مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغانستان سرپرست حکومت د لومړي ځل لپاره د اقيني بندر له لارې ترکیې ته د توکو صادرېدو خبر ورکړی دی. د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې یاد توکي د کورنیو شرکتونو له خوا د افغانستان نمبر پلېټ لرونکو لارۍ موټرو په واسطه ترکیې ته استول کېږي.
✒️: د ریاست الوزراء اداري مرستيال وايي ملګرو ملتونو د تور لېست حذفولو، د ا.ا په رسمیت پېژندلو او په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخو کې لازمه همکاري نه ده کړې.
✒️: د لومړي ځل لپاره د یوه خصوصي شرکت له لوري د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلې کولو کارخونه جوړېږي. د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دې کارخونې په جوړېدو سره به لږ تر لږه زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
✒️: د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د کابل- غزني لويې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله يوې ښځې او یوه نارینه خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
✒️: د ننګرهار له عمومي زندانه د لسو ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۶۶ زندانیان خوشې شوي. د ننګرهار عمومي زندان رييس مولوي بلال شاهين وايي، پهدې کسانو کې د یو شمېر زندانیانو د بند موده پوره شوې وه او ځینې نور د اسلامي امارت رهبر د ځانګړي فرمان له مخې بښل شوي دي.
د ښاغلي شاهين په خبره، اوسمهال په ننګرهار عمومي زندان کې ۱۱۰۰ بنديان ساتل کېږي چې ۶۶ يې ماشومان او ۵۵ يې ښځينه دي.
✒️: نن له غرمې وروسته د تخار ولایت په تالقان ښار کې یوه چاودنه شوې. سیمهییزې سرچینې وايي، دا چاودنه د تخار ولایت ودانۍ ته څېرمه د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر شوې ده. د تخار امنیې قومندانۍ ویاند مبین ساپی د یادې پېښې د رامنځته کېدو پخلی کوي، خو په اړه یې ډېر جزییات نه ورکوي.
✒️: ذبیحالله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در صفحه تویترش از جان باختن شماری از شهروندان کشور به علت سردی هوا ابراز تسلیت کرده و از مسوولان خواسته است که از تلفات بیشتر پیشگیری کنند.
✒️: عبدالله عبدالله، رییس شورای مصالحه ملی حکومت پیشین، با آمنه محمد، معاون دبیر کل سازمان ملل دیدار کرده است.
آقای عبدالله در صفحه تویترش نگاشته است که در این دیدار درباره پیشرفت افغانستان، تحصیل و کار زنان گفتوگو شده است.
✒️: حاجی عبیدالله صدرخیل، رییس شورای بازرگانان افغانستان در امارات متحده عربی در صفحۀ تویترش نگاشته است که روز چهارشنبه دومین نشست اعضای این شورا در هوتل "جیدبلیو ماریوت" در شهر دبی برگزار شد.
به گفته او، نخستین نشست این شورا در سوم جنوری سال ۲۰۲۳ برگزار شده بود و قرار است سومین دور این نشست به هدف دعوت اعضای دیگر این شورا به زودی برگزار شود.
✒️: آمنه محمد معاون دبیرکل سازمان ملل متحد در دیدار با مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا، نگرانیاش را از تعلیق آموزش و کار بانوان در افغانستان، ابراز کرده و خواهان «بازنگری این تصمیم» شده است.
در این دیدار که رزا اوتونبایوا نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل در افغانستان نیز حضور داشت، خانم محمد تاکید کرده که مشکلات آموزش و کار بانوان باید از راه گفتوگو حل شود چون آینده این کشور به آموزش نسل بعدی ارتباط دارد و افغانستان باید یک «عضو فعال جامعه جهانی» شود.
ارگ در صفحه تویترش نوشته که آقای حنفی با قدردانی از کمکهای جهان در بخشهای بهداشت، آموزش و زراعت به افغانستان، گفته است که سازمان ملل در امر به رسمیت شناختن امارت اسلامی و واگذاری کرسی نمایندگی افغانستان در سازمان ملل به امارت اسلامی همکاریهای لازم را انجام نداده است.
✒️: اسلام اباد —
امریکا ویلي پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چیلنجونو څخه خبر ده او پاکستان په غوره اقتصادي حالت کې ليدل غواړي او چې ممکن وي نو د پاکستان ملاتړ به کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او خراب اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی او د هېواد ټولې اقتصادي اعشاريې په لاندې روانې دي.
سعودي عرب چې د پاکستان سره وخت په وخت مالي مرسته کوي وايي چې سعودي عرب به نور چاته هم بې له کوم شرطه امداد نه ورکوي او بهرنیو هیوادونو ته د مالي مرستو ورکولو طريقه کار بدلوي.
✒️: په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر رضا بهرامی «اعتماد آنلاین» ته په یو بحث کې ویلي، د افغانستان مساله د سړې جگړې له دورانه راپاتې شوې مساله ده چې د نړۍ د یو قطبي کیدو سره هم یوې پایلې ته و نه رسیده.
ده ویلي اوس افغانستان او نړۍ د بدلون په دوره کې دي او تر څو نوی نړیوال نظام لا نه وي تثبیت شوی د افغانستان مساله به هم همداسې لاینحله پاتې وي.
✒️: چین په خپله سمندري احاطه کې د نړۍ د بادي برېښنا تر ټولو لوی ټاور او توربین نصبوي.
د مینګ یانګ په نوم دا ټاور به تر ۷۰ پوړیزې ودانۍ دنګ وي، یوه پکه به یې ۱۲۸ متره وي، په ۸،۵ متره پر ثانیه د هوا سرعت به یې چلوي او یو کال کې به ۸۰ ګیګا واټه بریښنا تولیدوي.
✒️: نړیوال بانک پاکستان ته د یو میلیارد او سل میلیونه ډالرو قرض مرسته وځنډوله.
وایي، تاسو باید اول ځینې مالي اصلاحات راولئ او پر ورداتو ټکسونه کم کړئ.
✒️: د امریکا خارجه وزیر د فبرورۍ په پنځمه چین ته ځي.
هغه به له خپل چیني سیال سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
چینایان خپل خارجه وزیر د لیوه جنګیالي په لقب هم پېژني.
✒️: نخست وزیر پاکستان کشته شدن چهار نظامی این کشور در امتداد مرز ایران و پاکستان در بلوچستان را نکوهش کرده است. شهباز شریف در تویتی از ایران خواسته است که از خاک این کشور برای حملات مرزی استفاده نشود.
✒️: جاسیندا آردرن، نخست
وزیر نیوزیلند، از سمتاش کنار میرود.
رویترز میگوید جاسیندا آردرن، در روز پنجشنبه در یک نشست خبری گفته است که بعد از پنجونیم سال به عنوان نخست وزیر، تا اوایل ماه فبروری از این سمت کنار میرود و در انتخابات آینده اشتراک نمیکند.
✒️: د اسيا فوټبال کنفډراسيون لهخوا د اسيا ساحلي فوټبال د ملتونو جام سيالۍ پچه اچونه وشوه. پهدې سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې په ګډون ١٦ لوبډلې سیالۍ کوي او د افغانستان لوبډله له بحرین، تایلېنډ او سعودي عربستان سره په الف ډله کې ده.
ټاکل شوې ده دا سیالۍ د کب له ۲۵مې د ۱۴۰۲ کال د وري تر ۶مې پورې د تایلېنډ په کوربهتوب تر سره شي.
✒️: ټاکل شوې د فوټبال دوه وتلي ستوري لیونل مسي او کرېسټیانو رونالډو د پاریسن ژرمن او النصر او الهلال ګډو لوبډلو تر منځ په یوې دوستانه سیالۍ کې مخامخ شي. تمه ده دا لوبه نن شپه (د کابل په وخت ۰۹:۳۰) د سعودي عربستان په ملک فهد ریاض لوبغالي کې تر سره شي.
✒️: سور صلیب وایي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۴ میلیونه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نږدې شل میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې او ۴،۷ میلیون وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي.
✒️: زلمي خلیلزاد له «اکسیوس» سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵مه له افغانستانه د اشرف غني تیښته باعث شوه چې سیاسي حل او د واک ویش ته رسیدل ناممکن شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي دا هم ویلي چې ده غوښتل سیاسي حل ته تر رسیدو امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي خو جوبایدن باور نه درلود چې د دوحې د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.
