No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: چهارشنبه د دلوې ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ د ملتونو د عروج او زوال عوامل تر عنوان لاندي د ح‌اا د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار اتلسمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

: ‏د افغانستان بانک وایي، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه نن کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو د هرکلي تر څنګ، هیله څرگنده کړې چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

: ‏د کندهار محمدیه مدرسې څخه ۴۵۰ علما، د قران کریم قاریان او حافظان فارغ او د دستاربندۍ مراسم یې نن یکشنبې د کندهار په مرکزي عیدګاه جومات کې ترسره شول.

‏د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي  چې په دغو مراسمو کې د کندهار والي محمد یوسف وفا، د محمدیه مدرسې رییس مولوي نظرمحمد الافغاني، د کندهار د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي، د جهادي مدرسې رییس مولوي سرور شاه اغا او په لسګونو نور علماوو ګډون درلود.

: ‏اداره ملی امتحانات می‌گوید که شورای پزشکی افغانستان از تمامی دانش‌جویان پسر در روز ۲۹ ماه دلو آزمون نهایی خواهد گرفت و پس از آن این دانش‌جویان پزشکی اجازه کار خواهند داشت.

بربنیاد یک نامه رسمی اداره ملی امتحانات تاریخ برگزاری این آزمون برای بانوان به زودی اعلام می‌شود.

: ‏قلندر عباد سرپرست وزارت صحت عامه در یک سفر رسمی به ایران رفت.

شرافت زمان، سخنگوی این وزارت در خبرنامه‌یی نوشته که آقای عباد در این سفر در باره همکاری‌های دوجانبه در بخش سکتور صحی و موضوعات دیگر با مقام‌های ایرانی گفت‌وگو خواهد کرد.

: ‏مولوی عبدالحکیم شرعی، سرپرست وزارت عدلیه، در نشست وکلای مدافع می‌گوید که وکلای مدافع نباید از "افراط و تفریط" کار گیرند و نباید کار خود را فقط بر بنیاد "منافع شخصی" انجام دهند.

‏آقای شرعی در این نشست به تغییر و تبدیل در نظام اشاره کرد و افزود که تغییر و تبدیل در سطح بلند و پایان در نظام وجود دارد و هیچ‌کسی ثابت نخواهد کرد که فردی به دلیل جرم قبلی از کار خود برکنار شده است.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» رییسې روزا اوتونبایوا د عدلیې وزارت له سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي سره لېدلي. یوناما پر ټویټر لیکلي، په‌دې لېدنه کې د اوسنیو قوانینو د اروزنې لړۍ په اړه خبرې شوې دي.

‏یوناما زیاتوي، اغلې اوتونبایوا د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو د جوازونو غځېدو ته په اشارې، له سرپرست وزیر غوښتنه کړې چې د ښځینه مدافع وکیلانو جوازونه هم وغځوي، ځکه په وینا یې د هغوی تخصص د افغان ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت د تامین په برخه کې حیاتي دی.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کابل او مسکو تر منځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه د افغانستان لپاره د روسیې د سفیر د څرګندونو هرکلی کړی. یاد وزارت په اعلامیه کې لیکلي، روسیې ته د دې وزارت د چارواکو له سفر وروسته دواړه لوري په افغانستان کې د اړتیا وړ توکو د پېرلو په اړه هوکړې ته رسېدلي.

: ‏د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، له اخلاقي او اسلامي پلوه د نيوکې اصول دا دي، چې که څوک پر امير يا مسؤل نيوکه ولري، غوره ده چې حرمت ته يې درناوی وکړي.

 ظاهراً ښکاري چې د طالبانو وياند خبرې د طالبانو کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني وروستيو څرګندونو ته متوجه دي.

: ‏د ترکیې ولسمشر اردغان:

له هرې زلزله ځپلې کورنۍ سره به تر یو کاله پورې د کور د کرایې د اداینې او نورې مرستې وکړو.

: ‏عمران خان: پاکستان، افغانستان کې باید له هر حکومت سره ښه اړیکې وساتي، تر څو د ترهګریزو ګواښونو په برخه کې پاکستان سره همکاري وکړي.

وایي، ما د غني له حکومت سره د اړیکو جوړولو پوره کوشش وکړ.

: ‏هند: ثانیه مرزا لومړنۍ مسلمانه شوه چې د هند د تېز ترینه جنګي الوتکو پیلوټه وګمارل شوه.

هغه د شمالي اترپردېش د یو راډیو تلویزیون د مستري لور ده.

: ‏د امریکا د دفاع وزارت د نړیوالو اړیکو مرستیاله سلست ولانډر:

د اوکراین کابو یو کلنه جګړه کې د روسیې نیمایي ټانکونه یا ویجاړ شوي، یا اوکرایني ځواکونو نیولي.

: ‏رسانه‌های پاکستان گزارش داده‌اند که یک افسر ارتش آن کشور در یک حمله انتحاری در منطقه "میرعلی" وزیرستان شمالی، کشته شده و ۱۴ تن دیگر این نیروها زخم برداشته‌اند.

تحریک طالبان پاکستان مسوولیت این حمله را به عهده گرفته است.

: ‏هیات معاونت سازمان ملل متحد برای افغانستان "یوناما" از حکومت سرپرست خواسته  تا مسایل حقوق بشری  و آزادی‌های بنیادی تمامی شهروندان کشور را حرمت بدارد.  یوناما در تویتی افزوده است که در هفته‌های پسین گواه بازداشت‌های فعالان مدنی و خبرنگاران در سراسر افعانستان بوده است.

: ‏د راپورونو له مخې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له کبله تر ۳۰ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا ملگري ملتونه وایي امکان شته چې د زلزلې د قربانیانو شمیر دوه برابر لوړ شي.

: ‏په تاجکستان کې د روسیې سفیر «سیمیون ګریګوریف» ویلي چې طالبانو خپله یوه ژمنه هم عملي کړې نده.

‏«سیمیون ګریګوریف» ویلي چې ترهگریزې ډلې په ازاده توگه افغانستان کې فعالیت کوي، تر اوسه د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه خبرې هم نشته، د نشه یي توکو تولید څو برابره ډیر شوی او په وینا یې د افغانانو اوسنی سخت حالت دا غمجن انځور تکمیلوي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف له «ده ویک» هندي مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې انگلوساکسونان (امریکا او برتانیه) افغانستان کې پر چینایانو د تروریستي بریدونو ترشا دي.

‏نوموړی زیاتوي چې یاد هیوادونه د چین د «یوکمربند-یوې لارې» پروژې مخالف دي او د تخریب لپاره یې فعالیت کوي. کابلوف دا هم ویلي چې هند او پاکستان دې افغانستان کې سره په یو نظر شي.

: ‏ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د راتلونکې دوشنبې په ورځ د چین د ولسمشر شي جینپینگ په بلنه د دې هیواد پلازمینې بیجینگ ته سفر وکړي.

: ‏د چین دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز د دې هیواد شاندونگ ولایت د سیمه ییزو سمندري چارواکو په حواله لیکلي چې د چین «رزهاو» سیمې په اسمان کې یوه اولتونکی شی موندل شوی.

د راپور له مخې د چین پوځ د دې الوتونکي شي ویشتلو ته چمتووالی نیسي.

: ‏ضمیر کابلوف وایي «موږ د چا کورنیو چارو کې مداخله نه کوو خو له وضعیت سره د طالبانو چلند ښکاره کوي چې دوی دا ندي زده کړي چې یو حکومت څه ډول اداره کړي، دوي خپلې پخوانۍ تیروتنې تکراروي

‏کابلوف «ده ویک» هندي مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او د هغو له «گوډاگیانو» سره د طالبانو مبارزه ستایي خو د دوی لخوا د نجونو د تعلیم مخه نیول داسې تصمیم بولي چې د فهم وړ ندی او منطق نلري.

: ‏د امریکا او کاناډا د هوایي ځواکونو جټ الوتکو د کاناډا په شمال غرب کې د «یوکان» په اسمان کې یو الوتونکی شی له منځه وړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم امریکایي چارواکو د دې هیواد «الاسکا» ایالت کې د یوه الوتونکي شي د ویشتلو خبر ورکړی و.

: ‏پاکستان په اروپا کې خپلو سفارتونو او قونسلگریو ته امر کړی څو د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته تر امر ثاني پورې ویزې ورنکړي.

د پاکستان حکومت د دې امر علت ندی مشخص کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک