No-IMG

د حکمتيار صاحب يو ويشتمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د حوت ۳مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

 

(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۲۱مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون په دوهم تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او مينه‌والو په کي گډون کړی وو.

 ښاغلي حکمتيار د خپل مخكني درس پر دوام وويل:

بني اسرائيل د موسى عليه السلام په مشرۍ؛ له مصر د وتلو په مهال له بحر سره مخامخ شول؛ تر شا د فرعون لښكري ورپسي راورسېدې؛ ټول سخت مشوش او پرېشان ول چي د نجات هيڅ امكان نشته؛ خو موسى عليه السلام ډاډه او مطمئن وو او هغوى ته ئې ويلي: داسي نه ده چي تاسو ئې انگېرئ؛ زما رب راسره دئ هغه به د ژغورني لار راښيي؛ د همدغه ډاډ څرگندولو او الله تعالى ځان ته كافي گڼلو له كبله چي الله تعالى هغه ته څه ويلي؛ قرآن ئې موږ ته داسي راښيي:

فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡبَحۡرَۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٖ كَٱلطَّوۡدِ ٱلۡعَظِيمِ ٦٣ وَأَزۡلَفۡنَا ثَمَّ ٱلۡأٓخَرِينَ ٦٤ وَأَنجَيۡنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ ٦٥   الشعراء: 63-65

(نو موسى ته مو وحي وكړه چي بحر په خپلي عصا ووهه، نو وچاود او هره برخه ئې داسي وه لكه لوى غر؛ او هلته مو هغه نور هم رانږدې كړل؛ او موسى مو وژغورو او ټول هغه چي له ده سره ول.)

يعني دا وحي او د بحر چاودېدا د هغه وينا نتيجه وه چي موسى عليه السلام د خپل مأيوس او وېرېدلو ملگرو په وړاندي وكړه.

قرآن د دې پېښي په يادولو سره هر باايمان داعي او مؤمن مجاهد ته لارښوونه كوي چي په داسي سختو شېبو كي بايد مأيوس نه شي او د خپل رب د مرستي او تأييد په اړه ئې باور او اعتماد كمزورى نه شي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز (د فرعون غرقېدا) ته په إشارې سره زياته کړه:

كوم بحر چي موسى عليه السلام او د ده د سفر ملگرو ته ئې پر خپلي سينې لار وركړه، د دوى لپاره وچاود، وچه لار ئې ورته پرانيسته؛ او دواړه برخي ئې تر هغه لوړي ولاړي وې چي دوى له بحر آخوا روغ او خوندي تېر شول، همدا بحر د فرعون او د هغه مغرورو لښكرو لپاره خپل كومى پرانيستى وو، ټول ئې له خپل ستوني تېر او غرق كړل؛ دا ده د الله تعالى د قدرت حيرانوونكې كرشمه، يو د بحر په څپو كي ژغوري او بل په همدغو څپو كي وژني، دا پېښه به بيا او بيا هم تكرارېږي، كله په يوې بڼي كي او كله په بلي بڼي كي!! هلته چي فرمايي

فَٱنتَقَمۡنَا مِنۡهُمۡ فَأَغۡرَقۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡيَمِّ بِأَنَّهُمۡ كَذَّبُواْ بِ‍َٔايَٰتِنَا وَكَانُواْ عَنۡهَا غَٰفِلِينَ ١٣٦    الاعراف: 136

(نو انتقام مو ترې واخيست او په سمندر كي مو غرق كړل، له دې كبله چي زما آيتونه ئې تكذيبول او ترې غافل ول.)

 

نوموړی د موضوع پر دوام وايي:

د الله تعالى د قدرت د نخښو‏ درواغ گڼل، غفلت او بې باكي د دې سبب شوه چي په بحر كي غرق شي، د زمانې هر فرعون او هر هغه څوك چي د الله تعالى آيتونه تكذيبوي او ترې غافل وي؛ له ورته برخليك سره مخامخ كېږي؛ دا همغه څپې دي چي دوه ځلي ئې موسى عليه السلام وژغورو، په ماشومتوب كي هم او هغه مهال هم چي د يوه ستر تاريخي كاروان او انقلابي خوځښت مشري ئې كوله.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ په دې سره قرآن د الله د لاري هر مجاهد ته وايي: اې د الله د لاري مجاهده! كېدى شي د مبارزې په دوران كي ته او ياران دي هم له داسى لوړو ژورو او هسكو ټيټو سره مخامخ شئ، خو د دې طوفانونو او حوادثو له لوړو او ژورو به وېره نه لرې، هيله ده چي د دغو پېښو په لوړو ژورو كي حكيم خداى؛ تاسي همغسي وژغوري لكه چي موسى عليه السلام ئې د هغه بحر په چاودولو سره وژغورو چي فرعون ئې په كي غرق كړ؛ او لكه چي تر ده د مخه ئې د نوح عليه السلام كشتۍ د هغه طوفان په څپو كي وژغورله چي د ده دښمنان او مخالفان ئې د همدې طوفان په څپو كي ډوب كړل، ښايي ستا مخي ته به هم د داسي طوفانونو څپې راشي خو مطمئن اوسه چي دا طوفانونه د يوه مظلوم او با ايمانه قوم د نجات او خلاصون لپاره او د بل ظالم ټولگي د ځپلو، نسكورولو او غرقولو لپاره دي، د ستونزو او كړاوونو په دوران كي بايد ستا دريځ همغسي وي لكه د موسى عليه السلام، داسي نه چي په سختو شېبو او د مشكلاتو او ستونزو په وړاندي د خپل رب له عناياتو مأيوس او ناهيلى شې؛ د يأس له وجهي مبارزه په نيمايي كي پرېږدې او دښمن ته تسليم شې. موسى عليه السلام په الهي وعدو باور وكړ، د دې باور او اعتماد پايله بريا او فتح وه، فرعون الهي وعده او وعيد دروغ وگڼل؛ پايله ئې غرقېدا وه.

 

نوموړي همداراز تر عنوان لاندي چي (د فرعون له غرقېدو وروسته څه وشول؟) د

قرآن لانديني آيت ته په پام سره وويل

وَأَوۡرَثۡنَا ٱلۡقَوۡمَ ٱلَّذِينَ كَانُواْ يُسۡتَضۡعَفُونَ مَشَٰرِقَ ٱلۡأَرۡضِ وَمَغَٰرِبَهَا ٱلَّتِي بَٰرَكۡنَا فِيهَاۖ وَتَمَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلۡحُسۡنَىٰ عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُواْۖ وَدَمَّرۡنَا مَا كَانَ يَصۡنَعُ فِرۡعَوۡنُ وَقَوۡمُهُۥ وَمَا كَانُواْ يَعۡرِشُونَ ١٣٧   الاعراف: 137

(او هغو خلكو ته مو چي په بې وزلۍ كي ئې د ساتلو هڅه كېده، د هغي زمكي ختيزي او لوېديزي برخي په ميراث وركړې چي بركت مو په كي اچولى وو او ستا د رب نېكه وينا د بني اسرائيلو په اړه له دې امله بشپړه شوه چي صبر ئې وكړ او هغه څه مو هم ويجاړ كړل چي فرعون او د ده قوم جوړول او هغه څه هم چي دوى لوړول.)

 

نوموړی د موضوع پر دوام زياتوي چي؛ دلته څو اساسي خبري غور او دقت غواړي:

 

1- آيا دا بابركته زمكه په خپله د مصر زمكه وه، كه د مصر تر ولكې لاندي كومه بله زمكه او كه شام او فلسطين چي په قرآن كي څو ځايه په همدې نامه ياده شوې؟ ځيني مفسرين په دې عقيده دي چي د فرعون له مرگ وروسته مصر د بني اسرائيلو په لاس كي پرېوتى، دوى د قرآن په ځينو آيتونو د خپلي رأيي په تأييد كي استناد كوي، ځيني نور تاريخي رواياتو ته په پام سره وايي چي بني اسرائيل مصر ته بېرته نه دي گرځېدلي بلكي خپل سفر ته ئې د فلسطين په لوري دوام وركړى او زياته موده د سينا په بيديا كي لالهانده پاته شوي، كه څه هم تاريخي روايات، مخصوصاً په بايبل متكي روايات قطعاً د اعتبار وړ نه دي، خو په قرآن كي داسي صريح اشاره نه مومو چي مصر ته د بني اسرائيلو د بېرته ستنېدو خبره ترې ثابته شي، داسي معلومېږي چي د فرعون سلطه د سمندر ختيځي غاړي ته هم غزېدلې وه، دلته ځيني ښېرازه سيمي بني اسرائيلو ته په لاس ورغلې، وروستنى آيت هم دې ته اشاره كوي چي دوى تر سمندر له تېرېدو وروسته مخامخ صحراء ته نه دي كوز شوي بلكي مېشتو سيمو ته داخل شوي، خو دا چي ولي دلته نه دي تم شوي، ولي ترې وتلي او كله، په دې اړه څه ويل گران دي.

 

2- دا آيت ښيي چي بني اسرائيلو په لومړي سر كي د موسى عليه السلام صادقانه ملگرتيا كړې، د الله په لار كي ئې ستونزي گاللې، صبر ئې كړى او د دغه اخلاص او صبر له امله الله تعالى خپل تأييد او نصرت د دوى په حال شامل كړى.

 

3- د آيت په پاى كي ويل شوي: او هغه څه مو هم ويجاړ كړل چي فرعون او د ده قوم جوړول او هغه څه هم چي دوى لوړول. آيا د فرعونيانو د جوړ كړى شوو او لوړ كړى شوو مراد د دوې وسلې، جنگي گاډۍ او قصرونه دي؟ جنگي وسائل خو ئې يقيناً په سمندر كي غرق او ټول ويجاړ شول خو قصرونه ئې څنگه ويجاړ شول؟ دا ښيي چي د فرعون له مرگ وروسته په مصر كي گډوډي، وراني او بې امني رامنځته شوې، نظام په بشپړه توگه له منځه تللى، ډېر دولتي تأسيسات ويجاړ شوي، طبيعي ده چي كله د مصر د مجهز فوځ تر ټولو منظم ځواك او فرعون ته وفادار قطعات له منځه تللي، د فرعون ځاى ناستى زوى هم وژل شوى وو، نو د فرعون ديكتاتوري او استبدادي نظام؛ چي ظلم او فساد ئې انتهاء ته رسېدلى وو؛ ولس ترې تنگ او د هغه نسكورېدا ته منتظر وو؛ داسي ورځ ئې له خداى غوښتله چي پاڅي او خپل غچ او انتقام له دې مستبد نظام واخلي؛ نظام نه شو كولى د فرعون، ځاى ناستي ئې او خاص ځواك د غرقېدو لويه صدمه په آسانۍ وزغمي؛ او له شړېدو وژغورل شي؛ دا آيت د هغو رأيه ترديدوي چي گمان كوي يوازي د سمندر په غاړه د مصري فوځ ځيني قطعات غرق شوي او نوره هيڅ تبديلي نه ده راغلې.

 

قدرمن مشر د همدي موضوع د لا وضاحت په اړه د قرآن کريم لاندېنيو آيتونو ته په پام سره وويل:

فَأَخۡرَجۡنَٰهُم مِّن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ ٥٧ وَكُنُوزٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ ٥٨ كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٥٩   الشعراء: 57-59                                           

(نو له باغونو، چينو، خزانو او غوره ځايونو مو وايستل، همداسي مو بني اسرائيلو ته په ميراث وركړل.) 

د الدخان د سورې په 25-29 آيتونو كي داسي راغلي:

كَمۡ تَرَكُواْ مِن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ ٢٥ وَزُرُوعٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ ٢٦ وَنَعۡمَةٖ كَانُواْ فِيهَا فَٰكِهِينَ ٢٧ كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا قَوۡمًا ءَاخَرِينَ ٢٨ فَمَا بَكَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلسَّمَآءُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَا كَانُواْ مُنظَرِينَ ٢٩  الدخان: 25-29

(څومره باغونه، چينې، فصلونه او د اوسېدو غوره ځايونه او هغه نعمتونه ئې پرېښودل چي په كي خوشحاله ول، همداسي مو بل قوم ته په ميراث وركړل، بيا نه زمكي او آسمان پر هغوى وژړل او نه په انتظار كي پرېښودى شوي ول.)

 

نوموړي دا هم وويل چي الله تعالى فرعونيانو ته مزيد وخت ورنه كړ، په زمكه او آسمان كي هيڅوك پيدا نه شو چي د دوى په حال تأسف وكړي او اوښكي پرې توى كړي، ځكه هغوى له الله تعالى سره خپل تعلق شلولى وو؛ او له همدې كبله د آسمانونو او زمكي له هر څه سره ئې خپلي اړيكي شلولې وې، د الله تعالى له تأييد د محرومېدا په سبب د هر څه له تأييد محروم ول، له دې ظالم قوم هر څه مظلوم قوم ته په ميراث پاته شول. باغونه، فصلونه، چينې، بنگلې او ټول هغه نعمتونه چي الله تعالى وركړي وو، ټول په ميراث ترى پاته شول، د اقتدار په دوران كي ډېرو خلكو د دوى ستاينه او مداحي كوله، د هغوى په وړاندي ئې غوړه مالي كوله، د هغوى خدمت ته ئې ملا تړلې وه، د وفادارۍ دعوى ئې كوله، ويل ئې د دوى په خاطر هري قربانۍ ته چمتو دي، په ښو‏ او بدو كي ئې هغوى تأييدول، خو كله چي الله تعالى غرق كړل، نو بيا په زمكه او آسمان كي داسي څوك نه وو چي د هغوى لپاره ئې اوښكي توى كړې وى؛ د الله تعالى دائمي او نه بدلېدونكى سنت دئ چي ظالمانو ته؛ تر خاصي نېټي او تر هغه مهلت وركوي چي خپل حجت پرې اتمام ته ورسوي، بيا ئې كلك نيسي، د عذاب دا نېټه ثابته او نه بدلېدونكې ده، نه ئې د ظالمانو زور او تزوير بدلولى شي او نه د دوى د پلويانو ډېروالى او شمېر، كله چي دا عذاب نازل شي هيڅ څه او هيڅوك ئې مرسته نه شي كولى: لكه چي قرآن فرمايي:

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ ٢٢  آل عمران: 22 

(دوى هغه دي چي عملونه ئې په دنيا او آخرت كي حبط او تباه شوي او هيڅ مرستندوى ورته نشته.)

 

د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير پر وينا؛ نه به په دنيا كي له خپلو كړنو او هلو ځلو څه تر لاسه كړى شي او نه په آخرت كي او نه به داسي څوك ومومي چي په دنيا او آخرت كي ئې له خپل شوم عاقبت وژغوري، دوى هيڅ مرستندوى نه لري، هيڅوك ئې له زړه او په اخلاص سره مرسته نه كوي، كه نن ډېر د دوى د مرستي او حمايت تيږي په سينه وهي او د دوى لپاره لاس تړلي ولاړ دي، چي د رښتيا ورځ راشي، نو يو كس به هم د دوى مرستي ته راوړاندي نه شي او مرسته به ئې گټه ورونه رسوي.

 

قدرمن مشر د (غوره امت) تر سرليك لاندي پر بني اسرائيلو د الله تعالىٰ يوې بلي پېرزوينې او همداراز له هغي وروسته د زوال عواملو ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:

الله تعالى بني اسرائيل د عزت او سرلوړۍ هغه اوچت مقام ته ورسول چي پر ټولو نړۍ والو دوى ته فضيلت وركړى شو، د ټولو آزادي غوښتونكو لپاره امامان شول، لكه چي قرآن فرمايي

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ 24  السجدة: 24

(له دوى مو هغه امامان جوړ كړل چي زموږ په حكم ئې د خلكو لارښوونه كوله، د دې لپاره چي صبر ئې وكړ او زما په آيتونو ئې يقين درلود.)

يعني د نورو ولسونو لپاره امامان او پيشوايان شول، د نورو لپاره ئې د هادي او مرشد حيثيت تر لاسه كړ، وجه ئې د دوى صبر او د الله تعالى په آيتونو باور او يقين وو

په دې توگه گورو چي الله تعالى بني اسرائيلو ته د څو خبرو په سبب پر نورو قومونو فضيلت وركړ او د عزت او شرف لوړو پوړو ته ئې ورسول:

 

الف: پر الله تعالى او د هغه پر پيغمبر موسى عليه السلام ئې ايمان راوړ.

 

ب: له فرعون ئې د بغاوت لار غوره كړه.

 

ج: د ايمان په لار كي ئې د ستونزو او كړاوونو په وړاندي صبر وكړ.

 

د: د الله تعالى په لار كي ئې هجرت وكړ.

 

خو اوس راشئ وگورو چي د دې قوم زوال څنگه پيل شو او د ذلت عوامل ئې كوم وو؟

 

ښاغلي حکمتيار همدي پوښتنې ته د ځواب په اړه د (ژوندى بُت او مړه بُتان) تر عنوان لاندي وايي:

له بحر تر تېرېدو وروسته بني اسرائيل له داسي قوم سره مخامخ شول چي د بُتانو عبادت ئې كاوو، په مصر كي د ژوندي بُت عبادت كېدو او دلته د مړو بُتانو؛ اكثراً دا مړه بُتان هم د هغو ژونديو بُتانو د پلار نيكه او يا د هغوى د جعلي خدايانو انځورونه، تمثالونه او قبرونه وي، دا ژوندي بتان دي چي پر قبرونو مجلل او هيبتناك قصرونه جوړوي، د مصر وروستي فرعونان تر ننه مخكني موميايي شوي فرعونانو لټوي؛ بني اسرائيلو د ژوندي بُت مقابله وكړه؛ راشئ وگورو چي له مړه بُت سره به د دوى چلن څنگه وو؟ قرآن په دې اړه فرمايي

وَجَٰوَزۡنَا بِبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱلۡبَحۡرَ فَأَتَوۡاْ عَلَىٰ قَوۡمٖ يَعۡكُفُونَ عَلَىٰٓ أَصۡنَامٖ لَّهُمۡۚ قَالُواْ يَٰمُوسَى ٱجۡعَل لَّنَآ إِلَٰهٗا كَمَا لَهُمۡ ءَالِهَةٞۚ قَالَ إِنَّكُمۡ قَوۡمٞ تَجۡهَلُونَ ١٣٨ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ مُتَبَّرٞ مَّا هُمۡ فِيهِ وَبَٰطِلٞ مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٣٩ قَالَ أَغَيۡرَ ٱللَّهِ أَبۡغِيكُمۡ إِلَٰهٗا وَهُوَ فَضَّلَكُمۡ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٤٠ وَإِذۡ أَنجَيۡنَٰكُم مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَسُومُونَكُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يُقَتِّلُونَ أَبۡنَآءَكُمۡ وَيَسۡتَحۡيُونَ نِسَآءَكُمۡۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَآءٞ مِّن رَّبِّكُمۡ عَظِيمٞ ١٤١ الاعراف: 138-141

او بني اسرائيل مو له بحر تېر كړل، نو په داسي قوم راغلل چي د خپلو بُتانو په وړاندي ئې اعتكاف كولو، وئې ويل: اې موسى! موږ ته د دوى د معبودانو په څېر يو معبود وټاكه، وئې ويل: په رښتيا تاسو يو جاهل قوم يئ. يقيناً دا خلك چي په كوم مذهب دي، هغه ويجاړ او خراب دئ او څه چي دوى كوي باطل دي. آيا له الله پرته بل معبود درته ولټوم حال دا چي هغه تاسو ته پر ټولو خلكو فضيلت دركړ؟ او هغه وخت درپه ياد كړئ چي له فرعونيانو مو وژغورلئ، چي بد بد عذابونه ئې دركول، ستاسو زامن ئې وژل او ستاسو ښځي ئې ژوندۍ پرېښودې او په دې كي ستاسو د رب له لوري ستر آزمېښت وو

گورئ چي له دې وروسته د موسى عليه السلام د اوږدې مبارزې بل پړاو پيل شوى، د داخلي مبارزې پړاو، د خپلو پلويانو په ليكو كي له انحرافاتو سره مبارزه، لومړى انحراف شرك دئ، لكه چي توحيد د ټولو ښېگڼو بنسټ دئ؛ همدا راز شرك د ټولو انحرافاتو او مفاسدو بنسټ دئ، هره گناه له دغه گنده ډنډه خړوبه كېږي. موسى عليه السلام په مصر كي د دې فرصت نه وو تر لاسه كړى چي خپل قوم په فكري لحاظ ښه وروزي، ټول كالونه ئې له فرعوني نظام سره په كلكي او دوامداري مبارزې كي تېر كړل، د همدې لپاره گورو چي بني اسرائيل د يوه بُت پالونكي قوم له ليدو سره سم؛ له موسى عليه السلام د بُت په څېره كي د يوه مجسم معبود مطالبه وكړه، د دې جاهلانه غوښتني په ځواب كي موسى عليه السلام وفرمايل:

 

الف: تاسو يو ناپوه قوم يئ، داسي غوښتنه يوازي جاهلان كوي.

 

ب: د دغو خلكو مذهب خوشى او ويجاړ مذهب دئ او عبادت ئې باطل.

 

ج: آيا له الله تعالى پرته بل معبود درته ولټوم، حال دا چي هغه تاسو ته پر ټولو خلكو فضيلت دركړ.

 

ح: د الله تعالى هغه پېرزوينه درپه ياد كړئ چي له فرعونيانو ئې وژغورلئ، چي بد بد عذابونه ئې دركول، ستاسو زامن ئې وژل او ستاسو ښځي ئې ژوندۍ پرېښودې.

 

خ: هغه بدي ورځي هم د آزمېښت لپاره وې او دا ژغورنه هم ستاسو د رب له لوري ستر آزمېښت وو، چي وگوري تاسو څه كوئ، د الله تعالى پېرزويني په پام كي ساتئ كه د عصيان او بغاوت لار غوره كوئ.

 

قدرمن مشر همداراز د (من او سلوٰى) تر عنوان لاندي د سينا په لويي او وچي صحراء كي د مهاجرو بني اسرائيلو اساسي ستونزو ته هم تفصيلي اشاره وکړه او وئې ويل:

بني اسرائيل د سينا په لويه وچه کي له دريو ستونزو سره مخامخ شول:

1- تودوخه، د ځان او خپلو څارويو لپاره د څښاك اوبه او خوراك نه موندل. الله تعالى دا درې واړه ستونزي ورته حل كړې؛ قرآن په دې اړه فرمايي

وَمِن قَوۡمِ مُوسَىٰٓ أُمَّةٞ يَهۡدُونَ بِٱلۡحَقِّ وَبِهِۦ يَعۡدِلُونَ ١٥٩ وَقَطَّعۡنَٰهُمُ ٱثۡنَتَيۡ عَشۡرَةَ أَسۡبَاطًا أُمَمٗاۚ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ إِذِ ٱسۡتَسۡقَىٰهُ قَوۡمُهُۥٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡحَجَرَۖ فَٱنۢبَجَسَتۡ مِنۡهُ ٱثۡنَتَا عَشۡرَةَ عَيۡنٗاۖ قَدۡ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٖ مَّشۡرَبَهُمۡۚ وَظَلَّلۡنَا عَلَيۡهِمُ ٱلۡغَمَٰمَ وَأَنزَلۡنَا عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَنَّ وَٱلسَّلۡوَىٰۖ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ ١٦٠ الاعراف: 159-160

(او د موسى د قوم يوه ډله په حقه (دخلكو) لارښوونه كوي او په همدې سره عدالت قائموي. او دوى مو په دولسو قومي ټوليو ووېشل او موسى ته مو هغه مهال وحي وكړه چي قوم ئې اوبه ترې وغوښتې، چي دا ډبره په خپلي عصا ووهه، نو دولس چينې ترې راوخوټېدې، داسي چي هري قبيلې خپل اوبه خور وپېژندو او پر دوى مو ورېځي سيورى كړ او من او سلوٰى مو پرې نازل كړل، (ورته ومو ويل:) د هغه رزق پاكيزه پاكيزه وخورئ چي موږ درروزي كړى او پر موږ ئې ظلم نه دئ كړى بلكي پر خپل ځان ئې ظلم كولو.)

 

د نوموړي پر وينا په دې مباركو آيتونو كي د موسى عليه السلام د قوم په اړه څو خبري شوې:

 

1- يوه ډله ئې حقپاله وه، خلك ئې د حق په لوري بلل او په همدې سره ئې په ټولني كي عدالت قائمولو

 

2- دوى په دولسو قومي ټوليو وېشل شوي وو؛ يعنى يو قوم وو چي دولس قبيلې ئې وې

 

3- كله چي د سينا په ستري بيديا كي له سختي تندي سره مخ شول او له موسى عليه السلام ئې د اوبو غوښتنه وكړه، الله تعالى موسى عليه السلام ته وحي وكړه چي دا ډبره په خپلي عصا ووهه، نو دولس چينې ترې راوخوټېدې، داسي چي هري قبيلې خپل اوبه خور وپېژندو

 

4- گورئ چي د موسى عليه السلام خپله د لاس عصا هم د فرعون د لښكرو په وړاندي ورته اغېزمنه وسله شوه او هم د سينا په ستري او وچي بيديا كي له سختي تيږي د اوبو او چينو راټوكېدو وسيله؛ يعني د مجاهد ذاتي امكانات به همداسي د دښمن په وړاندي هم ورته كفايت كوي او هم به د ژوند د اړينو توكيو د نه شتون ستونزه ورته حل كوي.   

 

5- كله چي د صحراء سختي تودوخي تنگ كړل نو الله تعالى د ورېځو سيورى پرې جوړ كړ

 

6- كله چي د دوى ټول خوراكي توكي ختم شول؛ نو الله تعالى من او سلوٰى پرې نازل كړل او ورته وئې ويل: د هغه رزق پاكيزه پاكيزه وخورئ چي موږ درروزي كړى.

 

7- دوى د الله تعالى د دغو پېرزوينو پاس ونه ساتو، د عصيان او بغاوت لاره ئې غوره كړه او په دې سره ئې پر خپل ځان ظلم وكړ او له سپكاوي، ذلت او فقر سره مخ شول.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي پر دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک