No-IMG

د حکمتيار صاحب نوولسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

یکشنبه د دلوې ۲۳مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي خپله ۱۹مه درسي محاضره د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه؛ چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي تر دې سرليك لاندي (كله چي تشدد نتيجه نه وركوي) د خپل تېر درس پر دوام وويل:

څومره چي فرعون او فرعونيانو د موسى عليه السلام د پلويانو په ضد خپل تشدد زيات كړ همدومره نهضت قوت وموند، د موسى عليه السلام د پلويانو او د فرعون د مخالفينو شمېر زيات شو، فرعون پرېكړه وكړه چي ځان د هغه دين مدافع وښيي چي له پلار نيكه مصريانو ته په ميراث پاته دئ او موسى عليه السلام له دې دين باغي وښيي، دا د ديني خوځښتونو يوه ځانگړتيا ده چي دښمنان ئې په يوې مرحلې كي ځان د دين مدافعان او نهضت له دين او ديانت د باغي په توگه وړاندي كړي، د دين په جامه كي د دين مقابله كوي، همغه شعارونه وركوي چي نهضت عنوان كړي، فرعون د دين ساتونكى شي او موسى عليه السلام د دين مخالف معرفي كړي!! فرعون صالح او صلح غوښتونكى شي او موسى د بې امنيو او فساد عامل!!، خو كله چي تبليغات هم بې اغېزه پاته شي، نه د نهضت د مزيد ځواكمنېدو او خورېدو مخه ونيسي او نه له نهضت سره د ولس د يو ځاى كېدو، نو د شخصيتونو د ترور او وژني مرحله راورسېږي، د عام وژنو او د بني اسرئيلو د زامنو د ذبح كولو په ځاى د موسى عليه السلام د وژلو پرېكړه كېږي، قرآن فرمايي چي په دې پړاو كي دښمن دوه كارونه كوى:

1ـ همغه شعارونه عنوانوي چي نهضت عنوان كړي، هغه هم د دين مدافع او خواخوږى شي!! 

2ـ د شخصيتونو د ترور پرېكړه كوي

قرآن په دې اړه فرمايي:

وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ ذَرُونِيٓ أَقۡتُلۡ مُوسَىٰ وَلۡيَدۡعُ رَبَّهُۥٓۖ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمۡ أَوۡ أَن يُظۡهِرَ فِي ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡفَسَادَ ٢٦ غافر: 26

«او فرعون وويل: ما پرېږدئ چي موسى ووژنم؛ او هغه دي خپل رب (مرستي ته) وروبلي، زه ويرېږم چي ستاسو دين بدل نه كړي او يا په زمكه كي فساد خور نه شي

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

گورئ چي هغه په پټه يوه خبره كوي او په څرگنده بله، خپلو درباريانو ته د تړلو دروازو تر شا وايي: ما پرېږدئ چي موسى ووژنم، موسى دي خپل خداى مرستي ته وروبلي؛ خو كله چي له عام ولس سره مخامخ كېږي وايي: زه وېرېږم چي موسى ستاسو غوره دين بدل نه كړي او په مصر كي بې امني او فساد خور نه شي!! دا دئ گورئ چي هغه ستر مفسد اوس دا دعوى كوى چي موسى عليه السلام فساد خوروي، هغه له الله تعالى باغي او د دين ستر دښمن اوس د دين حامي شوى، قرآن په دې سره موږ ته لارښوونه كوي چي دا د هري ديني مبارزې يوه مرحله ده، د پيغمبرانو عليهم السلام په خط روانو نهضتونو باندي هرومرو دا مرحله راځي، د مبارزې په يوه خاص پړاو كي به دښمن هم د نهضت شعارونه عنوانوي، د دين په جامه كي به د دين مقابله كوي. موږ د خپلي مبارزې په جريان كي په وار وار دا حقيقت په خپلو سترگو وليد، په وار وار همداسي وشول، د كمونيستانو په ضد د مبارزې په دوران كي هغه پړاو راغى چي له الله تعالى منكر او د دين سرسختو دښمنانو به خپلي ويناوي په بسم الله الرحمن الرحيم شروع كولې او په من الله التوفيق به ئې ختمولې، بې اودسه به په لمانځه ودرېدل، د لمانځه فيلمونه به ئې په تلويزيون كي ښو‏دل كېدل، د شئون اسلامي وزارت ئې جوړ كړ، ويل ئې چي دولت ئې څلرويشتو زرو ملايانو ته معاش وركوي، د مجاهدينو په اړه به ئې ويل چي دوى جوماتونه ورانوي او ملايان وژني!! عظيم الشأن قرآن دغه مرحله د نهضت د يوې طبيعي او حتمي راتلونكې مرحلې او د يوه سنت په توگه معرفي كوي؛ او په دې سره د الله د لاري مجاهدينو ته لارښوونه كوي چي له داسي پړاو سره مخامخ كېدو ته ذهناً چمتو وي، هغه ورځ به راځي چي فرعون ووايي: إني اخاف أن يبدل دينكم: زه وېرېږم چي ستاسي دين بدل نه كړي!! ستاسو د غوره پلرني دين په اړه اندېښنه لرم، داسي نه چي موسى په خپل سحر او جادو او په خپلو جادويي ويناوو سره ستاسو پلرنى لرغونى دين او مذهب بدل كړي، هغه لوى مفسد، د طبقاتي نظام سالار، چي ولس ئې په ډلو‏ ډلو‏ ويشلى وو، د بني اسرائيلو زامن ئې ذبح كول، لوڼي ئې د وينځو په توگه ساتلې، پر دې مظلوم او بې وزلي قوم ئې ټول هغه ظلمونه او نارواوي له كلونو كلونو راايسي روا گڼلې، هغه ئې په استضعاف او ذلت كي ساتلى، د يوه بشپړ قوم فرد فرد د مريي او وينځي په توگه د فرعونيانو په دربارونو كي د ذلت شپې ورځي تېرولې، د همدې ظالم او طبقاتي نظام بې رحمه سالار؛ له ډېرو ظلمونو، تړلو او وژلو وروسته وايي: وېرېږم چي په هېواد كي بې امني خوره نه شي!! دا خبره پرون روسانو تكرار كړه، نن ئې امريكايان تكراروي، پرون كمونيستانو وكړه؛ نن ئې د امريكا د فوځونو په زور مسلط شوي لنډه غر غربپالان كوي!! روسانو يو نيم مليون بى گناه افغانان ووژل، ټول هېواد ئې په كنډوالو بدل كړ، كلي او كورونه ئې په توپونو او بمونو ويجاركړل؛ خو سره له دې به ئې ويل: مجاهدين پلونه ورانوي، مدرسې، جوماتونه او مكتبونه ورانوي، نن امريكايان همدغه تبليغات كوي، په داسي حال كي چي په كليو، ښارونو، مدرسو او جوماتونو بمونه وروي، د خلكو د غم او ښادي په غونډو ډزي كوي، هره ورځ په لسگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، خو وايي چي مجاهدين مكتبونه، مدرسې او جوماتونه او عام المنفعه تأسيسات ورانوي، په خپل لاس به په دغو ځايونو كي بمونه منفجر كړي چي مجاهدين پرې تورن كړي، گورئ چي هماغه د فرعون خبره پرون د روسانو په خوله تكرارېده او ورپسې د امريكايانو په خوله. او دا ښيي چي د قرآن قصې تاريخي بېلگي او مثالونه دي چي تل به تكرارېږي، د تاريخ په هر پړاو او د زمانې په هر موړ كي به يو فرعون وي او په مقابل كي ئې يو موسى؛ او دا مبارزه به د فرعون په غرقېدا پاى ته رسي.

 

نوموړی زياتوي چي؛ كه څه هم موسى عليه السلام په دې توگه لېږل شوى چي لومړى به د فرعون مقابله كوي، د دښمن د متحدي جبهې له دريو اړخونو به لومړى د فرعون (د سياسي حاكمي طبقې سالار) په خلاف د مبارزې جبهه پرانيزي، خو كله چي فرعون گوري چي د بني اسرائيلو د زامنو وژلو هم څه نتيجه ورنه كړه؛ او د قرآن په اصطلاح : و ما كيد الكافرين الا فى ضلال: او د كافرانو كيد او توطئه له دې پرته بله پايله نه درلوده چي معكوس نتائج وركړي، د موسى عليه السلام د وژلو پرېكړه هم عملي نه شوه، نو له خپلو درباريانو سره مشوره كوي چي اوس څه وكړو؟ قرآن د دوى د ځواب په اړه داسي فرمايي

قَالُوٓاْ أَرۡجِهۡ وَأَخَاهُ وَأَرۡسِلۡ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ١١١ يَأۡتُوكَ بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٖ ١١٢   الاعراف: 111

«وئې ويل: د ده او د ورور معامله ئې وروسته كړه او ټولو ښارونو ته اربكي ولېږه چي ښه پوه او ماهر جادو گران درته راولي

پوه او ماهر جـادو گران راغـونډ شول، قرآن دا ساحران په دې توگه موږ ته معرفي كوي: 1- د فرعون دسترگو په اشاره خوځېږي.

2ـ د فرعون اربكي ئې راغونډوي او د فرعون په ايماء او اشاره د حق مقابله كوي.

3ـ د حاكم نظام په خدمت كي دي.

4ـ له فرعون د اجورې او بدلې هيله لري.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ چي دا د هغوی خصوصيات دي، كه فتوى وركوي هم د هغه په اشاره ئې وركوي، كه مقابلې ته راوځي نو د فرعون په امر راوځي، د هغه په اشاره راغونډېږي، د بدلې هيله هم له هغه لري او تر ټولو ستر هدف ئې دا دئ چي دربار ته مقرب او نږدې شي. عظيم الشأن قرآن د ساحرانو د پيژندلو معيارونه په گوته كوي؛ هلته چي فرمايي:

فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُواْ لِفِرۡعَوۡنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ٤١ قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ٤٢   الشعراء: 41-42

«نو كله چي جادوگران راغلل فرعون ته ئې وويل: موږ ته به څه اجوره او بدله حتماً وي كه بريالي شوو؟ هغه (ورته) وويل: هو! تاسي به له مقربينو وئ (زما له نږدې درباريانو او د درباريانو په فهرست كي به نيول كېږئ).»

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ تاسو د روسانو د اشغال په دوران كي وليدل چي د مجاهدينو د مقابلې لپاره رياست شئون اسلامي او پلاروطنه ملي جبهه جوړه شوه، و موليدل چي د اسلامي شئونو رياست ئې په وزارت بدل كړ، امريكايانو په همدې موخه لويه جرگه، منتخب پارلمان او ستره محمكه رامنځته كړل، قاضيان ئې د روزني لپاره ايټاليا ته ولېږل، ديني مدرسې ئې جوړي كړې، همغسي لكه چي فرعون د نهضت په خلاف لومړى د ساحرانو جبهه پرانيستله، غوښتل ئې د دوى په ذريعه د موسى عليه السلام مقابله وكړي او مصريانو ته ئې ويل: كه دا ساحران بريالي شول ټول به په گډه د هغوى متابعت كوو!! قرآن د همدې مورد په اړه وايي:

فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَٰتِ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ ٣٨ وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلۡ أَنتُم مُّجۡتَمِعُونَ ٣٩ لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ٤٠ الشعراء:38-40

«كوډگران د معلومي ورځي ميقات ته راغونډ كړى شول او خلكو ته وويل شول: آيا تاسو هم غونډېدونكي ياست؟ چي د سحره وو متابعت وكړو كه غالب شول

سحره چي د حاكم نظام په خدمت كي دي، د اربكيو په ذريعه راغونډېږي او د مسابقې ميدان ته سوق كېږي؛ دوى د عام ولس د راغونډولو وسيله گرځوي، خلكو ته وويل شول: كه دا سحره غالب شول د دوى متابعت به كوو، خو كله چي همدا سحره ماته خوري، د موسى عليه السلام د دعوت پر حقانيت پوهېږي او ايمان راوړي؛ گورئ چي فرعون ئې په مرگ او لاس پښو قطع كولو گواښي!! هلته چي فرمايي

قَالَ ءَامَنتُمۡ لَهُۥ قَبۡلَ أَنۡ ءَاذَنَ لَكُمۡۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِي عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحۡرَ فَلَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَرۡجُلَكُم مِّنۡ خِلَٰفٖ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمۡ أَجۡمَعِينَ ٤٩  الشعراء: 49

«فرعون وويل: پر ده مو ايمان راوړ، مخكي تر دې چي زه درته اجازه دركړم، دى ستاسو هغه مشر دئ چي سِحر ئې درښو‏دلى، نو ژر به پوه شئ (چي څه درسره كوم؟)، لاسونه او پښې به مو حتماً يو د بل خلاف پرې كړم؛ او هرومرو به تاسو ټول په دار وځړوم!!»

 

د قدرمن مشر پر وينا چي؛ په دې سره قرآن موږ ته وايي: هغه مذهبي مشران چي د فرعون د غلامۍ كړۍ په غاړه اچوي او د هغه په امر د مجاهدينو مقابله كوي؛ پايله ئې دا ده چي د فرعون له لوري به په مرگ گواښل كېږي!! دوى ته به ويل كېږي چي تاسو له مجاهدينو سره پټي اړيكي درلودې

له ساحرانو چي چا ايمان راوړ د فرعون د گواښونو پروا ئې ونه كړه؛ او د قرآن د وينا له مخي ئې د گواښونو په وړاندي ځواب دا وو:

قَالُواْ لَا ضَيۡرَۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ٥٠ إِنَّا نَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَٰيَٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٥١ 

وئې ويل: پروا ئې نشته، يقيناً چي موږ‏ دخپل رب لوري ته ورگرځېدونكي يو، زموږ‏ طمع دا ده چي رب مو زموږ‏ خطاگاني راوبخښي، په دې چي موږ‏ لومړني مؤمنان شوو.

 

نوموړي د موضوع پر دوام وويل:

هغوى اوس نه يوازي له مرگ نه وېرېږي؛ بلكي وايي مرگ موږ‏ له خپل معبود خداى سره وصلوي، تر ايمان راوړلو د مخه ئې له فرعون اجر او معاوضه غوښتله خو اوس د دوى مادي طمع په معنوي تلوسې بدله شوې. هغوى اوس له خپل رب پرته له بل هيچا طمع نه لري او څه نه غواړي. له موسى عليه السلام هم څه نه غواړي، د هغوى مادي حرص او طمع، د چوكۍ او اقتدار تلوسه، اوس په معنوي تلوسې بدله شوې، اوس يوازي له خپل رب طمع لري، خو د هدايت او مغفرت طمع.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز (د هجرت پرېكړه) تر سرليك لاندي د بني اسرائيلو پر يوې بلي تاريخي پرېکړې هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

كله چي مصر د بني اسرائيلو لپاره د اور په كندي بدل شو، الله تعالى موسى عليه السلام ته امر وكړ چي له خپلو ټولو پلويانو سره يو ځاى د سينا په لوري هجرت وكړي، د هجرت لپاره معينه شپه وټاكل شوه، معينه شپه د دې لپاره وټاكل شوه چي د فرعون تر خبرېدو مخكي او تر دې وړاندي چي دوى را ايسار كړي او د هجرت مخه ئې ونيسي، له مصر په زيات واټن كي لري شوي وي، ټول قوم د موسى عليه السلام په ملگرتيا په شپه كي له مصر وځي.

 

نوموړي دا هم وويل

هجرت د پيغمبرانو سنت دئ، هجرت دمدنيتونو د جوړولو مقدمه ده او هجرت د انقلابى بدلونو پيل دئ. پر ولسونو كله كله داسي حالت راشي چي يا به هجرت كوي او يا به د تل لپاره په ذلت كي پاته كېدا مني، بني اسرائيل هجرت ته چمتو شول، راشئ وگورو چي قرآن د بني اسرائيلو د وتلو څرنگوالى څنگه بيانوي؛ او بايبل په دې اړه څه وايي؟ آيا دا وتل ئې د فرعون په اجازه گڼي؛ همغسي چي بايبل وايي او كه له فرعون او نظام ئې د بغاوت په توگه؟ آيا د مصريانو زلمي زامن په سيند كي غرق شوي كه په خپلو كورونو كي وژل شوي؟ د شپې لخوا وتل ئې د دې لپاره وو چي فرعون په همغه شپه د وتلو امر ورته كړى وو او كه د دې لپاره چي د فرعون تر خبرېدو وړاندي ډېر مزل ووهي او كه د فرعون لښكري ئې تعقيبوي نو وئې نه شي نيولى؟!!

قرآن فرمايي چي الله تعالى موسى عليه السلام ته د هجرت امر وكړ، ورته وئې ويل چي په شپه كي بني اسرائيل وړاندي او ته ئې تر شا له مصر ووځئ، فرعون به له خپلو لښكرو سره په تاسو پسي درځي، د نيول كېدو وېره مه كوئ... د قرآن الفاظ دا دي

فَأَسۡرِ بِعِبَادِي لَيۡلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ٢٣ وَٱتۡرُكِ ٱلۡبَحۡرَ رَهۡوًاۖ إِنَّهُمۡ جُندٞ مُّغۡرَقُونَ ٢٤ كَمۡ تَرَكُواْ مِن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ ٢٥ وَزُرُوعٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ ٢٦ وَنَعۡمَةٖ كَانُواْ فِيهَا فَٰكِهِينَ ٢٧ كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا قَوۡمًا ءَاخَرِينَ ٢٨ فَمَا بَكَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلسَّمَآءُ وَٱلۡأَرۡضُ وَمَا كَانُواْ مُنظَرِينَ ٢٩ وَلَقَدۡ نَجَّيۡنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ مِنَ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡمُهِينِ ٣٠ مِن فِرۡعَوۡنَۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَالِيٗا مِّنَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ ٣١ وَلَقَدِ ٱخۡتَرۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ عِلۡمٍ عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ ٣٢ وَءَاتَيۡنَٰهُم مِّنَ ٱلۡأٓيَٰتِ مَا فِيهِ بَلَٰٓؤٞاْ مُّبِينٌ ٣٣   الدخان: 23-33                

«زما بندگان په شپې كي روان كړه، يقيناً چي ستاسو تعاقب به كېږي او بحر آرام او ولاړ پرېږده، بې شكه چي دوى غرقېدونكى لښكر دئ، څومره باغونه، چينې، فصلونه او د اوسېدو غوره ځايونه ئې پرېښودل او هغه نعمتونه چي چړچې ئې په كي كولې؟!! همداسي؛ او بل قوم ته مو په ميراث وركړل، نو نه آسمان او زمكي پرې وژړل او نه مهلت وركړى شو!! او يقيناً چي بني اسرائيل مو له هغه سپكوونكي عذابه وژغورل، له فرعون؛ يقيناً چي هغه د مسرفينو له ډلي يو ستر متكبر وو او يقيناً چي په پوهي سره مو (بني اسرائيل) پر ټولو نړۍ والو غوره كړل او هغه نښي مو وركړې چي څرگندي آزمويني په كي وې

همدا راز په بل ځای کي فرمايي

وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَسۡرِ بِعِبَادِيٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ ٥٢ فَأَرۡسَلَ فِرۡعَوۡنُ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ٥٣ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَشِرۡذِمَةٞ قَلِيلُونَ ٥٤ وَإِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ ٥٥ وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ ٥٦ فَأَخۡرَجۡنَٰهُم مِّن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ ٥٧ وَكُنُوزٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ ٥٨ كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٥٩ فَأَتۡبَعُوهُم مُّشۡرِقِينَ ٦٠ فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلۡجَمۡعَانِ قَالَ أَصۡحَٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدۡرَكُونَ ٦١ قَالَ كَلَّآۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهۡدِينِ ٦٢ فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡبَحۡرَۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٖ كَٱلطَّوۡدِ ٱلۡعَظِيمِ ٦٣ وَأَزۡلَفۡنَا ثَمَّ ٱلۡأٓخَرِينَ ٦٤ وَأَنجَيۡنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ ٦٥ ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ ٦٦ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ٦٧ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ ٦٨ الشعراء: 52-68 

«او موسى ته مو وحي وكړه چي زما بندگان په شپه كي روان كړه،(دوى ترمخ او ته ئې تر شا)، يقيناً چي ستاسو تعاقب به كېږي، نو فرعون ښارونو ته اربكي ولېږل، (او وئې ويل) : دا يو لږكى ټولگى دئ او دا دوى دي چي زموږ غصه ئې راپارولې او يقيناً چي موږ يو محتاط ټولى يو، نو له باغونو او چينو مو وايستل او له خزانو او غوره بنگلو، همداسي؛ او بني اسرائيلو ته مو په ميراث وركړل، نو د لمرخاته په مهال ورپسې شول او كله چي دواړو ډلو يو بل سره وليدل د موسى ملگرو وويل: شك نشته چي موږ وموندل شوو (دا دئ موږ ته راورسېدل)، وئې ويل: داسي نه ده؛ يقيناً چي زما رب راسره دئ، هغه به حتماً (د نجات) لار راښيي، نو موسى ته مو وحي وكړه چي دا سمندر په عصا ووهه، نو وچاود او هره برخه ئې د ستر غره په څېر (پر ځاى ولاړه) وه، دغه ځاى ته مو هغه نور هم رانږدې كړل او موسى او ټول هغه كسان مو وژغورل چي له ده سره ول، بيا مو هغه نور غرق كړل، يقيناً چي په دې كي ستره نښه ده او ډېرى ئې ايمان راوړونكي نه ول او يقيناً چي ستا رب مهربان عزتمن دئ

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر ټکو؛ «گورئ چي موسى عليه السلام په هغه سخت حالت كي چي له هري خوا لار پرې بنده، د دښمن مجهز فوځ ئې تر شا، مخي ته بحر حايل او ملگري ئې هم لالهانده او وېري اخيستي، خو دى په همدې حالت كي هم ډاډه او مطمئن دئ او د الله تعالى مرستي ته سترگي په لار او د همدغه ډاډ او اطمئنان په وجه الله تعالى ورته وفرمايل: اوس نو دا بحر په خپلي عصا ووهه، يعني دا الهي مرسته د هغه ډاډ او اطمئنان نتيجه وه چي موسى عليه السلام وښود او خپلو ملگرو ته ئې وويل: گمان مه كوئ چي موږ ونيول شوو او د دښمن په لاس كي پرېوتو!! نه؛ الله تعالى راسره دئ؛ هغه زموږ د ژغورني ذمه وار دئ!!»

د درس په پای کي ښاغلي حکمتيار د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي پر دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک