No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي ا‌وکادا سره کتلي دي.

‏د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې په یو شمیر مهمو سیاسي مسایلو، بشري همکاريو، د افغانستان او سیمي په اوسني وضعیت خبرې اترې شوي او ټینګار شوی چې د افغانستان او نړۍ تر مينځ د مثبتو ګامونو په اخیستلو سره بهتره تعامل را منځ ته شي.

: ‏نن د ا.ا د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري یو حکومتي پلاوي ازبکستان ته د د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.

‏د اوسپنې پټلۍ ادارې وایي تمه ده د دې تفاهم لیک په لاسلیکولو سره به د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.

: ‏میمنه کې یوه جومات ته نږدې چاودنه شوې ده.

 

د فاریاب اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الله محمدي رسنیو ته تاییدوي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د امام ابوحنیفه جامع جومات ته نږدې شوې.

ښاغلي محمدي زیاتوي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او مرګ ژوبله نه‌لري.

: ‏وزارت خارجه امارت اسلامی به رسانه ها می‌گوید که در زمین‌لرزه صبح روز دوشنبه در ترکیه، دست‌کم صد مهاجر افغان نیز کشته و زخمی شده‌اند.

ضیاء احمد تکل، معاون سخنگوی این وزارت می‌افزاید که این آمار جان باخته گان افغان نهایی نیست و ممکن است شمار قربانیان و زخمیان بیشتر شود.

‏این در حالی است که تا کنون جان باختن نزدیک به هشت هزار تن در نتیجه زمین‌لرزه روز دوشنبه در ترکیه و سوریه تایید شده است.

: رییس کمیته تفتیش بانک مرکزی افغانستان می‌گوید که نیاز است تا با شورای قانونی ایالات متحده در باره سه‌ونیم میلیارد دالر دارایی‌ افغانستان که به بازماندگان قربانیان حمله‌های یازدهم سپتمبر اختصاص یافته، گفت‌وگو شود.

: ‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې تمرینات پیل کړل. د دغو تمريناتو موخه د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د دوى چمتو کېدل دي، چې ټاکل شوې د فبروري په ١٦مه، ١٨مه او ١٩مه په همدې لوبغالي کې تر سره شي.

: ‏د عامې روغتيا وزارت وايي د کابل جمهوريت روغتون د ریفورم طرحه وارزول شوه او له تایید وروسته به یې له پلې کېدو سره دغه روغتون پر نړیوالو معيارونو برابر شي. سرچینه زیاتوي، د دې طرحې په پلې کېدو سره به د ډېرو ناروغیو درملنه د هېواد دننه کېږي.

: ‏د سیمې هیوادونو د ملی امنیت مشاورینو ناسته په مسکو کې ترسره شوه. پدې ناسته کې د روسیې د امنیت شورا منشي «نیکولای پاتروشیف» افغانستان ته په اشارې وویل چې د غرب لخوا  د بې ثباتۍ لوی مرکز منځته راوړل کولای شي نا امني د سیمې ټولو هېوادونو ته خپره کړي.

‏«پاتروشیف» چې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د امینت شورا سلاکارانو ۵مې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې بې ثباتې پریښودله او اوس هلته وضعیت په چټکۍ مخ په خرابیدو دی.

‏د روسي رسنیو د راپورونو له مخې «پاتروشیف» په دې غونډه کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هیوادونو د همکاریو په ډیریدو ټینگار وکړ او هیله یې څرگنده کړه چې په راتلونکو غونډو کې د شرایطو تر برابریدو وروسته د کابل چارواکي هم گډون وکړي.

: سکاټلنډ: یوه برېټانوۍ میرمن سارا کریګ چې تېر اکتوبر کې یې دغلته یې آبردین ښار کې پر ۲ افغان مهاجرو ښځو بې دلیله حمله کړې وه، پر یو کال زندان محکومه شوه.

: ‏د امریکا د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:

پاکستان سره به ولاړ یوو، ځکه هغه مو د ترهګرۍ ضد جګړه کې تلپاتې مهم شریکباڼی دی.

وایي، ترهګري افغانستان، پاکستان او هند ته ګواښ دی چې ورته مو سیمه کې پام ور اړولی دی.

: ‏د امریکا د دفاع پخوانی وزیر کرسټوفر میلر:

موږ افغانستان او عراق کې جنګونه وبایلل خو هیچا نه یې د بایلات پوښتنه ونه شوه.

وایي، د جګړې له امریکایي جنرالانو باید محکمه کې پوښتنه وشي.

: ‏۲۹ کلن شهاب د هند له کيراله څخه د حج پر لور ۸۶۰۰ کیلومتره پیاده مزل ته ملا تړلې.

هغه به د پاکستان، ایران، عراق او کویت پر لارو مکې مکرمې ته سږ کال ځان رسوي.

: ‏د هند صدراعظم دغه هېواد کې د غورځول شویو پلاستیکي بوتلونو له بیا پروسس (ریسایکلینګ) څخه جوړ لومړنی واسکټ واغوست.

هند غواړي، هر کال یو میلیارد زاړه بوتلونه پروسس او د اغوستلو ټوکران ترې جوړ کړي.

: ‏امریکا اعلان کړی چې پر پولنډ یې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د هیمارس د ۱۸ راکټي سیستمونو پلور چې مهمات او نور تجهیزات هم پکې شامل دي، منظور کړی دی.

: ‏د آلمان د اقتصاد او دفاع وزارتونو پرون په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې اوکراین ته یې د ۱۷۸ لیوپارډ ۱ ټانګونو ورکړه تصویب کړه. د آلمان حکومت تېره اونۍ اوکراین ته د ترمیم او نویو شویو ټانګونو له صادرولو سره موافقه کړې وه.

: ‏د ایران پوځ پرون د ځمکې لاندې د جنګي الوتکو یو داسې مرکز څرګند کړ چې د امریکا د سنګر ماتوونکو بمي بریدونو پر وړاندې مقاومت کولی شي. د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي‌ چې دا مرکز «عقاب۴۴» نومېږي او جنګي او بې پیلوټه الوتکې ترې استفاده کولی شي.

: ‏چين د ترکيې د حکومت په غوښتنې دغه هېواد ته ۸۲ کسیزه ژغورونکې ډله ليږلې ده. د چين ياده ډله نن د ترکيې جنوب ادانا ښار ته رسیدلې ده. د مالوماتو له مخې، د چین ژغورونکې ډله به لومړی د ادانا ښار له چارواکو، په ترکيه کې د چين له سفارت او د ملګرو ملتونو له اړوندو ارګانونو سره خبرې وکړي.

: ‏رویترز گزارش داده که شمار قربانیان زمین‌لرزه اخیر روز سه شنبه در ترکیه و سوریه به بیش از ۷۸۰۰ تن رسیده است.

رویترز به نقل از فواد اوکتای، معاون رییس جمهور ترکیه شمار جان‌باخته‌گان در ترکیه را ۵۸۹۴ تن و شمار زخمیان را بیش از ۳۴۰۰۰ تن می‌گوید.

‏به گفته این خبرگزاری، دولت سوریه شمار جان باخته‌گان در زلزله روز دوشنبه را حداقل ۱۹۳۲ تن گفته است.

: ‏کمیشنری عالی سازمان ملل در امور  مهاجرت در آسیای مرکزی در تویتی نگاشته است که این نهاد در همکاری با ازبکستان، ۴٨هزار کمپل به هدف کمک به مردم افغانستان در سرما به مرکز لوژستیکی ترمز در مرز با افغانستان فرستاده است.

‏افزون بر آن، کمیشنری سازمان ملل در امور پناهندگان در افغانستان می‌گوید که برای نزدیک به ۸۰۰هزار تن در این کشور در اواخر سال گذشته میلادی، کمک‌های زمستانی فراهم کرده است.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسون وايي چې ترکیې ته په خپل سفر کې د یوه سوله‌ییز افغانستان په هکله مثبتې خبرې اترې لرلې دي.

‏ښاغلي نېکلاسون په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې انقرې او اسټانبول ښارونو ته په سفر کې د ترکیې له جګپوړو چارواکو له هغې ډلې د ترکیې د ولسمشر له سلاکار النور سیویک سره لیدلي او همدارنګه له ځينو فعالو افغان مېرمنو سره یې هم غونډې لرلې دي.

: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف تر عراق وروسته مالي ته سفر کړی او هلته یې له خپل سیال «عبدالولي ديوپ» سره کتلي دي.

‏د مالي د حکومت لخوا له دې هیواده د فرانسوي ځواکونو تر ایستلو وروسته د روسیې او مالي اړیکې پراخې شوي، مالي له مسکو څخه وسلې او هلیکوپترې ترلاسه کړي او د «واگنر» امنیتي کمپنۍ سلگونه روسي سرتیري په دې هیواد کې مستقر دي.

: ‏در یک رویداد ترافیکی در پاکستان دست کم ۲۲ تن جان باخته و ۱۲ تن دیگر زخم برداشته‌اند.

رسانه‌های پاکستانی گزارش داده‌اند که این رویداد در ۵۰۰ کیلومتری شمال پیشاور، مرکز خیبر پختونخوا رخ داده است.

: ‏‏لیندسی گراهام، سناتور امریکایی در باره سخنرانی سالانه رییس جمهور ایالات متحده در کانگرس، گفته است که جو بایدن ظاهراً افغانستان را فراموش کرده است، "اما اطمینان می‌دهم که جهان افغانستان را فراموش نکرده است."

‏آقای گراهام افزوده است که متحدان ایالات متحده از  خروج "فاجعه‌بار" نیروهای امریکایی از افغانستان "شوک‌زده" استند.  

جو بایدن، رییس جمهور ایالات متحده در سخنرانی سالانه‌اش در  کانگرس امریکا به روز سه‌شنبه هیچ نامی از افغانستان نبرد.

: ‏تحریک طالبان پاکستان د عمران خان د هغې ادعا باره کې چې گواکي د TTP لخوا ورته گواښ موجود دی ویلي چې هغه سیاسې او غیر سیاسي کسان چې له په جگړه کې دخالت نلري د TTP لپاره هدف ندي.

‏تحریک طالبان پاکستان دا هم ویلی چې دا د پاکستان د استخباراتو او پوځ تبلیغات دي چې له یوې خوا مورد نظر شخص ته صدمه ورسوي او له بلې خوا د TTP خلاف پروپاگند وکړي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن «د هیواد وضعیت» تر عنوان لاندې کانگرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې د دې هیواد کورنیو مسائلو، یوکراین جگړې او چین په اړه خبرې کړي.

جو بایډن په خپلې وینا کې د افغانستان وضعیت او په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زورورې زلزلې په اړه څه ندي ویلي.

: ‏د یوکراین ولسمشر «ولادیمیر زیلینسکي» نن بریتانیا ته سفر کوي.

زیلینسکي به بریتانیا کې د هغه هیواد صدراعظم «ریشي سوناک» سره وگوري او له یوکرایني سرتیرو به چې بریتانیا ته د نظامي تمریناتو لپاره لیږل شوي لیدنه وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک