No-IMG

ددې عصر تر ټولو لويه فتنه؛ پۀ أبو ظبي کې د بيت الإبراهيمي جوړېدل

محمد اکرام سعيدي

 

پۀ أبو ظبي کې بيت الإبراهيمي جوړېږي. دلته به مسلمان خپل مسجد لري، نصارا به خپله کليسا لري او يهود به خپل معبد لري. د دې لپاره يې د ابراهيم عليه السلام نوم ورته غوره کړی چې دی د درېواړو اديانو د انبياوو نيکۀ ابراهيم عليه السلام دی. عرب غواړي د دې لۀ لارې نړۍ ته د وحدة الأديان انځور وړاندې کړي چې دا د دې عصر تر ټولو لويه فتنه ده.

ايا دوي لدې ندي خبر چې ابراهيم عليه السلام پۀ ځوانۍ کې د توحيد د عقيدې پۀ خاطر د کوره پلار پسې واخيستۀ، قوم پۀ اور کې واچاوۀ، باچا لۀ ملک وويستۀ؟! پۀ مکه کې يې د وحدانيت تاندې هيلې پرېښودې.

 ايا دوي پدې نۀ پوهېږي چې ابراهيم عليه السلام د توحيد عقيدې لپاره خپله کورنۍ واد غير ذي زرع کې پرېښوده؟

ايا دوي پدې نۀ پوهېږي چې [ما کان ابراهيم يهودياً ولا نصرانياً ولکن کان حنيفاً مسلماً وما کان من المشرکين]؟!

هو، دوي پدې پوهېږي مګر د دوي اقتصاد چې غوړېږي، دا باک نۀ ګڼي چې دين دې مخلوط شي او د وحدة الأديان اچار دې ترې جوړ شي.

د وحدة الأديان علمبرداران خو د مکې قريش وو چې رسول الله مبارک ته يې وويل:

راځه تۀ زمونږ د بتانو عبادت کوه او مونږ به ستا رب ته عبادت کوو.

تر دې چې نبي عليه السلام ورسره دا هم ونۀ منله چې د دوي بتانو ته پۀ يوه سجده کۀ ټول کال د الله ج عبادت هم کېدلی شي، الله ج ته قبول نده.

تاريخ ګوا دی چې پدې عقيدو د صنعاء قليس ړنګ شو، د أشرم فيلان د نړۍ عبرت شو، ابرهه د ابابيل خوراک شو، قرامطه تيت شول او د کربلا شيعي حرم د خاورو سره خاورې شو.

عرب نړۍ ته پوست موست اسلام وړاندې کوي. معنا دا چې هم دې د دوي خاوره د هاليووډ او باليووډ د سنډاګانو کوربه وي او هم دې ديني زعامت هم باقي وي، هم دې اسلام وي، هم دې يهوديت او نصرانيت وي، هم دې حجاب وي او هم دې بې خاونده ګرل فرنډ رشتې وپالل شي، هم دې ذاکر نائک د دوي ميلمه وي او هم دې د هاليووډ هغه تور ملحد، هم دې نورا فاتحي د دوي د سټېج ښکلا وي او هم دې معيوب قاري او د فيفا ډايناسوران!

لنډه دا چې اسلام مساومات، مداهنات نۀ مني او نۀ يې پېژني. دا کوم دلائل چې ورته د دې عصر مفتيان لټوي دا علماء سوء دي او د دجال داعيان دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک