No-IMG

د حکمتيار صاحب دوهمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د حمل ۶مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ش:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د صحيح البخاري د شرحې حکمة البارئ د تدريس په لړۍ کي نن ورځ د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله دوهمه درسي محاضره وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکني درس پر دوام وويل:

دې ته بايد متوجه وو چي د زكات له وركړي امتناع له نظام بغاوت دئ او د باغي خلاف تر هغه جنگ جائز دئ چي له بغاوت لاس واخلي.

ښاغلي حکمتيار (د زکات نه ورکولو گناه) تر عنوان لاندي لاندينی حديث په تفصيلي توگه تشريح کړ او وئې ويل:

عن أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم: «تَأْتِي الإِبِلُ عَلَى صَاحِبِهَا عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ، إِذَا هُوَ لَمْ يُعْطِ فِيهَا حَقَّهَا، تَطَؤُهُ بِأَخْفَافِهَا، وَتَأْتِي الْغَنَمُ عَلَى صَاحِبِهَا عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ إِذَا لَمْ يُعْطِ فِيهَا حَقَّهَا، تَطَؤُهُ بِأَظْلافِهَا وَتَنْطَحُهُ بِقُرُونِهَا». وَقَالَ: «وَمِنْ حَقِّهَا أَنْ تُحْلَبَ عَلَى الْمَاءِ». قَالَ: «وَلا يَأْتِي أَحَدُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِشَاةٍ يَحْمِلُهَا عَلَى رَقَبَتِهِ لَهَا يُعَارٌ، فَيَقُولُ: يَا مُحَمَّدُ، فَأَقُولُ: لا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللهِ شَيْئًا، قَدْ بَلَّغْتُ، وَلا يَأْتِي بِبَعِيرٍ يَحْمِلُهُ عَلَى رَقَبَتِهِ لَهُ رُغَاءٌ، فَيَقُولُ: يَا مُحَمَّدُ، فَأَقُولُ: لا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا، قَدْ بَلَّغْتُ». (بخارى: 1402)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (د قيامت په ورځ به) دا اوښان په خپل هغه ډېر ښه حالت كي چي مخكي ئې درلود؛ پر خپل خاوند راشي او تر خپلو خاپوړو (پښو) لاندي به ئې كړي، كه د هغوى اړوند خپل حق (زكات) ئې نه وي وركړى؛ او دا پسونه به په خپل هغه ډېر ښه حالت كي چي مخكي ئې درلود پر خپل خاوند راشي او تر خپلو نوكانو (پښو) لاندي به ئې كړي، كه د هغوى اړوند خپل حق (زكات) ئې نه وي وركړى؛ او په خپلو ښکرونو به ئې وهي؛ او د اوښانو او مېږو له حقوقو يو دا دئ چي په اوبه خور ئې ولوشي (كله چي رمه خړوبوي او همدا مهال كوم تږى او وږى محتاج انسان وگوري؛ نو د هغه لپاره دې ولوشي او شيدي دي پرې وڅښي)؛ او وئې فرمايل: داسي نه چي ستاسو كوم يو د قيامت په ورځ په داسي حال کي ما ته راشي چي پسه پر خپل څټ وړي او هغه بغېږي او دى وايي: يا محمد! او زه ورته وايم: نن د الله په وړاندي هيڅ څه درته په واك كي نه لرم، يقيناً چي ما پيغام دررسولى وو؛ او نه دي داسي راشي چي اوښ پر خپل څټ وړي او هغه اوښ غړمبېږي او دى راته وايي: يا محمد! او زه ورته وايم: نن د الله په وړاندي هيڅ څه درته په واك كي نه لرم، يقيناً چي ما پيغام دررسولى وو.)

قدرمن مشر د پورتني حديث د تشريح پر دوام زياته کړه:

دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 2378، 3073، 6958؛ د ټولو راوي ابوهريره رضي الله عنه دئ. سره له دې چي له بل هيڅ صحابي نه دئ روايت شوى، خو بيا هم پخپل منځ کي لاندي توپيرونه لري:

په يوه كي تَأْتِي الإِبِلُ عَلَى صَاحِبِهَا عَلَى خَيْرِ مَا كَانَتْ، إِذَا هُوَ لَمْ يُعْطِ فِيهَا حَقَّهَا، تَطَؤُهُ بِأَخْفَافِهَا (تر گامونو لاندي به ئې كړي) په بل كي لاَ أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رَقَبَتِهِ شَاةٌ لَهَا ثُغَاءٌ، عَلَى رَقَبَتِهِ فَرَسٌ لَهُ حَمْحَمَةٌ او په بل كي تُسَلَّطُ عَلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، تَخْبِطُ وَجْهَهُ بِأَخْفَافِهَا، په بل كي وَعَلَى رَقَبَتِهِ صَامِتٌ (سپين او سره زر او امثال ئې)؛ او عَلَى رَقَبَتِهِ رِقَاعٌ تَخْفِقُ (يوه ټوټه چي خوځي به) په يوه كي فَيَقُولُ يَا مُحَمَّدُ. فَأَقُولُ لاَ أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ بَلَّغْتُ په بل كي يَقُولُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَغِثْنِى فَأَقُولُ لاَ أَمْلِكُ لَكَ شَيْئًا قَدْ أَبْلَغْتُكَ راغلي.

نوموړي وويل؛ پورتنی روايت له  دې وروستي روايت سره تعارض لري؛ چي وينا ئې د دې خلاف ده:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ مُثِّلَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ، لَهُ زَبِيبَتَانِ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ- يَعْنِى شِدْقَيْهِ - ثُمَّ يَقُولُ أَنَا مَالُكَ، أَنَا كَنْزُكَ » ثُمَّ تَلاَ (لاَ يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ) الآيَةَ. (بخارى: 1403)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: چا ته چي الله كوم مال ورکړى وي او زکات ئې ورنه کړي؛ نو همدغه مال به ئې د قيامت په ورځ د داسي يوه ښامار په بڼه کي ورته څرگند كړى شي چي سر به ئې پك وي او (پر سر به ئې) دوه ټاپي وي، پر غاړي به ئې راتاو كړى شي او د خولې له كونجونو به ئې ونيسي، بيا به ورته وايي: زه دي مال يم، زه دي خزانه يم)، ورپسي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا آيت تلاوت کړ: (وَلا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) آل عمران 180

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت هم په بخاري كي څلور ځلي نور په دغو شمېرو او توپيرونو سره راغلى: 3198- 4565، 4659، 6957

په يوه كي مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ مُثِّلَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ په بل كي يَكُونُ كَنْزُ أَحَدِكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ په يوه كي يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ په بل كي يَفِرُّ مِنْهُ صَاحِبُهُ فَيَطْلُبُهُ وَيَقُولُ أَنَا كَنْزُكَ وَاللَّهِ لَنْ يَزَالَ يَطْلُبُهُ حَتَّى يَبْسُطَ يَدَهُ فَيُلْقِمَهَا فَاهُ (په خپلي خولې كي به ئې منډي) راغلي.

د نوموړي پر وينا چي دا روايت له مخكيني سره تعارض لري؛ هغه وايي مال به ئې په خپلي هغي مخكينۍ بڼي د قيامت په ورځ راڅرگند شي چي په دنيا كي ئې وو؛ ترټولو په ښه مخكيني حالت كي؛ اما دا روايت وايي چي د ښامار په بڼي كي به راشي؛ لاس به لري او دا كس به ونيسي او په خپلي خولې كي به ومنډي؛ په كوم آيت چي استناد شوى له هغه قطعاً دا نه معلومېږي چي له مال به ئې ښامار جوړ شي. په دې آيت كي راغلي چي د بخيل هغه مال چي ده په كي بخل كړى؛ د قيامت په ورځ به د ده پر غاړي تاو كړى شي؛ يعني داسي به تمثيل شي چي همغه مال پرې بار دئ. اما دا روايت وايي چي د ښامار په بڼي كي به پرې راتاو شي.

نوموړي وويل؛ د لا وضاحت لپاره څو آيتونه بايد په پام كي ولرو:

1- فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ7 وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ 8   الزلزال: 7- 8

نو چا چي د وړې ذرې په قدر نېكي كړې؛ ويني به ئې. او چا چي د وړې ذرې په قدر د شر كار كړى؛ ويني به ئې.

يعني په هغه ورځ به هر چا ته خپل عمل وروښودى شي، هر څوك به هغه اعمال چي په دنيا كي ئې كړي، خپلي مخي ته مجسم ومومي، يوازي دا نه چي خپل عملونه به په خپلي عملپاڼي كي وگوري او سزا او بدله به ئې وركړى شي؛ بلكي پر دې سربېره به خپل ټول ښه او بد عملونه خپلي مخي ته څرگند او تمثيل شوي ومومي، د الزلزال سورې له 4 او 6 آيتونو معلومېږي چي د انسان عملونه له (غږ او بڼي) سره ضبط كېږي او د قيامت په ورځ به انسان هم د خپلو عملونو (اخبار) واوري او هم به ئې (بڼه) وگوري

څوارلس پېړۍ مخكي هيچا ته په دې خبري پوهېدا ممكنه نه وه چي كېدى شي د انسان (غږ) او د خوځښت (انځور) او فيلم ئې ثبت شي او له څه مودې وروسته بيا وليدى او واورېدى شي، خو اوس او له هغه وروسته چي ټيپ ريكارډر او كامرې اختراع شوي؛ هر چا ته دا خبره جوته شوه

(خير) او (شر)؛ كه ستر وي او كه ووړ، حتى كه د يوې وړې ذرې په اندازه وي، ټول به په خپلي عملپاڼي كي وگورې، ټول به ستا مخي ته مجسم كړى شي، وبه گورې چي هيڅ څه دي له پامه نه دي غورځېدلي، هر څه په ډېر دقت سره ثبت شوي او د دغو له مخي به ستا برخليك او راتلونكى ټاكل كېږي، 

بايد متوجه وئ چي د دې آيتونو الفاظ داسي نه دي چي وښيي انسان به د هر وړوكي عمل سزا گوري، داسي نه دي ويل شوي چي كه د ذرې په اندازه د خير او شر عمل ئې كړى وي، سزا به ئې گوري؛ بلكي عمل به گوري او ضروري نه ده چي سزا به ئې هم گوري.

 

2- وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلا كَبِيرَةً إِلا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا49  الكهف: 49

او كتاب به كښېښودى شي؛ نو مجرمين به گورې چي له هغه څه وېرېدونكي دي چي په دې (كتاب) كي دي؛ او وايي به: افسوس پر موږ! دا څنگه كتاب دئ! نه ئې ووړ (عمل) پرېښى او نه ستر؛ مگر هغه ئې درج كړى؛ او هر هغه څه به حاضر ومومي چي كړي ئې ول؛ او ستا رب به پر هيچا ظلم نه كوي.

د دې آيت لارښووني دا دي:

الف: محاسبه به پيل شي، د هر چا په وړاندي به د ده خپل كتاب او عملپاڼه كښېښودى شي، مجرمين به گورې چي د خپلي عملپاڼي په ليدو سره وېري اخيستي او په پرېوتي او له تأسف ډك غږ سره وايي: افسوس پر موږ! دا څنگه كتاب دئ! نه ئې زموږ ووړ عمل پرېښى او نه ستر، هر څه په كي درج شوي، هر هغه څه به حاضر ومومي چي كړي ئې ول؛ له دې وينا داسي معلومېږي چي هر څوك به خپل عملونه داسي حاضر او مخامخ گوري لكه چي ويډيو او فيلم گوري!! د دې وينا پر حقيقت او ماهيت نن ښه پوهېدى شو؛ تر هغه وړاندي چي انسان انځور او فيلم ثبتول كشف او اختراع كړي؛ د دې آيت پر ټولو ابعادو پوهېدل ممكن نه وو.  

 

ب: ستا رب به هر چا ته مناسبه او عادلانه سزا وركړي او پر هيچا به ظلم نه كوي.

 

ج: له محاسبې وروسته خلك په ډلو ډلو وېشل كېږي؛ جنتيان بېل، دوزخيان بېل او اصحاب اعراف بيل؛ جنتيان او دوزخيان بيا په اوو اوو ټوليو وېشل كېږي؛ هر ټولى به جنت او دوزخ ته له بېلو بېلو دروازو ننوځي؛ د مكافات او مجازات ځاى ئې جنت او دوزخ دئ؛ قرآن فرمايي

وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوۡعِدُهُمۡ أَجۡمَعِينَ ٤٣ لَهَا سَبۡعَةُ أَبۡوَٰبٖ لِّكُلِّ بَابٖ مِّنۡهُمۡ جُزۡءٞ مَّقۡسُومٌ ٤٤   الحجر: 44

(او يقيناً چي دوزخ د دوى ټولو موعد دئ؛ چي اوه دروازې ئې دي، د هري دروازي لپاره د دوى يوه وېشل شوې برخه ده.)

هلته به د جنتيانو، دوزخيانو او په اعراف كي مېشت كسانو؛ تر منځ حجابونه وي؛ خو كه وغواړي يو به بل ته له لري ښودل كېږي؛ يو به د بل لوړ غږ هم اورېدى شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ 44   الأعراف 44

(او جنتيان به دوزخيانو ته غږ كړي: موږ خو هغه څه رښتيني وموندل چي زموږ رب ئې وعده راسره كړې وه؛ آيا تاسو هم هغه څه رښتيني وموندل چي ستاسو رب ئې وعده درسره كړې وه؟ وبه وايي: هو؛ نو يو غږ كوونكى به د دوى تر منځ غږ كړي چي: په دغو ظالمانو دي لعنت وي.)

دلته د جنتيانو او دوزخيانو تر منځ د خبرو يوه صحنه زموږ مخي ته اېښودل شوې

1- جنتيان دوزخيانو ته وايي: الله تعالى چي له موږ سره كومي وعدې كړې وې؛ ټولي رښتيني شوې او موږ ئې مصداق په خپلو سترگو گورو؛ آيا تاسو هم د الله تعالى وعدې رښتينې وموندلي؟ ځواب به ئې په لنډه توگه؛ هو؛ وي.

 

2- په دې وخت كي به يو منادي په جگ غږ ووايي: پر هغو ظالمانو دي لعنت وي چي د الله په لاري له تلو ئې ډډه كوله، نور ئې ترې منع كول، په الهي دين كي به ئې تحريفونه كول، هڅه به ئې كوله چي د دين سمي خبري په كږو واړوي او له آخرت ئې انكار كولو

 

ښاغلي حکمتيار د موضوع د لا روښانتيا لپاره د اعراف سورې لاندېني آيت ته هم تفصيلاً اشاره وکړه؛ هلته چي فرمايي:

وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلا بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ سَلامٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ 46 الأعراف: 46

(او د دوى تر منځ به حجاب وي؛ او پر لوړو (ئې ) داسي كسان چي هر يو به له خپلو څېرو پېژني او جنتيانو ته به غږ كړي: سلام پر تاسو! ورداخل شوي به نه وي خو طمع به ئې كوي.)

 

نوموړی د پورتني آيت په تشريح کي زياتوي چي؛

الف: د جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به حجاب وي؛ د الحديد سورې په 13آيت كي ويل شوي...

فَضُرِبَ بَيۡنَهُم بِسُورٖ لَّهُۥ بَابُۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحۡمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلۡعَذَابُ ١٣ الحديد: 13 

د دوى تر منځ به داسي دېوال جوړ شي چي دروزاه به ئې وي، د ننه ئې رحمت او شا ته ئې عذاب.

 

ب: له دې معلومېږي چي دا حجاب به هسي كومه پرده نه وي بلكي پرېړ او لوړ دېوال به وي، داسي چي نه به جنتيان د دوزخ له لوخړو او بد بوى ځورېږي او نه به دوزخيان د جنت له ښكلو منظرو د لذت او خوند اخيستو مجال تر لاسه كولى شي.

 

ج: د دې حجاب پر لوړو به درېيمه ډله خلك ناست وي، دوى به په دواړو ډلو كي داسي خلك گوري چي له څېرو ئې پېژني، خو دا به څوك وي او څوك به پېژني؟ هلته چي فرمايي:

وَنَادَى أَصْحَابُ الأَعْرَافِ رِجَالا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَى عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ 48   الأعراف: 48

(او اعراف وال به ځينو كسانو ته چي له څېرو ئې پېژني غږ كړي او وبه وايي: نه ستاسو ډېروالي (د مال او پلويانو) هيڅ څه درنه دفع كړى شو او نه ستاسو هغه تكبر او لويي غوښتني.)

وَنَادَى أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ50   الأعراف 50

(او دوزخيان به جنتيانو ته غږ كړي چي پر موږ خو لږ اوبه يا هغه څه چي الله تاسو ته دركړي راتوى كړئ! وبه وايي: يقيناً الله دا پر كافرانو حرام كړي.)

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا له دغو آيتونو په څرگنده توگه معلومېږي چي دا هر څه به جنت او دوزخ ته له تگ وروسته وي؛ نه د حشر په ميدان كي؛ د حشر ميدان كي به هر چا ته خپله عملپاڼه وروښودل كېږي؛ د ځينو عملونه به نورو ته هم وښودل شي؛ او دا به د هغوى لپاره ستره افتضاح وي؛ او د ځينو ته به داسي وښودل شي چي له ده پرته به بل انسان پرې خبر نه شي؛ په حديث كي دا حالت داسي انځور شوى لكه يو انسان بل انسان ته په پټه د څه ويلو لپاره هغه خپلي خوا ته نژدې كړي او لاس پرې واچوي؛ الله تعالى دا بندگان همداسي خپلي خوا ته نژدې كړي او عملپاڼه او په هغې كي د دوى عملونه به وروښيي؛ پرته له دې چي بل څوك پرې پوه شي

په دې اړه د بخاري دواړه روايات په خپلو كي هم تعارض لري؛ د سند له پلوه هم غريب دي؛ يو راوي لري او هغه ته متضاد خبري منسوب شوې؛ او د قرآن له دغو آيتونو سره هم منافات لري.

 

نوموړي همداراز د زکات په اړه د بخاري د درېيم باب (د کوم مال چي زکات ورکړل شي هغه كنز (ذخيره كول) نه گڼل کېږي) تر عنوان لاندي په راغليو روايتونو هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

 عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم: «لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ صَدَقَةٌ، وَلَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ ذَوْدٍ صَدَقَةٌ، وَلَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوْسُقٍ صَدَقَةٌ». (بخارى: 1405)

(له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: په هغه مال كي چي تر پنځو اوقيو کم وي زکات نشته، په اوښانو كي چي تر پنځو کم وي زکات نشته او په هغي غلې كي چي تر پنځو وسقو لږ وي زکات نشته.

يادونه: پنځه اَوقِيې تقريبًا ٧٠٠ گرامه او پنځه وسقه ٦٥٢ کيلو گرامه کېږي.)

 

نوموړي زياته کړه؛ دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو او توپيرونو سره راغلى: 1447، 1459، 1484

په يوه كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ صَدَقَةٌ په بل كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوَاقٍ مِنَ الْوَرِقِ (سپين زر) صَدَقَةٌ په بل كي وَلاَ فِى أَقَلَّ مِنْ خَمْسِ أَوَاقٍ مِنَ الْوَرِقِ صَدَقَةٌ په يوه كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ ذَوْدٍ صَدَقَةٌ په بل كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ ذَوْدٍ مِنَ الإِبِلِ صَدَقَةٌ په يوه كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسِ أَوْسُقٍ صَدَقَةٌ په بل كي لَيْسَ فِيمَا دُونَ خَمْسَةِ أَوْسُقٍ مِنَ التَّمْرِ صَدَقَةٌ په بل كي لَيْسَ فِيمَا أَقَلُّ مِنْ خَمْسَةِ أَوْسُقٍ صَدَقَةٌ راغلي.

 

هغه زياتوي چي دلته د باب او روايت تر منځ همغږي نه تر سترگو كېږي؛ باب دا دئ: د کوم مال چي زکات ورکړل شي هغه كنز (ذخيره كول) نه گڼل کېږي؛ خو كوم روايت چي ترې لاندي راوړل شوى له باب سره هيڅ همغږي نه لري؛ په روايت كي نه د كنز ذكر شوى او نه ئې په اړه بحث شوى بلكي د هغو شيانو د مقدار او شمېر بيان شوى چي زكات پرې فرض كېږي. باب يوه څه وايي او روايت بل څه!! 

د 707 روايت په پاى كي چي د كوم آيت يوه ابتدائي فقره راغلې؛ دا آيت د سرو او سپينو زرو د كنز په ارتباط دئ؛ آيت دا دئ:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡأَحۡبَارِ وَٱلرُّهۡبَانِ لَيَأۡكُلُونَ أَمۡوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۗ وَٱلَّذِينَ يَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٖ٣٤ التوبه: 34

(اې مؤمنانو! د احبار (ملايانو) او رهبان (پيرانو) ډېرى د خلكو مالونه په ناحقه خوري او د الله له لاري مخنيوى كوي او هغه چي سره او سپين زر ذخيره كوي او د الله په لار كي ئې نه مصرفوي؛ نو د دردناك عذاب زېرى وركړه.) 

په دې مبارك آيت كي احبار، رهبان او د سرو سپينو زرو كنز كوونكي يو ځاى ياد شوي او ټولو ته ئې په گډه د دردناك عذاب زيرى وركړى. حقيقت دا دئ چي په هري ظلم ځپلې او جهل وهلې ټولني كي مخكيني دوه د وروستني درېيم په خدمت كي وي او دوى په گډه د ظالمو واكمنانو د ښي او كيڼ لاس مرستيالان او مدافعان وي، يو ورته فتوى وركوي، بل ورته دعاء كوي او درېيم د هغو پيسو يوه برخه وركوي چي د عام ولس د شكولو او غارت كولو له لاري ئې تر لاسه كوي.

 

د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير پر وينا؛ كنز هغه مال ته وايي چي كه څه هم له حلالو لارو تر لاسه شوى وي خو هغه حق نه وي په كي اداء شوى چي الله تعالى لازم كړى او په هغه ځاى كي نه وي مصرف شوى چي الله تعالى ئې د مصرفولو امر كړى. كه د دې كنز كوونكي سزا دومره سخته وي نو د هغه چا سزا به څنگه وي چي له حرامو لارو حتى د دين پلورني له لاري ئې تر لاسه كوي، خپل ايمان پرې پلوري، خپل عزت پرې بايلي او خپل آخرت پرې تباه كوي؟

د نوموړي پر وينا؛ دې ته مو بايد پام وي چي كه دلته قرآن د مال كنزول غندلي، په بل ځاى كي ئې ويلي چي څه تر حاجت او ضرورت زيات وي هغه انفاق كړئ، خو د دې تر څنگ مؤمنانو ته لارښوونه كوي چي مه بخل كوئ او مه په پراخ لاس دومره مصرف چي سبا حيران او بل ته اړ وئ، د دواړو تر منځ وسط لار غوره كړئ، دا د انسان او د ده د ټولني حالت ته پرېښودل شوې، كله داسي حالت راشي چي په كار ده مؤمن انسان تر خپل ضرورت زيات هر څه د الله په لار كي وقف كړي؛ او كله ئې لږ برخه او كله يوازي هومره چي پرې فرض دي، دا داسي وگڼئ لكه فرض لمونځ او تهجد او نفل، تهجد او نفل د انسان ظروفو او شرائطو او خپلي خوښي ته پرېښودل شوي. همداسي په مال كي له فرائضو او واجباتو علاوه انفاق د انسان خوښي او د ده او د ده د ټولني ظروفو او شرائطو ته پرېښودل شوى.

په دې روايت كي ويل شوي چي په هغه مال كي چي تر پنځو اوقيو کم وي، په اوښانو كي چي تر پنځو کم وي او په هغي غلې كي چي تر پنځو وسقو لږ وي زکات نشته.

 

ښاغلی حکمتيار د موضوع پر دوام وايي؛ په دې اړه دوه خبري بايد په پام كي ولرو

1- دلته د سپينو زرو؛ اوښانو او خرما يادونه شوې، آيا دا د نورو شيانو لپاره معيار گڼل شوى، يعني كه د سكو بيع تر پنځو اوقيو سپينو زرو (چي دوه سوه درهمه كېږي) كمه وي زكات په كي نشته، كه د نورو څارويو معادل ارزښت د پنځو اوښانو حد ته نه وي رسېدلى زكات په كي نشته، كه د نورو مېوو او غلو معادل ارزښت د خرما پنځو اوسقو ته نه وي رسېدلى زكات په كي نشته؟! او كه د نورو شيانو په اړه له دې پرته بېله بېله لارښوونه شوې؟! دا پوښتنه هم راولاړېږي چي د سكو او اجناسو بيع له يوه تر بل او له يوې سيمي تر بلي توپير لري او بدلېږي رابدلېږي، په هغو سيمو كي چي كجوري لري د خرما ارزښت تر هغو سيمو ډېر لږ دئ چي كجوري نه لري، د رسول الله صلى الله عليه و سلم په وخت كي د يوه وسق غنمو ارزښت نژدې دوه وسقه كجوري وو.

 

2- د اسلام د راتلو په وخت كي يوه اوقيه سپين زر څلوېښت درهمه ارزښت درلود، يو رطل دولس اوقيه يعني څلور سوه اتيا درهمه وو، يو نش شل درهمه... رسول الله صلى الله عليه و سلم همدا د مدينې سكې او اوزان معتبر وگڼل، وسق د يوه اوښ بار ته ويل كېدل، چي ويل كېږي شپېته صاع وو، كله چي د سرو زرو مقدار دوه سوه درهمو ته ورسېږي نو په هرو څلوېښتو دراهمو كي بايد يو درهم زكات وركړى شي؛ او بيا چي هر څومره زياتېږي په هرو څلوېښتو دراهمو كي به يو يو درهم وركول كېږي؛ نوري سكې په همدې قياس كېږي، خو په دې اړه د فقهاءو تر منځ اختلاف دئ چي تر څلوېښتو دراهمو لږ كي زكات شته كه نه؟ غوره رأيه دا ده چي په دې كي به دوه نيم سلنه زكات وركول كېږي. البته په هغو كي چي تر نصاب زيات وي. يعني د چا شتمني چي د زكات نصاب حد ته ورسېده؛ په 40 كي يوه او په 100 كي دوه نيم به زكات وركوي؛ د سكې نوعيت چي هر څه وي او مقدار ئې تر40 هر څومره كم يا زيات وي؛ په كم او زيات كي به 2.5% زكات وركوي؛ داسي نه چي په 80 كي به 2 وركول كېږي پاته 20 كي هيڅ!

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ په روايت كي داسي څه نه مومو چي كه د مال زكات وركړل شي نو بيا كه همداسي راكد پرېښودل شي كنز نه گڼل كېږي؛ په داسي حال كي چي د غلې احتكار او بازار ته ئې هغه مهال وړاندي كول چي بيه ئې لوړه شوې وي؛ ناجائز عمل دئ؛ دا ځكه چي احتكار په خپله د اجناسو بيه لوړوي او عام ولس ته صدمه رسوي؛ كه څه هم محتكر او د غلې خاوند د هغه زكات وركړى وي؛ د سكې او نورو شتمنيو حكم دې ته ورته دئ؛ تأثير او پايله ئې د غلې د احتكار په څېر ده.

 

ناويلې دې پاتې نه وي چي له درس وروسته نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک