No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون د میدان او وردگو له یو شمیر قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سراج الدین حقاني په دې لیدنه کې د میدان وردگو ولایت د اوسیدونکو قربانۍ ستایلي او د مرستو ژمنه یې ورسره کړې.

‏بلخوا کورنیو چارو وزارت وایي، نن سرپرست وزیر سراج الدين حقاني د شيعه او هزاره هيوادوالو له قومي او مخورو څېرو سره کتلي او دوي ته یې د امنیت برخه کې ډاډ ورکړی.

: ‏د افغانستان بانک وایي، چې پرون د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه کابل ورسیده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

‏د افغانستان بانک وایي د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

: ‏د پکتیا د ګمرک رییس محمد داوود ایوبي وايي، یو نیم ټن درمل چې په غیرقانوني ډول د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې له پاکستانه وارد شوي وو، نیول شوي. ښاغلی ایوبي زیاتوي، د دې درملو کیفیت تر دې مهاله څرګند شوی نه‌دی.

: ‏مولوی عبدالحکیم شرعی سرپرست وزارت عدلیه در دیدار با رزا اوتونبایوا نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد در افغانستان، خواستار تعامل جامعه جهانی با حکومت سرپرست افغانستان شد.

‏وزارت عدلیه در یک خبرنامه‌ گفته است در این دیدار در باره سیستم عدلی و قضایی و وضع قوانین در کشور نیز بحث و گفت‌وگو شده است.

بربنیاد خبرنامه، خانم اوتونبایوا گفته است که یوناما از کشورها می‌خواهد تا سفارت‌های شان را در افغانستان باز کنند.

: ‏د یوکراین ولسمشر «ولادیمیر زیلینسکي» تر بریتانیا او فرانسې وروسته نن بروکسل ته سفر کړی او هلته یې د اروپایي اتحادیې په غونډه کې گډون کړی دی.

: ‏پوتین د مسکو ناستې ته:

د افغانستان اهمیت اوس وخت کې مسکو ته دوه چنده زیات شوی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په افغانستان کې د داعش ترهګرو د ګواښ اړوند ناسته کوي.

وایي، په دې خبرې کوو چې څنګه افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای د بدلېدو مخه ونیول شي.

: پاکستانی خبریال طاهر خان: ‏پاکستان وايي روس کې د افغانستان په اړه د سيمي هيوادونو د امنيتي مشاوينو په غونډه کې ګډون څخه يې ډډه کړي ده. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندي د فبروري په اتمه مسکو غونډي کې د عدم شرکت علتونه ياد نه کړه۔ خو احتمال شته چې د هند ګډون يې يو علت وي۔ دغه مجلس کې ايران، هند، ‏چين، روس، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، کرغیزستان او قازقستان شرکت کړي وو۔ افغانستان ته په غونډه کې د شرکت بلنه نه وه ورکړي شوي.

: ‏د بریتانیا صدراعظم «ریشي سوناک» په دې هیواد کې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په لیدنه کې ویلي چې کییف ته د پرمختللو جنگي جټ الوتکو ورکولو کې ستونزه نشته خو په وینا یې دا اقدام وخت ته اړتیا لري.

‏بلخوا بیا روسیې ویلي چې لندن کییف ته د وسلو په ورکولو سره جگړه اوږدوي او خبرداری یې ورکړ چې د بریتانیا لخوا یوکراین ته د جټ الوتکو ورکول به د اروپا او نړۍ لپاره خونړي سیاسي او نظامي پایلې ولري.

: ‏د دوشنبې ورځې زورورې زلزلې له امله په ترکیه کې د وژل شویو شمیر ۱۳ زرو تنو ته او په سوریه کې ۳ تنو ته رسیدلی دی.

د راپورونو له مخې په دواړو هیوادونو کې لسگونه زره کسان ټپیان دي او د ژغورنې عملیات هم جریان لري.

: ‏د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي بریتانیا ته تر  سفر وروسته پاریس ته سفر کړی او هلته یې د هغه هیواد ولسمشر امانویل مکرون او د جرمني صدراعظم الوف شولتز سره کتلي دي.

‏په دې لیدنه کې امانویل ماکرون، زیلینسکي ته ډاډ ورکړ چې په جنگ کې د یوکراین د بریا او د دې هیواد د مشروع حقونو ترلاسه کولو پورې به کییف سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

: ‏د اروپایي پارلمان غړي «میک والاس» ویلي چې په افغانستان کې د ناټو غیر قانوني مداخلې څخه پاتې شوی وضعیت هره ورځ مخ په خرابیدو دی.

«میک والاس» ویلي چې د دې بشري ناورین اصلي لامل د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنگل کول او د نړۍ بانکونه له محدودیتونو څخه له سرغړونو ویرول دي.

‏په اروپایي پارلمان کې د ایرلنډ استازي زیاته کړې چې په افغانستان کې به روان کال ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري او په وینا یې اروپا باید افغانستان ته له سزا ورکولو څخه لاس واخلي او په امریکا فشار راوړي څو د افغانستان کنگل شوې شتمنۍ خلاصې کړي.

: ‏د هند د ملي امنیت مشاور «اجیت دووال» په مسکو کې د افغانستان د ستونزې په اړه د سیمې هیوادونو د ملي امنیت د مشاورینو په ناسته کې د وینا پر مهال افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل څو له ترهگرۍ سره مبارزه وکړي.

‏«اجیت دووال» همداراز ویلي چې هیڅ هیواد ته باید اجازه ورنکړل شي چې ترهگر او افراطیون له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ولیږدوي.

: ‏د ایران د ملي امنیت شورا منشي «علي شخماني» د افغانستان اوسني وضعیت مسووله امریکا بللې او ویلي یې دي واشنگټن غواړي افغانستان د تروریزم په یو مرکز بدل کړي.

‏علي شخماني چې مسکو کې د سیمې هیوادونو د ملی امنیت مشاورینو ناسته کې وینا کوله ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د هیوادونو لومړیتوب دی او په وینا یې په منطقه کې د امریکا حضور بې ثباتي رامنځته کوي.

‏علي شخماني زیاته کړې چې د سیمې د هیوادونو د گډو هڅو په نتیجه کې امکان لري په افغانستان کې  سوله او ثبات راشي.

: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف نن د سودان پلازمینې خرطوم ته سفر کړی او هلته یې د خپل سوداني سیال علي الصدیق سره کتلي دي.

‏خرطوم ته د سرگي لاوروف سفر داسې مهال ترسره کیږي چې دوه ورځې وړاندې د امریکایي او اروپایي دیپلوماتانو یو پلاوي سودان ته سفر کړی و او د دې هیواد د پوځ له مشرانو سره یې خبرې کړې وې.

: ‏د پولیتزر جایزې گټونکی امریکایي خبریال «سیمور هِرش» وایي «نورد ستریم» پایپ لاین امریکا تخریب کړی. نوموړی په خپل نوي راپور کې د روسیې څخه جرمني ته غځیدلی «نورډ سټریم» د گازو پایپ لاین تخریب د امریکا د سمندري ځواک د یوې پټې قطعې او د ناروې د سمندي ځواک گډ کار بللی دی.

‏«سیمور هِرش» پخپل راپور کې ویلي چې د امریکا او د ناروې سمندري ځواکونو د دې هیوادونو د استخباراتو په مرسته د یوه نظامي تمرین تر نوم لاندې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشتې کې په «نورد سټریم ۱ او ۲» گاز پایپ لاین «سي-۴» بمونه نصب کړل

‏چې بیا د امریکا د ولسمشر جو بایډن او CIA په امر دې بمونو ته د سپټمبر په ۲۶ مې نیټې انفجار ورکړل شو.

سپینې ماڼۍ بیا د «سیمور هِرش» دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دا راپور په مکمل ډول یوه افسانه ده.

: ‏د ایلون ماسک «سپیس اکس» شرکت د یوکراین پوځ لپاره د خپلو سټلایتونو انټرنت محدود کړی دی.

دې شرکت ویلي چې انترنټ یې هیڅکله په دې خاطر یوکراین ته نه و ورکړی چې د وسلې په توگه وکارول شي.

د «سپیس اکس» دې اقدام سره د یوکرایني پوځ بې پیلوټه الوتکو عملیات د جدی خنډ سره مخ کیږي.

: ‏پاکستان په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د ملی امنیت مشاورینو ناسته کې گډون ونکړ.

دا ناسته تیره چارشنبه او پنجشنبه په مسکو کې دایره شوه. د پاکستان حکومت په دې ناسته کې د نه گډون علت ندی څرگند کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک