مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر حکمتیار د تازه خپاره شوي پیغام له متن څخه: د هزاره، اوزبك؛ تاجك، پښتون او هر بل قوم او قبيلې گرانو وروڼو ته؛ په ټينگار سره توصيه کوم چي: خپل کور ته په خپل لاس اور مه اچوئ؛ ويدې فتنې مه راويښوئ، د جنگ مړ شوی اور بيا مه بلوئ، د ترخو او خونړيو تجربو له تکرار ډډه وکړئ، مه پرېږدئ چي هېڅ افغان دا فرصت تر لاسه کړي چي بيا ځل د کوم قوم او ډلي له آدرس؛ د پرديو او يرغلگرو ځواکونو پښو ته ولوېږي او د هېواد بيا اشغال ته ئې راوبلي. د هر هغه چا له خولې چي دا پليته او سپېره چيغه راوځي؛ مرگ او لعنت پرې ووايئ.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر حکمتیار د تازه خپاره شوي پیغام له متن څخه: ځيني داسي انگېري او تشويش لري چي ښايي له افغانستان سره به همغه څه وشي چي له عراق سره وشول؛ د عراق په خلاف نړۍ واله جنگي جبهه جوړه شوه او په لسگونو زره ټونه بمونه او راكټي د عراق پر ښارونو وورېدل. امريكا، اروپا، په دوى پوري تړلي عربي هېوادونو، د عراق گاونډيو، روسيې په دې بريد كي په عملي توگه شركت وكړ.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر حکمتیار د تازه خپاره شوي پیغام له متن څخه: زموږ د هېواد د روانو ستونزو حل لاره نه د پرديو پر مټ نيابتي جگړه ده، نه په شمال او جنوب تجزيه او نه د شرقي او غربي اشغالگرانو د غرضي نسخو مطابق فدرالي نظام؛ بلكي فقط حقيقت دادئ چي يو متحد، لوی، سرلوړی او له جنگ فارغ افغانستان؛ موږ ته عزت رابښي او د پرديو له احتياج مو ژغوري.
✒️: د ننگرهار د رسنیو دفتر ویلي د تورخم دروازه په مشروط ډول خلاصه شوې ده.
د ننگرهار د رسنیو دفتر ویلي، د ا.ا او پاکستاني چارواکو ترمنځ تر خبرو وروسته پریکړه شوې چې له پښونخوا څخه به افغانستان ته افغانان او له افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني وگړي پریښودل کیږي.
دې دفتر زیاته کړې چې مسئولين هڅه کوي، ترڅو د دواړو خواو مسافرينو او ترانزيټ پرمخ لاره خلاصه شي؛ خو تر هغې دې هېوادوال تورخم ته له تللو ډډه وکړي.
✒️: د لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي په مشری د ا.ا یو پلاوي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت او هیواد ته د دوی د انتقال د بهیر د څیړلو په هدف تهران ته سفر کړی دی.
باختر خبري آژانس وایي په دې پلاوي کې د زندانونو عمومي رييس، د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګریو چارو رييس او د اسلامي امارت يو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.
✒️: د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د حربي پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ د محصلینو په فراغت غونډه کې وویل: «په پټو سترګو ان زما اطاعت هم مه کوئ.»
«موږ او تاسو ته الله (ج) عقل او فکر راکړی او هغه ددې لپاره چې د ښه او بد توپير ورباندې وکړو، د ولس او هیواد سترګې تاسو ته دي، ددوی د عزت ساتنه وکړئ.»
✒️: د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مالديف په څلور اړخيزو سياليو کې، نن خپله دويمه لوبه کې ماليزيا ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه. افغان واليبال ملي لوبډلې تېره ورځ سنګاپور ته هم ۳ پر ۱ ماتې ورکړې وه. دغه سيالۍ د فبرورۍ په ۲۳مه د افغانستان، ماليزيا، سنګاپور او مالديف لوبډلو تر منځ پيل شوې.
✒️: سخنگوی وزارت امور خارجه: وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا در رابطه به انتقال اجساد ۱۸ شهید افغان حادثهٔ اخیر در بلغاریا، به سفارت افغانستان در آن کشور هدایت داده است تا پس از پایان تحقیقات طب عدلی، در رابطه به انتقال آنان همآهنگی بهموقع انجام دهد.
✒️: ریاست امر به معروف بلخ از محتسبین این اداره خواسته است تا در هفته پیش رو، سه روز برای جلوگیری از بیحجابی بانوان و لیست گرفتن بینمازان در شهر گشت زنی کنند.
نصرالله هوتک، سخنگوی ریاست امر به معروف بلخ با نشر خبرنامهای گفته است که این تصمیم در جلسه روز گذشته (پنجشنبه) که در آن رییس اداره امر به معروف این ولایت و جمع از محتسبین حضور داشتند، گرفته شد.
✒️: رویترز گزارش داده است که آمار جانباختگان زمینلزه مرگبار پسین در ترکیه و سوریه به پنجاه هزار تن افزایش یافته است.
مقامهای ترکیه از پایان عملیات برای نجات گیرماندگان زیر آوارهای ساختمانها خبر داده و میگویند که هر دو کشور در حال حاضر تلاش دارند تا برای آسیب دیدگان این زمینلرزه سرپناه فراهم کنند.
✒️: د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ځوانو افسرانو اکاډمۍ غونډې ته وویل، په افغانستان کې شته "امنیت، سوله او نظام" باید وساتل شي.
✒️: د امریکا خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:
پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې ګډې ګټې لرو.
طالبان دې قناعت بخشه اقدامات وکړي چې د ټي ټي پي او داعش ترهګر د سیمې امنیت ونه ګواښلی شي.
✒️: رینا امیری، نماینده ایالات متحده در بخش زنان و حقوق بشر افغانستان در یک مراسم در ایالت لس انجلس امریکا خواهان پشتیبانی از زنان افغانستان شده است.
بانو امیری که به دعوت رسمی از سوی بخش سرگرمی هالیوود دعوت شده بود، گفته که زنان افغانستان نباید فراموش شوند.
✒️: د ناروې د نړیوالو اړیکو انستيتوت (NUPI) يوه راپور کې ګواښ کړی چې افغانستان کې، د وسلهوالو عناصرو موجودیت کې، د اقلیمي بدلون له امله داخلي بېځایه شوي ښایي د ځمکو او سرچینو په سر شخړو او جګړو کې ښکېل شي.
د طالبانو له لوري د واک انحصار ته په اشارې راپور کې راغلي، چې افغانستان کې ټولشموله حکومت نشته، په دې خاطر ښایي د محلي سرچینو پر سر رقابت خلکو ته ستونزې جوړې کړي او سیاسي او اقتصادي بېعدالتي رامنځته کړي.
✒️: د بریتانیا پخوانی صدراعظم «بوریس جانسن» ویلي چې غواړي د ناټو نوی عمومي منشي شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د کاري مودې پای ته رسیدو سره «بوریس جانسن» ویلي چې دا یو مهم مقام دی او غواړي ورته کاندید شي.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف به راتلونکي میاشتې کې د خپل هندي سیال جي شنکر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرگي لاوروف د مارچ په دوییمه نیټه په نوې ډیلي کې د جي ۲۰ بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې گډون وکړي او د هندي چارواکو سره به د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
✒️: د ملگرو ملتونو عمومی اسمبلې تیره شپه د یوکراین جگړې د یو کال پوره کیدو په مناسبت هغه پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې یوکراین پیشنهاد کړی و. پریکړه لیک یوکراین کې د جگړې بندیدل او د روسي ځواکونو بیرته تگ غواړي.
یاد پریکړه لیک ته ۱۴۱ هیوادونو مثبته رایه ورکړه، ۷ هیوادونو د رد رایه ورکړه چې نیکاراګوا، روسیه، بیلاروس، سوریه، شمالي کوریا، اریتریا او مالي پکې شامل دي او ۳۲ هیوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه چې چین، هند، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان جنوبي افریقا، اسراییل او نور پکې شامل دي.
✒️: د امریکا د فدرالي اسنادو له مخې چې نوي خپاره شوي په ۲۰۲۱ کال کې ولسمشر جو بایډن ته تر ټولو د لوړې بیې ډالۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د افغانستان د وخت ولسمشر اشرف غني ورکړې دي.
د اسنادو له مخې اشرف غني او میرمنې یې رولا غني په جولای ۲۰۲۱ کې جو بایډن او د هغه میرمنې ته د ۲۸۸۰۰ ډالړو په ارزښت د وریښمو غالۍ د تحفې په توگه ورکړې. د یادولو ده چې پدې اسنادو کې د پوتین د تحفې ارزښت ۱۲۰۰۰ ډالر ښودل شوی چې د یوکراین تر جگړې مخکې یې په جنیوا کې بایډن ته ورکړې وه.
✒️: د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي «ریچارد بنت» په ا.ا غږ کړی څو افغان مدني فعالان ازاد کړي.
بنت په خپل ټویتر د نرګس سادات، زکریا اصولي، اسماعیل مشعل او یو شمیر نورو مدني فعالانو د سمدستي ازادیدو او د دوی د امنیت او خوندیتوب په اړه د اطمینان غوښتنه کړې ده.
