مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: چهارشنبه د حوت ۳مه؛ ۱۴۰۱ھش: (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حاا د عالیقدر أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۲۱مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون په دوهم تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو او مينهوالو په کي گډون کړی وو.
✒️: د ننگرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي چې د ا.ا د مسوولینو لخوا د تورخم دروازه تر پرانیستو وروسته پاکستاني لوري دا دروازه تړلې ده.
له دې سره هممهاله له مسافرینو غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې تورخم ته له تگ راتگ ډډه وکړي.
✒️: د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولینو نن په کابل کې یوې خبرې غونډه کې اعلان وکړ چې د کب میاشتې له ۱۰ مې نیټې به د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د ویش بهیر بیرته پیل شي.
✒️: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د دې هیواد لوړپوړي پلاوي پرون د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره وکتل.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د امنیتي اندیښنو، د افغانستان په خاوره د بې پیلوټه الوتکو پرواز، د مخالفو وسله والو په فعالیت واضحې او مفصلې خبرې وکړې.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي: «په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د ټيټيپي او د داعش د خراسان څانګې لهخوا د زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وشوې. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د تروریستي سازمانونو له ګواښ سره د مبارزې او د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې به په اغیزناکه توګه همکاري وکړي او پهدې اړه د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه وشوه.»
د دې اعلامیې په یوې بلې برخه کې راغلي چې پاکستاني پلاوي د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړ رتبه چارواکو سره په کتنه کې پر دې سلا کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید همکاري وشي.
✒️: د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لېدلي.
پهدې لېدنه کې ښاغلي حنفي د ناکامورا له کارونو د خوښۍ په څرګندولو سره د افغانستان په نورو برخو کې هم د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د ښاغلي حنفي په حواله پر ټویټر لیکلي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له جاپان سره ښې اړیکې لري.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د جاپان پراختیايي ادارې (جایکا) له مسوولانو غوښتي چې د نوي کابل ښار ماسټر پلان عملي کړي.
✒️: عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحه ملی در حکومت پیشین در تویتی میگوید که با مارک پوتزل، معاون سیاسی نمایندگی ویژه سرمنشی ملل متحد برای افغانستان دیدار، و در پیوند به ضرورت افزایش کمکهای بشردوستانه به مردم افغانستان و وضعیت جاری در کشور گفتگو کرده اند.
✒️: رییس عمومی پاسپورت میگوید که جلو تقلبکاران در ریاست پاسپورت گرفته شده است، اما کمیشنکاران پاسپورتهای جعلی را به مردم میسازند.
شیرشاه قریشی، معاون ریاست عمومی پاسپورت در نشست خبری این ریاست گفت که این ریاست روند توزیع پاسپورت را در کشور افزایش میدهد و روزانه تا ده هزار پاسپورت را در سراسر کشور توزیع خواهد کرد.
او اطمینان میدهد که روند توزیع پاسپورت متوقف نخواهد شد.
✒️: د افغانستان مرکزي بانک د کب په ۶مه ۱۵ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې ليلاموي. دغه بانک نن پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي د افغانستان بانک غواړي چې د راتلونکې شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیون امریکایي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.
✒️: د افغانستان رېل پټلۍ اداره وايي، په تېرې سلواغي میاشت کې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۳۹۶ زره متريک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲۷ زره متریک ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.
✒️: د غور د ولایتي روغتون مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د سینه بغل له امله ۴۵ ماشومان مړه شوي دي. ډاکټران سړه هوا او د روغتيايي خدمتونو کمښت د دې ناروغۍ د زياتوالي لامل بولي او وايي، چې د بسترونو کمښت او د ناروغانو لپاره د مناسبو ځايونو نشتوالى يې له سترو ننګونو څخه دي.
✒️: حامد کرزی، د یوناما مرستیال سره لیدنه کې:
د تلپاتې سولې لپاره په ملي کچه د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ته اړتیا ده.
✒️: برېټانیا: د افعانستان، سوریې، یمن، لېبیا او اریټریا څخه د پناه غوښتنې ۱۲ زره کسانو اسناد له حضوري انټرویو پرته په چټک ډول څېړو.
وایي، د دوی د رالیږليو اسنادو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
✒️: د امريکا د جيولوژیکي سروې اداره وايي، چې نن سهار د تاجکستان په ختيځ کې د رېختر په کچه ٦،٨ درجې زلزله وشوه. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله پر ځايي وخت د سهار په ۵:۳۷ بجو رامنځته شوې خو تر اوسه یې د احتمالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
✒️: د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي، چې په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۳۵۵۶ ته رسېدلی دی. نوموړي دغه راز ویلي، چې تر ۶۰۰ زره زیات اپارتمانونه او ۱۵۰ زره سوداګریز مرکزونه زیانمن شوي دي.
✒️: د چین لوړپوړي دیپلومات «وانگ یی» نن په کرملین ماڼۍ کې د ولادیمیر پوتین سره کتنه کې وویل چې چین به له روسیې سره نړۍ کې د «قواوو د تناسب پر نوي ماډل کار وکړي». د یادولو ده چې چین هممهاله د یوکراین جگړې د پای ته رسول لپاره د سولې پر یوې طرحې هم کار کوي.
✒️: اسرائیل نن یو ځل بیا په غزه کې بمباري کړې ده.
وروسته له هغه چې اسرائیلي ځواکونو په «نابلس» ښار کې ۱۱ فلسطینیان ووژل او په غبرگون کې یې پر اسرائیلي ځواکونو راکټي برید وشو، اسرائیلي جنگي الوتکو نن یو ځل بیا غزه بمباري کړه.
✒️: د پاکستان حکومت اعلان کړی چې وروسته له دې به د فدرالي کابینې غړي معاش نه اخلي، خپل ټول لوکس دولتي موټر به دولت ته سپاري، ساتونکي به ترې اخیستل کیږي، په دولتي سفرونو کې به پرته له اضافي کارکوونکو او په «ایکانومي کلاس» کې سفر کوي او د سفر پر مهال به په ۵ ستورو هوټلونو کې نه اوسیږي.
د پاکستان حکومت ویلي چې نوي قوانین د نړیوال وجهي صندوق د شرایطو د پوره کولو لپاره ژر تر ژره تطبیقیږي او له امله به یې په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیارده پاکستاني روپۍ وسپمول شي.
دا پداسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیره له ۳ میلیاردو ډالرو کمه شوې چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې یوازې د دریو اوونیو کنټرول شویو وارداتو لپاره بسنه کولی شي.
✒️: زلمی خلیلزاد: د طالبانو په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر او مخکښ ترهګر اعجاز امین آهنګر، چې په ابوعثمان کشمیري هم مشهور و، د وژنې د خبر تائید ښه خبر دی.
طالبانو د دوحې په توافق لیک کې د داعش پر وړاندې د مبارزې ژمنه کړې وه. د کشمیري له منځه وړل دا ښیي چې دوی، لږترلږه په ضمني ډول، پر دې ژمنې کار کوي. د دوحې د تړون بشپړه تطبیق د افغانستان او متحدو ایالتونو په ګټه ده.
زه د بایډن له ادارې او طالبانو غواړم چې سره کښېني او د تړون د بشپړ پلي کولو لپاره یوه د لار نقشه جوړه کړي.
