د يو غټ بحران مخه بايد ونيول شي
عبد الرازق حبيبي
هلمند کې ډير ادرسونه په برمو دي مثلا د کومې قريې يې وايي د فلان قريې د فلان د برمې سره.
په وروستيو کې خلکو د ځمکې لاندې اوبه ټولې وويستلې او له همدې لامله ډير خلک نورو ولسواليو ته کډه کولو ته مجبور شول او کلي شاړ شول
عين قضيه ننګرهار کې هم تکراريدونکي ده او که ننګرهار کې ددې برمو مخه ونه نيول شوه څو کاله وروسته به ډير کلي شاړ او اباد کلي کنډواله شي ځکه د ځمکې لاندې اوبه به ختمې شي، اوس خو يو شمېر خلک خوشاله دي چې باغونه يي اباد کړي او شاړې ځمکې يې حاصلخيزه کړي خو په اوږدمهال کې دا د آبادو کليو ويجاړونه ده، که يي نه منئ تاسو د رينګ روډ اړوندو سيمو کې د څو کاله مخکې او اوسني حالت د اوبو پرتله سره وکړئ نو پوه به شئ
نو که مسؤولين دي کار ته په وخت توجه وکړي نو د آباد کليو د ويجاړيدو او مهاجرتونو په مخنيوي کې به يي ستر رول لوبولی وي
