حکمتيار: د ايمان مسجد د جُمعې لمونځونه تر هغه معطل كوو چي امنيتي گواښونه منتفي شي
وروڼو خوېندو!
زه په 1396 كال كي د ثور په 14 مه كابل ته راغلم؛ د سولي د هغي معاهدې له مخي چي د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ وه؛ خو د حكومت واكمنو د هغې بند بند تر پښو لاندي كړ؛ د إيمان دا مسجد نږدې يو كال وروسته جوړ شو؛ تر ننه دا جومات؛ د جمعې لمونځونه او خطبې ئې، غونډي او جلسې ئې، فكري او دعوتى فعاليتونه ئې د سيكولرانو، كمونستانو او اسلام دښمنو؛ كورنيو او بهرنيو كړيو لپاره د سترگو اغزى وو؛ غوښتل ئې مخه ئې ونيسي، تخريب ئې كړي؛ الحمد لله موفق نه شول؛ آخري هڅه ئې د قوس مياشت كي هغه ناكام بريد وو چي دواړه بريدگر ئې ووژل شول او د يوې ستري چاودني مخنيوى وشو؛ تر ننه كه هره مياشت څلور خطبې او 8 درسي حلقې حساب كړو نو په دې جومات كي نږدې 700 خطبې او درسونه او په لسگونو نوري غونډي تر سره شوې. ستري ستري غونډي او جلسې؛ په جومات كي او له جومات بهر د دفتر په صحن كي؛ داسي چي لس پنځلس زره كسانو په كي گډون كړې؛ په كابل او ولاياتو كي پرتميني غونډي، ستري او تاريخي مظاهرې چي د افغانستان په تاريخ كي ئې بېلگي نه شو موندلى؛ له گواښونو او خطرونو سره مخامخ وو؛ خو الحمد لله هيڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې؛ يوازې د قوس مياشتي په پېښي كي دښمن وتوانېدو د جومات تر دروازې راورسېږي خو الحمد لله هڅه ئې شنډه شوه او دواړه بريدگر ووژل شول؛ خپلي موخي ته تر رسېدو وړاندي؛ غوښتل ئې دا جومات وران او ټول لمونځ كوونكي ئې ووژني.
غوښتل مو دا لړۍ په هر صورت او په هر نوع شرائطو كي جاري وساتو؛ اما د څو دلائلو له كبله ئې د جُمعې لمونځونه تر هغه معطل كوو چي امنيتي گواښونه منتفي شي؛ د دې جومات مؤمن لمونځ كوونكي دي تر بل اعلان پوري انتظار وكړي او خپل لمونځونه دي د كور خوا ته جامع جامع جوماتونو كي اداء كړي؛ خو د داسي امام په اقتداء كي چي له ايمان، تقوىٰ او علم ئې مطمئن وئ.
يوه وجه ئې دا ده چي مجبور يو امنيتي تدابير او محدوديتونه زيات كړو؛ نه غواړو لمونځ كوونكي اذيت شي؛ د جُمعې لمونځ اصولا عام إذن او امنيت ايجابوي؛ داسي چي هر لمونځ كوونكي له كوم محدوديت پرته جومات ته تلى شي او په ډاډ او اطمئنان سره خپل لمونځ اداء كولى شي.
موږ د كورونا له كبله هم څو اونۍ د جُمعې لمونځونه معطل كړل؛ اوس له يوې بلي كرونا سره مخامخ يو؛ دا ويروس تر كويد 19 ډېر بد دئ؛ مجبور يو څو اونۍ همغه كار وكړو چي د كرونا له كبله مو وكړ.
