مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغانستان د ګمرکونو په تاريخ کي تر ټولو لوړ ګمرکي عوايد!
د ماليې وزارت د روان (۱۴۰۱ ) مالي کال لومړيو ( ۱۱ ) مياشتو کي د هيواد له ګمرکونو څخه (۱۰۰) ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
تر دې مخکي هيڅکله هم د هيواد د ګمرکونو کلني عوايد له (۷۲) ميليارده افغانيو لوړ شوي نه وو.
✒️: د فبروري په ۱۸ مه نیټه د پوهنتونونو له اکزیت (فراغت) ازموینې څخه د نجونو تر منع کېدو وروسته اوس د «بې پولې ډاکټرانو ټولنې» یا MSF له ا.ا غوښتي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د نجونو لپاره د دې ازموینې نوې نیټه وټاکي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي چې افغانستان دا مهال د ښځینه ډاکټرانو او ښځینه نسایي - ولادي متخصصینو له کمښت سره مخ دی.
د MSF مسوولانو ویلي، چې افغانستان د ښځینه ډاکترانو زیاتیدو ته اړتیا لري نه کمېدو ته.
✒️: د تورخم دروازه د تگ راتگ پرمخ تړل شوې او له مسافرو غوښتل شوي چې تر دویمې خبرتیا پورې تورخم ته له تللو ډډه وکړي.
په ورته مهال د راپورونو له مخې د تورخم دروازې تر تړل کیدو وروسته د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي راډیو ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې د هېواد ښې راتلونکې لپاره د اوسني امنیت پر ټینګښت او د اردو جوړښت پر بشپړولو او مسلکيتوب ټینګار کوي.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي راډیو ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو کې امنیت مهم دی او پهدې هېوادونو کې ناامني پر افغانستان هم اغېز لري.
✒️: په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال برکتالله هڅاند د سیمهییزو چارواکو له قوله وايي، نن سهار په تورخم کې د افغان او پاکستاني لوريو تر منځ شاوخوا دوه نیم ساعته ډزې تبادله شوي، خو ویل کېږي، پهدې نښته کې افغان لوري ته ځاني او مالي زیان نهدی رسېدلی.
✒️: دفاع وزارت د اردو د ٣١٣ قول اردو په روزنيز مرکز کې د ۱۰ ترميم شويو ټانکونو د فعاليت خبر ورکړ او ویلي یې دي چې نور سل ټانکونه تر ترميم لاندې دي او ډېر ژر به چمتو شي.
✒️: د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې څانګه پرانیستل شوه چې د چارواکو په وینا، د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل او ماشینونه ورته پېرل شوي دي. چارواکي وايي، د پښتورګو دغه څانګه په پرمختللو وسایلو، کارپوهو ډاکټرانو او درملو سمبال شوې او د ناروغانو وړیا درملنه به په کې کېږي.
✒️: د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي. د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو رییس خیرمحمد غازي وايي، پېښه نن سهار اووه بجې د الینګار په نورلام درې په مچ کلا کې شوې ده. ده زیاته کړه، د یادې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي چې درې ښځې هم په کې شاملې دي.
✒️: د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو د هېواد په څو سرحدي ولایتونو کې د امو سيند غاړې په زيانمنونکو سيمو کې د تحکیماتو کار پیلېدو خبر ورکړی. ددغه وزارت مرستیال وايي د یادو پروژو ترسره کولو لپاره يې دوه میلیارده افغانۍ د لنډمهال لپاره په کندوز تخار جوزجان او بلخ ولايت کې په پام کې نیولي.
✒️: د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست:
په تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره مو د نښتې په اړه د رسنیو خپاره کړي راپورونه ناسم دي.
د دې ریاست یو چارواکی ملا صدیق قریشي وایي، جګړه نه ده شوې.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه و آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در آنکارا دیدار و گفتگو کردند.
این دیدار در تالار مشاهیر فرودگاه اسنبوغا آنکارا و پشت درهای بسته برگزار شد.
مولود چاووشاوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه و جفری فلیک، سفیر آمریکا در آنکارا نیز در این دیدار حضور داشتند.
✒️: افغانستان ته د پاکستاني شیخ رشید احمد سپکاوی:
بلاول بوټو! تا ولې حنارباني افغانستان ته واستوله؟ افغانستان ته به ته ورغلی وې.
نړۍ کې یوازنی هېواد افغانستان دی چې بلاول غوندې خامو هلکانو ته اړتیا لري.
✒️: سعودي د کعبې شریفې په څېر ریاض کې تر ټولو ستره ښارګوټي ته ورته وداني جوړوي.
دا وداني به ۴۰۰ متره دنګه وي، شاوخوا شل ستر تجارتي برجونه په کې ځاېدای شي، سل زره نفوس به ولري، ۹ زره خونې به ولري، ۳۳۴ زره وګړو ته به کار په کې پیدا شي، په ورننوتو به یې خلک د مریخ په دننه کي احساس کوي.
✒️: د امريکا هيل ورځپاڼې ویلي، چې په دغه هېواد کې ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او نږدې ۸۰ سلنه امريکايان د خپلو دندو د خونديتوب په اړه اندېښمن دي. ورځپاڼې ویلي، چې په امريکا کې د ټکنالوژۍ شرکتونو روان کال ۷۷ زره کارکوونکي کم کړي دي.
✒️: د ایران پوهنتونونو کې د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله د افغان کډوالو د نوملیکنې د بندیز له راپورونو وروسته، د لوېدیځې اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر وايي، د زدهکړو برخه کې د افغانانو په تېره د نجونو لپاره د ایران سیاست د اسانتیاوو برابرول دي.
سيد رسول موسوي پر خپله ټویټر پاڼه زياته کړې: «ياد لیک د علومو وزارت له خوا دی. بهرنيو چارو وزارت به علومو وزارت ته له سمون سره توضیحات ورکړي.»
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له «سياېنبيسي» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو ژمنه پوره کړي، د سیمې او نړیوالې ټولنې اوسنۍ ستونزې به په بشپړه توګه حل شي.
ښاغلي زرداري زیاته کړې، هېڅ هېواد خپل ګاونډ ته د نړیوالو ځواکونو د راستنېدو لېوالتیا نهلري. نوموړي غوښتي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید له اسلاماباد سره همکاري وکړي، څو پاکستان هم ورسره همکاري وکړي. د هغه په باور، له زدهکړو د ښځو منع کول به سرپرست حکومت ته ګټه و نه رسوي.
✒️: د افغانستان لپاره د ایران ځانگړي استازي او سفیر «حسن کاظمي قمي» د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي «یوې شیایونگ» سره کتلي دي.
حسن کاظمي قمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا لیدنه د ایران او چین د ولسمشرانو د وروستیو توافقاتو د اجرایي کولو لپاره ترسره شوې او پکې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په هکله د تهران او بیجینگ پر همکاریو خبرې شوي دي.
✒️: د نړیوال وجهي صندوق یا IMF مشرې په مونیخ امنیتي کنفرانس کې له DW سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتي داسې گامونه واخلي چې د یو مملکت په توگه کار وکولای شي او داسې خطرناک موقعیت ته ونه رسیږي چې بیا د خپلو پورونو د ادا کولو وس ونلري.
«کریسټالینا جورجیوا» ویلي چې پاکستان باید په خپلو هغو اشخاصو او موسساتو مالیات زیات کړي چې ډیر عاید لري.
✒️: یوکراین ته د امریکا ولسمشر جو بایډن د سفر سره هممهاله د دې هیواد په ټولو برخو د هوایي برید خبرداری ورکړل شوی دی.
✒️: جو بایډن د یوکراین جگړې د یو کال پوره کیدو په درشل کې دې هیواد ته سفر کړی او پلازمېنې کییف کې یې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره کتلي.
جو بایډن په خپل ټویټر لیکلي چې تېر کال کله چې پوتین پر یوکراین برید وکړ، فکر یې کاوه چې یوکراین یو کمزوری هیواد دی او غرب ویشل شوی خو د بایډن په وینا، پوتین په غلطه و.
