اشرف غني او جنرال باجوه ارگ کې د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې
جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او ورسره پلاوی، په ارګ کې خپل حضور ته ومانه، د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دغه کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي، همدارنګه د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او وې ویل، هیواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي، د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
