مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني نن په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.
کورنیو چارو وزارت وایي سراج الدین حقاني دې لیدنه کې ویلي: «اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زمونږ ولس زیانمن کړی؛ د «تحریم سیاست» د هېچا په ګټه نه دی. متاسفانه نړۍ زموږ په وړاندي په خپل سياسي موقف سره عام خلک مجازات کوي چې هيڅ انصاف نه دی.»
بلخوا بیا د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي تعليمي کال کې د نجونو د زده کړې په برخه کې کوم خنډ رامنځته نه شي.
✒️: د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، د دې هیواد د استخباراتي ادارې یا ISI مشر ندیم انجم او یو شمیر نور چارواکي کابل ته راغلي او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې کتلي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت زیاتوي، په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر ویلي چې ا.ا له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
او زیاته کړې یې ده چې تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.
✒️: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای سره وکتل.
بهرنیو چارو وزارت وایي په دې لیدنه کې په ترکیه کې وروستۍ زلزلې، دوو اړخيزو اړيکو او يو لړ نورو سياسي، اقتصادي او د دواړو لوريو د لېوالتیا وړ مسايلو باندې مفصلې خبرې او د همکاريو په دوام ټینګار وشو.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد، د یونېسف او روغتیا نړۍوال سازمان او په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو تطبیق کوونکو ادارو له استازو سره په لیدنه کې، د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي او له دغه وزارت سره د دغو بنسټونو د لاډېر همغږۍ په هکله خبرې اترې کړې دي.
عامې روغتیا وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د یونېسف او روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو بنسټونو استازو د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به هېڅ شی هم درېغ نه کړي.
✒️: سید محی الدین سادات، سرپرست سفارت افغانستان در چین با چن شاوچن، معاون وزارت خارجه آن کشور در بخش آسیایی در چین دیدار کرده است.
سفارت افغانستان در بیجینگ در تویترش نگاشته است که در این دیدار، درباره مسایل گوناگون به شمول تقویت بیشتر روابط بین افغانستان و چین تبادل نظر شده است.
✒️: د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي، د تېر کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۴۰ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلی دی. د مزارشريف ښاروال نقيب الله طارق وایي، موږ ته د ٥١٢ ميليونه افغانیو هدف راکړل شوی و، خو له نیکه مرغه تر ټاکلي هدف مو ۲۴۰ میلیونه ډېر عواید راټول کړي دي.
✒️: په بغلان کې د غوري برښنا شرکت مسوولینو د اجمیر کانال د پاکولو د کار د پیل خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې پر دغه کار ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دوی په وینا چې د اجمیر کانال پاکول به یوه میاشت وخت ونیسي.
✒️: د هند د حکومت نوې لایحه:
هیڅ ښځه یا ماشوم چې ټرین ته یوازې ختلی او ټکټ ورسره نه و، له دې وروسته به له اورګاډي څخه نه کوزول کېږي، نه به جریمه کېږي.
وایي، که دوی له ټرینه کوز کړای شي، شاید نورو امنیتي ستونزو سره مخ شي.
✒️: د امریکا ناسا ادارې، د سپوږمۍ یو غر د خپلې لومړنۍ ساینسپوهې مېلبا ماونټن په نوم کړ.
پر مونس ماونټن مشهوره دا تورپوستې ښځه د ریاضيکي معادلاتو ماهره او سپوږمۍ ته د لومړنۍ انسان د ختلو په ماموریت کې د ملاتړي رول خاونده وه.
✒️: مصر ـ قاهره:
۸۰ کلنې مېرمنې امال اسماعیل د المنصوره پوهنتون له فنونو پوهنځي څخه په لوړو نومرو ماسټري واخیسته.
ګڼ لمسیان یې فراغت ته ورغلي وو.
هغه وایي، پی ایچ ډي هم کوم.
✒️: د جرمني د داخله او ټولنیزو چارو وزیره نانسي فایزر:
راتلونکو څلورو کلونو پورې جرمني کې د تریخ مزاجه کارمندانو شمېر صفر کوو.
وایي، مراجعینو سره تریخ چلند کوونکي خورا کم دي، خو بیا هم د دوی له لاسه مو پر دولت د خلکو باور کمېږي.
✒️: د هغو شمېرو له مخې چې نن چهارشنبه خپره شوې دي، په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا یو میلیون کسانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.
✒️: د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي چې د ښځو د کار په هکله د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې، په افغانستان کې د مرستې رسونې پر عملیات د پام وړ اغېز کړی دی.
✒️: تهران کې د افغانستان د سفارت په سرپرستۍ کې د بدلون په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت د مخکینیو ډيپلوماټانو بدلېدل مني او وایي چې دغه کار د دغه سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په مانا نه دی.
✒️: رسانههای پاکستان گزارش دادهاند که داعش مسوولیت حمله بر دو پولیس سرحدی این کشور در ایالت بلوچستان را به عهده گرفته است.
روز گذشته در نتیجه حمله افراد مسلح ناشناس بر پولیس سرحدی در ایالت بلوچستان پاکستان دو افسر ارتش این کشور کشته شدند.
✒️: د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې افغانې کورنۍ په خراب وضعیت کې ژوند کوي او په ډېرې سختۍ سره د خپلو ورځنیو لګښتونو لپاره هڅه او مبارزه کوي.
اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ کلونو په منځ کې د خلکو منځنی پور شپږ برابره شوی او ۱۱۴ ډالرو نه ۶۸۷ ډالرو ته رسېدلی دی او موږ نه شو کولای چې بې تفاوته پاتې شو، موږ باید د هغوی ترڅنګ ودرېږو او هر ډول چې کېږي باید له هغوی سره مرسته وکړو.
✒️: وروسته له هغو چې پوتین «نیو ستارت» معاهدې ته د روسیې تعهد د تعلیق په حالت کې راوړ د امریکا په گډون نورو غربي هیوادونو د مسکو دغه گام غیر مسوولانه او خطرناک وباله. پوتین پرون د روسیې ملت ته په خپل کلني خطاب کې وویل چې مسکو د اتمي وسلو د کنټرول معاهدې یا START کې خپل گډون معطلوي.
✒️: د متحده ایالتونو یوې محکمې پریکړه کړې چې د سپټمبر ۱۱ مې پیښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک کنگل شوې شتمنۍ څخه د غرامت ترلاسه کولو مستحق ندي ځکه چې د دې شتمنۍ اصلي مالکان د افغانستان خلک او د دې هیواد پخوانی حکومت دی، نه طالبان.
دې محکمې ویلي چې طالبان باید د سپټمبر ۱۱ مې پیښې کې د لاس لرلو لپاره غرامت ورکړي نه د افغانستان خلک.
دې محکمې زیاته کړې چې د افغانستان بانک د کنگل شوې شتمنۍ څخه د سپټمبر ۱۱ مې پیښې قربانیانو ته پیسې ورکول د امریکا لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل دي هغه چې یوازې د امریکا ولسمشر یې په اړه پریکړه کولای شي.
✒️: د چین د بهرنیو چارو مرکزي کمیسیون مشر «وانگ یي» د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.
تر دې مخکې «وانگ یي» د روسیې بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو او یوکراین جگړې په اړه خبرې کړې وې.
«وانگ یي» روسیې ته تر خپل سفر مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن سره هم لیدلي وو.
