مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس معزالدین احمدی ویلي هغه ځانمرگي بریدگر چې غوښتل یې په دې ولایت کې د کابل بانک دروازې ته څېرمه خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي؛ هدف ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
✒️: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې د تورخم دروازه نن شنبه د فبروري میاشتې ۲۵مه نیټه د هر ډول تگ راتگ پرمخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه.
✒️: مسوولان حوزه دریایی کندهار از آغاز کار پاکسازی کانال احمدشاهی با هزینه ۳۰ میلیون افغانی در این ولایت خبر دادهاند. این مسوولان میگویند که با تکمیل کار پاکسازی، مشکل کم آبی در این ولایت حل خواهد شد.
✒️: وزارت مالیه میگوید که درآمد از صادرات زغالسنگ به گونه کمپیشینه افزایش یافته است.
آمارهای این وزارت نشان میدهند که در ده ماه ۱۴۰۱، دو اعشاریه هفت میلیون تن زغالسنگ از طریق گمرکها به بیرون از کشور رفته که بیش از ۱۲ میلیارد افغانی محصول گمرکی بدست آمده است.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي په ۱۴۰۱ کال کې له افغانستانه د ۱٫۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د وړم کال په پرتله ۸۵ سلنه ډېروالی په کې راغلی. د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزيزي ویلي چې د صادراتو کچه په تېرو حکومتونو کې تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو وه.
✒️: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۱۷۵۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په ایران کې ۱۷۵۹ افغان کډوالو د کب په څلورمه او پنځمه د هرات له اسلام کلا لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
✒️: برېښنا شرکت وايي، د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې په کابل کې د برېښنا له درکه ۱۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی پکې راغلی دى. یاد شرکت د برېښنا د عوایدو ډېرېدو لامل د برېښنا شبکې اصلاح د ضایعاتو مخنیوی او پر وخت د برېښنا بېلونو تحويلول ګڼي.
✒️: په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴۱زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۴۱۰۴۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۹۷۳۷ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.
✒️: د پکتيا د ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا ۵ میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي. د پکتيا د ګمرک مسوولین وايي چې په تېر يو کال کې د ګمرک عوايد پنځه میلیارده افغانيو ته رسېږي چې د نورو کلونو په پرتله څو چنده لوړوالی ښيي.
✒️: د بلخ د ګمرک ریاست چارواکي وايي، د دغه ګمرک په عوایدو کې د تېر کال په پرتله نږدې درې میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د یاد ګمرک مسوولین وايي، د روان کال عواید ۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې تېر کال یاد عواید ۶ میلیارده افغانۍ وو.
✒️: اناتولي خبري اژانس ویلي چې د اردوغان او پوتین تر منځ په ټلیفوني خبرو کې په ترکیه کې د زلزلې پر زیانونو او د اوکراین او روسیې د جګړې پر وروستیو بدلونونو بحثونه وشول.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو د افغانانو د بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي. بلېنکن او ګوتریش د اوکراین، ترکیې، سوریې او ایران پر وضعیت هم خبرې کړې.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر ټویټر لیکلي، د سنا مجلس پخواني رییس فضلهادي مسلمیار سره یې "د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت" په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
ښاغلي وېسټ زیاته کړې، د دې ټلېفوني اړیکې پر مهال "زدهکړو او کار ته د نجونو او ښځو د ستنېدو او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د اړتیا په اړه غږېدلي دي.
✒️: د ترکیې او سوریې په زلزله کې څه باندې ۱۶۰ زره ودانۍ چې ۵۲۰ زره هستوګنیز واحدونه پهکې و، نړېدلي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د ترکیې دولت د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه جوړولو چارې پیل کړي.
تر دې مهاله د دې زلزلې له کبله په دواړو هېوادونو کې څه باندې ۵۰ زره کسان مړه شوي.
✒️: د امریکا دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه د دوو پاکستانيو وروڼو د خوشې کېدو خبر ورکړی. دوی په ۲۰۰۲ کال کې په کراچۍ کې له القاعده ډلې سره د لاس لرلو په تور نیول شوي وو.
د پاکستان په پارلمان کې د بشر حقونو کمېټې رییس مشتاق احمد خان پر ټویټر لیکلي، دغو دوو وروڼو له کومې محاکمې او جرم تر سره کولو پرته ۲۱ کاله په زندان کې تېر کړل. امریکايي رسنیو هم لیکلي چې عبدلرباني او محمد رباني بېګناه وو.
✒️: د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د سختې واورې ورېدو له امله د لسګونو زرو کسانو د ورځنیو چارو پر مخ وړل له ستونزو سره مخ شوي. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د برېښنا رسولو سېسټم، ټرانسپورټي لارې او مخابراتي شبکې له عادي حالته وتلي او تر دې مهاله ۴۶۰ الوتنې لغوه شوې دي.
✒️: د یوکراین د جگړې یو کلن کیدو په مناسبت د مالیزیا پخواني صدراعظم «مهاتیر محمد» ویلي د روسیې له پولې سره په یوکراین کې د ناټو نظامي تمرینونو مسکو دې ته اړ کړ څو پر یوکراین برید وکړي
مهاتیر محمد زیاته کړې پر یوکراین د روسیې برید ته کیدلی شي د دریمې نړیوالې جگړې د پیل په نظر وکتل شي.
مهاتیر محمد ویلي چې اوس د اتومي وسلو کارولو په اړه خبرې کیږي او پر روسیې د بندیزونو او په غبرگون کې یې د مسکو لخوا وضع شویو محدویتونو په نړۍ کې د خوارکي توکو کمښت رامنځته کړی.
نوموړي زیاته کړې چې تایوان ته د لوړپوړي امریکایي پلاوي سفر او پر تایوان د وسلو پلورلو د نړۍ په دې سیمه کې هم کړکیچ ډیر کړی، مهاتیر محمد ویلي چې مالیزیا باید د درییمې نړیوالې جگړې پیل ته چمتووالی ونیسي.
✒️: چین د یوکراین جگړې د سوله ییز حل لپاره خپله ۱۲ ماده ایزه طرحه وړاندې کړه.
پدې سیاسي حل لاره کې د ټولو هیوادونو حاکمیت او ارضی تمامیت ته احترام، د سړې جگړې فکر پریښودل، د جگړې درول او د سولې د خبرو بیا پیل، د بشري ناورین ختمول، د ملکیانو او جنگي زندانیانو خوندیتوب، د اتومي وسلو خوندي کول او ترې کار نه اخیستل، د یوکراین د غنمو صادرولو ته زمینه برابرول، د یو اړخیزو بندیزونو پای ته رسول، له اقتصادي سیستم څخه د وسلې په توگه کار نه اخیستل او له جگړې وروسته د یوکراین بیا رغونه ځای پر ځای شوي دي.
✒️: د جرمني صدراعظم «اولاف شولز» د یو رسمي سفر په ترڅ کې د هند پلازمینې نوې ډیلي ته رسیدلی. دی به د خپل هندي سیال نریندرا مودي سره د دواړو هیوادونو اړیکو او د یوکراین جگړې په اړه خبرې وکړي.
شولز خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «هند او جرمني ډېرې ښې اړیکې لري او غواړي چې دا اړیکې لا ژورې کړي. دا او په نړۍ کې سوله به زموږ د خبرو موضوع وي.»
بلخوا DW د راپور له مخې اولاف شولز به نوې ډیلي ته په خپل دوه ورځني سفر کې هڅه وکړي څو د روسیې په تړاو د هند دریځ ته تغییر ورکړي.
