مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: په دې ورځو كي د دښمنانو تبليغات ډېر پراخ او زيات شوي او داسي ښيي چي د هېواد امنيتي وضعيت دومره خراب او داسي سخت پړاو ته رسېدلى چي هر شېبه د كومي ستري پېښي او ژور او ناڅاپي تغيير احتمال شته؛ د هغو په اړه چي كار ئې په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، دفترونو او سفارتونو كي چاودني او بريدونه او د خطيب، امام، داعي، مجاهد او بې گناه مسلمانانو وژل دي؛ رسنۍ ئې پړسوي، هره ورځ ئې شمېر ورزياتوي او د يوه جدي گواښ په توگه ئې معرفي كوي.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: د ملل متحد مسئولين او نور لوري وايي د افغانستان په شمال كي 4000 داعشيان راغونډ شوي، په ټول افغانستان كي د هغوى شمېر 6000 ښيي؛ تاجكستان وايي له افغانستان سره گډي پولي ته څېرمه ئې خپل ځواكونه ځاى په ځاى كړي، د پولي په امتداد د امريكا او تاجكستان گډ امنيتي او استخباراتي ټولي مستقر شوي؛ د تاجكستان حاميان وايي: كه پر تاجكستان بريد وشي نو دوى به فوراً او له ځنډ پرته مرستي ته وردانگي؛ ځينو عربي او غربي هېوادونو په كابل كي خپل سفارتونه وتړل؛ د ايمان مسجد د جمعې لمونځونو موقت تعطيل هم ځينو داسي تعبير كړ چي گواكي حزب اسلامي خپل دفتر تړي يا تړلى. د دې دروغجنو او له مبالغو ډكو تبليغاتو په اړه بايد ووايم:
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: د وسله والو مخالفينو وضعيت داسي دئ چي د هيڅ ستر كار كولو توان نه لري.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: د هغو شمېر ډېر لږ دئ چي كار ئې فقط چاودني او ترورونه دي؛ د دوى ټول توان او كمال همدا وو او دئ؛ په دې چاودنو كي ښكېل افراد اكثراً يا اجير او مزدور جنگيالي دي؛ يا جاهل او له دين او دنيا بې خبر او ناپوه غولېدلي جنگيالي او يا بهرني تروريستان چي ډېرى ئې له تاجكستان راغلي.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: هيڅ خدايپال او په دين پوه مجاهد د داسي وحشيانه عملياتو جسارت نه كوي؛ نه د مسلمان د وژلو او نه په جوماتونو او ملكي ځايونو كي د وحشيانه چاودنو او انفجاراتو اراده. هغه ډلي چي د نامردانو په څېر؛ حتى د ښځو په جامه كي غلچكي بريدونه كوي؛ هغه هم په جوماتونو كي؛ هغوى فقط همدا كارونه كولى شي؛ د هيڅ مثبت او ستر كار د كولو نه همت لري او نه ظرفيت او وړتيا؛ نن په ټول افغانستان كي د دغو ډلو هيڅ څرگند مركز او تر تسلط لاندي سيمه نه شته.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: دوى د پرديو په خدمت كي دي؛ د هغوى له لوري د ذليلي وسيلې په توگه كارول كېږي؛ د اسلام د دښمنانو د شومو او سپېرو موخو لپاره لوبول كېږي؛ د هر اغېزمن او رغنده مثبت كار له كولو هم عاجز دي او هم ئې له فكري او عملي پلوه د كولو اهليت او وړتيا نه لري. كه كوم هېواد پر افغانستان د بريد پرېكړه وكړي نو دوى به ئې وطني سرتېري وي او په لومړۍ كرښي كي به د يرغلگرو تر قومندې لاندي د خپل ملت په خلاف جنگېږي.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: دا اوس موږ عملاً د افغانستان په ارتباط د دوو رقيبو او متخاصمو نړۍ والو تړونونو شاهد يو؛ له يوې خوا په ميونيخ كي داسي ستره غونډه جوړه او روانه ده چي د 40 هېوادونو رئيسان او د 90 هېوادونو خارجه وزيران په كي راغونډ شوي؛ اجندا ئې د افغانستان امنيتي وضعيت څېړل دي!! د غوڅ اكثريت رأى دا ده چي بايد افغانستان ته جدي توجه وشي او نوې تگلاره غوره شي؛ د دې غونډي مهندسي او مديريت د ناټو او په ناټو كي د شاملو غړو هېوادو په واك كي دئ؛ ډېرى ئې داسي دي چي د سپيني ماڼۍ پر هغه تصميم اعتراض لري چي له افغانستان د ناټو ځواكونو د ناسم وتلو باعث شو او ټولو ته ئې تاريخي او نه جبرانېدونكى شرم واړولو؛ د امريكا جمهوري غوښتونكى گوند هم په دې دريځ كي له هغوى سره همغږى دئ او د جوبايډن محكومول غواړي. د دوى جدي توجه؛ د شر توجه ده نه د خير؛ افغانستان او اوكراين د دوى د همداسي توجه قربانيان دي.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: دې غونډي ته روسيه، ايران او طالبان نه دي بلل شوي. او دا خپل خاص تعبير او وجوهات لري او ښيي چي نه غواړي هغه لوري په خپل تصميم كي شريك كړي چي د افغانستان په ارتباط بېل او د دوى خلاف دريځ لري.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: له بلي خوا گورو چي مسكو د بېل محور جوړولو هڅه كوي؛ هغه هم داسي چي په افغانستان كي د داعش حضور؛ روسيې او ملگرو هېوادو ته ئې يو جدي گواښ گڼي؛ په داسي حال كي چي يقيناً او له شك پرته جدي گواښ نه دئ.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: ځيني داسي انگېري او تشويش لري چي ښايي له افغانستان سره به همغه څه وشي چي له عراق سره وشول؛ د عراق په خلاف نړۍ واله جنگي جبهه جوړه شوه او په لسگونو زره ټونه بمونه او راكټي د عراق پر ښارونو وورېدل. امريكا، اروپا، په دوى پوري تړلي عربي هېوادونو، د عراق گاونډيو، روسيې په دې بريد كي په عملي توگه شركت وكړ.
✒️: د حاا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار د نن یکشنبې ورځې د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھش د خپلې درسي حلقې تر پيل وړاندې د وینا له متن څخه: فعلي وضعيت بايد جدي ونيسو؛ تر نورو وړاندي د إمارت اسلامي دنده او مسئوليت دئ چي دغو گواښونو ته په پام سره مناسب تصميم ونيسي او تر څنگ ئې هغه افغانان چي خپل هېواد، اسلام، ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن دي او د آزادۍ په دوو جنگونو كي ئې عملي برخه درلوده؛ بايد په گډه د دې گواښونو مقابله او له خپل هېواد دفاع وكړي؛ او خپل منځي رقابتونه او اختلافات شا ته وغورځوي.
✒️: د ا.ا بهرنیو چارو وزارت په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هغه څرگندونې رد کړي چې گواکې ترهگرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او پاکستان، سیمې او نړۍ ته ترې گواښ متوجه دی.
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ا.ا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
دې وزارت ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوسمهال له ډیرو هیوادونو ښه دی چې له امله یې د سیمې امنیت سره هم مرسته شوې.
بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته مشوره ورکړې چي په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای پر دوه اړخیزو مسایلو مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي.
✒️: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی میگوید که استفاده از آب دریای آمو در کانال قوشتیپه حق افغانستان است و امارت اسلامی نیاز ندارد که آب کشورهای دیگر را بگیرد.
✒️: دفتر معاونیت نخست ریاستالوزرا در خبرنامهیی گفته است که در نشست کمیسیون اقتصادی فیصله شد که روند تبدیلی پایگاههای نظامی جا مانده از نیروهای خارجی، به زونهای اقتصادی، به گونۀ تدریجی به وزارت صنعت و تجارت سپرده شود.
در این نشست که به ریاست ملا عبدالغنی برادر، معاون نخست رییسالوزرا برگزار شده بود، درباره کارهای باقی مانده بند شاه و عروس، نصب دستگاههای "جیپیاس" در موترهای باربری، پروژههای خط راهآهن و تولید برق که از عواید داخلی تطبیق میشوند، و درباره طرح بازسازی پارک شهر نو کابل گفتوگو شده است.
بر بنیاد خبرنامه کار تبدیلی پایگاههای نظامی به زونهای اقتصادی نخست به گونۀ ازمایشی در کابل و بلخ آغاز خواهد شد.
✒️: د سعودي د حج و اوقاف وزارت:
د سږني اسلامي کال له پیله تر اوسه (د ۲۰۲۲ له جولای تر ننه) ۴ میلیونه او ۸۰۰ زرو زیات کسان د عمرې مراسمو ته راغلي دي.
۴ میلیونه ۳۰۰ زره کسان د هوا له لارې، نیم میلیون او ۷ زره کسان د ځمکې له لارې او نږدې ۴ زره له سمندري لارو عمرې ته ورغلي.
✒️: ډاکټرانو جوبایډن تر هر اړخیزې معاینې وروسته کار ته جوړ تیار بللی، خو د سپینې ماڼۍ پخواني ډاکټر او اوسني سناتور روني جکسن ویلي، ټوله امریکا پوهېږي چې د بایډن رواني وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
وایي، حقیقت باید پټ نه کړای شي.
✒️: د ایران پخوانی شهزاده رضاشاه پهلوي وایي، د دې وخت رارسېدلی چې ایران کې د نظام له مخالفو حرکتونو ملاتړ ډېر شي. پهلوي د مونیخ امنیتي کنفرانس څنډه کې رویټرز سره خبرو کې ویلي، د ایران په اوسني دولت یوازې بهرني بندیزونه بسنه نه کوي، ځکه دا فشارونه نظام کمزوری کوي، خو بدلولی یې نشي.
✒️: د امریکا خارجه وزیر انټوني بلنکن: جګړه چې هر څومره اوږده شي، د اوکراین ملاتړي یوو.
وایي، په دې کې هیڅ شک نه شته چې اوکراین یې ګټي.
✒️: سرمنشي سازمان ملل ۲۵۰ میلیون دالر بودجه را از صندوق اضطراری جهانی این سازمان از بهر رسیدگی به آسیب دیدگان که با بحران "کمبودجه" و "قحطی" روبهرو اند، اعلام کرده است.
اداره هماهنگی کمکهای بشردوستانه سازمان ملل متحد یا اوچا در خبرنامهیی گفته است که این پول از طریق صندوق مرکزی واکنش اضطراری سازمان ملل به ۱۹ کشور جهان اختصاص خواهد یافت.
به گفته سازمان ملل، از این میان، هشت کشور به شمول افغانستان در معرض "قحطی" قرار دارند و یازده کشور دیگر جهان با بحران "کمبودجه" روبهرو اند.
✒️: شمالي کوریا د جاپان سیند په لور د لویو وچو ویشتونکو یو توغندی توغولی دی.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه توغندی د پيونګ یانګ له نړۍوال هوايي ډګره توغول شوی.
د اوه ډلې هېوادونو د شمالي کوریا دغه کړنه غندلې او هغه یې له نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.
✒️: پرون شنبه د ایتوپیا (حبشې) پلازمینې «ادیس ابابا» کې د افریقایي اتحادیې له پرانیستغونډې پر مهال د اسرائیلو استازي له تالاره وایستل شول.
✒️: د بلغاریا په «صوفیه» کې په یوې لارۍ کې د ۱۸ افغانانو د مړیو تر موندل کیدو وروسته اوس د دې هیواد پولیس وایي چې په دې تړاو یې ۶ تنه نیولي دي.
پولیس زیاتوي چې مړه شوي افغانان له ۱۳ کلونو څخه تر ۳۵ کلونو عمر لري او د اکسیجن د کموالي له امله مړه شوي دي.
✒️: په ترکیه کې له زلزلې ۱۳ ورځې وروسته ۳ کسان له خاورو ایستل شوي او ژغورل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکي چارواکو په وینا دې هیواد کې د زلزلې له کبله ۲۶۴ زره ساختمانونه نړیدلي دي.
✒️: د امریکا د کانگرس نظارت کمیټې په افغانستان کې د امریکا جگړې او له دې هیواده د امریکایي سرتیرو د وتلو په اړه نوې څیړنې پیل کړي او له سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو څخه یې په دې تړاو اسناد غوښتي دي.
د کانگرس د نظارت کمیټې جمهوري غوښتونکي غړي وایي چې د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو ته چمتووالی ندرلود او په سیمه کې د سپینې ماڼۍ د وتلو پریکړې امنیت ته زیان ورساوه او بشري ناورین یې رامنځته کړ.
دې کمیټې زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا لاسته راوړنه د امریکایي سرتیرو وژل کیدل، د امریکا پیسو ضایع کیدل، د افغان ښځو په برخه کې د پرمختگونو له لاسه ورکول او د طالبانو لاس ته د امریکایي وسلو لویدل وو.
✒️: د مونیخ امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان په اړه بحث کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو، د امریکا کانگرس خارجي روابطو د کمیټي مشر مایک مک کال او د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حدجا لحبیب له ا.ا سره د تعامل په اړه خبرې وکړې.
د مونیخ کنفرانس کې د ا.ا استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې خو د افغانستان په استازیتوب «محبوبه سراج» او «حسنا جلیل» (د اشرف غنی د کورنیو چارو وزارت معیینې) پکې د ویډیو کنفرانس له لارې ویناوې وکړې.
