د حکمتيار صاحب درېيمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
دوشنبه د حمل ۷مه؛ ۱۴۰۲ھش:
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ نن ورځ خپله درېيمه درسي محاضره د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکني درس پر دوام او د صحيح البخاري د زکات کتاب تر دې عنوان لاندي چي؛ (زکات يا خيرات په پاک مال کي وي) وويل:
703- عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلاَ يَقْبَلُ اللَّهُ إِلَّا الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، (فَصِيلَهُ) حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الجَبَلِ» (بخارى: 1410)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: چا چي له پاک مال د يوې خرما په اندازه صدقه ورکړه او الله تعالى له حلال او پاک شي پرته بل څه نه قبلوي؛ نو الله تعالى ئې په خپل ښي لاس ترې قبلوي، بيا ئې د مال خاوند ته داسي وده ورکوي لکه چي ستاسو كوم يو خپل بياڼ ( او جونگى) روزي او وده ورکوي، تر هغه چي دا (صدقه) د غره په څېر شي.)
ښاغلي حکمتيار د پورتني روايت د تشريح په اړه زياته کړه:
دا روايت په بخاري كي يو ځل بيا په دې شمېرې راغلى 7430؛ د دواړه رواياتو راويان په څلورو طبقو كي دا دي: عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ، پلار ئې دينار، أَبُو صَالِحٍ او أَبُو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ د أبو صالح په اړه ابن حجر او الذهبي په څېر محققين وايي چي ضعيف دئ او استناد نه شي پرې كېدى.
هغه زياتوي چي ياد روايتونه په خپل منځ کي لاندي توپيرونه لري:
په يوه كي وَلاَ يَقْبَلُ اللَّهُ إِلَّا الطَّيِّبَ او په بل كي وَلاَ يَصْعَدُ إِلَى اللَّهِ إِلَّا الطَّيِّبُ راغلي.
د دې حديث مطلب او مدلول دا دئ چي الله تعالى يوازي پاكه صدقه او خيرات قبلوي، نه يوازي قبلوي ئې بلكي هغه ته خاص ارزښت وركوي او لكه څرنگه چي انسان يو باارزښته شى په ښي لاس اخلي، شكور خداى هم د خپل بنده پاكي صدقې ته ارزښت وركوي او قبلوي ئې؛ بايد متوجه وو چي په دې حديث كي د يمين كلمه په مجازي توگه كارول شوې او ظاهري معنى ئې مراد نه ده، ځكه گورو چي صدقه د يوه انسان له خوا بل انسان ته وركول كېږي، وركوونكى او اخيستونكى دواړه انسانان دي يو ئې د بل په لاس كي ږدي، متأسفانه ځيني په دې روايت استناد كوي او وايي: الله تعالى دوه لاسونه لري، يو ئې (يمين) يعني ښى دئ او بل ئې (شمال) يعني كيڼ دئ؛ او گواكي الله تعالى د بنده صدقه په حقيقي معنى په خپل ښي لاس كي اخلي!! دا په داسي حال كي چي دلته د يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ الفاظ راغلي نه د (يأخذ بيمينه) الفاظ چي په لاس د اخيستلو معنى افاده كوي، په ټولو هغو نصوصو كي چي د الله تعالى او د هغه د صفاتو په اړه متشابه الفاظ كارول شوي؛ مجازي معنى ئې مراد وي نه حقيقي معنى ئې، لكه دا حديث:
الْحَجَرَ يَمِينُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ فَمَنْ صَافَحَهُ وقبله فكانما صافح الله وقبل يمينه
حجر الاسود په زمكه كي د الله تعالى ښى لاس دئ، چا چي پر هغې لاس كېښود او ښكول ئې كړه نو دا داسي ده لكه چي له الله تعالى سره ئې مصافحه كړې وي او د هغه ښى لاس ئې ښكول كړى وي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ په دې حديث كي هم گورو چي په لومړنۍ برخه كي ئې حجرالاسود ته په زمكه كي د الله تعالى يمين (ښى لاس) ويل شوي او په دوهمه برخه كي د حجرالاسود لمس كول او يا ښكولول د الله تعالى د لاس د لمس او ښكولولو په معنى راغلى دئ، هيڅ عاقل انسان به دا ادعاء ونكړي چي له دې الفاظو د هغوى ظاهري معنى مراد ده. ځكه دلته د بحث اصلي موضوع دا نه ده چي د الله تعالى د ذات څرنگوالى راوښودل شي، نه ښايي چي له دې الفاظو د هغوى ظاهري معنى واخلو، ځكه د الله تعالى د ذات په څرنگوالي پوهېدل د انسان د وس خبره نه ده، انساني عقل دومره توان نه لري چي دا درك كړى شى. د الله تعالى د ذات د كيفيت د بيان لپاره په انساني قاموس كي الفاظ نشته، د انسان قاموس له هغو الفاظو جوړ شوى چي د محسوسو او مشهودو مخلوقاتو لپاره وضع شوي، څرگنده ده چي په دې كلماتو سره د عظيم خداى د ذات كيفيت بيانول ممكن نه دي.
نوموړی همداراز د لاندېني حديث په ارتباط أهل ظاهر مخاطبوي او وايي:
له اهل ظاهر دوستانو پوښتنه كوو: د خپل مسلك او مذهب له مخي دا حديث څنگه تعبيروئ:
إنَّ الْمُقْسِطِينَ عِنْدَ اللّهِ، عَلَىٰ مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ، عَنْ يَمِينِ الرَّحْمَٰنِ عَزَّ وَجَلَّ وَكِلْتَا يَدَيْهِ يَمِينٌ رواه مسلم
(په تحقيق سره عدل كوونكي به د الله تعالى خوا ته او ښي لاس ته ئې د نور پر منبرونو ناست وي او د الله تعالى دواړه لاسونه ښي دي.)
كه دلته (يد) او (يمين) ستاسي د مسلك په اساس په همدې ظاهري معنى واخلو نو خبره نه په عقل برابره راځي او نه په نقل، په عقل سره ځكه چي دوه ښي لاسونه عقل نه مني او په نقل سره ځكه چي رسول صلى الله عليه وسلم په بل حديث كي فرمايي:
عن عَبْدِ اللهِ بْنُ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:” يَطْوِي اللهُ عَزَّ وَجَلَّ السَّمَاوَاتِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُهُنَّ بِيَدِهِ الْيُمنٰى، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا الْمَلِكُ، أَيْنَ الْجَبَّارُونَ؟ أَيْنَ الْمُتَكَبِّرُونَ. ثُمَّ يَطْوِي الْأَرَضِينَ بِشِمَالِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا الْمَلِكُ أَيْنَ الْجَبَّارُونَ؟ أَيْنَ الْمُتَكَبِّرُونَ؟ رواه مسلم
(له عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: الله تعالى به د قيامت په ورځ آسمانونه راونغاړي او بيا به ئې په ښي لاس كي ونيسي او وبه فرمايي: زه پاچا (ملك) يم، جابران چېري دي؟ متكبران چېري دي؟ بيا به زمكي راونغاړي او په كيڼ لاس كي به ئې ونيسي او وبه فرمايي: زه پاچا يم چېري دي جابران؟ چېري دي متكبران؟)
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي؛ موږ د دواړو حديثونو په الفاظو اقرار كوو، ايمان پرې لرو، حق ئې بولو، هغه متشابهات او استعارې گڼو او وايو چي د "يداليمنٰى، شمال، يأخذ او يطوي" كلمات د استعارو په توگه كارول شوې؛ او په استعارو كي هيڅ لفظ په اصلي معنى نه شو تعبيرولى؛ فقط دغه مفاهيم افاده كوي:
1- لومړنى حديث دا مطلب څرگندوي: هغه كسان چي عدل ئې كړى، په خپلو قضاوتونو كي ئې د انصاف رعايت كړى، حق ئې خپل څښتن ته سپارلى، د دوې مقام ډېر لوړ دئ، د الله تعالى په وړاندي د اوچت مقام خاوندان دي، د قيامت په ورځ به د الله تعالى خوا ته د نور په منبرونو ناست وي.
2- لكه څرنگه چي په دنيا كي د پاچايانو او واكمنو دا دود دئ چي كه وغواړي څوك تقدير كړي، درناوى ئې وكړي نو هغوى خپلي ښۍ خوا ته دروي، الله تعالى هم عدل كوونكو ته خاص مقام وركوي او تقديروي ئې خپلي خوا ته ځاى وركوي، خو پام مو وي چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه نه كړئ، د الله تعالى په رابطه ښى او كيڼ مطرح نه دي، هرڅوك چي هر چېري د الله تعالى خوا ته ځاى ومومي؛ همغه ځاى مبارك دئ.
3- كله چي قرآن موسى عليه السلام ته د طور په لمني كي وفرمايل:
فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 8 النمل: 8
نو كله چي ورته راغى ورغږ شو چي هغه هم مبارك كړى شوى چي په اور كي دئ او هغه هم چي شاوخوا كي ئې دئ؛ او پاكي د عالمونو رب الله ته ده.
يعني كله چي موسى عليه السلام د اور ځاى ته ورغى داسي غږ پرې وشو: دا يو سپېڅلى ناو دئ، هغه هم مبارك دئ چي په اور كي دئ او هغه هم چي شاوخوا كي ئې دئ؛ او پاكي د عالمونو رب الله ته ده؛ يعني اوس دا سيمه د الله تعالى تر خاص رعايت لاندي ده او هر څه ئې مبارك دي.
نوموړي دا هم وويل چي د آيت دا فقره غور غواړي چي وايي: پاكي هغه الله ته ده چي د عالمونو رب دئ، بايد وگورو چي له مخكينيو فقرو سره ئې تړاو څنگه دئ، تر دې وړاندي د يوه مكان، اور او غږ يادونه شوې، له هر چا سره دا پوښتنه راولاړېږي چي له رب العالمين سره د دغو دريو (مكان، اور او غږ) تړاو څنگه دئ؟ په دې فقرې سره دغي پوښتني ته ځواب ويل شوى او هغه داسي چي الله تعالى د عالمونو رب دئ، له هر عيب او نقص منزه دئ، نه مكان ته اړ دئ، نه ئې دلته حضور داسي وو لكه كوم مخلوق چي يو ځاى پرېږدي او بل ځاى ته ولاړ شي، نه دا اور او رڼا ئې د ده د تجلي او جلال رڼا وه او نه دې ته اړ دئ چي چا ته د يوې لارښووني د القاء لپاره داسي تكلم وكړي لكه د يوه انسان تكلم له بل سره، د الله تعالى هيڅ څه مخلوق ته ورته نه دي، په هيڅ څه كي د مخلوق په څېر نه دئ، داسي نه چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كړئ، داسي نه چي يوه وړه دره د رب العالمين لپاره مكان وگڼئ، الله تعالى همدلته له موسى عليه السلام سره تكلم كړى، خو دا تكلم څنگه وو؟ موږ نه پوهېږو، يوازي دومره ويلي شو چي موسى عليه السلام ته داسي غږ شوى او داسي تكلم ورسره شوى چي دى پرې پوه شوى، دا اور او رڼا د الله تعالى د تجلي رڼا نه وه، ځكه قرآن په خپله په بل ځاى كي موږ ته لارښوونه كوي چي موسى عليه السلام له الله تعالى وغوښتل چي ځان وروښيي، هغه ته وويل شو چي ما نشې ليدلى، دا دئ وگوره چي ستر غر د الله تعالى د تجلي په وړاندي مقاومت نشي كولى، الله تعالى د غره په لوري تجلي وكړه، غر ټوټې ټوټې شو او موسى عليه السلام بې سده شو.
نوموړی همداراز د موضوع د لا وضاحت په اړه وايي چي په پورتني روايت كي ويل شوي: كه نن يو شمېر جابر او متكبر واكمنان په خپل قوت او واكمنۍ غره دي، اقتدار او واكمني ئې د تمرد سبب شوې او دا ئې هېره كړې چي الله تعالى د هر څه واكمن دئ او دا هر څه د هغه په واك كي دي؛ همدا مغرور واكمنان به د قيامت په ورځ وگوري چي زمكي او آسمانونه د الله تعالى ملكيت دي، دا زمكي او آسمانونه د الله تعالى د عظمت په وړاندي داسي دي لكه د انسان لپاره د كاغذ يوه پاڼه، الله تعالى به آسمان او زمكه داسي راونغاړي لكه د كاغذ يوه پاڼه زموږ په لاس كي.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل چي په قرآن كي گڼ شمېر استعارې راغلې؛ په دغو استعارو كي كارول شوي الفاظ؛ هيڅكله په اصلي معنى نه كارول شوې او نه ئې موږ په اصلي معنى تعبيرولى شو؛ لكه د قرآن په اړه چي راغلي:
نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالإِنْجِيلَ 3 آل عمران 3
پر تا ئې دا كتاب په حقه نازل كړ؛ د هغه څه تصديقوونكى چي ترې وړاندي دي او تورات او انجيل ئې نازل كړ.
په دې آيت كي دا الفاظ د استعارو په توگه كارول شوي: نَزَّلَ، مَا بَيْنَ يَدَيْهِ او أَنْزَلَ؛ يو ئې هم په اصلي معنى نه شو تعبيرولى؛ ځكه نه قرآن له آسمان د مجسم كتاب په بڼه كي راكوز كړى شو، نه تورات او انجيل او نه نور كتابونه او نه قرآن دوه لاسونه لري چي مخكيني كتابونه ئې په كي نيولي وي او رښتيني ئې بولي؛ د الله تعالى په اړه (يد) او (يمين او شمال)؛ همداسي استعارې دي.
قدرمن مشر همداراز د باب الصَّدَقَةِ قَبْلَ الرَّدّ (تر رد كېدو وړاندي صدقه) په اړه هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
704 - عن حَارِثَةَ بْنَ وَهْبٍ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " تَصَدَّقُوا، فَإِنَّهُ يَأْتِي عَلَيْكُمْ زَمَانٌ يَمْشِي الرَّجُلُ بِصَدَقَتِهِ، فَلاَ يَجِدُ مَنْ يَقْبَلُهَا، يَقُولُ الرَّجُلُ: لَوْ جِئْتَ بِهَا بِالأَمْسِ لَقَبِلْتُهَا، فَأَمَّا اليَوْمَ، فَلاَ حَاجَةَ لِي بِهَا " (بخارى: 1411)
(له حارثه بن وهب رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له نبي صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: همدا اوس د خپلو مالونو زکات ورکوئ ځکه داسي وخت درباندي راتلونکى دئ چي يو کس به د خپل مال زکات او صدقه وړي خو داسي څوک به نه مومي چي هغه ترې واخلي، ده ته به هغه سړى (چي زکات ورکول غواړي) وايي: که پرون دي راوړى وى؛ نو اخيستى به مي وو؛ خو نن ورته ضرورت نه لرم.)
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو او توپيرو سره راغلى: 1424، 7120
په يوه كي فَإِنَّهُ يَأْتِي عَلَيْكُمْ په بل كي فَسَيَأْتِى عَلَيْكُمْ او په بل كي فَسَيَأْتِى عَلَى النَّاسِ، په دوو كي دا فقره راغلې فَلاَ يَجِدُ مَنْ يَقْبَلُهَا او په يوه كي نه ده راغلې، په يوه كي لَقَبِلْتُهَا او په بل كي لَقَبِلْتُهَا مِنْكَ، په يوه كي فَلاَ حَاجَةَ لِي بِهَا او په بل كي فَلاَ حَاجَةَ لِى فِيهَا راغلي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو:
الف: په دې حديث كي مسلمانان د صدقې په وركولو كي تلوار ته هڅول شوي، د مال خاوند بايد د صدقې په وركړي كي تلوار وكړي؛ داسي نه چي تأني او سستي ئې د دې باعث شي چي د صدقې اخيستونكى ونه مومي.
ب: له صدقې مراد عامه صدقه ده، هغه چي صدقه وركوونكى ئې په خپل لاس كوم مسكين او فقير ته وركوي، نه هغه زكات او عشر چي اسلامي حكومت ئې له خلكو تر لاسه كوي او په خپلو مواردو كي ئې لگوي.
په دې اړه د محدثينو تر منځ اختلاف دئ چي د وفرت هغه مهال به كله وي چي د صدقې اخيستونكى به نشو موندلى، ځيني دا د قيامت له اشراطو او علائمو بولي او وايي تر قيامت وړاندي به داسي حالت رامنځته شي، وايي له نورو رواياتو معلومېږي چي دا د قيامت له علائمو او نښو ده. ځيني بيا وايي چي د مسلمانانو د اقتدار په دوران كي يو وخت همداسي حالت راغلى چي په ځينو سيمو كي به زكات اخيستونكي نه موندل كېدل؛ لکه په دې روايت کي چي راغلي:
705 - عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَكْثُرَ فِيكُمُ الْمَالُ فَيَفِيضَ، حَتَّى يُهِمَّ رَبَّ الْمَالِ مَنْ يَقْبَلُ صَدَقَتَهُ، وَحَتَّى يَعْرِضَهُ فَيَقُولَ الَّذِى يَعْرِضُهُ عَلَيْهِ لاَ أَرَبَ لِى. (بخارى: 1412)
(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: قيامت تر هغه نه راځي چي په تاسو كي شتمني ډېره شي او دومره ډېرښت به ومومي چي عامه به شي؛ تر هغه چي د مال څښتن ته به دا اندېښنه راولاړه كړي چي څوك به ئې صدقه قبوله كړي؟ حتى وړاندي به ئې كړي خو هغه څوك چي وروړاندي كړې ئې ده وبه وايي: زه كومه اړتيا نه لرم.)
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور په دغو شمېرو او توپيرو سره راغلى: 1036، 7121
په دوو نورو كي د مال د كثرت تر څنگ څو نورو امورو ته هم اشاره شوې، لكه يُقْبَضَ الْعِلْمُ، وَتَكْثُرَ الزَّلاَزِلُ، وَيَتَقَارَبَ الزَّمَانُ، وَتَظْهَرَ الْفِتَنُ، وَيَكْثُرَ الْهَرْجُ - وَهْوَ الْقَتْلُ الْقَتْلُ، حَتَّى تَقْتَتِلَ فِئَتَانِ عَظِيمَتَانِ، يَكُونُ بَيْنَهُمَا مَقْتَلَةٌ عَظِيمَةٌ، دَعْوَتُهُمَا وَاحِدَةٌ، وَحَتَّى يُبْعَثَ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ، قَرِيبٌ مِنْ ثَلاَثِينَ، كُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ، وَحَتَّى يَتَطَاوَلَ النَّاسُ فِى الْبُنْيَانِ، وَحَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِى مَكَانَهُ. وَحَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا، فَإِذَا طَلَعَتْ وَرَآهَا النَّاسُ - يَعْنِى - آمَنُوا أَجْمَعُونَ، فَذَلِكَ حِينَ لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ؛ او كَسَبَتْ فِى إِيمَانِهَا خَيْرًا، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ نَشَرَ الرَّجُلاَنِ ثَوْبَهُمَا بَيْنَهُمَا، فَلاَ يَتَبَايَعَانِهِ وَلاَ يَطْوِيَانِهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدِ انْصَرَفَ الرَّجُلُ بِلَبَنِ لِقْحَتِهِ (د خپلي اوښي شيدې به ئې لوشلې وي) فَلاَ يَطْعَمُهُ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَهْوَ يُلِيطُ حَوْضَهُ (خپل حوض به سمبالوي) فَلاَ يَسْقِى فِيهِ، وَلَتَقُومَنَّ السَّاعَةُ وَقَدْ رَفَعَ أُكْلَتَهُ إِلَى فِيهِ فَلاَ يَطْعَمُهَا.
د نوموړي پر وينا چي؛ له روايت معلومېږي چي قيامت به ناڅاپي وي؛ هيڅوك به نه پوهېږي او نه به گمان كوي چي داسي ژر به قيامت راشي، په خپلو كارونو به لگيا وي چي ناڅاپي به قيامت پرې راشي؛ او دا هغه څه دي چي قرآن فرمايي:
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي لا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلا هُوَ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا تَأْتِيكُمْ إِلا بَغْتَةً يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ 187 الأعراف: 187
(د دې نېټې (قيامت) په اړه تا پوښتي چي د وقوع وخت ئې كله دئ؟ ووايه: علم ئې فقط زما له رب سره دئ، له ده پرته ئې بل څوك په خپل وخت كي نه راڅرگندوي، په آسمانونو او زمكي كي درنه شوې، نه درته راځي مگر ناڅاپي، تا داسي پوښتي چي گواكي ترې خبر يې، ووايه: علم ئې يوازي له الله سره دئ، خو اكثر خلك نه پوهېږي.)
دا آيت په مكرره توگه د قيامت علم الله تعالى ته مختص كوي او پر دې تأكيد كوي چي فقط الله به ئې په خپلي ټاكلې نېټې رابرسېره كوي او له دې پټ راز به پرده اوچتوي، ناڅاپي او له مخكينۍ اطلاع پرته به تاسو نيسي؛ د دې لپاره چي د قيامت حادثه هومره ستره ده چي ټول آسمانونه او زمكه به احتواء كوي، نو ځكه ئې په ټاكلې نېټې پوهېدل انسان ته گران شوى. له پيغمبر عليه السلام ستاسو پوښتني داسي دي لكه چي هغه ترې خبر وي، په داسي حال كي چي له الله پرته هيڅوك پرې نه پوهېږي.
ښاغلي حکمتيار همداراز د موضوع په تړاو لاندېنی روايت هم په تفصيلي بڼه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
706- عَنْ عَدِىَّ بْنَ حَاتِمٍ رضي الله عنه يَقُولُ كُنْتُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم فَجَاءَهُ رَجُلاَنِ أَحَدُهُمَا يَشْكُو الْعَيْلَةَ، وَالآخَرُ يَشْكُو قَطْعَ السَّبِيلِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم أَمَّا قَطْعُ السَّبِيلِ فَإِنَّهُ لاَ يَأْتِى عَلَيْكَ إِلاَّ قَلِيلٌ حَتَّى تَخْرُجَ الْعِيرُ إِلَى مَكَّةَ بِغَيْرِ خَفِيرٍ، وَأَمَّا الْعَيْلَةُ فَإِنَّ السَّاعَةَ لاَ تَقُومُ حَتَّى يَطُوفَ أَحَدُكُمْ بِصَدَقَتِهِ لاَ يَجِدُ مَنْ يَقْبَلُهَا مِنْهُ، ثُمَّ لَيَقِفَنَّ أَحَدُكُمْ بَيْنَ يَدَىِ اللَّهِ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ حِجَابٌ وَلاَ تُرْجُمَانٌ يُتَرْجِمُ لَهُ، ثُمَّ لَيَقُولَنَّ لَهُ أَلَمْ أُوتِكَ مَالاً فَلَيَقُولَنَّ بَلَى. ثُمَّ لَيَقُولَنَّ أَلَمْ أُرْسِلْ إِلَيْكَ رَسُولاً فَلَيَقُولَنَّ بَلَى. فَيَنْظُرُ عَنْ يَمِينِهِ فَلاَ يَرَى إِلاَّ النَّارَ، ثُمَّ يَنْظُرُ عَنْ شِمَالِهِ فَلاَ يَرَى إِلاَّ النَّارَ، فَلْيَتَّقِيَنَّ أَحَدُكُمُ النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ، فَإِنْ لَمْ يَجِدْ فَبِكَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ. (بخارى: 1413)
(له عَدِي بن حاتِم رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم سره خوا ته وم چي دوه کسان ورته راغلل، يوه ئې له فقر او بل ئې د لارو له شوكو شکايت کاوو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: دا شوكي داسي دي چي پر تا به لا لږه موده نه وي تېره شوې چي يو كاروان به د مكې په لوري وځي پرته له كوم بدرگه وال ؛ او دا نېستمني داسي ده چي تر هغه به قيامت نه راځي چي ستاسو يو سړى به له خپلي صدقې سره چورلي خو داسي څوک به نه مومي چي صدقه ئې ترې قبوله کړي (د شتمنيو د ډېرښت له امله)، بيا به د قيامت په ورځ چي ستاسو هر څوک په داسي حال کي د الله تعالى په وړاندي ودرېږي چي د ده او الله تر منځ به نه پرده وي او نه داسي ترجمان چي ده ته ترجماني وكړي، بيا به حتماً ورته ووايي: آيا مال مي نه وو درکړى؟ هغه سړى به حتماً ووايي: ولي نه؛ (راکړى دي وو). بيا به حتماً ورته وفرمايي: آيا يو رسول مي نه وو دراستولى؟ هغه سړى به حتماً ووايي: ولي نه؛ (رالېږلى دي وو)؛ نو بيا به خپلي ښۍ خوا ته وگوري او له اور پرته به بل څه ونه گوري، بيا به خپل كيڼ لوري ته وگوري او له اور پرته به بل څه ونه ويني؛ نو (اې خلکو!) ستاسو هر يو دي له دې اور ځان وساتي كه څه هم د يوې كجوري په كومي ټوټې سره وي؛ او كه (دا هم) ونه مومي نو په يوې نېکي وينا سره (دي له دې اور ځان وژغوري).
نوموړی وايي دا روايت په بخاري كي اته ځلي نور هم په دغو شمېرو او توپيرو سره راغلى: 1417، 3595، 6023، 6539، 6540، 6563، 7443، 7512
په يوه كي بَيْنَا أَنَا عِنْدَ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم په بل كي كُنْتُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم په يوه كي فَجَاءَهُ رَجُلاَنِ أَحَدُهُمَا يَشْكُو الْعَيْلَةَ، وَالآخَرُ يَشْكُو قَطْعَ السَّبِيلِ په بل كي إِذْ أَتَاهُ رَجُلٌ فَشَكَا إِلَيْهِ الْفَاقَةَ، ثُمَّ أَتَاهُ آخَرُ، فَشَكَا قَطْعَ السَّبِيلِ، په يوه كي فَيَنْظُرُ عَنْ يَمِينِهِ فَلاَ يَرَى إِلاَّ جَهَنَّمَ، وَيَنْظُرُ عَنْ يَسَارِهِ فَلاَ يَرَى إِلاَّ جَهَنَّمَ په بل كي وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلاَ يَرَى إِلاَّ النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلاَ يَرَى إِلاَّ مَا قَدَّمَ مِنْ عَمَلِهِ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلاَ يَرَى إِلاَّ مَا قَدَّمَ، په يوه كي تَخْرُجَ الْعِيرُ إِلَى مَكَّةَ بِغَيْرِ خَفِيرٍ، په بل كي الظَّعِينَةَ (په كجاوه كي مېرمن) تَرْتَحِلُ مِنَ الْحِيرَةِ، حَتَّى تَطُوفَ بِالْكَعْبَةِ، لاَ تَخَافُ أَحَدًا إِلاَّ اللَّهَ په يوه كي لَيَقِفَنَّ أَحَدُكُمْ بَيْنَ يَدَىِ اللَّهِ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ حِجَابٌ وَلاَ تُرْجُمَانٌ يُتَرْجِمُ لَهُ په بل كي وَلَيَلْقَيَنَّ اللَّهَ أَحَدُكُمْ يَوْمَ يَلْقَاهُ، وَلَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ يُتَرْجِمُ لَهُ په بل كي مَا مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تَرْجُمَانٌ په يوه كي ثُمَّ لَيَقُولَنَّ أَلَمْ أُرْسِلْ إِلَيْكَ رَسُولاً په بل كي فَيَقُولَنَّ أَلَمْ أَبْعَثْ إِلَيْكَ رَسُولاً په يوه كي لَيَقُولَنَّ لَهُ أَلَمْ أُوتِكَ مَالاً په بل كي فَيَقُولُ أَلَمْ أُعْطِكَ مَالاً وَأُفْضِلْ عَلَيْكَ په يوه كي لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ حِجَابٌ، وَلا تَرْجُمَانٌ يُتَرْجِمُ لَهُ په بل كي لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ وَلاَ حِجَابٌ يَحْجُبُهُ په يوه كي مَا مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ سَيُكَلِّمُهُ رَبُّهُ په بل كي ثُمَّ لَيَقِفَنَّ أَحَدُكُمْ بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ راغلي.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د دې ټولو رواياتو محوري او اساسي موضوع دا ده چي د اسلام له بركته به د جاهليت د دور خوره بې امني او فقر له منځه ولاړ شي، ډاډمن امنيت به تأمين شي، وفرت او كثرت به رامنځته شي، مسلمانان انفاق او د صدقې وركولو ته هڅوي او لارښوونه ورته كوي چي هر څوک به په داسي حال کي د الله تعالى په وړاندي ودرېږي چي د ده او الله تر منځ به نه پرده وي او نه داسي ترجمان چي ده ته ترجماني وكړي، هلته به خپل ښي او كيڼ لوري ته د اور لمبې گوري، ورته وايي: هر يو دي له دې اور ځان وساتي كه څه هم د يوې كجوري په كومي ټوټې سره وي؛ او كه (دا هم) ونه مومي نو په يوې نېکي وينا سره (دي له دې اور ځان وژغوري).
ناويلې دې پاتې نه وي چي قدرمن مشر خپله نننۍ درسي محاضره د دعائيه وينا په ويلو سره پای ته ورسوله.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
