No-IMG

مشورتي لويه جرگه کې د حکمتيار صاحب نه گډون

د اشرف غني او د ارګ پلویانو  نه مې سوال او پوښتنه دا ده چې دا سپک توب او بي عزتي یو هیواد او ملت لپاره ندی چې ۳۵۰۰ کساني په نوم د مشورتي لويې جرګي را ټول کړل ، ۳۳۰ میلیونه افغانۍ مصرف وشو او بیا تاسو ګوري چې څه کوي د ملت او خلکو فیصله همداسي وه؟

ځېني متقاعد او غیر متقاعد حزبي ورونو او د ارګ خیاطانو په حکمتیار او نورو سیاسیون د عدم ګډون او شرکت باندي نقد او نیوکي درلودي چې په ملي مسائلو کې ولي ګدون نکوي.

داسي ده چې بي غیرتو لپاره د دې نظام هر تقلب او هر ناروا عمل جايز ښکاري ، یا دا هم دروغ او تبلیغات دي او یا څنګه ؟

شاه شجاع او «رفیق ببرک کارمل » هم ځینې خلکو لپاره اتل او قهرمان دی ، « نجیب او لایق» او د هغوی نور ملګري چې په شهادت ، حوض کوثر او د جنت په حورو باندي باور او ایمان نه درلوده او نلري بیا شهیدان او اتلان دي

دا لانجه ، ستونزي او د تاریخ فصل لکه د تاریخ نورو فصلونو به انشاءالله تمام او د پاي ټکۍ به لري خو کچیري همدا خلک او همدا ناروا مؤرخین وي ، نو اشرف غني به د کاغذ پر مخ د ځېنو لپاره اتل ، غازي ، بابا ، او قهرمان وي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک