No-IMG

د حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

سه‌شنبه د حمل ۸مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ نن ورځ د زکات کتاب ٦م باب (صدقه له اور د نجات سبب دئ) تر عنوان لاندي خپله ۴مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس پر دوام نننی درسي عنوان د لاندېني روايت په تشريح سره پيل کړ؛ هلته چي فرمايي:

707 - عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَطُوفُ الرَّجُلُ فِيهِ بِالصَّدَقَةِ مِنَ الذَّهَبِ، ثُمَّ لا يَجِدُ أَحَدًا يَأْخُذُهَا مِنْهُ، وَيُرَى الرَّجُلُ الْوَاحِدُ يَتْبَعُهُ أَرْبَعُونَ امْرَأَةً يَلُذْنَ بِهِ، مِنْ قِلَّةِ الرِّجَالِ وَكَثْرَةِ النِّسَاءِ». (بخارى: 1414)

(له ابو موسى رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: پر خلکو به داسي زمانه راشي چي يو سړى به د سرو زرو له صدقې سره چورلي خو داسي څوک به نه مومي چي ترې وائې خلي؛ او ليدل كېږي به چي په يوه سړي پسي به څلوېښت ښځي رواني وي چي د هغه پناه ئې په برخه شي، د نارينه وو د لږوالي او د ښځو د ډېرښت له امله.)

 

هغه زياته کړه؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې او توپير سره راغلى: 110

توپير: د دواړو الفاظ سره ورته او مطلب ئې د مال او ښځو د زياتوالي په اړه وړاندوينه ده، داسي چي صدقه وركوونكي به د داسي چا لټه كوي چي صدقه ئې ترې قبوله كړي خو نه به ئې مومي، د ښځو شمېر به د نارينه وو په پرتله دومره زيات شي چي څلوېښت ښځي به په يوه نارينه پسي رواني وي (په دې موخه چي د هغه خوا ته پناځى ومومي)

دا روايت په معروفو كتابونو كي يوازي بخاري او مسلم راوړى؛ د دواړو راويان په پنځو طبقو كي يو شان، يو يو او دا دي: مُحَمَّد بْن العَلاَءِ، أَبُو أُسَامَةَ، بُرَيْدٍ، أَبُو بُرْدَةَ او أَبُو مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز پر لاندېني روايت هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

708 - عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ الأَنْصَارِيِّ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِذَا أَمَرَنَا بِالصَّدَقَةِ، انْطَلَقَ أَحَدُنَا إِلَى السُّوقِ، فَيُحَامِلُ، فَيُصِيبُ الْمُدَّ، وَإِنَّ لِبَعْضِهِمُ الْيَوْمَ لَمِائَةَ أَلْفٍ». (بخارى: 1416)

(له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: كله چي به رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته د صدقې امر کاوو، زموږ يو كس به بازار ته ولاړ نو پېټي به ئې پر شا وړل او په بدل كي به ئې يوه لپه كجوري په برخه شوې؛ او يقيناً چي نن د دوى ځيني د سلو زرو خاوندان دي.)

 

نوموړي د موضوع پر دوام وويل: دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور هم په دغو شمېرو او توپيرونو سره راغلى: 1415، 2273، 4668، 4669

په يوه كي كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِذَا أَمَرَنَا بِالصَّدَقَةِ په بل كي لَمَّا نَزَلَتْ آيَةُ الصَّدَقَةِ، په يوه كي يُحَامِلُ په بل كي فَتَحَامَلَ په بل كي كُنَّا نَتَحَامَلُ په بل كي كُنَّا نُحَامِلُ په يوه كي فَيُصِيبُ الْمُدَّ، په بل كي يَجِىءَ بِالْمُدِّ، په بل كي فَجَاءَ أَبُو عَقِيلٍ بِنِصْفِ صَاعٍ، په بل كي فَجَاءَ رَجُلٌ فَتَصَدَّقَ بِشَىْءٍ كَثِيرٍ فَقَالُوا مُرَائِى وَجَاءَ رَجُلٌ فَتَصَدَّقَ بِصَاعٍ فَقَالُوا إِنَّ اللَّهَ لَغَنِىٌّ عَنْ صَاعِ هَذَا په بل كي وَجَاءَ إِنْسَانٌ بِأَكْثَرَ مِنْهُ، په بل كي فَقَالَ الْمُنَافِقُونَ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِىٌّ عَنْ صَدَقَةِ هَذَا، وَمَا فَعَلَ هَذَا الآخَرُ إلَّا رِئَاءً، په يوه كي كَأَنَّهُ يُعَرِّضُ بِنَفْسِهِ په بل كي قَالَ مَا نُرَاهُ إلَّا نَفْسَهُ (گمان كوو چي هغه خپل ځان ښودو؛ يعني له (احد) د ابو مسعود رضي الله عنه مقصد خپل ځان وو) راغلي.

 

د نوموړي پر وينا؛ د دې رواياتو مطلب دا دئ چي د اسلام په لومړيو كي مسلمانانو په فقر كي ژوند كولو، ډېرو به ئې په بازار كي شاقه كارونه كول، پېټي به ئې پر شا وړل، په بدل كي به ئې يوه لپه خرما تر لاسه كړه، همدا به ئې د الله په لار كي وقف كړه، منافقينو به پر دغو نېستمنو مؤمنانو ملنډي وهلې؛ او كه به چا زيات مال د الله تعالى په لار كي وقف كړ نو منافقينو به هغوى په رياء او ځان ښودني تورنول، لا لنډه موده نه وه تېره شوې چي له همدغو نېستمنو مسلمانانو ځيني دومره شتمن شول چي شتمني ئې سلو زرو ته رسېدله. ځينو د دې روايت په اړه ويلي: له دې رواياتو معلومېږي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغي وړاندويني يو مصداق همدا د مسلمانانو د اقتصادي حالت ښه كېدا وو.

د روايت يوه برخه هغه څه دي چي د قرآن په دې آيت كي راغلي: هلته چي فرمايي:

الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لا يَجِدُونَ إِلا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 79 التوبة: 79

(هغه چي د مؤمنانو پر ايثارگرو (په پراخ زړه انفاق كوونكو) نيوكي كوي او پر هغو د دې لپاره ملنډي وهي چي د خپل زيار (له حاصل علاوه) څه نه مومي، الله پر دوى تمسخر كړى او دوى ته دردوونكى عذاب دئ.)

يعني منافقينو له يوې خوا پر هغو ايثارگرو مؤمنانو نيوكي كولې چي په پراخ زړه او خلاص لاس خپلي شتمنۍ د الله تعالى په لار كي وقف كوي، وايي: دوى د رياء او ځان ښودني لپاره دا كار كوي او زيات مال وقف كوي!! خو له بلي خوا پر هغو بې وزلو مؤمنانو د دې لپاره ملنډي وهي چي د نيستمنۍ په وجه ډېر لږ څه د الله تعالى په لار كي وقف كولى شي، څوك د كجورو يو وږى، څوك يو سېرلى، څوك څو درهمه او څوك د خپل ورځني زيار او كار د مزد او اجورې يوه برخه، نور څه نه مومي چي د الله تعالى په لار كي ئې قرياني كړي، منافقينو به پرې خندل چي دوى غواړي د مړز په ورون سره روم فتح كړي، خو الله تعالى فرمايي چي د منافقينو حالت د تمسخر وړ دئ نه د دغو مخلصو مؤمنانو!! دا ځكه چي نفاق ئې له هغه دردناك عذاب سره مخامخ كوي چي الله تعالى منافقينو ته ټاكلى.

 

قدرمن مشر د پورتنيو روايتونو له هر اړخيز جاج او څېړنې وروسته پر لاندېني روایت هم تفصيلاً بحث وکړ او زياته ئې کړه:

709 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَتِ امْرَأَةٌ مَعَهَا ابْنَتَانِ لَهَا تَسْأَلُ، فَلَمْ تَجِدْ عِنْدِي شَيْئًا غَيْرَ تَمْرَةٍ، فَأَعْطَيْتُهَا إِيَّاهَا، فَقَسَمَتْهَا بَيْنَ ابْنَتَيْهَا، وَلَمْ تَأْكُلْ مِنْهَا، ثُمَّ قَامَتْ فَخَرَجَتْ، فَدَخَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم عَلَيْنَا فَأَخْبَرْتُهُ، فَقَالَ: «مَنِ ابْتُلِيَ مِنْ هَذِهِ الْبَنَاتِ بِشَيْءٍ كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ». (بخارى: 1418)

(له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: يوه ښځه چي دوه لوڼي ورسره وې راغله، سوال ئې کاوو، خو له ما سره له يوې خرما پرته بل څه نه موندل كېدل؛ نو همغه مي ورکړه؛ نو هغې دا خرما د خپلو دوو لوڼو تر منځ ووېشله او په خپله ئې څه ترې ونه خوړل، بيا پاڅېده او ووتله، بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته راغى نو دا خبره مي ورته وکړه؛ نو وئې فرمايل: څوک چي د دغو نجونو له كبله په كوم څه وآزمويل شي هغوى به د دوزخ د اور په وړاندي ورته پرده شي.)

نوموړی د خپل تحقيق پر دوام وايي: دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا هم په دغي شمېرې او لاندېني توپير سره راغلى: 599.

په يوه كي جَاءَتْنِى امْرَأَةٌ مَعَهَا ابْنَتَانِ تَسْأَلُنِى په بل كي دَخَلَتِ امْرَأَةٌ مَعَهَا ابْنَتَانِ لَهَا تَسْأَلُ په يوه كي فَلَمْ تَجِدْ عِنْدِى غَيْرَ تَمْرَةٍ وَاحِدَةٍ فَأَعْطَيْتُهَا په بل كي فَلَمْ تَجِدْ عِنْدِى شَيْئًا غَيْرَ تَمْرَةٍ فَأَعْطَيْتُهَا إِيَّاهَا په يوه كي فَقَسَمَتْهَا بَيْنَ ابْنَتَيْهَا په بل كي فَقَسَمَتْهَا بَيْنَ ابْنَتَيْهَا وَلَمْ تَأْكُلْ مِنْهَا په يوه كي فَحَدَّثْتُهُ په بل كي فَأَخْبَرْتُهُ په يوه كي مَنْ يَلِى مِنْ هَذِهِ الْبَنَاتِ شَيْئًا فَأَحْسَنَ إِلَيْهِنَّ كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ په بل كي مَنِ ابْتُلِىَ مِنْ هَذِهِ الْبَنَاتِ بِشَىْءٍ كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ راغلي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز تر دې پوښتونکي عنوان لاندي چي؛ (کومه صدقه غوره ده؟) وويل:

710- عَنْ أَبُي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا؟ قَالَ: أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ، تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى، وَلا تُمْهِلُ حَتَّى إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ، قُلْتَ: لِفُلانٍ كَذَا، وَلِفُلانٍ كَذَا، وَقَدْ كَانَ لِفُلانٍ. (بخارى: 1419)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو سړى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى او وئې ويل: يا رسول الله! کومه صدقه ستر اجر لري؟ وئې فرمايل: دا چي ته په داسي حال كي صدقه وركړې چي ته روغ او له مال سره حرص لرونكى يې، له فقر وېره او د شتمنتيا هيله لرې؛ او تر هغه ئې ونه ځنډوې چي روح ستوني ته ورسېږي، (او هغه مهال) ووايې: د فلاني لپاره دومره او د فلاني لپاره دومره، په داسي حال كي چي هغه مهال هسي هم د فلاني او فلاني وي.)

 

هغه زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دغي شمېرې 2748 او توپير سره راغلى:

توپير: په يوه كي جَاءَ رَجُلٌ په بل كي قَالَ رَجُلٌ په يوه كي أَىُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا په بل كي أَىُّ الصَّدَقَةِ أَفْضَلُ په يوه كي وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ په بل كي وَأَنْتَ صَحِيحٌ حَرِيصٌ په يوه كي تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى په بل كي تَأْمُلُ الْغِنَى، وَتَخْشَى الْفَقْرَ راغلي.

د روايت مراد دا دئ چي صدقه تر هغه مه ځنډوه چي مرگ رانژدې شي او روح ستوني ته راورسېږي، هغه مهال خو هسي هم ستا مال بل ته پاته كېږي، تر دې وړاندي او هغه مهال صدقه وركړه چي ته روغ رمټ يې، له فقر وېره او د لازياتو شتمنيو تر لاسه كولو هيله لرې.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د خپل تحقيق پر دوام لاندېنی روايت ته هم په تفصيلي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:

711 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّه عَنْهَا: أَنَّ بَعْضَ أَزْوَاجِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قُلْنَ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم أَيُّنَا أَسْرَعُ بِكَ لُحُوقًا؟ قَالَ: أَطْوَلُكُنَّ يَدًا. فَأَخَذُوا قَصَبَةً يَذْرَعُونَهَا، فَكَانَتْ سَوْدَةُ أَطْوَلَهُنَّ يَدًا، فَعَلِمْنَا بَعْدُ أَنَّمَا كَانَتْ طُولَ يَدِهَا الصَّدَقَةُ، وَكَانَتْ أَسْرَعَنَا لُحُوقًا بِهِ، وَكَانَتْ تُحِبُّ الصَّدَقَةَ. (بخارى: 1420)

(له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځينو مېرمنو نبي صلى الله عليه و سلم ته وويل: له موږ به کومه يوه تر نورو مخکي له تا سره ملحقه او يو ځاى شي؟ وئې فرمايل: ستاسو هغه چي تر ټولو ئې لاس اوږد وي، بيا ئې مېرمنو يو نى راواخيست او خپل لاسونه ئې پرې اندازه کول؛ نو سوده رضي الله عنها داسي وه چي لاس ئې تر ټولو اوږد وو، خو وروسته پوه شوو چي د لاس له اوږدوالي مطلب سخا او زياته صدقه ورکول وو او همغه تر موږ ټولو ژر له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملحق شوه، (وفات شوه) او هغې به صدقه ورکول خوښول.)

نوموړی وايي چي د بخاري دا روايت څو جدي ستونزي لري:

الف: د مسلم له هغه روايت سره تعارض لري چي د ام المؤمنين زينب د فضائلو په اړه ئې راوړى؛ روايت دا دئ:

101 - عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْرَعُكُنَّ لَحَاقًا بِي أَطْوَلُكُنَّ يَدًا» قَالَتْ: فَكُنَّ يَتَطَاوَلْنَ أَيَّتُهُنَّ أَطْوَلُ يَدًا، قَالَتْ: فَكَانَتْ أَطْوَلَنَا يَدًا زَيْنَبُ، لِأَنَّهَا كَانَتْ تَعْمَلُ بِيَدِهَا وَتَصَدَّقُ.

(له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: له تاسو به هغه تر نورو وړاندي له ما سره ملحق شي (وبه مري او له ما سره به يو ځاى شي چي تر ټولو ئې لاس اوږد وي؛ نو موږ خپلو منځونو كي سيالي كوله چي د كومي به لاس تر ټولو اوږد وي؛ نو زينب داسي وه چي لاس ئې تر ټولو اوږد وو؛ د دې لپاره چي په خپل لاس به ئې كار كولو او صدقه به ئې وركوله.)

 

ب: گورئ چي د يوې موضوع په اړه عائشې رضي الله عنها ته دوه متضادي خبري منسوب شوې؛ په بخاري كي راغلى روايت وايي چي سوده رضي الله عنها تر نورو وړاندي وفات شوه او د مسلم روايت بيا د دې عكس وايي چي زينب رضي الله عنها وړاندي وفات شوې.

د مسلم روايت ځكه د بخاري تر روايت غوره دئ چي زينب تر نورو وړاندي وفات شوې؛ نه سوده رضي الله عنهما؛ او زينب رضي الله عنها په دې مشهوره وه چي د خير په كارونو او له بې وزلو سره په مرستي كي تر نورو وړاندي وه. تفصيل ئې د صحيح مسلم د شرحي په 2452 روايت او فتح الباري كي وگورئ.

 

ج: همدا راز دا روايت له قرآن سره جدي تعارض لري چي وايي: د غيب علم الله تعالى ته مختص دئ او په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ هيڅ انسان نه پوهېږي چي كله او چېري به مري، د مرگ د نېټې او ځاى په اړه له الله تعالى پرته بل څوك علم نه لري. قرآن فرمايي:

(... وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ...)؛

(او هيڅ ژوى نه پوهېږي چي سبا به څه كوي او څه به تر لاسه كړي؛ او هيڅ كس نه پوهېږي چي په كومي سيمي او زمكي كي به مري.)

 

د: قرآن رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خطاب كي فرمايي:

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلا نَذِيرٌ مُبِينٌ 9   الأحقاف: 9

(ووايه: زه د پيغمبرانو لومړنى نه يم (تر ما وړاندي ډېر راغلي او تللي)؛ او زه نه پوهېږم چي له ما سره به څه كېږي او له تاسو سره څه؛ زه فقط د وحي متابعت كوم؛ له يوه نذير پرته بل څه نه يم.)

يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم نه د خپل مرگ له نېټې خبر وو او نه د بل د مرگ له نېټې.

 

س: دا روايت غريب دئ؛ په صحابه وو كي يو راوي لري؛ د احنافو ائمه؛ د امام ابو حنيفه په شمول او د ټولو محققينو رأى دا ده چي هغه روايات چي يو يا لږ راويان لري؛ يوازي په هغه صورت كي د استناد وړ دي چي په قرآن كي شاهد ولري او لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري؛ هيڅوك هغه روايت د اعتبار او استناد وړ نه گڼي چي له قرآن سره تعارض ولري؛ په ځانگړې توگه د دې روايت په څېر روايات چي د قرآن له لسگونو هغو صريح آيتونو سره جدي تناقض لري چي غيب د الله تعالى مختص صفت گڼي او له بل هر چا ئې نفي كوي؛ ځيني په ډېر تكلف سره هڅه كوي او د داسي رواياتو په اړه وايي: هو؛ له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ كه رسول الله صلى الله عليه و سلم د غيب په اړه څه ويلي نو هغه ته به د وحي له لاري ويل شوي وي!! د هغوى په ځواب كي بايد ووايو: دا ادعاء په هغه صورت كي د منلو وړ ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يا په خپله ويلي وي چي په دې اړه ما ته وحي شوې؛ او يا راوي په خپلو سترگو هغه د وحي نازلېدو په حالت كي ليدلى وي او ويلي ئې وي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وليد چي د وحي راتلو حالت پرې راغلى او بيا ئې وويل.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ د احاديثو د تدريس او لوستلو په وخت كي څو خبري بايد تل په پام كي ولرو:

1: كه مو داسي روايت وليدو چي دغه روايت ته ورته وي چي په يوه طبقه كي يو راوي ولري؛ دا روايت په پنځو طبقو كي يو يو راوي لري؛ همغه څه بايد وكړو چي عمر رضي الله عنه كړي: كله چي به هغه واورېدل چي يو څوك وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي فرمايلي؛ نو هغه ته به ئې وويل: يا شاهد وړاندي كړه او يا دُرې ته چمتو شه!! يعني له شاهد پرته به د هيچا روايت نه منو؛ د عمر رضي الله عنه دا وينا د ده شخصي رأى نه ده؛ قرآن همدا وايي چي د يوه مدعي دعوى او ادعاء بايد هغه مهال ومنو چي شاهد وړاندي كړي؛ دوه، درې او څلور شاهدان. د امام اسلوب په دې اړه دا وو چي ويل ئې: احاد روايات؛ هغه چي يو يا لږ راويان لري؛ قرآن ته ئې راجع كوو كه له قرآن سره ئې مطابقت درلود منو ئې كه نه په قرآن اكتفاء كوو.

 

2: همداسي كه وگورو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د قرآن خلاف خبره منسوب شوې؛ مثلاً دا چي په غيب پوهېدا ورته منسوب شوې؛ ابو هريره او ابو سعيد الخدري رضي الله عنهما هغه دوه صحابه دي چي دواړو ته ځيني داسي روايات منسوب شوي چي ښيي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب پوهېدو؛ دا په داسي حال كي چي د قرآن گڼ شمېر آيتونه وايي چي په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه په مشخصه توگه همدا خبره په مكررو آيتونو كي راغلې او د گن شمېر پيغمبرانو په اړه په عامه توگه همدا ويل شوي چي په غيب نه پوهېدل. ابراهيم، يعقوب، زكريا، لوط عليهم السلام او مريم عليها السلام په ارتباط همداسي راغلي؛ د ابراهيم او لوط عليهما السلام خوا ته فرشتې راغلې خو دوى نه پېژندلې او د زلميانو گمان ئې پرې كړى، د يعقوب عليه السلام زوى؛ يوسف عليه السلام خپلو وروڼو په څاه كي اچولى؛ يعقوب عليه السلام نه پوهېدو چي زامنو ئې هغه څو متره آخوا په كوهي كي اچولى؛ سترگي ئې ورپسي ړندې شوې؛ زكريا عليه السلام ته د زوى زېرى وركړى شوى؛ هغه هم د فرشتو په لاس؛ چي الله تعالى به زوى دركړي؛ وئې ويل: څنگه او كله به ئې راكوي؟ قرآن رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خطاب كي وايي: خلكو ته ووايه: نه پوهېږم چي الله تعالى به له ما سره څه كوي او له تاسو سره څه. هو رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ډېر څه د وحي له لاري؛ د غيب له عالم ويل شوي؛ قرآن له داسي لارښوونو ډك دئ چي د غيب عالم پوري تړاو لري؛ داسي روايات هم بايد قرآن ته راجع كړو؛ د قرآن په تله ئې وتلو؛ د مطابقت په صورت كي به ئې منو. له دې به ځان ساتو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب كړو او يا ئې بل څوك منسوب كړي او موږ ئې ومنو چي متيقن نه يو رسول الله صلى الله عليه و سلم به دا خبره كړې وي؛ دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: څوك چي ما ته داسي خبره منسوب كړې چي ما نه وي كړې؛ خپل ځاى دي په دوزخ كي ولټوي.

   

3: موږ څه مجبوريت لرو او ولي د داسي رأى او روايت منلو ته ځان اړ گڼو چي د إسنادو له پلوه له مدعي پرته بل شاهد نه لري او د متن له پلوه په قرآن كي شاهد نه لري؛ او له نورو رواياتو سره هم اړخ نه لگوي؛ لكه د بخاري پورتنى روايت؛ ولي به د قرآن په مقابل كي يوه فرد ته منسوب غريب روايت منو؟! ضرورت ئې كوم دئ او گټه ئې څه؟ ولي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب كړو چي متيقن او ډاډه نه يو او داسي يقيني شواهد نه لرو چي ثابته كړي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره كړې؟!! موږ ته رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: چا چي ما ته داسي خبره منسوب كړه چي ما نه ده ويلې خپل ځاى دي په جهنم كي ولټوي؛ كه قرآن موږ په دې مكلف كړي يو چي د قرض او پېر پلور په څېر عادي قضاياوو په اړه بايد د مدعي خبره او ادعاء په هغه صورت كي ومنو چي دوه، درې او حتى څلور شاهدان وړاندي كړي؛ نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حديث په اړه به ولي د يوه راوي ادعاء له شاهد پرته منو؟! هغه هم داسي ادعاء چي د قرآن له وينا سره تعارض او تضاد لري؟!

 

نوموړي همداراز د صحيح البخاري د زکات کتاب پر يو بل عنوان (غني ته صدقه ورکول) هم تفصيلي رڼا واچوله او زياته ئې کړه:

712 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ: «قَالَ رَجُلٌ: لأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ، فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ فَوَضَعَهَا فِي يَدِ سَارِقٍ، فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ: تُصُدِّقَ عَلَى سَارِقٍ. فَقَالَ: اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، لأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ، فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ فَوَضَعَهَا فِي يَدَيْ زَانِيَةٍ، فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ: تُصُدِّقَ اللَّيْلَةَ عَلَى زَانِيَةٍ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، عَلَى زَانِيَةٍ، لأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ، فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ فَوَضَعَهَا فِي يَدَيْ غَنِيٍّ، فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ: تُصُدِّقَ عَلَى غَنِيٍّ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى سَارِقٍ، وَعَلَى زَانِيَةٍ، وَعَلَى غَنِيٍّ، فَأُتِيَ فَقِيلَ لَهُ: أَمَّا صَدَقَتُكَ عَلَى سَارِقٍ: فَلَعَلَّهُ أَنْ يَسْتَعِفَّ عَنْ سَرِقَتِهِ، وَأَمَّا الزَّانِيَةُ: فَلَعَلَّهَا أَنْ تَسْتَعِفَّ عَنْ زِنَاهَا، وَأَمَّا الْغَنِيُّ فَلَعَلَّهُ يَعْتَبِرُ، فَيُنْفِقُ مِمَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ». (بخارى: 1421)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يوه سړي وويل: حتمًا به يوه صدقه ورکړم؛ نو له خپلي صدقې سره ووت؛ او (په بې خبرۍ سره ئې) د يوه غله په لاس كې كېښوده، سهار خلکو په خپلو منځونو كي ويل: يوه غله ته صدقه ورکړى شوې ده؛ نو هغه وويل: خدايه! ستاينه تا ته ده، حتمًا به يوه صدقه ورکړم؛ نو له خپلي صدقې سره ووت؛ او (په بې خبرۍ سره ئې) د يوې زنا کاري ښځي په لاس كې كېښوده، سهار خلکو په خپلو منځونو كي ويل: دغه شپه يوې زناكاري ښځي ته صدقه ورکړى شوې ده؛ نو هغه وويل: خدايه! ستاينه تا ته ده، پر يوې زناكاري (مي پېرزو كړې)، حتمًا به يوه صدقه ورکړم؛ نو له خپلي صدقې سره ووت؛ او (په بې خبرۍ سره ئې) د يوه شتمن په لاس كې كېښوده، سهار بيا خلکو په خپلو منځونو كي ويل: غني ته صدقه وركړى شوې؛ هغه سړي وويل: خدايه! ستاينه تا ته ده، پر غله، زنا کاري ښځي او شتمن (مي پېرزو كړې)؛ نو څوك (په خوب يا ويښه كي) ورته راغى او ورته وويل شوو: غله ته ستا صدقه کېدى شي له غلا د هغه د لاس اخيستلو سبب شي؛ او زنا کاري ښځي ته ستا صدقه کېدى شي له خپلي زنا د هغې د لاس اخيستلو سبب شي او غني ته ستا صدقه کېدى شي د هغه د عبرت وسيله شي او بيا له هغه څه صدقه ورکړي چي الله تعالى ورکړي.)

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير وايي چي؛ د دې روايت په اړه څو خبري په پام كي ولرئ:

1- دې سړي د شپې له لوري او په داسي حال كي چي نه ئې غوښتل دى صدقه اخيستونكى وپېژني او صدقه اخيستونكى دى وپېژني؛ خپله صدقه وركړې، سبا ئې د خلكو له خولې اورېدلي چي صدقه ئې د غله، زناكاري ښځي او شتمن لاس ته ورغلې، هر ځل ئې د حيرانتيا په توگه ويلي: اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ او بيا ئې د صدقې وركولو پرېكړه كړې ده. په دې سره مسلمانانو ته لارښوونه شوې چي د همدې مخلص بنده په څېر خپله صدقه په پټه مستحق كس ته وسپاري؛ او كه د غير مستحق لاس ته ورغله؛ بيا ئې جبران كړي.

 

2- دې كس ته څوك (په خوب يا ويښه كي) ورغلى او ورته ويلي ئې دي: ستا صدقه نه ده ضائع شوې، هيله ده همدا صدقه د هغه غله، زناكاري ښځي او شتمن د اصلاح باعث شي.

په دې اړه ټول فقهاء متفق دي چي كه داسي صدقه د نېستمن غله او نېستمني بدلمني ښځي لاس ته ورغله نو مقبوله صدقه گڼل كېږي او اعاده ئې لازمه نه ده، خو د شتمن په اړه ځيني په دې رأى دي چي داسي صدقه بايد اعاده شي، د حديث له فحوى معلومېږي چي داسي صدقه هم مقبوله محسوب كېږي او اعاده ئې لازمه نه ده، امام ابوحنيفه رحمة الله عليه دغي رأيي ته ترجيح وركړې.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر دعائيه وينا ولوسته او له هغې وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک