No-IMG

د حکمتيار صاحب دوه ويشتمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د حوت ۷مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي خپله دوه ويشتمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخكني درس په دوام وويل؛ الله تعالى بني اسرائيلو ته خپل نور نعمتونه ورپه يادوي او فرمايي:

وَظَلَّلۡنَا عَلَيۡكُمُ ٱلۡغَمَامَ وَأَنزَلۡنَا عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَنَّ وَٱلسَّلۡوَىٰۖ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ ٥٧ البقرة: 57                                 

(او ورېځ مو پرتاسو سيورى كړ او پر تاسو مو من او سلوٰى نازل كړل، له هغو پاكيزه وو چي درروزي كړي مو دي وخورئ، پر مونږ ئې ظلم نه دئ كړى بلكي پر خپل ځان ئې ظلم كولو.)

په دې آيت سره نه يوازي بني اسرائيلو ته هغه نعمتونه ورپه ياد شوي چي د هجرت په دوران كي الله تعالى ورپه برخه كړل، له مصر د شام په لوري د تلو په وخت كي، د سينا په تودې او وچي بيديا كي او هغه وخت چي د دوى كيږدۍ هم شړېدلې وې او د صحراء گرمي هوا سخت ځورول، الله تعالى پر دوى يو په بل پسي داسي ورېځي راوستې چي هم ئې له تودوخي  وساتي او هم ئې د اوبو ضرورت رفع كړي، سېل سېل مړزان به راتلل او دوى به نيول، هر سهار به د بيديا د بوټو پر سر داسي خوندور څه راپيدا كېدل چي دوى به راغونډول او په خوند خوند به ئې خوړل؛ خو دوى د هجرت په دې ژوند او يو ډول خوړو صبر ونشو كړى، موسى عليه السلام ته ئې په څرگندو الفاظو وويل چي نور نو تر دې زيات صبر نه شو كولى، د دغي بې صبرۍ له كبله له دې نعمتونو محروم او په فقر، لوږه او ذلت محكوم شول.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ د بني اسرائيلو په دې قصې كي هر مسلمان ته د دې سبق وركړى شوى چي كه د الله په لار كي هجرت وكړئ، د رزق او روزي ضامن مو الله دئ، د بني اسرائيلو د من او سلوٰى په څېر به تاسو ته روزي دركوي، خو كه بې صبري وكړئ او په نيمه لار كي ودرېږئ او سفر نيمگړى پرېږدئ، د دوى په برخليك به اخته شئ. الله په هيچا ظلم نه كوي، د خپلي لاري پر مجاهد او مهاجر خو ئې په هيڅ صورت كي نه كوي، څنگه ممكنه ده چي دوى يوازي او بې اسرې پرېږدي؛ بني اسرائيل چي له كومو بدو پايلو سره مخامخ شول، دا د دوى د ظلمونو سزا وه

د سينا په لويي صحراء كي چي د ژوند هيڅ ډول امكانات نشته، سيورى نشته، اوبه نشته، دانه او مېوه نشته، الله تعالى د بني اسرائيلو لپاره د رزق او روزي انتظام وكړ. ورېځي ئې د هغوى پر سر سيورى كړ، من او سلوٰى ئې ورته راپيدا كړل او له كلكي ډبري ئې دولس چينې ورته راوايستلې.

نوموړي دا هم وويل؛ قرآن په دې قصې سره موږ ته ډاډېينه راكوي چي الله تعالى د هر هغه چا لپاره د رزق او روزي ذمه وهلې چي د ده په لاركي هجرت وكړي، رزاق خداى د دوى د رزق او روزي ضامن دئ، دوى ته به له حلالي او آساني لاري رزق او روزي وركوي؛ دا تل په تاريخ كي تكرار شوې، د شوروي اشغالگرانو په ضد د جهاد په دوران كي هم موږ‏ د دې الهي وعدې مصداق په خپلو سترگو وليد، چا د دې تصور كولى شو چي د درې نيمو ميلونو مهاجرو لپاره به د پاكستان په سپېرو ډاگونو كي د رزق او روزي او اوسېدو امكانات برابر شي؟ چا گمان كولو چي نړۍ به نږدې پنځو مليونو افغان مهاجرينو ته پناه وركړي؟ دا دئ ومو ليدل چي د بني اسرائيلو د هجرت قصه دلته ټكي په ټكي او گام په گام تكرار شوه!!

د حزب اسلامی افغانستان محترم أمير وويل؛ د من او سلوٰى تر عنوان لاندي په بايبل كي دا خبري د غور وړ مومو: (بني اسرائيلو بيا له موسى او هارون شكايت وكړ او وئې ويل: كاش چي په مصر كي پاته وى او هملته خداى وژلي وى، هلته به له غوښو د ډكو دېگونو خوا ته كښېنستو او چي څومره مو زړه غوښتل خوړله مو، خو اوس به په دغي دښتي كي چي تاسو ورته راوستلو ډېر ژر له لوږي ومرو... خداى موسى ته وويل: اوس به له آسمانه دوى ته ډوډۍ راولېږم... هرڅوك كولى شي له خپله كوره ووځي او د همغي ورځي لپاره ډوډۍ جمع كړي... غواړم په دې حكم سره دوى وآزمويم چي زما اطاعت كوي كه نه... د جمعې په ورځ كولى شي د دوو ورځو خوراك جمع كړي...دوى ته ووايه چي هر مازديگر به غوښي خوري او هر سهار به په ډوډۍ مړېږي... د همغي ورځي په مازديگر ډېر مړزان راغلل او د دوى شا و خوا سيمه ترې ډكه شوه... او سهار پرخه پرېوته او كله چي پرخه ختمه شوه وړې وړې دانې ترې پاته شوي چي د واوري دانو ته ورته وې... يوه له بله ئې وپوښتل: دا څه دي؟ موسى ورته وويل: دا همغه ډوډۍ ده چي خداى دركړې چي وئې خورئ... خداى فرمايلي چي هره كورنۍ د خپلي ورځنۍ اړتيا په اندازه ترې جمع كولى شي... د هر كس لپاره يو عومر (نږدې دوه نيم ليتره)،... نو دوى بهر ووتل او په ټولولو ئې لگيا شول، چا ډېر او چا كم غونډ كړل؛ خو كله چي ئې وتلل نو وئې ليدل چي چا ډېر غونډ كړي وو زيات ونه ختل او چي چا لږ غونډ كړي وو كم ونه ختل... هر چا خپله ټاكلې برخه تر لاسه كړې وه!!! موسى ورته وويل: هيڅ څه به ئې تر سبا پوري نه ساتئ... خو ځينو د موسى خبري ته اعتناء ونه كړه، څه ئې سبا ته ساتلي ول... خو سهار متوجه شول چي ټول خوسا شوي او چينجي په كي راپيدا شوي... موسى هارون ته وويل: له دې من يو عومر (نږدې دوه نيم كيلو) په يوه لوښي كي وساته چي راتلونكو نسلونو ته د پند او عبرت لپاره پاته شي... چي دغه بيا (د عهد صندوق) كي له نورو مقدسو شيانو سره كښېښودى شو!!!

قدرمن مشر زياتوي چي؛ دلته د بايبل د وينا ضعيف ټكي دا دي:

الف: اسرائيليان ئې داسي انځور كړي لكه چي په مصر كي دوى ډېر مرفه ژوند درلود، داسي چي له غوښو د ډكو دېگونو خوا ته به كښېنستل او چي څومره به ئې زړه غوښتل خوړله به ئې!! دا په مصر كي د اسرائيليانو د بد ژوند، فقر، لوږي او د غلامۍ د ژوند يو معكوس او غلط تصوير او د حقائقو خلاف وينا ده، كه اسرائيليانو په مصر كي داسي مرفه ژوند درلودى نو هيڅكله به له موسى عليه السلام سره هجرت ته نه وو تيار شوي!!

ب: بايبل وايي: خداى له دوى سره وعده كړې وه چي مازديگر به غوښه او سهار به ډوډۍ وركوي، خو سهار ئې د ډوډۍ په ځاى سپيني دانې وموندې او موسى ورته وويل چي همدا همغه ډوډۍ ده چي خداى ئې وعده درسره كړې وه!! په دانو باندي د ډوډۍ اطلاق نه شي كېدى، د خوراك، روزي او رزق په نامه يادېدى شي خو هيڅوك دا غلطي نه كوي چي دانو ته د ډوډۍ نوم وركړي.

ج: دا خوشې او بې بنسټه خبره ده چي وايي: كه چا ډېر غونډ كړي وو يا لږ، چي كور ته ئې يووړل او وئې تلل نو همغه يو (عومر) ترې جوړ شو!! دا هم بې بنسټه خبره ده چي دوى ته ويل شوي وو د ورځني خوراك په اندازه به ئې راټولوئ او د سبا لپاره به ئې نه ساتئ!! د دوى جرم دا نه وو چي زيات ئې غونډ كړي وو ځكه په خپله بايبل وايي چي زيات غونډولو كومه گټه نه وررسوله، په تللو كي به ډېر هم يو عومر ختل او لږ هم!! ذخيره كول ئې هم دوى ته گټه نه رسوله ځكه دا به تر سهاره خوسا كېدل!! د بايبل ليكونكى دي دا معما حل كړي چي يو ځاى وايي: چي چا دا (من) د سبا لپاره ذخيره كړي وو سبا ئې هغه خوسا او گنده شوي وموندل، بل ځاى وايي چي د جمعې په ورځ به ئې د دوو ورځو؛ شنبې او يكشنبې لپاره هم ټولول، ځكه چي په دې ورځ له كار كولو منع شوي وو او بيا ليكي چي موسى عليه السلام هارون عليه السلام ته وويل چي د (من) يو (عومر) راټول كړه چي د راتلونكو نسلونو لپاره ئې وساتو او دا ئې (د عهد په صندوق) كي كښېښودل!!! دا خبره به كوم عقل ومني چي يو شي هم په يوه شپه كي گنده كېږي او هم د راتلونكو نسلونو لپاره په ساتلو نه گنده كېږي!!!

د: قرآن د بايبل دا ادعاء ردوي او وايي چي اسرائيليانو بې صبري وكړه او موسى عليه السلام ته ئې وويل: تر كله به په دې يو ډول خوراك صبر كوو؟ تر كله به همدا صحراء وي او دا من و سلوٰى؟!! هلته چي فرمايي:

وَإِذۡ قُلۡتُمۡ يَٰمُوسَىٰ لَن نَّصۡبِرَ عَلَىٰ طَعَامٖ وَٰحِدٖ فَٱدۡعُ لَنَا رَبَّكَ يُخۡرِجۡ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ مِنۢ بَقۡلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَاۖ قَالَ أَتَسۡتَبۡدِلُونَ ٱلَّذِي هُوَ أَدۡنَىٰ بِٱلَّذِي هُوَ خَيۡرٌۚ ٱهۡبِطُواْ مِصۡرٗا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلۡتُمۡۗ وَضُرِبَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلۡمَسۡكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٖ مِّنَ ٱللَّهِۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ كَانُواْ يَكۡفُرُونَ بِ‍َٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقۡتُلُونَ ٱلنَّبِيِّ‍ۧنَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ ٦١ البقرة: 61 

(او هغه وخت چي تاسو وويل: اې موسى! په يوه رنگ خوراك هيڅكله صبر نه شو كولى!! نو خپل رب ته دي زموږ لپاره دعاء وكړه چي موږ ته هغه څه راوباسي چي زمكه ئې راشنه كوي: له ساگ سابه ئې، تره او بادرنگ ئې، غنم ئې، نسك ئې او پياز ئې، وئې ويل: آيا د هغه څه په عوض كي چي غوره دئ هغه څه غواړئ چي راټيټ او ناغوره دئ، مصر ته كوز شئ، چي هلته هغه څه تر لاسه كړئ چي تاسو ئې غوښتنه وكړه، نو سپكاوى او خواري ورباندي وتپل شوه او د الله په غضب اخته شول، دا له دې كبله چي د الله آيتونه ئې تكذيبول او پيغمبران ئې په ناحقه وژل، دا هم په دې سبب چي عصيان ئې وكړ او تېرى ئې كاوو.)

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ د قرآن له دې وينا معلومېږي چي په مصر كي د بني اسرائيلو خواړه؛ ساگ، تره، بادرنگ، غنم، نسك او پياز وو، له موسى عليه السلام ئې همدا غوښتل؛ نه د غوښو ډك دېگونه!!

نوموړي همداراز د بايبل پر يو بل عنوان هم تفصيلي رڼا واچوله او وئې ويل:

بايبل تر دې عنوان (له ډبري اوبه!) لاندي ليكي: اسرائيليانو په رفيديم كي له موسى اوبه وغوښتې او ورته وئې ويل: ولي دي له مصر راوايستلو؟ آيا دلته دي د دې لپاره راوستلو چي له تندي ومرو؟ موسى خداى ته وويل: زه له دې قوم سره څه وكړم؛ نږدې ده ما سنگسار كړي!! خداى ورته وويل: د بني اسرائيلو ځيني مشران درسره واخله، د حوريب غره ته ولاړ شه، هلته به زه د يوې ډبري خوا ته ستا په څنگ كي ودرېږم، په خپلي عصا دي ډبره ووهه چي اوبه ترې وبهېږي... موسى همداسي وكړل او اوبه ترې وبهېدې... دلته اسرائيليانو له خداى سره مجادله وكړه او وئې ويل آيا خداى زموږ په منځ كي شته... نو ځكه موسى دا ځاى مريبه (يعني د شخړي او مجادلې ځاى) ونوماوو!! 

قرآن د بايبل دا وينا هم تصحيح كوي او فرمايي:

وَإِذِ ٱسۡتَسۡقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ فَقُلۡنَا ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡحَجَرَۖ فَٱنفَجَرَتۡ مِنۡهُ ٱثۡنَتَا عَشۡرَةَ عَيۡنٗاۖ قَدۡ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٖ مَّشۡرَبَهُمۡۖ كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ مِن رِّزۡقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ ٦٠ البقرة: 60

(او كله چي موسى عليه السلام د خپل قوم لپاره د خړوبه كېدو غوښتنه وكړه، نو (ورته) ومو ويل: دا ډبره په خپلي عصا ووهه، نو په دې سره له هغې دولس چينې راوخوټېدې، هري ډلي خپل اوبه خور وپېژندو، د الله له رزق وخورئ او وڅښئ او په زمكي كي فساد كوونكي مه گرځئ.)

نوموړي د پورتني آيتونو په تشريح کي وويل؛

په دې آيتونو كي له يوې خوا د بايبل دا خبره رد شوې چي وايي: اسرائيليانو له خداى سره شخړه وكړه او وئې ويل چي كه خداى زموږ په منځ كي وي نو چېري دئ؟ ولي ئې موږ په خپلو سترگو نه گورو؟!! قرآن فرمايي نه يوازي دوى دلته شخړه نه ده كړې بلكي دلته د دوى تر منځ د راتلونكو شخړو مخه هم نيول شوې، دلته دولس چينې راوخوټېدې، د هري قبيلې لپاره بېله چينه؛ او دا د دې لپاره چي د اوبو په سر ئې لانجه راولاړه نه شي. له بلي خوا د الله د لاري مجاهد او مهاجر ته ډاډ وركړى شوى چي الله ستا د رزق او روزي ذمه وار دئ، كه الله وغواړي نو له ډبري تاسو ته چينې راايستى شي، همغسي لكه چي بني اسرائيلو ته ئې د سينا په لويي وچي صحراء كي له ډبري دولس چينې راوايستې، الله تعالى هغه ولس ته د ډاډه او پراخ رزق او روزي تضمين وركوي چي ايمان راوړي، د دين په نسبت التزام ولري او د الله په لار كي جهاد ته ملا وتړي، د روزي په سر د دوى تر منځ د شخړو راولاړېدو مخه به هم نيسي او الله به عزت او سوكالي ورپه برخه كوي.

د حزب اسلامی افغانستان د قدرمن أمير پر وينا؛ دلته د بايبل ادعاء دا ده چي خداى د هغي ډبري خوا ته ولاړ وو، موسى عليه السلام ليدو، خو اسرائيلي مشرانو نه ليدو، د دې خبري پر سر شخړه راولاړه شوه چي آيا خداى همدا اوس زموږ په منځ كي شته كه نه؟!! له خپل خداى او له موسى سره ئې شخړه وه، خداى ته ئې ويل: كه ته زموږ په منځ كي يې نو موږ ته ځان راوښيه!! موسى ته ئې ويل: كه خداى دلته وي نو ولي ئې موږ نه گورو؟!! لانجه حل نه شوه، نو ځكه موسى عليه السلام دا ځاى د مريبه په نامه ياد كړ!!! سل حيف او افسوس په هغه عقل چي داسي مسخره خبري مني او هغه د الله تعالى د كتاب خبري گڼي!!!

ښاغلي حکمتيار همداراز (د زوال او ذلت پړاو) تر سرليك لاندي د بني اسرائيلو د زوال عوامل هم په تفصيلي توګه په ګوته کړل او وئې ويل:

قرآن د بني اسرائيلو د زوال ټول اساسي عوامل په دقت او تفصيل سره څېړلي، چي شرك، د الله تعالى له اوامرو سرغړاوى، د پيغمبر مخالفت، له جهاد ډډه، خپلمنځي اختلافات، بې صبري، په حلال رزق قناعت نه كول او مذهبي حيلې د دې عواملو عمده برخي دي، قرآن په دې اړه فرمايي:

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ يَٰقَوۡمِ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَةَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ جَعَلَ فِيكُمۡ أَنۢبِيَآءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكٗا وَءَاتَىٰكُم مَّا لَمۡ يُؤۡتِ أَحَدٗا مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢٠ يَٰقَوۡمِ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡأَرۡضَ ٱلۡمُقَدَّسَةَ ٱلَّتِي كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡ وَلَا تَرۡتَدُّواْ عَلَىٰٓ أَدۡبَارِكُمۡ فَتَنقَلِبُواْ خَٰسِرِينَ ٢١ قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ فِيهَا قَوۡمٗا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَا حَتَّىٰ يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِن يَخۡرُجُواْ مِنۡهَا فَإِنَّا دَٰخِلُونَ ٢٢ قَالَ رَجُلَانِ مِنَ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمَا ٱدۡخُلُواْ عَلَيۡهِمُ ٱلۡبَابَ فَإِذَا دَخَلۡتُمُوهُ فَإِنَّكُمۡ غَٰلِبُونَۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَتَوَكَّلُوٓاْ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ ٢٣ قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَآ أَبَدٗا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَٱذۡهَبۡ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَٰتِلَآ إِنَّا هَٰهُنَا قَٰعِدُونَ ٢٤ قَالَ رَبِّ إِنِّي لَآ أَمۡلِكُ إِلَّا نَفۡسِي وَأَخِيۖ فَٱفۡرُقۡ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ ٢٥ قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيۡهِمۡۛ أَرۡبَعِينَ سَنَةٗۛ يَتِيهُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ فَلَا تَأۡسَ عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ ٢٦ المائدة: 20-26

(او كله چي موسى خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! پر تاسو د الله پيرزويني درياد كړئ؛ كله چي ئې په تاسو كي پيغمبران راپيدا كړل، تاسو ئې پاچايان وگرځولئ او هغه څه ئې دركړل چي په ولسونو كي ئې هېچا ته نه وو وركړي. اې زما قومه! دغي مقدسي زمكي ته چي الله درته ليكلې ورننوځئ او مه شا ته شا ته كېږئ، كه نه نو زيانمن به راوگرځئ. وئې ويل: اې موسى! په دې كي خو يو پياوړى قوم دئ او موږ به تر هغه هيڅكله ورداخل نشو چي دوى ترې‏ ووځي، كه ترې ووتل بيا به ورننوتونكي شو. له دغو چي وېرېدل، دوو سړيو ئې چي الله پرې پېرزوينه كړې وه، وويل: له دروازې پرې ورننوځئ، نو كله هم چي ورننوتئ تاسو به بريالي وئ او كه مؤمنان وئ نو پر الله بايد توكل وكړئ. وئې ويل: اې موسى! تر هغه چي دوى په كي وي موږ به هيڅكله ورداخل نشو، نو ته او رب دي لاړ شئ او وجنگېږئ، موږ به همدلته ناست يو! وئې ويل: اې زما ربه! زما په واك كي خو له خپل ځان او له خپل ورور پرته نور څه نشته، نو موږ او دغه فاسق قوم په خپلو كي سره بېل كړه. وئې فرمايل: نو دا تر څلوېښتو كلونو پرې حرامه شوه، په زمكي كي به لالهانده گرځي، نو پر دې فاسق قوم تأسف مه كوه.)

نوموړي د پورتنيو آيتونو د تفسير او تشريح په اړه وويل:

په پورتنيو آيتونو كي بني اسرائيلو ته هغه ورځي ورپه ياد شوې چي موسى عليه السلام دوى جهاد ته وبلل، ترې وئې غوښتل چي فلسطين ته ننوځئ، له عمالقه وو ئې ونيسئ، دا ستاسو پلرنى ټاټوبى دئ، الله تعالى درسره وعده كوي چي دا سيمه به بېرته تاسو ته سپاري، كه له جهاد ډډه وكړئ، زيان كوئ او له سپكاوي او ذلت سره مخامخ كېږئ، دوى د نه ځواب وركړ، موسى عليه السلام د سيمي او د دښمن د وضعيت څېړني لپاره يو پلاوى وليږو، پلاوى له سيمي بېرته راوگرځېد، له دوو پرته نورو د جنگ مخالفت وكړ او وئې ويل چي دښمن ډېر ځواكمن دئ، موږ ئې له مقابلې عاجز يو، ته ئې د ايستلو چاره وكړه، له خپل رب وغواړه چي دوى وباسي، د دوى له وتلو وروسته به سيمي ته ننوځو، د پلاوي دوو چي وېره ئې له الله تعالى وه، نه د دښمن له زور او ځواك، وويل: كه د دښمن ظاهر ځواكمن برېښي، په حقيقت كي ډېر بې همته او ډارن دئ، ستاسو له بريد سره سم به تښتي او سيمه به پرېږدي، د ايمان تقاضا خو دا ده چي پر خپل رب توكل وكړو. قوم په ځواب كي وويل: اې موسى! پدې پوه شه چي موږ تر هغه دې سيمي ته هيڅكله نه ننوځو چي دښمن ترې وتلى نه وي، ته دي له خپل رب سره ولاړ شه او وجنگېږئ. موسى عليه السلام له خپل بې همته او جبون قوم؛ خپل رب ته په داسي الفاظو شكايت وكړ چي ترې معلومېږي له خپل قوم سخت مأيوس شوى، په ځاى ئې د بل باهمته او توريالي قوم د ملگرتيا هيله لري او دا شكايت او هيله په دې الفاظو بيانوي: زما ربه! له ځان او خپل ورور پرته بل څوك راسره نشته، ته مو له دې فاسق قوم بېل كړې! الله تعالى د دوى په اړه پرېكړه وكړه چي تر څلوېښتو كلونو به په صحراء كي لالهانده گرځي، د ټېكي ډاډمن ځاى به نه مومي، موسى عليه السلام ته ئې وفرمايل: اې موسى! دا د دوى د فسق او له جهاد د انكار سزا ده، ته ئې پر دردناك حالت تأسف مه كوه.

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دا قصه بني اسرائيلو ته هم او د قرآن هر مخاطب ته هم دا حقيقت په گوته كوي چي الله تعالى ولي د بني اسرائيلو په ځاى په بل قوم كي پيغمبر مبعوث كړ؟ وجه ئې دا وه چي نور نو دا قوم د دې وړ نه وو، دوى په سختو شپو ورځو كي خپل ناجي لارښود او پيغمبر موسى عليه السلام يوازي پرېښود، دوى د پيغمبرانو د ملگرتيا وړ نه دي، په دوى كي د جهاد او د الله تعالى په لار كي د قربانۍ جذبه مړه شوې، په كورنيو شخړو كي ډېر تكړه دي، يو د بل ويني ته تږي خو د حق په لار كي جهاد ته ئې ملا ماته ده، له راتلونكې قصې هم معلومېږي چي په دې قصې كي همدا مطلب مراد دئ.

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډون‌والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي پر دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک