No-IMG

لنډ واقعي جواب مو له اوږدې پښېمانۍ ژغوري!

محمد اسماعيل حيدر

 

یو حکیم له خپل سوډر ځوی سره ښار کې روان وو. ګڼه ګوڼه کې حکیم له یو لاروي سره وجنګېد، د جنګېدو سره سم لاروي پر حکیم غږ کړ چې خر خو نه یې؟ حکیم ویل نه.

سوډر ځوی یې پلار ته وویل: هغه درته دومره ستغه خبره وکړه او تا صرف په "نه" ځواب کړ؟ حکیم وویل: خبره جدي مه اخله! هغه پوښتنه وکړه او ما ځواب ورکړ. ځوی یې ویل: نه، ته اوس خپل ضعف پدې خبرو پټوې.

حکیم یې ځوی له لاسه ونیو او بیرته د ګڼې ګوڼې پر لور ورغی او هماغه لاروی یې پیدا کړ او دا ځل له جنګېدو سره سم هماغه خبره تکرار شوه خو دا ځل یې ځوی ورسره اړم شو. ها هو جوړ شو اخ و ډب روان وو، یو چا غږ کړ: ای خلکو دا خره سره خلاص کړئ! پدې خبره د حکیم ځوی او لاروي د دې سړي پر لور مخ راواړوه او ورته کړل یې چې موږ درته خره ښکارو؟ جګړه د دوه نفرو پر ځای درې نفرو ته وغځېده. له یوه شېبه اخ و ډب وروسته څلورم نفر غږ کړ چې خلاص کړئ دا خره او په همدې ترتیب جنګ پراخ شو او ړانده کوتکي ورېدل. همدغه وخت کې حکیم خپل سوډر ځوی غلی راکش کړ او په خپله مخه روان شول. د حکیم ځوی چې په پخه تیږه فرش خوړلی وو، لار کې یې پلار په زخمونو پټۍ ورولګوله او په پای کې یې په کرار ورته وویل چې ځویه! له دومره وهلو او جنجال دا ښه نه وه چې نر غوندې دې ویلي وو چې نه زه خر نه یم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک