مهم ترین های امروز یکشنبه
✒️: ایرانی روزونکی مجید مرتضايي، د افغانستان د فوټسال د سر روزونکي په توګه وګومارل شو. د فوټبال فدراسیون چارواکو له هغه سره د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو په لړ کې ویلي چې ښاغلي مرتضايي د فوټسال د ملي لوبډلې رهبري د یوه کال لپاره په غاړه اخیستې ده. له دې مخکې هم، ښاغلی مرتضايي د فوټسال د ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی دی.
✒️: شاه محمد محرابی، عضو صندوق وجهی افغانستان میگوید که ۳.۵ میلیارد دالر جمع ۳۶ میلیون دالر و ۳۴ میلیون دالر سود آن تا آخر ماه جنوری، باید برای ثبات و مالی و کاهش نوسانات نرخ ارز در افغانستان استفاده شود.
✒️: شاه محمد محرابی، عضو صندوق وجهی افغانستان میگوید که صندوق وجهی افغانستان برای نگهداری و حفاظت از سه اعشاریه پنج میلیارد دالر ذخایر ارزی، متعهد است.
✒️: د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د فیض محمد په نوم یو ناروغ افغان چې د کراچۍ په "ملیر" زندان کې زنداني و، څو ورځې وړاندې د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د نوموړي په وینا، پهدې زندان کې نور افغان ناروغان هم پراته دي، خو حکومت ورته د وتلو اجازه نه ورکوي.
✒️: د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ وايي، په تېر حکومت کې د زابل والي بسمالله افغانمل لېږدونکي موټر ته اور اچول شوی.
دې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، پهدې پېښه کې د زابل پخواني والي ته ځاني زیان نهدی رسېدلی. یادې قومندانۍ د دې پېښې اصلي علت شخصي دښمني یاده کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، دا پېښه د شنبې په ورځ مازدیګر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ په "زاړه مانده" سیمه کې رامنځته شوې او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
✒️: افغانستان ته له ایرانه تېرو دوه میاشتو کې ۶۷ زره ژوندي افغان کډوال او د ۱۰۱ افغانانومړي را اړول شوی دي.
✒️: د بلخ د رېلپټلۍ رييس وايي، په تېرو لسو مياشتو کې یې د حيرتان بندر رېلپټلۍ له درکه ٥،٢ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي. د بلخ رېلپټلۍ ادارې ريیس وايي، د حیرتان بندر له رېلپټلۍ په ورځني ډول ۱۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.
✒️: ایسنا اژانس راپور ورکړی چې له ایرانه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغان سوداګرو په غوښتنه او د تېلو په برخه کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ایران د تګلارو په خاطر تمدید شوی.
✒️: د ایران د هوایي ځواکونو قوماندان یو ځل بیا په ډاګه کړې چې د قاسم سلیماني د وژلو په بدل کې دوی د ټرمپ او پومپیو د وژلو هڅه کوي.
✒️: دامریکا په لویدیځ ایالت نیواډا کې د طبي لېږد رالېږد لپاره کارېدونکې الوتکه لوېدلې او پنځه واړه سپاره کسان پکې مړه شوي دي.
✒️: ترکیه کې له یوې خونړۍ زلزلې وروسته د نړېدلو دانیو په اړه د ۶۰۰ کسانو پلټنې پیل شوي دي. د تېرې شنبې په ورځ د دغه هېواد د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ وویل، تر اوسه یې د ودانیزو شرکتونو د قراردادیانو او ودانیو د څښتنانو په ګډون ۱۸۴ کسان نیولې دي.
✒️: د مالدیف هېواد په مالي ښار کې د څلورو اسیايي هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په نیمه پایلوبه کې د سینګاپور والیبال لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.د مالدیف والیبال ټولنې ویلي، په نیمه پایلوبه کې د سینګاپور لوبډلې افغانستان ته درې- صفر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
✒️: د اېټالیا سویل ډډې ته سمندر کې د افغانستان، پاکستان او ایران د مهاجرو یوه کښتۍ ډوبه شوې.
پېښه کې تر اوسه د ۴۳ تنو د مړینې او ۸۰ تنو د ژغورل کېدو راپور ورکول شوی.
✒️: د پاکستانۍ «اکسپرس تریبون» ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان د TTP د خلع سلاح کولو او له ډیورنډه یې د لیرې کولو په بدل کې له پاکستان څخه پیسې غوښتي دي.
«اکسپرس تریبون» ویلي دا خبره د پاکستان مرکزي «اپکس» کمیټې غونډه کې چې د دې هیواد د صدراعظم شهباز شریف په گډون یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو هم پکې اشتراک کړی و څرگنده شوې ده.
«اکسپرس تریبون» زیاته کړې چې په دې غونډه کې ویل شوي چې ا.ا تر دې مخکې په افغانستان کې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنگ (ETIM) کابو کولو لپاره ورته وړاندیز چین ته هم کړی و.
✒️: د بلوچستان بارکان ولسوالۍ په یوه بازار کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.
✒️: د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان به له ناچارۍ د نړیوال وجهي صندوق یا IMF سخت شرایط ومني.
شهباز شریف د جمعې په ورځ د پاکستان لوړپوړو امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې د نړیوال وجهي صندوق سره د تعامل لپاره باید دې هیواد ته وړاندې شوي سخت شرایط ومنل شي.
✒️: د امریکا استخباراتي ادارې یا CIA مشر «ویلیام برنز» ویلي چې چین پلان لري روسیې ته وژونکي وسلې ولیږي.
«ویلیام برنز» له امریکایي CBS چینل سره په مرکه کې ویلي چې بیجینگ تر اوسه په دې اړه خپله اخرې پریکړه نه ده کړې او هیله یې څرگنده کړې چې چین داسې له خطره ډک گام وانخلي.
✒️: هندي CNN News18 خبري چینل ویلي د ا.ا ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ISI د مشر د هغه گواښ په وړاندې توند غبرگون وښود چې ویې ویل «پاکستان کولاي شي TTP په هر ځای کې په نښه کړي» یاده رسنۍ وایي مجاهد پاکستاني پلاوي ته وویل چې «ټوله نړۍ پوه ده دلته په امریکا څه وشول.»
