د حکمتيار صاحب اتلسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د دلوې ۱۹مه؛ ۱۴۰۱:
د ملتونو د عروج او زوال عوامل تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار اتلسمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل:
د القصص سورې وروستي درې آيتونه چي د سورې خلاصه زموږ مخي ته ږدي؛ دا لارښووني لري:
1- پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي تا دا هيله او انتظار نه درلود چي كتاب درباندي نازل شي او په پيغمبرۍ مبعوث شې، بس الله تعالى اراده كړې وه چي پر تا او ستا پر امت رحم وكړي، همغسي لكه چي موسى عليه السلام؛ نه پر پيغمبرۍ د گمارل كېدو انتظار درلود او نه ئې ځان د دې ستر منصب لپاره مستعد او جوگه گڼلو، له اتو - لسو كلونو مسافرۍ او تبعيدي ژوند وروسته مصر ته روان وو، د لاري په نيمايي كي ئې رڼا تر سترگو شوه، خوا ته ئې ورغى او هملته په ناببره توگه او د خپل تصور او انتظار خلاف پر پيغمبرۍ وگمارل شو او د فرعون مقابلې ته د بني اسرائيلو د ژغورني لپاره ولېږل شو، لكه څنگه چي د ده بعثت د دې قوم لپاره د الله تعالى يوه پېرزوينه وه؛ همداسي اې محمده! ستا بعثت هم ستا د امت لپاره يوه ستره الهي پېرزوينه ده، ته هم د دوى د نجات لپاره مبعوث شوى يې.
2- لكه څنگه چي موسى عليه السلام ژمنه كړې وه چي له دې وروسته به هيڅكله د مجرمينو ملاتړ نه كوم؛ ته هم هيڅكله د كافرانو ملتيا او ملاتړ مه كوه.
3- پام كوه چي د دښمنانو تهديد او تطميع؛ تا دې ته ونه هڅوي چي د الله تعالى د آيتونو له متابعت امتناع وكړې، د الله تعالى د حكمونو مطابق عمل كوه، د خپل رب لوري ته بلنه وركوه او په هيڅ څه كي د مشركانو په څېر مه كېږه.
د الله تعالى تر څنگ د بل معبود عبادت مه كوه، له ده پرته بل معبود نشته، له الله تعالى پرته هر څه هلاكېدونكي دي، حكم صادرول، حكميت كول، د قضاياوو او پېښو په اړه پرېكړي كول، ده ته مختص دي؛ او تاسو ټول به د ده لوري ته ورگرځول كېږئ.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
دلته د القصص مباركه سوره پاى ته ورسېده، خو؛ د بني اسرائيلو د عروج او زوال قصې نوري برخي؛ د قرآن په نورو سورتونو كي څېړل شوې؛ د القصص په سورې كي د بني اسرائيلو د عبرتناكي قصې ځيني برخي په تفصيل سره راغلې او نورو برخو ته ئې يا په إيجاز او اختصار سره اشاره شوې او يا اصلاً نه دي راوړل شوې، د دې لپاره چي په دې كتاب كي پاته او مجمل برخي هم توضيح شي؛ دا غوره برېښي چي د نورو سورتونو هغه آيتونه هم د عزيزانو مخي ته کښېږدو چي د بني اسرائيلو د عروج او زوال عبرتناكه قصه څېړي، په دې سره به دا كتاب يوازي د القصص د سورې تفسير نه وي بلكي د بني اسرائيلو د تاريخ لوړي ژوري به ئې په نسبتاً مفصله توگه څېړلې او د هغه په ترڅ كي به ئې د ملتونو د عروج او زوال عوامل په گوته كړي وي.
نوموړی وايي؛ د قرآن په نورو سورتونو كي راغلي چي كله موسى عليه السلام مصر ته ستون شو، خپل دعوت ئې پيل كړ او په ضمن كي ئې فرعون ته بلنه وركړه؛ فرعون او درباريانو ئې انكار وكړ، ده ته ئې د كوډگر خطاب وكړ او خلكو ته ئې وويل: موسى د بې امنيو باعث دئ، فساد خوروي، اقتدار غواړي، كه خپلي مخي ته پرېښودى شي تاسو به له مصر وتلو ته اړ كړي، څه چي تاسو ته ښيي زموږ د كوډگرو كوډو ته ورته دي، نه دى د خداى پيغمبر دئ او نه ئې دعوت الهي دعوت، د مصر ټول ماهر كوډگران ئې راغونډ كړل چي د ده مقابله وكړي؛ قرآن په دې اړه فرمايي:
وَقَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِ فِرۡعَوۡنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوۡمَهُۥ لِيُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَنَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡ وَإِنَّا فَوۡقَهُمۡ قَٰهِرُونَ ١٢٧ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱسۡتَعِينُواْ بِٱللَّهِ وَٱصۡبِرُوٓاْۖ إِنَّ ٱلۡأَرۡضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ ١٢٨ قَالُوٓاْ أُوذِينَا مِن قَبۡلِ أَن تَأۡتِيَنَا وَمِنۢ بَعۡدِ مَا جِئۡتَنَاۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُهۡلِكَ عَدُوَّكُمۡ وَيَسۡتَخۡلِفَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرَ كَيۡفَ تَعۡمَلُونَ ١٢٩ الاعراف: 127-129
«او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا موسى او قوم ئې پرېږدې چي په زمكي كي فساد خور كړي، تا او ستا خدايان پرېږدي؟ وئې ويل: حتماً به ئې زامن ووژنو او ښځي به ئې ژوندۍ پرېږدو، په داسي حال كي چي موږ پرې برلاسي يو. موسى خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وكړئ، زمكه خو له شك پرته د الله ده، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته غوښتي وي په ميراث ئې وركوي او نېكه پايله د پرهېزگارانو ده. وئې ويل: ستا له راتلو د مخه هم كړول شوي يو او له راتلو وروسته دي هم، (موسى عليه السلام ورته) وويل: هيله ده چي رب مو ستاسو دښمن هلاك كړي او د زمكي خلافت درپه برخه كړي او بيا وگوري چي تاسو څنگه عمل كوئ.»
د قوم مشرانو له فرعون وغوښتل چي د موسى عليه السلام او د ده د پلويانو په ضد قاطع او پرېكنده اقدام وكړي، هغه ته ئې وويل چي دوى هم له نظام بغاوت كړى او هم له مذهب، نه تا مني او نه ستا خدايان. د فرعون ځواب دا دئ: د دوى په ضد د هر څه كولو توان لرو، زموږ تر لاس لاندي دي، زامن ئې وژنو او ښځي ئې د دې لپاره ژوندۍ پرېږدو چي د وينځو په توگه زموږ خدمت وكړي. دا د هر فرعون او فرعوني نظام منطق دئ، مخالفين نشي زغملى، يو وژني، بل په اسارت كي ساتي، د مخالفتونو د ځپلو لپاره له خپلي سلطې او واكمنۍ كار اخلي او له هيڅ ظلم او وحشت ډډه نه كوي.
قدرمن مشر زياتوي چي؛ په دې دوران كي چي بني اسرائيل له سختو ستونزو او كړاوونو سره مخامخ دي؛ راشئ وگورو چي موسى عليه السلام څه توصيه ورته كوي؟ موسى خپل قوم ته وويل: «له الله مرسته وغواړئ او صبر وكړئ، زمكه خو له شك پرته د الله ده، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته غوښتي وي؛ په ميراث ئې وركوي او نېكه پايله د پرهېزگارانو ده.»
د نوموړي پر وينا؛ قرآن د موسى عليه السلام په دې وينا كي څو اساسي لارښووني د هر مؤمن په وړاندي ږدي:
الف: له الله تعالى مرسته وغواړئ، بلي خوا ته د هيلي سترگي مه اړوئ، له بل چا مرسته مه غواړئ.
ب: د گواښونو، ستونزو او كړاوونو په وړاندي صبر وكړئ.
ج: په دې پوه شئ چي د زمكي حقيقي ټولواك الله تعالى دئ، دا پرېكړه د ده له لوري كېږي چي چا ته ئې په ميراث وركړي، له چا ئې بېرته واخلي او د ده په ځاى ئې بل چا ته وسپاري.
ح: نېكه پايله د پرهېزگارانو ده، د هغو ځان ساتونكو چي له الله تعالى پرته بل ته طمع نه كوي، له بې صبرۍ ځان ساتي او دا پرېكړه د بل چا په واك كي نه گڼي چي د زمكي واكمني چا ته سپارلى شي.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل:
گورئ چي موسى عليه السلام په هغه سخت او ستونزمن حالت كي چي دى او ټول پلويان ئې ورسره مخامخ دي، خپلو مؤمنو پلويانو ته توصيه كوي چي مرسته بايد يوازى له الله تعالى وغواړئ، د ستونزو او مشكلاتو په وړاندي صبر وكړئ؛ او په دې باور ولرئ چي د زمكي رښتينى او يوازينى څښتن لوى الله دئ، هغه به د دې فيصله كوى چي له خپلو بندگانو ئې چا ته په ميراث وركړي. د دې قضيې فيصله د الله تعالى له لوري كېږي چي زمكه او په هغې كي واكمني او اقتدار چا ته په ميراث وركړى شي، دا اختيار او واك؛ د زمكي پر سر هيچا ته نه دئ سپارل شوى، لوى څښتن تعالى دا پرېكړه له عرش صادروي، موسى عليه السلام خپلو مؤمنو پلويانو ته همدا ويل چي په دې كي به شك نه كوئ، كه ستاسو او ستاسو د دښمن حالت هر ډول وي، دا فيصله به مالك الملك خداى كوى. "إن الارض لله: زمكه يقيناً د الله ده"، "يورثها من يشاء من عباده: له خپلو بندگانو ئې چي چا ته وغواړى په ميراث ئې وركوى"، "والعاقبة للمتقين: او نېكه پايله د پرهيزگارانو ده"، د كومو پرهيزگارانو؟ هغه چي له الله تعالى پرته له بل چا استعانت نه غواړي، په ستونزو، مشكلاتو او محروميتونو كي هم پرته له خداى بل چا ته هيله نه ساتي، بل چا ته لاس او لمن نه اوږدوي. څوك چي صبر، حوصله، ثبات او استقامت له لاسه نه وركوي؛ او په دې اړه هيڅ شك نه لري چي دا زمكه چي مالك ئې خداى دئ؛ چا ته چي ئې وغواړي هغه ته ئې په ميراث وركوى، د دغو متقيانو او پرهيزگارانو عاقبت نېك دئ.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير دا هم وويل:
د موسى عليه السلام قوم د صبر مظاهره وكړه، ورته وئې ويل: ستا له راتلو د مخه هم كړول شوي يو او له راتلو وروسته دي هم، (موسى عليه السلام ورته) وويل: هيله ده چي رب مو ستاسو دښمن هلاك كړي او د زمكي خلافت درپه برخه كړي او بيا وگوري چي تاسو څنگه عمل كوئ.
قوم په ځواب كي ورته وويل: ستا له راتلو مخكي هم اذيت شوي يو او ستا له راتلو وروسته هم، داسي نه ده چي يوازي ستا په راتلو سره دا مصيبتونه پر موږ نازل شوي، موږ په همدغو مصيبتونو كي لوى شوى يو، تر دې د مخه هم دا موږ وو او دا مصيبتونه.
كه څه هم ځينو مفسرينو دا وينا د بني اسرائيلو د شكايت وينا گڼلې، خو حقيقت دا دئ چي د دوى تعبير كمزورى دئ، د بني اسرائيلو وينا به په هغه صورت كي شكوه او شكايت گڼل كېده چي ويلي ئې وى: ستا له راتلو وروسته پر موږ دا د مصيبتونو دور پيل شوى، خو د دوى دا وينا چي ستا تر راتلو د مخه هم زموږ همدا حالت وو، معنى ئې دا ده چي ستا په راتلو سره دا مصيبتونه پر موږ نه دي نازل شوي، پروا ئې نشته، دا خبره د دوى صبر او استقامت څرگندوي، همدا علت دئ چي موسى عليه السلام د دوى د صبر له مشاهدې وروسته هغوى ته وايي: هيله ده چي الله تعالى ستاسي دښمن هلاك كړي او د زمكي خلافت تاسي ته وسپاري او بيا به گوري چي تاسي څه كوئ؟ ځكه كه دا د صبر مظاهره نه وى نو موسى عليه السلام به كله هم دوى ته نه وو ويلي: اوس نو هيله من يم چي ستاسي د دې صبر په نتيجه كي به الله تعالى ستاسي دښمن هلاك كړي، تاسي ته به د زمكي خلافت دروسپاري او بيا به گوري چي تاسي څه كوئ؟ د دغه آيت تر ټولو غوره او حقيقي توجيه همدا ده، عظيم الشأن قرآن دا د يوه ضعيف النفس او بې صبر ټولگي نښه گڼي چي كله له كوم مصيبت سره مخامخ شي نو خپل لارښود او مشر ته شكايت كوي او وايي: ستا له كبله له دې مشكلاتو او كړاوونو سره مخامخ شوي يو. لكه چي قرآن فرمايي:
أَيۡنَمَا تَكُونُواْ يُدۡرِككُّمُ ٱلۡمَوۡتُ وَلَوۡ كُنتُمۡ فِي بُرُوجٖ مُّشَيَّدَةٖۗ وَإِن تُصِبۡهُمۡ حَسَنَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ وَإِن تُصِبۡهُمۡ سَيِّئَةٞ يَقُولُواْ هَٰذِهِۦ مِنۡ عِندِكَۚ قُلۡ كُلّٞ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِۖ فَمَالِ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلۡقَوۡمِ لَا يَكَادُونَ يَفۡقَهُونَ حَدِيثٗا ٧٨ النساء: 78
«چي هر ځاى وئ مرگ به مو بيا مومي؛ كه څه هم په دنگو كلكو ماڼيو كي وئ؛ او چي كومه ښېگڼه ئې په برخه شي نو وايي: دا خو د الله له لوري ده؛ خو كه كړاو ئې په برخه شي نو وايي: دا خو له تا دئ؛ ورته ووايه: ټول د الله له لوري دي؛ په دې خلكو څه شوي چي په هيڅ خبري نه پوهېږي؟»
په دې وينا سره بني اسرائيلو موسى عليه السلام ته ډاډ وركړى چي بې صبري به نه كوي، په كړاوونو كي پاخه شوي يو، ستا له راتلو وروسته زموږ د ځورولو او كړولو لړۍ نه ده پيل شوې، تر دې د مخه هم ځورول شوي يو؛ د دوى د دې وينا په ځواب كي موسى عليه السلام وفرمايل: إن شاء الله چي ستاسو رب به دښمن هلاك كړي، د دې زمكي خلافت به تاسو ته وسپاري، بيا به وگوري چي تاسو څه كوئ؟
د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ دې ته مو بايد پام وي چي دا مطلب هغه مهال مسلمانانو ته اورول شوى چي دوى په مكې مكرمې كي له ورته گواښونو سره مخامخ ول، ځورول كېدل، وژل كېدل او هجرت ته مجبورېدل، په دې سره دوى ته ويل شوي چي ستاسو دريځ، وينا، صبر، مقاومت، پر الله تعالى توكل بايد همغسي وي لكه ستاسو د مخكينيو مؤمنو وروڼو.
په دې مودې كي الله تعالى پر مصر رنگ رنگ عذابونه نازل كړل، د قرآن د وينا له مخي په مصريانو باندي دا عذابونه او مصيبتونه نازل شوي: قحطي، د حاصلاتو كموالى، طوفان، ملخان، كنې، چنگښي، ويني، خو قرآن وايي چي د دې مصيبتونو وجه د دوى گناهونه وو او هدف ترې دا چي دوى پند واخلي او له خپل كفر، شرك، ظلم او فساد لاس په سر شي. هلته چي فرمايي:
وَلَقَدۡ أَخَذۡنَآ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ بِٱلسِّنِينَ وَنَقۡصٖ مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَذَّكَّرُونَ ١٣٠ الاعراف:130
«او يقيناً چي فرعونيان مو په قحطي او د حاصلاتو په كموالي سره ونيول چي پند واخلي.»
فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمُ ٱلطُّوفَانَ وَٱلۡجَرَادَ وَٱلۡقُمَّلَ وَٱلضَّفَادِعَ وَٱلدَّمَ ءَايَٰتٖ مُّفَصَّلَٰتٖ فَٱسۡتَكۡبَرُواْ وَكَانُواْ قَوۡمٗا مُّجۡرِمِينَ ١٣٣ الاعراف: 133
«نو طوفان، ملخان، كنې، چنگښي او وينه مو د بېلابېلو نښو (په توگه) پرې راولېږل او دوى لويي وكړه او يو مجرم قوم وو.»
د دې آيت د (مفصلات) له لفظ په څرگنده توگه معلومېږي چي دا مصيبتونه په يوه وخت او يو په بل پسې نه دي نازل شوي؛ بلكي په بېلابېلو وختونو كي نازل شوي، يو كال قحطي راغلې، يو كال د باغونو او زمكو حاصلات كم شوي، يو كال ملخانو د دوى پر فصلونو بريد كړى، يو وخت طوفان پرې راغلى، بل وخت كنې او بيا چنگښي پرې مسلطي شوې او يو وخت د دوى اوبه د سرو وينو په څېر شوې او دا د بايبل د دې ادعاء خلاف ده چي وايي دا ټول حوادث د څو اونيو په منځ كي او د موسى او هارون عليهما السلام په لاس او هغه وخت تر سره شوي چي دوى د فرعون له جادوگرانو سره مقابله كوله، د بايبل ادعاء هم د عقل او واقع خلاف ده او هم د قرآن د وينا خلاف!! د الله تعالى سنت دا دئ چي له مصيبت وروسته خپلو بندگانو ته د توبې او تجديد نظر موقع وركوي، كه پند وانه خلي، بل او بل مصيبت پرې راولي، په يوه وخت د گڼ شمېر مصيبتونو يو په بل پسي راتلو سره د توبې او تجديد نظر مجال ختمېږي.
زه د مفصّلٰت په سمي او دقيقي معنى هغه مهال پوه شوم چي د بايبل د څېړني په دوران كي دې ځاى ته ورسېدم چي فرعون له موسى او هارون عليهما السلام معجزې وغوښتې او گواكي دوى همغه مهال او پر له پسې دا ټولي معجزې وښودې؛ په ډېرو تفسيرونو كي د (مُّفَصَّلَٰتٖ) داسي تعبيرونه شوي چي له موضوع سره اړخ نه لگوي.
ښاغلي حکمتيار همداراز (د فرعون د مشر زوى مړينه) تر سرليك لاندي د بايبل پر يو بل عنوان هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
بايبل تر دې عنوان لاندي ليكي: (خداى په نيمه شپه كي د ټولو مصريانو ټول مشران زامن ووژل، د فرعون له مشر زوى؛ د هغه غلام تر زوى چي تر زمكي لاندي تور زندان كي پروت وو... په دغه شپه فرعون او درباريان راويښ شول ... ټولو په جگ غږ ژړا پيل كړه... فرعون په همدغه شپه موسى او هارون راوغوښتل او ورته وئې ويل: ژر له مصر ووځئ او اسرائيليان هم درسره بوځئ، خپل څاروي هم درسره روان كړئ... خو له وتلو مخكي ما ته دعاء وكړئ، ... نورو مصريانو هم اسرائيليانو ته وويل: له مصر ووځئ... دوى له مصريانو ډېر سره او سپين زر هم واخيستل... او په دې توگه ئې د مصر ټولي شتمنۍ له ځان سره يووړې... شمېر ئې له ښځو او ماشومانو پرته نږدې شپږ سوه زره سړي وو... اسرائيليانو څلور سوه دېرش كاله په مصر كي تېر كړل...)
نوموړي زياتوي چي؛ دلته د بايبل څو عجيبو خبرو ته لږ ځير شئ: خداى په نيمه شپه كي مصر ته راغى، د مصر په ټولو كورونو وگرځېدو، له هغه كوره تېر شو چي دروازه ئې په وينو لړلې وه، د هر مصري كور ته داخل شو، د هغه مشر زوى ئې ورته وواژو، په دې وخت كي د اسرائيليانو شمېر نږدې دوه مليونه وو، طبيعي ده چي د مصريانو شمېر به هم لږ تر لږه څلور مليونه وو، كه هره كورنۍ لس كسان وگڼو نو د مصر د كورونو شمېر به شپږ لكه وو، د بايبل خداى چي د انسان په څېر دئ او تگ ئې هم انسان ته ورته، گام په گام مخكي ځي، په پاته نيمي شپې كي په دې شپږ لكه كورونو گرځېدلى، شا وخوا څلور لكه مصري ځوانان ئې وژلي، بيا په همدې پاته نيمي شپې كي فرعون موسى او هارون ځان ته غوښتي، هغوى ته ئې له مصر د وتلو او ده ته د دعاء كولو خبره كړې!!! په همدې شپه د اسرائيليانو ښځو د خپلو مصري گاونډيو له مېرمنو ښه ډېر سره او سپين زر تر لاسه كړي، هومره چي د مصر ټولي شتمنۍ ئې د ځان كړې او له ځان سره ئې وړې!!! نه پوهېږم مسيحيان او يهودان كومي بلا وهلي چي داسي مسخره خبري مني، كه يو ناول ليكونكى وغواړي چي ډېر حيرانووكى ناول وليكي نو دا هڅه خامخا كوي چي خبري ئې څه نا څه په عقل برابرې وي، كه ډېر هوښيار خلك ئې ونه مني نو ځيني كمعقله خلك خو ئې ومني، خو د بايبل ليكونكي د دې پروا نه ده كړې، مسيحيان او يهودان ئې داسي موندلي چي گران درواغ تر آسان رښتيا ژر مني، د زوړ تاريخ هره خبره ورته مقدسه برېښي!! هر څه چي د دوى پلرونو ته منسوب شي او د انجيل او تورات په نامه وړاندي شي له تعمق پرته ئې مني!!
بايبل تر دې د مخه ليكلي چي په مصر كي د يعقوب عليه السلام د مېشتېدو په وخت كي د ده د كورنۍ د ټولو غړو شمېر اويا كسان وو او اوس ليكي چي څلور سوه دېرش كاله وروسته كله چي له مصر وتل نو يوازي د نارينه وو شمېر نږدې شپږلكه وو، يعني د ښځو او ماشومانو په شمول به لږ تر لږه دوه ميليونه ول او د دې معنى دا ده چي په دې مودې كي د دوى شمېر نږدې اته ويشت زره پنځه سوه ځله زيات شوى، كه د بايبل دا له مبالغې ډكه محاسبه ومنو نو دا دوه ميليونه يهودان بايد له نورو څلور سوه دېرشو كلونو تېرېدو وروسته اوه پنځوس مليارده شوي وي، چي دا د ټولي نړۍ د موجوده نفوس نږدې لس برابره دئ او بيا په تېرو نږدې دوه نيم زرو كلونو كي به د دوى شمېر څومره شوى وى؟!! آيا دا محاسبه ډېره خندونكې نه ده؟ ښايي د بايبل ليكونكي به غوښتلي وي چي همغه زړه بې بنسټه خبره رښتينې كړي چي بايبل خداى ته منسوب كړې او ويلي ئې دي: د يهودانو شمېر به د آسمان تر ستورو او د زمكي تر شگو هم زيات شي!! خو نن او په 2009 ميلادي كال كي د يهودانو مجموعي شمېر شپږو مليونو ته نه رسېږي!! بايبل دا خبري په داسي وخت كي كړې دي چي د شمېرو په اړه ئې چا درواغ نه شوى ثابتولى، هغه وخت خو به تر زرو زيات رقم هم نه وو، چا دا محاسبه ورسره كوله چي اويا كسيزه كورنۍ څنگه په 430 كلونو كي (يعني پنځه نسله وروسته) دوه مليونو ته ورسېده؟!! په دومره مودې كي خو د سويانو په څېر د هغو حيواناتو شمېر هم دې حد ته نه شي رسېدى چي هر ځل ډېر بچيان زېږوي!! بايبل دې ته هم پام نه دئ كړى چي په مصر كي بني اسرائيلو ډېر بد ژوند درلود، فرعون د دوى زامن ورته وژل، په دې صورت كي خو بايد د دوى شمېر د زياتېدو په ځاى كمېدى!! كه زياتېدل ومنو، نو په 1998كال كي د دوى د نفوس وده په كال كي 1،9% وه كه د بايبل په خاطر دا 2% وگڼو نو د دوى شمېر بايد په 430 كلونو كي نږدې درې لكه پنځوس زره وى نه دوه ميليونه!!
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ له دغو غلطو ارقامو او پر هغو د بايبل له تركيز؛ تاسې د بايبل پر ماهيت پوهېدى شئ، په لارښود كتاب كي د ارقامو، شجرو او نومونو په ځاى په اساسي مفاهيمو تركيز كېږي او لارښوونو ته اهميت وركول كېږي، قرآن د ارقامو په اړه فرمايي چي په دې ځان مه مصروفوئ، دا هومره ارزښت نه لري چي له چا سره پرې مناقشه وكړئ او خپل وخت پرې ضايع كړئ، د اصحاب كهف د قصې په ترڅ كي فرمايي چي په دې له خلكو سره بحثونه مه كوئ چي د دوى شمېر څومره وو او څو كلونه په غره كي پاته شول، بس همدومره كافي ده چي ووايئ: دا د مؤمنو زلميانو يوه ډله وه، په خداى ئې ايمان راوړ، د ظالمو واكمنانو له وېري ئې غره ته پنا يووړه او الله تعالى د اوږدې مودې لپاره په خوب ويده او ژوندي وساتل، نه د دوى شمېر په گوته كوي او نه دا وايي چي څو كلونه په غره كي پاته شول، هلته چي فرمايي:
نَّحۡنُ نَقُصُّ عَلَيۡكَ نَبَأَهُم بِٱلۡحَقِّۚ إِنَّهُمۡ فِتۡيَةٌ ءَامَنُواْ بِرَبِّهِمۡ وَزِدۡنَٰهُمۡ هُدٗى ١٣ الكهف: 13
«موږ د دوى قصه په رښتيني توگه درته بيانوو، دوى يوه داسي ډله وه چي په خپل رب ئې ايمان راوړ او موږ ئې ايمان ورمضبوط كړ.»
د خپل قوم په اړه د دوى نظر داسي بيانوي:
إِنَّهُمۡ إِن يَظۡهَرُواْ عَلَيۡكُمۡ يَرۡجُمُوكُمۡ أَوۡ يُعِيدُوكُمۡ فِي مِلَّتِهِمۡ وَلَن تُفۡلِحُوٓاْ إِذًا أَبَدٗا ٢٠ الكهف: 20
كه دوى درباندي برلاسي شي نو يا به مو د ډبرو په ويشتلو سره وژني او يا به مو خپل مذهب ته وراړوي او په دې صورت كي به هيڅكله بريا درپه برخه نه شي.
د دوى د شمېر په اړه د قصه خوښو وينا او د دوى په مقابل كي د مسلمان داعي دريځ داسي په گوته كوي:
سَيَقُولُونَ ثَلَٰثَةٞ رَّابِعُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ وَيَقُولُونَ خَمۡسَةٞ سَادِسُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ رَجۡمَۢا بِٱلۡغَيۡبِۖ وَيَقُولُونَ سَبۡعَةٞ وَثَامِنُهُمۡ كَلۡبُهُمۡۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعۡلَمُهُمۡ إِلَّا قَلِيلٞۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمۡ إِلَّا مِرَآءٗ ظَٰهِرٗا وَلَا تَسۡتَفۡتِ فِيهِم مِّنۡهُمۡ أَحَدٗا ٢٢ الكهف: 22
وايي به: درې ول او څلورم ئې د دوى سپى وو او وايي به: پنځه ول او شپږم ئې د دوى سپى وو، دا هسي په تياره كي كاڼي ويشتل دي او وايي به: اوه ول او اتم ئې د دوى سپى وو!! ووايه: زما رب د دوى له شمېره ښه خبر دئ، يوازي لږ كسان پرې پوهېږي، د دوى (د شمېر) په اړه له سر سري بحث پرته له چا سره شخړه مه كوه او د دغو خلكو له هيچا د دوى په اړه پوښتنه مه كوه.
د درس په پای کي ښاغلي حکمتيار د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
