No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏څلور دېرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر شپږوېشتمه د وخت د شوروي اتحاد اشغالګر سرتېري تر هغه وروسته چي د اسلامي نهضت له خوا د پیل شوې مبارزې او جهاد په ترڅ کي ستره او شرمناکه ماته وخوړه او بالاخره د افغانستان او ازبیکستان له سرحدي پلې واوښتل او په افغانستان کې یې خپل څه باندې نهه کلن حضور پای ته ورساوه.

: د دلوي ۲۶ په اړه د حزب اسلامي افغانستان د اعلامیې له متن څخه: د وَذَكِّرۡهُم بِأَيَّامِ ٱللَّهِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٖ.

«په أَيَّامُ الله سره هغوى ته يادونه وكړه؛ يقيناً چي په دې كي د هر ډېر صابر او ډېر شاكر لپاره نښي دي

د افغانستان په لرغوني او له ځلانده افتخاراتو ډك تاريخ كي؛ د دلوې 26 هغه لوړ مقام لري چې هيڅ ورځ ورسره سيالي نه شي كولى، دا په يوه اوږده او نابرابر جنګ كي؛ د مجاهدو افغانانو د بريا او د دوى له هېواده د يوه ستر استعماري ځواك د مات شوي فوځ د وتلو تاريخي او له وياړونو او عبرتونو ډكه ورځ ده؛ ټول راتلونكي نسلونه ئې بايد تل په پرتمينه توگه ولمانځي او په تلپاته اغېزناكي خاطرې ئې بدله كړي؛ قرآن دغسي ورځو ته د «أَيَّامُ الله» نوم وركړى

: د دلوي ۲۶ په اړه د حزب اسلامي افغانستان د اعلامیې له متن څخه: د 26 دلوي په مناسبت؛ ټول افغان مؤمن ملت ته په عامه توگه او هغو مجاهدو شاځلميانو ته په خاصه توگه مباركي وايم چي د دوى د قربانيو په نتيجه كي شوروي يرغلگر ځواكونه؛ له سختي ماتي سره مخامخ او له افغانستان وتلو ته اړ شول؛ او په همدې سره د شوروي ستره امپراطوري په زوال محكوم او ټغر ئې ټول شو.

: د دلوي ۲۶ په اړه د حزب اسلامي افغانستان د اعلامیې له متن څخه: دا څلورمه نړۍ واله امپراطوري وه چي په افغانستان كي له ماتي سره مخامخ او همدلته ئې زوال پيل شوى، تر دې وړاندي، انگرېزان، چنگيزيان او د سكندر اعظم لښكر له ورته برخليك سره مخامخ شوي وو، د شوروي ځواكونو په لاس پيل شوې جگړه ناټو ته په ميراث ورسېده، د غربي نړۍ د ټولو ځواكمنو او شتمنو هېوادونو تر 160000 زيات سرتېرو، په آخرين ماډل وژونكو وسلو سمبال؛ له فضاء او زمكي پر افغانستان بريد وكړ؛ شل كاله له افغانانو سره وجنگېدل، د سرلوړو افغانانو خلاف ئې ټولي وژونكې او ورانوونكې وسلې وكارولې او له هيڅ جنايت ئې ډډه ونه كړه؛ خو په پاى كي د مؤمنو مجاهدينو د سرښندنو او نه ماتېدونكي مقاومت له امله وتلو ته اړ او په ټيټ سر او تش لاس ووتل. إن شاء الله افغانستان به تل د هر يرغلگر لپاره هدېره وي.

: از متن پیام رهبر عالیقدر ح.ا.ا به مردم با همت و صابر تركيه

اگر مصيبتى كه ملت مؤمن تركيه در زلزله ويرانگر؛ با آن مواجه گرديد؛ خيلى بزرگ و دردآور بود؛ همت، شهامت و صبر اين مردم شكيبا نيز خيلى بلند و شايسته تمامى ستايش ها بود؛ رسيدگى حكومت مسئوليت شناس و خادم ملت؛ به مصيبت زده ها نيز؛ مثال تاريخى را رقم زد؛ اگر در چنين شرائطى سخت؛ زمام امور در دست؛ سيكولران و خدا ناشناسان مى بود؛ مصيبت هاى مردم مظلوم تركيه صد چند مى شد.

اميدواريم مردم هوشيار و خردمند تركيه سربلند؛ از آزمون بزرگ؛ سرافراز بگذرد؛ زخم ها التيام يابد؛ ويرانى ها جبران شود؛ و توطئه هاى دشمنان بيرونى و درونى كشور شان چون همواره و در نتيجه درايت و استقامت ملت مؤمن تركيه خنثى گردد؛ همانگونه كه كودتاهاى خطرناك دشمنان را همواره خنثى كرده اند.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د شوروي لښکرو د ماتې او وتلو ورځې په نمانځغونډه کې ویلي«هیڅوخت باید تکبر ونکړو، هر وخت باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو او هڅه وکړو، چې پر ځان باندې یې راټول کړو، داسې ونکړو چې هروار آزادي اخلو او بیا یې بایلو، دا وار یې باید وساتو»

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د سلواغې د۲۶ مې نېټې لمانځغونډه کې وايي موږ غواړو هغه نظام چې د ټولو افغانانو خوښ دی، ټول افغانان ورته تږي دي، رامنځته شي. او ددې نظام تر سیوري لاندې ازاد ژوند وکړو. او د هر ډول فکري، مذهبي او فیزیکي ښکیلاک څخه خلاص واوسېږو.

: ‏شیخ شهاب الدین دلاور: ازادي ملت اخلي او له لاسه ورکول کیږي د مشرانو له وجهې.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو په لمانځغونډه کې نړۍ ته په خطاب کې وايي:« افغانستان کې په نظامي یونېفورم کې دې کس نه شم منلی، که د تجارت او سیاست لپاره راځئ، هغه ډول چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره دې اړیکې دي له موږ سره به دې هم وي

: ‏امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه در مراسم تجلیل از ۲۶ دلو روز خروج سربازان اتحاد جماهیر شوروی پیشین از افغانستان می‌گوید که همسایه‌های شمالی افغانستان در نشستی ادعا کرده‌اند که هزاران عضو داعش در شمال افغانستان وجود دارد.

اما به گفته او، هر کس می‌تواند درباره نگرانی‌های‌شان با آنان گفت‌وگو کنند و هیچ خطر از خاک افغانستان وجود ندارد

او افزود: «هر داعشی که سر بالا کرده است، سرکوب می‌شود

امیرخان متقی گفت که امارت اسلامی خواهان روابط تجارتی ،دیپلماتیک و اقتصادی با جهان است.

: ‏خلیل الرحمن حقانی، سرپرست وزارت مهاجران و عودت کننده‌گان در مراسم تجلیل از ۲۶ دلو روز خروج سربازان اتحاد جماهیر شوروی پیشین از افغانستان می‌گوید افراد که به "کی‌جی‌بی" و امریکا کار می‌کنند در "هر زمان‌اش" وجود دارند و امارت اسلامی باید متوجه آنان باشد.

: ‏امارت اسلامی در خبرنامه‌یی سی‌وچهارمین سالروز خروج نیروهای اتحاد جماهیر شوروی از افغانستان را تبریک گفته است. در این خبرنامه‌ آمده است که اگر کشورها با امارت اسلامی تعامل خوب داشته باشد؛ امارت اسلامی نیز با در نظرداشت منافع دینی و ملی آماده تعامل می‌باشد.

: ‏سه کودک در نتیجه برف‌کوچ در بدخشان جان باختند.

معزالدین احمدی،رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت بدخشان، می‌گوید که برف‌کوچ صبح امروز در روستای "خونیلر" ولسوالی راغستان به وقوع پیوسته است که سه کودک یک خانواده را زیر گرفت.

‏به گفته‌ آقای احمدی، پدر و مادر این کودکان در این رویداد زخم برداشته‌اند.

: د استخباراتو عمومي ریاست وايي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د داعش غړو پر پټن‌ځای د تېرې شپې په عملیاتو کې د دغې ډلې د داعش درې غړي وژل شوي او یو تن یې نیول شوی دی.

: ‏یک دختر ۱۷ ساله در ولایت بادغیس خوداش را حلق‌آویز و به زندگی‌اش پایان داد.

احمد جان حنظله، سخنگوی والی بادغیس، می‌گوید که این رویداد صبح امروز (سه‌شنبه) در منطقه "دهستان" ولسوالی "آبکمری" این ولایت اتفاق افتاده است.

: ‏په میدان وردګو کې پر څه باندې پنځه زره یتیمانو او بې سر پناه ماشومانو د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ژمنیو جامو د وېش لړۍ پیل شوه. د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي د دغو ماشومانو لپاره په بېلابېلو څانګو کې د ښوونیزو کورسونو د برابرولو خبر هم ورکوي.

: ‏د خوست يو شمېر اوسېدونکي په دې ولايت کې د غلاوو له زياتوالي شکايت کوي او له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې د غلا پېښو مخه ونيسي.

: ‏ایکانومیکس ټایمز:

پاکستان د امریکا او غرب له ډاره دا ځل د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې برخه وانه خیسته.

د مسکو غونډه څو ورځې وړاندې د طالبانو او پاکستان له استازو پرته وشوه خو د ایران، چین، هند او د متځنۍ اسیا هېوادونو استازي ورغلي وو.

: ‏پلس کلایمټ نړیوال ژورنال ته د امریکا د یوټاه پوهنتون د پوهانو ریسرچ:

که د سپوږمۍ د ګردوغبار ذرات راټول او یو میلیون مایله وړاندې فضا ته خوشې شي، نو د لمر تېزې وړانګې تر یو حده بلاک کولی او ځمکه د اقلیمي بدلون او ګرمښت له بحرانه تر یو حده ژغورل کېدای شي.

: ‏اروپایي ټولنې د هوا د خرابوالي د مخنیوي لپاره یو قانون پاس کړ چې له مخې به یې راتلونکو ۱۲ کلونو پورې اروپا کې ډیزلي او پټرولي موټر ختم شي.

یوازې به هایبرډ چارچېدونکي موټر چلېږي.

: ‏د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت نظامي سازمان مشر اناتولی سدوروف:

افغانستان کې د تاجکستان پولو ته څېرمه ۴ زره داعش ترهګر ځای پر ځای شوي.

: ‏د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره وايي، اروپايي ټولنه به د لومړي ځل لپاره پر هغو ایراني بنسټونو د بندیزونو وړاندیز وکړي، چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازی فران اکویزا ټينګار کوي افغانستان اړتیا لري چې ډېرې نجونې یې په ښوونځیو کې حضور ولري.

‏ښاغلي اکویزا په یوه ټویټ کې لیکلي چې د هلمند ولایت په «دشت عینک» سیمه کې د نجونو د ابتدایې دورې ښوونځي له هغو نجونو سره یې لیدلي چې زده‌کړې ته لېواله دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې دغه بنسټ د نجونو د زده‌کړو ملاتړ ته ژمن دی.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ترکیه او سوریه کې وروستۍ زورورې زلزلې د تېرو سلو کلونو تر ټولو ویجاړوونکې طبیعي پیښې دي.

له دې سره هممهاله ترکي چارواکو ویلي چې د ترکیې په هاتای ولایت کې یوه ښځه تر ۸ ورځو وروسته نن له خاورو ایستل شوې او ژغورل شوې ده.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو شمېر له ۳۵ زره کسانو اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ۹ کسان تر خاورو لاندې ۸ ورځې وروسته راایستل شوي او ژغورل شوي دي.

: ‏رویترز گزارش داده است که آمار تلفات زمین‌لرزه اخیر در کشور‌های ترکیه و سوریه به بیش از ۴۱،۰۰۰ رسیده است.

 زمین‌لرزه ۷.۸ ریشتری مرگ‌بارترین زمین‌لرزه که در بامداد روز دوشنبه در ترکیه و سوریه رخ داده بود.

: ‏د افغانستان د سول لپاره د امریکا پخوانی استازي زلمی خلیلزاد د ا.ا ځواکونو لخوا په کابل کې د داعش په پټنځای برید ته په اشارې سره ویلي: «داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې گډ دښمن دی او د دې ډلې په وړاندې همکاري کیدلی شي د راتلونکي د اړیکو مهمه برخه وي

‏زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې په اوسنیو انتخابونو کې د دوحې تړون  تطبیق کول تر ټولو غوره لار ده چې ورسره د افغانانو او نړیوالې ټولنې ټولو اندیښنو ته هم ځواب ویل کیدلی شي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چین پلازمینې بیجینگ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینگ سره د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو همکاریو ۲۰ تړونونه لاسلیک کړي دي.

‏تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی چې دا تړونونه د اقتصاد، معلوماتي ټکنالوجۍ، د بحران مدیریت، سیاحت، ساحې، چاپیریال، نړیواله سوداګرۍ، فکري ملکیت، کرهنه، صادرات، روغتیا او طبي سکتور، د رسنیو فعالیتونه، او همدارنګه سپورت او کلتوري میراث په برخو کې لاسلیک شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک