مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: تېره شپه شاوخوا ۱۰:۴۸ دقیقې نسبتاً شدیدې زلزلې د بدخشان ولایت ځینې سیمې لړزولي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د رېښتر په کچه د ۴٫۷ درجې زلزلې مرکز د هندوکش غرونه ښودل شوي. تر اوسه د دې زلزلې د تلفاتو په څه نهدي ویل شوي.
✒️: د بدخشان ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د پرون شپې د زلزلې له کبله ۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یو ماشوم لا هم تر خاورو لاندې دی.
✒️: د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي «یوې شیاویونگ» په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین سره کتلي دي.
✒️: پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن د ترکیې سفارت ته ولاړ او هلته یې په خاص کتاب کې د دغه هیواد د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب درج کړل.
✒️: سترې محکمې په یوې اعلامیه کې لیکلي چې په بدخشان ولایت کې د دوو ښځو په ګډون یوولس کسان "د اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو، غلا او زنا" په جرم "تعزیري مجازات" شوي دي.
✒️: احمد سهیل حسن زاده، رزمی کار پناهجوی کشور مقیم امریکا، فردا در برابر جوش استریکر امریکایی وارد نبرد می شود.
این دیدار میان حسن زاده و حریف امریکاییاش، در سازمان رزمی "الافای" در ایالات اندیانا، در وزن ۷۰ کیلوگرام برگزار می شود.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، په ایران کې "د جي پنځه ډلې" هېوادونو د ناستې پر مهال په افغانستان کې د روغتیایي ظرفیتونو د لوړولو، روغتیایي تجربو د لېږد او سرطاني ناروغیو د کنټرول د لارو چارو په اړه خبرې اترې شوې دي.
✒️: په کراچۍ کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان په زندانونو کې ۶۵۰ افغان بندیان لا هم د بند شپې او ورځې سبا کوي.
✒️: د نړیوال بانک له ریاست د ډېوېډ مالپاس د ګوښه کېدو له اعلان وروسته، د افغانستان مالیې وزارت چارواکي وایي، د یاد وزارت لهخوا په افغانستان کې د نړیوال بانک پروژو د چارو د بیا پیلېدو لپاره هڅې دوام لري.
✒️: په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په لومړۍ نمبر لويې لارې کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
✒️: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي چې پرون د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ٧٥ واګونه خوراکي توکي چې ټول وزن یې ٥٠٣٣ ټنه کېږي، هېواد ته وارد او ٥٠ ټنه مالټې له هېواده بهر صادرې شوې دي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، درېیو پر لپسې وچکالیو افغانستان سخت ځپلی دی. د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د وچکالۍ له امله د هغو کورنیو شمېر اووه سلنه ډېر شوی چې پاکو اوبو ته اړتیا لري.
✒️: نماینده ویژه چین برای افغانستان یو شیاویونگ در صفحه تویترش از دیدارش با محمد اعجاز، سفیر پاکستان در قطر، خبر داده و گفته است که هردوجانب درباره افغانستان و روابط میان چین و اسلامآباد گفتوگو کردهاند.
نماینده ویژه چین نیز گفته است که در دیدارش با یوسف سلطان لارم، رییس بخش آسیایی وزارت خارجه قطر، درباره تقویت همکاری میان بیجینگ و دوحه برای صلح و ثبات و بازسازی افغانستان گفتوگو کرده است.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر ټویټر لیکلي، د القاعده د مشر په اړه د خبرونو جوړول او له ایران سره یې اړیکې د خندا وړ ده.
ښاغلي عبداللهیان زیاته کړې: «د القاعدې او داعش رامنځته کوونکي په نړۍ کې د ترورېزم د ودې مسوول او عامل دي. ناسمه پته مه ورکوئ!»
✒️: د ترکیې او سوریې په وروستۍ زلزله کې د مړو شویو شمېر له ۴۲ زرو واوښت.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د ترکیې له زلزله ځپلو سره د یو مېلیارډ ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. ښاغلي ګوټېرېش ویلي، د درې میاشتو لپاره به څه باندې پنځه مېلیونه کسانو ته بشرپاله مرستې ورکړل شي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې پر ټویټر لیکلي، د دې ادارې مشر عبدالله الدرداري د امریکا، کاناډا، بریټانیا، بلجیم، ایټالیا، اسټرالیا، جاپان، سویلي کوریا، سویډن او جرمني له یو شمېر استازیو سره لېدنه کې د افغانستان روان وضعیت او له افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.
✒️: د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي چې دا مهال د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زده کړې دي.
امینې محمد د «زدهکړې نه شو ځنډولی» تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي، له ۵۰۰ ډیرې ورځې کیږي چې د افغان نجونو پر مخ تر شپږم ټولگي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي او له دوی لومړني بشري حقونه اخیستل شوي.
