No-IMG

حکمتيار: موږ دوست او دښمن د ايمان له مخي غوره كوو؛ د خداى دوست مو دوست دئ او د خداى دښمن مو دښمن

يكشنبه د دلوې ۱۶مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د خپلې نننۍ درسي مُحاضرې په پيل کي وويل:

الحمد لله چي د درسونو لړۍ بيا پيلوو؛ د يخني له كبله مو څو ورځي وځنډول؛ د ننني درس تر پيل وړاندي اجازه راكړئ د دوه ضمني مطالبو په اړه مختصر عرائض ولرم:

1- د متحده ايالاتو جمهور رئيس د افغانستان د هغو منجمد شوو بانكي په اړه خپله ظالمانه پرېكړه اعلان كړه چي په امريكايي بانكونو كي ذخيره شوي وو؛ پرېكړه ئې يقيناً د رڼا ورځي غلو پرېكړي ته ورته ده؛ نيمايي ئې د هغو امريكايانو غرامت ته مختص كړې چي د 11 سيپمتبر په پېښي كي وژل شوي وو؛ او دا پېښه داسي وه چي هيڅ افغان په كي له هيڅ پلوه برخه نه درلود؛ 19 سرتېرو عربانو تر سره كړې؛ ټول په پېښه كي وژل شوي؛ اكثريت ئې په غرب كي مېشت ول؛ له افغانستان سره ئې هيڅ تعلق نه درلود.

د پاته نيمايي 3.5 مليارد منجمد شوې پانگي په اړه ئې داسي پرېكړه كړې چي د امريكا په خوښه او په دوى پوري د اړوند ادارو له لاري به مصرف كېږي.

زه د ټول افغان ولس په استازيتوب؛ دا پرېكړه څرگنده غلا گڼم او په بشپړ شدت سره ئې غندوم

 2- د جُمعې لمانځه د تعطيل په اړه څو عرائض ولرم؛ ملحدينو او سيكولرانو هڅه وكړه له دې هم يوه تبليغاتي وسيله جوړه كړي؛ او د حزب اسلامي او امارت اسلامي تر منځ ئې د اختلاف نښه او نتيجه وگڼي؛ هغوى ته وايو:

•             د دې پرېكړه موږ په خپله كړې؛ د امارت اړوند مسئولينو ته مو اطلاع وركړې او مشوره مو ورسره كړې.

•             د اسلامي لارښوونو مطابق مو كړې؛ سيكولران او بې عقل ملگري ئې نه پوهېږي چي د جُمعې لمونځ حكم څه دئ او د اداء كولو شرائط ئې كوم.

•             موږ كه كومه ديني فريضه اداء كوو؛ نو د اسلام په لارښوونه ئې اداء كوو او كه ئې وخت، محل او مكان بدلوو؛ نو دا كار د اسلام په حكم او إذن كوو؛ كه دا لمونځ، روژه او حج وي او كه جهاد، جنگ او صلح.

•             موږ دوست او دښمن د ايمان له مخي غوره كوو؛ د خداى دوست مو دوست دئ او د خداى دښمن مو دښمن؛ له مؤمن سره دښمني نه كوو او كافر دښمن ته د دوستي لاس نه اوږدوو.

•             اسلام موږ ته اجازه راكړې چي په سفر او مرض كي روژه نيول معطل كړو؛ او هغه مهال ئې قضائي ونيسو چي روغ شوي يو او سفر مو پاى ته رسېدلى وي. د كوم مفتي په فتوى نه؛ بلكي د حاذق او ماهر ډاكټر په فتوى؛ روژه معطلولى شو؛ پر مسافر نه روژه نيول لازمه او حتمي ده او نه د جمعې لمونځ؛ مريض، بوډا او ضعيف؛ او هغه چي كور ئې له جامع جومات ډېر لري وي؛ د جمعې لمانځه په اداء كولو مكلف نه دئ؛ د ماسپښين لمونځ ورته كفايت كوي.

•             هغه هم معاف دئ چي د دښمن له لوري گواښل كېږي او كوم خطر ئې تهديدوي؛ هغه هم معاف دئ چي له كور تر جومات پوري ئې لاري كي خټي او چكړ وي؛ باران او واوره ورېږي. د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي به د باران په ورځ اعلان وشو چي لمونځونه په كور كي وكړئ او جومات ته مه راځئ.

•             د جُمعې لمانځه لپاره ښار، لوى كلى، لوى جامع جومات، عام إذن او اجازه، امنيت او عدم خوف هم ضروري شرطونه دي.

•             په وړو كليو، هلته چي جامع جومات نه وي، هر څوك آزادانه ورتلى نه شي؛ او زندانونو كي؛ د جُمعې لمونځ نشته.  

•             اساساً د جُمعې لمونځ؛ د ماسپښين لمانځه ځاى ناستى دئ؛ كه شرائط ئې برابر نه شول نو د جُمعې پر ځاى به د ماسپښين لمونځ كوو.

•             موږ او د اسلامي نړۍ ډېرو علماءو د كورونا په دوران كي د جمعي لمونځونه معطل كړل؛ حتى عمره او حج معطل شو؛ اسلام نه يوازي د دې جواز وركړى بلكي مسلمانانو ته مكرر لارښوونه كوي چي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ ....: خپل احتياطي تدابير ونيسئ)؛ هغه څه مه خورئ چي مضر وي، هغه ځاى ته مه ځئ چي په ساري مرض د اخته كېدو احتمال وي.

•             موږ د اشغالگرانو خلاف جهاد اعلان كړ؛ نږدې شپاړس كاله موږ دښمن پسي گرځېدو او دښمن په موږ پسي؛ سيكولرانو زموږ د آزادۍ جنگ محكومولو او د هېواد اشغال او د اشغالگرانو حضور ئې ستايلو؛ كله چي اشغالگران وتلو ته اړ شول او له افغانستان د وتلو پرېكړه ئې وكړه او وتل ئې پيل شول؛ 95% ووتل او موږ له دولت سره سوله وكړه؛ كابل ته راغلو؛ داسي ئې گڼله چي هر قدم د دوى پر ناولي څټ ږدو؛ چي څه ئې زموږ په خلاف په وس پوره وه او د ويلو او كولو توان ئې دردلود؛ نه ئې سمپول.

•             سيكولران او د اشغالگرانو مزدوران؛ له خپلو بادارانو سره يو ځاى راغلي وو او يو ځاى وتښتېدل؛ نن د هغوى په غېږ كي پراته دي؛ موږ د خپل ولس په څنگ كي پاته شوو؛ په دې تحول او بدلون خوښ او راضي وو او يو او همدا مو غوښتل چي اشغالگران ووځي، جگړه پاى ته ورسېږي، د اشغالگرانو په لاس تپل شوى رژيم او لاسپوڅى حكومت نسكور شي او افغانان خپل برخليك په خپله وټاكي؛ څه چي مو په سنگر كي ويل؛ د إيمان جومات له منبر مو هم ويل؛ كمظرفو رقيبانو مو نه سنگر زغملى شو او نه منبر؛ موږ مخكي هر څه د خپل ايمان په حكم كړي او له دې وروسته او تر مرگ پوري به إن شاء الله هر څه د خپل ايمان په حكم كوو. له الله تعالى د توفيق هيله لرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک