مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خوست کې د حافظانو د فراغت په غونډه کې ویلي: «موږ نن واکداران یو، زموز مسوولیت اوس دا دی چې له انحصاره ځان وساتو، خلک ځان ته رانیږدې کړو او د خلکو په زخمونو پټۍ کیږدو، ځکه چې خلک د غمخورۍ بل څوک نلري دنیا خو غواړي موږ ذلیل کړي.»
✒️: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند له جاپان غوښتنه کړې چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اړمنو او ځورېدلو افغانانو سره په څنګ کې پاتې شي.
یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، د دې وزارت سرپرست پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره لېدلي او اړمنو ته د رسېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د دې وزارت سرپرست د افغانستان په ختیځ کې د تېتسو ناکامورا له فعالیتونو او پروژو ستاینه کړې او په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، د جاپان خلک او حکومت په افغانستان کې د تېتسو ناکامورا د پروژو بشپړولو په اړه د نظر توافق لري.
✒️: د کابل-کندهار په لویه لار کې د یوې ټرافیکې پېښې پر مهال یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د میدان وردګ ولایت امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې زیاته کړې، دا پېښه د میدان ښار اړوند په "تخت کوتل" سیمه کې د سراچه ډوله او ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
✒️: د سپین بولدک- چمن لارې ګڼ شمېر مسافر شکایت کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دغه لار د پاکستاني ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ډول ډول ستونزې ورته جوړېږي. دوی وايي، پاکستاني لوری له مسافرو سره ناوړه چلند کوي، په یوه او بله پلمه یې په ساعتونو ځنډوي او پیسې ترې اخلي.
✒️: د افغانستان بانک سبا د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.
✒️: د برېټانیا پارلمان دفاعي کمېټې په افغانستان کې د برېټانیا په رول او په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د بریټانوي ځواکونو وتل له ناورینه ډکه پېښه بللې او په اړه یې د یوې دولتي پلټنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
✒️: د م.م د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته د خپل سفر جزییات له امریکايي چارواکو سره شریکوي. د دې سازمان ویاند ویلي، امینه محمد به واشنګټن کې لوړ پوړو امریکايي چارواکو او ډیپلوماټانو سره وویني او افغانستان ته د خپل سفر د جزییاتو په ګډون به په بېلابېلو مسایلو ورسره خبرې وکړي.
✒️: د امریکا او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، محمد بن عبدالرحمن واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره وکتل او د افغانستان په ګډون په بېلابېلو مسایلو یې یې خبرې وکړې.
✒️: د سپوتنیک اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې سفير ديميتري ژيرنوف د روسيې له ۲۴ ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال په اوږدو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
✒️: معاون نمایندگی امریکا در سازمان ملل در نشست شورای امنیت از حکومت سرپرست در افغانستان خواسته است که به تعهداتاش برای مبارزه با هراسافگنی پابند باشد.
✒️: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش "په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې" په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي چې له توپیر پرته باید د ساینس په زدهکړه کې د ښځو او نجونو جنسیتي برابرۍ ته وده ورکړل شي.
ښاغلي ګوټېرېش زیاته کړې په ساینس کې د ښځو او نجونو ډېروالی د ټولو لپاره ښه راتلونکې جوړوي.
د فبروري ۱۱مه "په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ" ده او دا ورځ په علمي ټولنه کې د دوی د حیاتي رول د پېژندلو په موخه نومول شوې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت "په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې" په مناسب د افغان نجونو د روباټیک ډلې له حیرانوونکو فعالیتونو ستاینه کړې او دا ډله یې "د امید او زیار" غوره بېلګه بللې ده.
یاد سفارت پر ټویټر لیکلي چې افغان مېرمنې او نجونې "په هره کچه" د زدهکړې حق لري.
✒️: بروکینگز انستیتیوت د افغانستان په هکله نوی رپوټ خپور کړی. نوموړې ادارې پخپل رپوټ کې ویلي چې په کال ۲۰۲۳ کې د افغانستان برخلیک په دوو ټکیو پورې تړلی دی:
۱- آیا د امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده به خپل کامل واک او پر تصمیمونو انحصار وساتي که نه.
۲- آیا ا ا به وسله والې ډلې او داعش قابو کړی شي که نه.
رپوټ وایي چې د «مقاومت جبهه» چې د طالبانو مسلحانه مخالفت کوي دوی ته د ستونزې جوړولو توان نلري.
رپوټ پدې مواردو کې تفصیلي بحث کړی.
✒️: جو بایډن پر یوکراین د روسیې د برید د یو کال پوره کیدو په مناسبت پولنډ ته سفر کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن به د فبروروي میاشتې له ۲۰ تر ۲۲ مې پولنډ ته سفر وکړي او هلته به د خپل پولنډي سیال سره وگوري او د یوکراین د جگړې په اړه به وینا وکړي.
✒️: د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماو نینگ» پرون په امریکا غږ وکړ څو د «نورد سټریم» پایپ لاین د تخریب په اړه نړۍ ته مسوولانه توضیحات ورکړي.
تر دې مخکې امریکایي خبریال «سیمور هِرش» په خپل تحقیقاتي راپور کې له روسیې څخه جرمني ته غځیدلی «نورډ سټریم» د گازو پایپ لاین تخریب د CIA او د امریکا او ناروې د سمندري ځواکونو کار بللی و.
✒️: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمیر له ۲۴ زره تنو اوښتی دی.
د راپورونو له مخې د زلزلې له کبله په ترکیه کې شاوخوا ۲۱،۵۰۰ او په سوریه کې ۳۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
ملگري ملتونه وایي، د زلزلې له کبله شاوخوا ۵،۳ میلیونه کسان بې کوره شوي دي.
✒️: د افغانستان لپاره د بریتانیا د شارژدافیر «هوگو شارتر» کار پای ته رسیدلی دی.
هوگو شارتر په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر ټاکل شوی و.
✒️: د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانگړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د افغانستان وضعیت مخ په خرابیدو دی.
توماس نیکلاسن د هند «ویون» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې طالبان باید دقیق فکر وکړي چې د دوی پریکړې د افغانستان د خلکو لپاره څه پایلې لري.
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي «حسین ابراهیم طه» ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې په تجربي علومو او ټکنالوژي کې د ښځو او نجونو د لا زیاتې ونډې غوښتنه کړې.
حسین ابراهیم طه د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هیوادونو او اړوندو بنسټونو غوښتي څو د ساینس او ټکنالوژۍ په زده کړو کې د ښځو او نجونو د حق په تامین کې خپلې هڅې ډیرې کړي او په دې تړاو د دوی د حقونو په برخه کې د خلکو پوهاوی زیات کړي.
