ حَلْقَةٍ مَكَانَهَا په بل كي وَكُلَّمَا هَمَّ الْبَخِيلُ بِالصَّدَقَةِ انْقَبَضَتْ كُلُّ حَلْقَةٍ إِلَى صَاحِبَتِهَا وَتَقَلَّصَتْ (كلكه) عَلَيْهِ په يوه كي فَيَجْتَهِدُ أَنْ يُوَسِّعَهَا فَلاَ تَتَّسِعُ په بل كي فَهْوَ يُوسِعُهَا فَلاَ تَتَّسِعُ راغلي.

 

نوموړی وايي؛ د دې روايت ښه تعبير دا دئ: كله چي يو سخاوتمن انسان كوم څه انفاقوي په دې انفاق سره د نفس او شيطان هغه وسوسې په څپېړه وهي چي دى بخل او حرص ته هڅوي او د انفاق له پايلو ئې وېروي، د دې كار تكرار د دې باعث شي چي د دې وسوسو اغېز په بشپړه توگه محو شي او بخيل انسان چي هر ځل دغو وسوسو ته تسليمېږي په همدې سره د خپل نفس او شيطان د وسوسو په وړاندي د ده مقاومت كمزورى كېږي او كار ئې هغه پړاو ته رسېږي چي نور نو د دغو وسوسو له منگولو ځان نه شي ژغورلى. سخاوتمن انسان بيا داسي عيار شوى وي چي تل انفاق ته په پراخ زړه چمتو وي.

 

4- ١٩ باب: پر هر مسلمان صدقه لازمه ده، څوک چي څه ونه لري د خير کارونه دي کوي

724 - عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَدَقَةٌ». فَقَالُوا: يَا نَبِيَّ اللَّهِ، فَمَنْ لَمْ يَجِدْ؟ قَالَ: «يَعْمَلُ بِيَدِهِ فَيَنْفَعُ نَفْسَهُ وَيَتَصَدَّقُ». قَالُوا: فَإِنْ لَمْ يَجِدْ؟ قَالَ:«يُعِينُ ذَا الْحَاجَةِ الْمَلْهُوفَ».قَالُوا: فَإِنْ لَمْ يَجِدْ؟ قَالَ: «فَلْيَعْمَلْ بِالْمَعْرُوفِ، وَلْيُمْسِكْ عَنِ الشَّرِّ، فَإِنَّهَا لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:1445)

(له ابو موسى رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (پر هر مسلمان صدقه لازمه ده)، (حاضرينو) وويل: اې د الله نبي! كه څوک څه ونه لري؟ وئې فرمايل: (په خپل لاس دي کار کوي، ځانته دي گټه رسوي او (بل ته دي) صدقه ورکوي)، هغوى وويل: که دا هم ونه مومي؟ وئې فرمايل: (له مظلوم او مضطر سره دي مرسته کوي)، هغوى وويل: که دا هم ونه مومي؟ وئې فرمايل: (په معروف دي عمل کوي؛ او له شر او بدو دي ځان ساتي او همدا ئې صدقه ده).

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا هم په دغي شمېرې 6022 او لاندېنيو توپيرو سره راغلی:

په يوه كي فَقَالُوا يَا نَبِىَّ اللَّهِ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ په بل كي قَالُوا فَإِنْ لَمْ يَجِدْ په يوه كي يَعْمَلُ بِيَدِهِ په بل كي فَيَعْمَلُ بِيَدَيْهِ په يوه كي فَإِنْ لَمْ يَجِدْ په بل كي فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ أَوْ لَمْ يَفْعَلْ په يوه كي يُعِينُ په بل كي فَيُعِينُ په يوه كي قَالُوا فَإِنْ لَمْ يَجِدْ په بل كي قَالُوا فَإِنْ لَمْ يَفْعَلْ په يوه كي فَلْيَعْمَلْ بِالْمَعْرُوفِ، وَلْيُمْسِكْ عَنِ الشَّرِّ په بل كي « فَيَأْمُرُ بِالْخَيْرِ » أَوْ قَالَ « بِالْمَعْرُوفِ » قَالَ فَإِنْ لَمْ يَفْعَلْ قَالَ « فَيُمْسِكُ عَنِ الشَّرِّ راغلي.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر دعائيه وينا ولوسته او له هغې وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک