No-IMG

د حکمتيار صاحب شلمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د دلوې ۳۰مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار شلمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

 

ښاغلي حکمتيار (له مصر د موسى عليه السلام او بني اسرائيلو هجرت؛) تر سرليك لاندي د خپل مخکني درس پر دوام وويل:

له سمندر تېرېدل او د فرعون او لښكرو غرقېدلو په اړه د قرآن او بايبل ويناوي له نظره تېري شوې؛ داسي چي ښايي هيڅ هوښيار او د حساس ضمير خاوند به دا ضرورت احساس نه كړي چي د قرآن دا بليغه، اغېزناكه او عبرتناكه وينا د بايبل له هغي پرېوتې او گډي وډي وينا سره مقايسه شي، دې ته د انسان زړه په رپېدا راشي، د سر وېښتان ئې ځيږ شي، دا آيتونه ئې له ځان سره همغي صحنې ته بوځي، داسي احساس ورسره راپيدا شي چي دا هر څه په خپلو سترگو گوري، يوه ډله د سمندر په څپو سره وژغورل شي او بله په همدې څپو كي غرقه شي، يوه ته سمندر په خپلي سينې لار وركوي او بل ته خپل كومى پرانيزي، له يوه سره بې وزلي او وېري اخيستي ملگري دي او له بل سره مغرور او مجهز فوځ، يو د آزادۍ لپاره خوځېدلى او بل د غلامۍ په زنځېرونو كي د يوه مظلوم ولس د ساتلو تكل كوي، يو پر الله تعالى توكل كوي، د هغه په امر خوځېدلى او خپله لار په خپلي عصا پرانيزي او بل د خدايۍ دعوى كوي، يو د بنگلو، باغونو او خزانو خاوند دئ او بل تش لاسى ولس، له هر څه محروم، د وطن پرېښودو ته اړ، ... خو گورئ چي وروستۍ فتح او بريا د چا په برخه كېږي او له ماتي سره څوك مخامخ كېږي؟!! پرېكړي له عرش صادرېږي؛ نه د زمكي پر سر له قصرونو، داسي نه ده چي د زور او ځواك خاوندان به تل برلاسي وي او په هري نښتي كي به بريا د دوى په برخه!! نه گورئ چي فرعون له كوم برخليك سره مخامخ شو؟!! آيا له خپل لښكر سره يو ځاى غرق نه شو؟ او شتمني ئې بني اسرائيلو ته په مېراث پاته نه شوه؟!!

 

نوموړي زياته کړه:

د فرعون غرقېدا داسي پېښه ده چي انكار ترې ډېر گران دئ، د مصر فرد فرد له خپل پلار نيكه اورېدلې او سينه په سينه تر ننه رارسېدلې، د فرعون پر موميايي شوي كالبوت؛ وروستيو علمي څېړنو هم ثابته كړه چي هغه په اوبو كي د غرقېدو له كبله مړ شوى، بايبل هم دا قصه رااخيستې ده خو هسي د يوې پېښي په توگه، له قصې مخكي او وروسته به داسي څه په كي ونه گورئ چي د قصې د بيانولو موخه او هدف گڼل كېږي، خو وگورئ چي قرآن په دې اړه څومره عبرتناكه وينا لري؛ هلته چي فرمايي:

وَجَٰوَزۡنَا بِبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱلۡبَحۡرَ فَأَتۡبَعَهُمۡ فِرۡعَوۡنُ وَجُنُودُهُۥ بَغۡيٗا وَعَدۡوًاۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدۡرَكَهُ ٱلۡغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱلَّذِيٓ ءَامَنَتۡ بِهِۦ بَنُوٓاْ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ ٩٠ ءَآلۡـَٰٔنَ وَقَدۡ عَصَيۡتَ قَبۡلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلۡمُفۡسِدِينَ ٩١ فَٱلۡيَوۡمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنۡ خَلۡفَكَ ءَايَةٗۚ وَإِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنۡ ءَايَٰتِنَا لَغَٰفِلُونَ ٩٢   يونس: 90-92

(او بني اسرائيل مو له سمندر تېر كړل، نو فرعون او لښكري ئې د ظلم او تېري په قصد ورپسې شول، تر هغه چي غرقېدا راگېر كړ، وئې ويل: په دې ايمان راوړم چي له هغه معبود پرته بل معبود نشته چي بني اسرائيلو پرې ايمان راوړى او زه (نور د الله تعالى په وړاندي) له غاړه اېښودونكو او تسليم شوو يم!! اوس! او په داسي حال كي چي مخكي دي سركښي كوله او له مفسدينو وې؟!! نو نن به دي بدن وژغورو چي هغو ته (د عبرت) نښه وې چي له تا وروسته (راځي او پاته) دي او د خلكو ډېرى زما له آيتونو غافل دي!!)

 

ښاغلي حکمتيار زياتوي چي؛

بايبل د دغو اساسي خبرو له كولو عاجز دئ، قصه د قصې لپاره راوړي نه د كوم اوچت او سپېڅلي مقصد لپاره!!

دا هم د قرآن يو بل اعجاز دئ چي د فرعون د جسد په اړه ئې وينا رښتينې ختلې، جسد ئې تر نن پوري د عبرت په توگه پاته دئ او دښمن اعتراف كوي چي هغه د قرآن له وينا سره سم په اوبو كي د غرقېدو له كبله مړ شوى!!

 

نوموړي همداراز (د نجات د ورځي لمانځنه) تر سرليك لاندي د بايبل (د فصح عيد) په نوم پر يو بل عنوان هم تفصيلي بحث بحث وکړ او وئې ويل:

بايبل د (فصح عيد) تر عنوان لاندي كاږي: (خداى موسى او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو لپاره دا مياشت د كال لومړۍ او تر ټولو مهمه مياشت وي... هر كال به د دې مياشتي په لسمه هره كورنۍ يو ورى تياروي، كه د كورنۍ شمېر كم وي په خپل گاونډ كي له بلي وړې كورنۍ سره دي گډ شي، دا ورى يا سېرلى به نر، بې عيبه او يو كلن وي، د همدې مياشتي د څوارلسمي په مازديگر دي ټول اسرائيليان دا وري قرباني كړي او د هغوى ويني دي د دروازو د ولاړو تيرانو او د هغو خونو د دروازو پر سر وشيندي چي د وري غوښه په كي خوړل كېږي، په همدې شپه دي دا غوښه وريته كړي او له پتيري ډوډۍ او ترخو سابو سره دې وخوري، غوښه به اومه او په اوبو كي پخه شوې نه خوري، بلكي ټوله به د سر، پښو، زړه او يني په شمول وريته او ټوله به د همدې شپې تر سهاره خوري، كه څه پاته شوه هغه به سوزوي (د دې لپاره چي غير يهودي ته ئې تر پاته كېدو سوزول غوره دي!!)، د وري له خوړو مخكي به خپلي څپلۍ په پښو كوئ، خپله عصا به په لاس كي نيسئ او د سفر لپاره به تيارېږئ...دا مراسم به د خداى فصح په نامه يادېږي، دا ځكه چي زه خداى يم او نن شپه به د مصر له سيمي تېرېږم او د مصريانو ټول مشران زامن او د دوى د څارويو لومړي پيدا شوي بچيان به وژنم او د دوى خدايانو ته به سزا وركوم، كومي ويني چي تاسو د دروازو پر تيرانو شيندلې دا به د دې نښه وي چي دا كورونه ستاسي دي، زه به ئې په همدې سره پېژنم، له هغوى به تېرېږم او يوازي مصريان به وژنم!!! هر كال به د دې ورځي په ياد جشن نيسئ، په دې جشن كي چي اوه ورځي به وي يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په لومړۍ ورځ به خميره له كوره بهر وړئ... ځكه كه څوك په دغو ورځو كي د خميره شوو وړو ډوډۍ وخوري له اسرائيليانو به شړل كېږي، په لومړۍ او اوومه ورځ به ټول په گډه د خداى عبادت كوئ، په دغو دوو ورځو كي به د خوراك له برابرولو پرته بل هيڅ كار نه كوئ!!)

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ بايبل دلته دا خبره درې ځلي تكراروي چي په دغو اوه ورځو كي به يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په كور كي به خميره نه ساتئ، چا چي خميره ډوډۍ وخوړله له اسرائيليانو به طرد كېږي!!! دا به تر ابده پر تاسو واجب وي... دا د دې لپاره چي په دغي ورځي ما له مصر وژغورلئ!!!

 

نوموړی همداراز د موضوع پر دوام وايي:

لكه چي گورئ دا برخه هم له ډېرو مسخره او خندوونكو خبرو ډكه ده، چي ځيني ئې دا دي:

الف: آيا دا عجيب مذهب نه دئ چي د يوه كلن وري حلالول، وريتول او په خپله ئې خوړل يو مهم مذهبي كار گڼي؟!! داسي نه چي هغه حلال كړئ او د الله تعالى په نامه ئې فقيرانو او مسكينانو ته وركړئ!! قرباني خو دې ته ويل كېږي چي څوك له يوه غوره شي؛ د يوه سپيڅلي هدف لپاره تېر شي، نه پوهېږو چي د داسي وريتي غوښي خوړلو ته څنگه د قربانۍ نوم وركوئ؟!!

 

ب: آيا كېدى شي الهي دين انسانانو ته ووايي چي د خپلو كورونو او خونو دروازې د قربانۍ په وينو ولړئ؟!! آيا داسي دين به د سالم فطرت خاوند ومني؟!! او په خاصه توگه چي دا په وينو د دروازو لړل د دې لپاره ضروري گڼي چي خداى ته د يوې نښي په توگه وي او په دې سره پوه شي چي دا كور او دا خونه د اسرائيليانو ده، نو هلته به له ننوتلو ډډه كوي او د دوى زامن به نه وژني؟!!!

 

ج: گورئ چي د بايبل له نظره مهم مسائل كوم دي؟ د ثواب كار كوم دئ او د گناه كار كوم؟ خداى په څه راضي كېږي او په څه ناراضه كېږي؟ د بايبل خداى د پتيري ډوډۍ په خوړلو راضي كېږي او د خميره ډوډۍ په خوړلو دومره غصه كېږي چي خوړونكى ئې له خپل نازولي قوم د شړلو او رټلو وړ گڼي!!! آيا داسي دين ته څوك الهي دين ويلى شي؟ آيا هغه دين يو انساني دين كېدى شي چي د انسان د ژوند اړوند ټول مهم او اساسي مسائل ئې له پامه غورځولي وي او تركيز ئې په دغسي مسائلو وي؟!!

قرآن وايي چي فرعون ټولو ښارونو ته اربكي ولېږل، لوى فوځ ئې برابر كړ، د هغوى په ستنولو او وژلو پسي ووتل؛ لکه چي فرمايي:

وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَسۡرِ بِعِبَادِيٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ٥٢ فَأَرۡسَلَ فِرۡعَوۡنُ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ٥٣ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَشِرۡذِمَةٞ قَلِيلُونَ ٥٤ وَإِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ ٥٥ وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ ٥٦   الشعراء: 52-56

(او موسى ته مو وحي وكړه چي زما بندگان په شپې كي وباسه (او په دې پوه شه چي) حتماً به ستاسو تعاقب كېږي. نو فرعون ټولو ښارونو ته اربكي ولېږل وئې ويل: دا يوه وړوكې ډلگۍ ده؛ او يقيناً چي دوى زموږ لپاره غصه كوونكي دي؛ او بې شكه چي موږ يوه محتاطه ډله يو.)

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم زياتوي چي؛ په دې مباركو آيتونو كي څو اساسي خبري تر سترگو كېږي:

1- موسى عليه السلام ته د هجرت حكم شوى خو په دې توگه چي قوم مخكي او دى تر شا، پيغمبر عليه السلام هم لومړى خپل ټول اصحاب له مكي رخصت كړل او تر ټولو وروسته ده هجرت وكړ. موسى عليه السلام ته هم همداسي وينا شوې وه.

 

2- دا هجرت د شپې له لوري پيل شوى او په ډله ييزه توگه وو.

 

3- دوى ته ويل شوي وو چي دښمن به ورپسي وځي، د دوى د نيولو، راستنولو او وژلو هڅه به كوي.

 

4- فرعون ويلي چي دا يوه كوچنۍ ډله ده، د گوتو په شمېر، چي مقصد ئې يا په درواغو د دوى شمېر كم ښودل او د خپلو جنگاليو روحيه لوړول وو؛ همغسي چي تل د اقتدار خاوندان د خپلو مخالفينو په اړه وايي، همغسي لكه چي كمونيستانو او روسانو به د مجاهدينو په اړه ويل چي دا د گوتو په شمير اشرار دي، په سلو كي 98 ولس له موږ‏ سره دئ؛ او همغسي چي ناټو او بړېخو ئې د مجاهدينو په اړه همدا خبره كوله.

 

5- د (إِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ) د فِقرې دوه ژباړي كېدى شي:

1- دوى زموږ غصه كوونكي دي، زموږ غصه ئې راپارولې ده، اوس به خپله غصه پرې سړوو.

2- دوى موږ ته په غصه دي، كه د وتلو اجازه وركړو؛ نو د غچ اخيستو هڅه به كوي. كه څه هم له الفاظو چي كوم مطلب په آسانۍ او ژر اخيستل كېږي دوهمه ژباړه ئې افاده كوي او ورپسې آيت هم داسي تعبيرېدى شي چي د دې تفسير په تأييد كي وي، يعني د احتياط تقاضا دا ده چي دوى له مصر وتلو ته پرې نږدو كه نه موږ ته به ستونزي راولاړي كړي، خو دا تعبير به په هغه صورت كي صحيح وو چي د (لنا لغائظون) پر ځاى (علينا لغائظون) راغلي وى؛ ورپسې آيت (وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ: موږ يو محتاط جماعت يو)؛ ښيي چي فرعون خپل لښكر ته ويلي: كه څه هم دا يوه وړوكى باغى ټولى دئ او د څه كولو توان نه لري خو موږ ځكه پسي راوتلي يو چي د احتياط تقاضا همدا ه.

 

6- موسى عليه السلام او ملگري ئې له بحر سره مخامخ كېږي، د تېرېدو لار نه مومي، له شا د فرعون لښكري رانږدې كېږي، دوى ځان په محاصره كي ويني، موسى عليه السلام ته د سخت اضطراب، پرېشانۍ او نا هيلۍ په حال كي وايي: موږ‏ محاصره شوو، د دښمن لاس ته ورغلو، د خلاصون او نجات لاره نشته، له محاصرې د وتلو امكان نه مومو، قرآن په دې اړه فرمايي:

فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلۡجَمۡعَانِ قَالَ أَصۡحَٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدۡرَكُونَ ٦١ الشعراء: 61               

(كله چي دواړو ډلو‏ يوبل وليدل، د موسى يارانو وويل: موږ‏ ونيول شوو!)

په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي ښايي پر تاسو هم داسي حالت راشي، د محاصرې حالت او هري خوا ته د نجات د امكاناتو فقدان او د ټول قوم او د سفر د ملگرو اضطراب او پرېشاني؛ خو لكه چي الله تعالى دغه پرېشان او ناهيلي قوم ته چي ځان ئې په سختي او نه ماتېدونكې محاصره كي ليدو، له نجات او ژغورني مأيوس وو، په پاى كي نجات وركړ؛ همداسي به تاسو ژغوري، په دې شرط چي د موسى عليه السلام په څېر صبر وكړئ، بې همته نه شئ او خداى ځان ته كافي وگڼئ، قرآن په دې سخت حالت كي د موسى عليه السلام د بشپړ ډاډ او اطمئنان حالت داسي انځوروي:

قَالَ كَلَّآۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهۡدِينِ ٦٢ الشعراء: 62

(وئې ويل: نه؛ هيڅكله (داسي نه ده)؛ له ما سره زما رب دئ، حتماً به ما ته لار ښيي.)

يعني موسى عليه السلام په همدې سخت حالت كي ډاډه او مطمئن دئ چي الله تعالى به ئې ژغوري، په خپلي بريا باور لري، د همدغي سختي محاصرې او د خپلو ملگرو د ناهيلي په حالت كي د خپلي بريا په اړه شك نه لري، كه څه هم مخي ته بحر، شا ته د دښمن مجهز لښكر، د سفر ملگري مضطرب او پرېشانه؛ هومره چي وايي: نور نو موږ‏ ونيول شوو، محاصره يو، له دې محاصرې د وتلو امكان نشته!! د تنگسې او اضطراب په دغسى سخت حالت كي مطمئن وو او خپلو يارانو ته ئې اطمئنان وركاوو او ويل ئې: داسى نه ده لكه چي تاسو گمان كوئ، له ما سره زما رب دئ، هغه به د نجات لار راښيي، هغه به د نجات لاره زموږ‏ پرمخ پرانيزي.

عظيم الشأن قرآن فرمايي چي د همدى اطمئنان له امله موږ‏ ورته وويل چي اوس نو دا بحر په خپلي عصا ووهه، بحر شق شو؛ او د موسى عليه السلام او د ده د ملگرو د تېرېدو لپاره د بحر په زړه كي وچه لاره پرانيستل شوه، دا هر څه د موسى عليه السلام د هماغه اطمئنان نتائج وو.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ په دې كي د هر مؤمن او مجاهد لپاره ستر درس دئ؛ او لارښوونه ورته كوي چي كه له داسي حالت سره مخامخ شوئ؛ چي موسى عليه السلام او د سفر ملگري ئې ورسره مخامخ شول، كه په دې حالت كي د صف قائد او د مبارزې ملگري ئې صبر وكړي، د خپلي فتحي او بريا په اړه هيله من وي، پر خپل رب ئې توكل وي، له هغه مرسته وغواړي او هغه ځان ته كافي وگڼي؛ نو الله تعالى به ئې هرومرو مرسته كوي او د نجات لاري به ئې ورته پرانيزي.

د قرآن له وينا معلومېږي چي د بني اسرائيلو ژغورنه د موسى عليه السلام د هغه اطمئنان نتيجه وه چي د الله تعالى د تأييد او حمايت په اړه ئې ښودلى.

 

د درس په پای کي د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي پر دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک