No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې د ا.ا د مشرانو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته.

عباس ستانکزي زیاته کړې: «کومې فیصلې چې د مشرتابه لخوا کیږي موږ که مو خوښې وي او که نه وي اطاعت یې کوو، د هغو اوامر په ځان باندې واجب بولو

: ‏په ارزګان ولایت کې د یوه فلډر موټر د چپه کېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د ارزګان د والي وياند احسان الله حماس طلوع ینوز ته ویلي چې دغه پېښه د دغه ولايت د ترينکوټ او د هراوود ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

: ‏د هرات د رېل پټلۍ رییس محمد نسیم محمدي د تورغنډۍ په بندر کې د ترکمنستان د رېل پټلۍ وزارت له چارواکو سره ولیدل.

د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د تورغنډۍ بندر د ښه مدیریت او له دغې لارې د توکو د لېږد زیاتوالي په هکله خبرې اترې کړې دي.

‏په دغې لیدنه کې، ټاکل شوې چې د کابل او عشق اباد ترمنځ د لاډېرو همکاریو په موخه یوه بله غونډه هم په راتلونکو ورځو کې جوړه شي.

: ‏تېرو دوو اونیو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۷۸ زره ۶۰۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۶۸۲۷ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.

: ‏عدلیې وزارت کې د ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي؛ د خپل فعالیت له پیل راهیسې يې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۲ میلیونه او ۴سوه زره جریبه غصب شوې ځمکه پيژندلې چې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګلو را ګرځول شوې ده.

: ‏د ازموینې ملي ادارې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د طب پوهنځیو له فارغانو څخه د طبي شورا ایکزیټ ازموينه واخیسته. دغه ازموینه کې د ستوماتولوژي او معالجوي طب څانګو ۷۰۰۰ تنو فارغانو ګډون کړی و.

: ‏د افغانستان بانک سبا د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان دمګړۍ د اوسپنیزو توکو په برخه کې صادرات نه لري او په وینا یې د افغانستان اوسپنې کورنیو کارخونو ته ورکول کېږي. د کانونو او صنایعو خونه هم وايي، په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کولو سکټور معیاري کچې ته رسېدلی.

: سخنگوی وزارت امور خارجه: ‏پیام وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا در مورد جان باختن اتباع افغانستان در شهر صوفیهٔ بلغاریا

 

به ‌تاریخ ۱۷ فبروری سال جاری، ۱۸ تن اتباع افغانستان که در یک واسطهٔ نقلیهٔ سربسته در سرک حلقوی شهر صوفیه، پایتخت بلغاریا برای سه روز گیرمانده بودند؛ ‏در اثر گرسنگی، تشنگی و کمبود آکسیجن جان باختند و تعداد دیگر آنان به شفاخانهٔ مرکزی شهر منتقل گردیدند که وضعیت صحی آنان قناعت‌بخش است.

‏وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا مراتب تسلیت خویش را به خانواده‌های قربانیان این حادثهٔ غم‌انگیز ابراز می‌کند و یک‌بار دیگر از همه افغان‌ها می‌خواهد تا زندگی خویش را با انتخاب راه‌های غیرقانونی و قاچاقی مهاجرت به خطر نیاندازند.

: ‏بلغاریایي چارواکي:

نیول شوې لارۍ کې مو ټول ۵۲ تنه افغانان موندلي، ۱۸ تنه مړه دي، پاتې ۳۴ کسانو کې د ۱۶ تنو وضعیت ښه نه دی ،  ۱۰ تنو ته سرسري روغتیایي خدماتو اړتیا وه.

ځوانانو ته څو ورځې ډوډۍ نه وه رسېدلې، یخ هم وهلي وو او دوی د لارۍ تر نیول کېدو ۱۲ ساعته وړاندې مړه شوي.

: ‏د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف:

پاکستان دیوالیه کېدو ته نږدې شوی نه دی، بلکې کنګال او دېوالیه شوی دی او موږ اوس یو دېوالیه هېواد کې اوسېږو.

وایي، دین نه د لرې کېدو له امله موږ په دغه حال یوو.

: ‏د لبنان اقتصادي بحران:

قهرجنو خلکو د پیسو د نه ورکولو له امله لږ تر لږه ۶ بانکونو ته اور اچولی.

هلته هم له بانکه د زیاتو پیسو په ایستلو بندیز دی او خلکو ته ډېرې کمې پیسې ورکول کېږي.

: ‏د روټردام د تجارتي کښتیو د لنګر اچونې نړیوال کانفرانس:

د سعودي  (جده سمندري بندر) د کال د غوره بندر او ډیجیټلي غوره اسانتیاو رامنځته کولو جایزې واخیستې.

: ‏د کراچۍ ډله ییز برید ته د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر غبرګون:

ترهګرو وشرمېږئ چې موږ کراچۍ کې پي ایس ایل لوبې روانې کړي او تاسو بریدونه کوئ.

: ‏د کاناډا د پارلمان یوې غړې هدر مک فرسن د دغه هېواد له حکومته غوښتي، چې له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.

: ‏د برېټانیا د پارلمان د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر، به په افغانستان کې د ښځو، نجونو او برېټانیا مرستې وارز وي. ویل شوي چې پایلې به یې د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه د دغه هېواد له پارلمان سره شریکې کړي. دغه بنسټ په یوه راپور کې افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

: ‏یک مرد شش تن را در یک شهر کوچک در شمال ایالت میسیسیپی امریکا به قتل رساند.

اسوشیتدپرس گزارش داده است که این مرد در چندین مکان این افراد را به گلوله بسته است. خانم پیشین این مرد نیز در میان کشته شدگان است.

: ‏دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل در افغانستان (اوچا) در تویتی می‌گوید که ۴۷۹ میلیون دالر نیاز است تا ۱۴ میلیون تن در افغانستان به آب صحی دسترسی پیدا کنند.

‏اوچا می‌افزاید که به علت خشک‌سالی‌های پی در پی در ۲۰۲۲، میزان افرادی که به آب صحی دسترسی نداشتند، هفت درصد افزایش یافت. این نهاد دست‌رسی به آب صحی را در کاهش بیماری‌های گوناگون در افغانستان، مهم می‌داند.

: ‏کمیته نظارت مجلس نمایندگان امریکا با ارسال چندین نامه به کاخ سفید، وزارت‌های دفاع و خارجه خواهان اطلاعات درباره خروج امریکا از افغانستان شده است.

‏بربنیاد گزارش اسوشیتدپرس، رییس کمیته نظارت مجلس نمایندگان گفته است که اداره جوبایدن آماده خروج از افغانستان نبود و این تصمیم منجر به فاجعه‌ی امنیتی و بشری شد. او از همه نهادهای مرتبط خواسته است تا اطلاعات درخواست شده را آماده و در این زمینه همکاری کنند.

: ‏رویترز گزارش می‌دهد که جان کربی، هماهنگ‌کننده ارتباطات راهبردی شورای امنیت ملی امریکا، از کشته شدن یک فرمانده ارشد" داعش به نام حمزه الحمصی در شرق سوریه خبر داده است.

در گزارش آمده است که چهار نظامی امریکایی نیز در این عملیات در نتیجه یک انفجار زخمی شده‌اند.

: ‏وزیر امور خارجه پاکستان در دومین روز نشست امنیتی مونیخ مقاومت‌های موجود علیه طالبان در داخل کشور را افسانه خواند و گفت هیچ تهدیدی بزرگ‌تر از داعش علیه طالبان در افغانستان وجود ندارد.

: ‏په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکزي قوماندانۍ برید تر څلورو ساعتونو نښتې وروسته پای ته ورسید.

پاکستاني چارواکي وایي، دې برید کې ۳ پولیس وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان TTP د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

: ‏‏تلفات زمین‌لرزه در ترکیه و سوریه از مرز ۴۳هزار نفر گذشت. رویترز به نقل از وزارت شهرسازی ترکیه می‌گوید که ۸۴هزار ۷۰۰ ساختمان در ترکیه ویران یا به گونه جدی آسیب دیده‌اند. گفته شده است که میلیون‌ها تن در این رویداد بی مسکن شده‌اند.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې «کرن ډکر» د خپل هغه ټویټ په خاطر چې پکې یې ویلي وو، افغان میرمنې باید د تورپوستو ښځو څخه زده کړه وکړي بښنه غوښتې او خپل ټویټ یې ډیلیټ کړی دی.

‏«کرن ډکر» په خپل ټوېټ کې افغان میرمنو ته سپارښتنه کړې وه څو له تور پوستو امریکایي سندرغاړو څخه الهام واخلي او له دې سندر غاړو یې غوښتي وو څو افغان میرمنو ته مشورې ورکړي چې څه ډول خپل حقونه ترلاسه کړي.

‏د «کرن ډکر» دا ټویټ د افغانانو، امریکایي چارواکو او د دې هیواد بهرنیو چارو وزارت له سختو غبرگونونو سره مخ شوی او په نوموړې انتقاد شوی چې د افغان ښځو او په امریکا کې د مشهورو تور پوستو امریکایي سندرغاړو د وضعیت تفکیک نشي کولای.

: ‏د بلغاریا پولیسو په یوې لارۍ کې د یوه ماشوم په گډون د ۱۸ افغانانو مړي موندلي دي.

د بلغاریا کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې لارۍ کې ۴۰ افغان کډوال وو او په وینا یې هغه کډوال‌ چې ژوندي پاتې دي روغتون ته انتقال شوي دي.

: ‏د داعش جنگیالیو د سوریې په «حمص» ولایت کې ۵۳ ملکیان وژلي دي.

د راپورونو له مخې داعش هغه مهال په ملکیانو برید وکړ چې دوی په صحرا کې خړمیړي ټولول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک