No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

: ‏د اندونيزيا د بهرنیو چارو وزیرې ريتنو مرسودي د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

‏د بهرنيو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ددې خبرو پر مهال د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې کابل کې په وروستۍچاودنه کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او په یو لړ نورو موضوعاتو یې هم خبرې وکړې.

‏په ورته مهال په دې خبرو کې متقي د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو په لا ښه والي ټینګار وکړ.

: ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد کابل ته راغلې ده.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وايي، د سرمنشي مرستیاله امنه محمد د دې سازمان د ښځو د برخې له مشرې سیما باهوس او په سیاسي چارو کې د سرمنشي له مرستیال خالد خیري سره یو ځای کابل ته سفر کړی دی.

‏نوموړې داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د ا.ا لخوا د ښځو د زده کړو او په موسسو کې د کار بندیزونه پر خپل ځای دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امنې محمد په مشرۍ پلاوي سره ولیدل او کابل ته یې د هغوی له سفر هرکلی وکړ.

د پخواني ولسمشر پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د نجونو پر زده کړو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ورستنېدو ټینګار وکړ.

‏سرچینه کاږي، ددې خبرو پر مهال پخواني ولسمشر ملي خبرې مهمې وبللې او ددې خبرو پر ژر پیلېدو یې ټینګار وکړ.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پيغام کې طلوع نیوز ته تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازیتوب یو پلاوی چې ښځې هم په کې حضور لري کابل ته راغلی او د ریاست الوزرا له مشرانو او نورو چارواکو سره یې لیدلي او له ځينو وزیرانو سره لا هم لیدنې دوام لري.

‏ښاغلی مجاهد وايي هغوی چې کومې اندېښنې لرلې له موږ سره یې شریکې کړې او زموږ له خوا یې هم هغه ستونزې اورېدلي چې افغانستان یې لري، هیله دا ده چې د دواړو ترمنځ اعتماد پیاوړی شي او خبرې اترې دوام وکړي، او هغه ستونزې چې په منځ کې پرتې وي په ګډه حل شي.

‏ذبیح الله مجاهد زیاتوي: د ملګرو ملتونو سازمان، د نړۍ د هېوادونو ترمنځ یو داسې سازمان دی چې په خپل مټ کولای شي د ثبات، سولې او رفاه لپاره ګامونه واخلي. او د فشار اعمال او د بندیزونو لګېدل دا ټول هغه څه دي چې خنډونه رامنځه کوي او پر دغه سازمان باندې اعتماد کمزوری کوي.

: ‏په غزني ولایت کې څلور تنه د ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي طلوع نیوز ته وايي چې دغه پېښه د غزني ښار په درېیمه حوزه کې رامنځته شوې او مړه شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

: ‏سفارت افغانستان در چین می‌گوید که سید محی الدین سادات، سرپرست این سفارت، روز گذشته از زندان لانجو در ایالت گانسو که شماری از شهروندان افغانستان در آن زندانی استند، دیدن کرده است.

‏این سفارت در رشته تویتی می‌افزاید که آقای سادات مشکلات زندانیان را با مسوولان زندان و ایالت گانسو چین در میان گذاشته و از آنان خواسته است تا در حل مشکلات آنان توجه کنند. در مقابل، مسوولان زندان نیز از رسید‌گی به مشکلات زندانیان افغان، سخن زده‌اند.

: امارت اسلامی می‌گوید که اعلام حزب تازه در بیرون از کشور، راه‌حل برای مشکلات افغانستان نیست.

ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی، در واکنش به ایجاد حزب تازه که از سوی رحمت الله نبیل رییس پیشین امنیت ملی اعلام شده است می‌گوید که این افراد در افغانستان آزمون شان را داده‌اند.

: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنې محمد سره لیدلي او د بېلابېلو موضوعګانو په ځانګړې توګه د بانکي سکټور، ښوونې او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله خبرې اترې کړې دي.

: ‏د پنجشیر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله ۵۳۰ پسونه او وزې او دغه راز ۱۲۵ غواګانې مړه شوي دي.

: ‏د غزني چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه پرون ماښام د اندړو ولسوالۍ اړوند چارديوال سيمه کې شوې چې له کبله یې درې تنه مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې تر راتلونکي پسرلي پورې به د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه و عروس د اوبو بند پاتې کارونه هم بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

: ‏په بدخشان کې يخنۍ د شپږو ماشومانو ژوند اخيستی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس معزالدين احمدي وايي چې پنځه ماشومان له تېرو څو ورځو راهيسې په شهر بزرګ ولسوالۍ او يو بل بيا د مرکز فيض اباد په اوومه ناحيه کې مړه شوي دي. هغه د يادو ماشومانو د مړينې لامل بې ساري يخني ښودلې ده.

: ‏د جرمني سفارت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امنې محمد له سفر هرکلی کړی دی. یاد سفارت په یوه ټوېټ کې ویلي، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغې چارواکي سفر د دې هېواد د  خلکو د ګټې لپاره پر پالیسیو د بحث او موافقې لپاره یو ځانګړی فرصت دی.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، هېواد یې غواړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

: ‏د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش وايي چې له زده کړو د نجونو را ګرځول د توجيه وړ نه دي. ګوتريش نن په يوه ټويټ کې ويلي چې ټول ماشومان د زده کړو حق لري او په وينا یې چې هغوی ته د دې حق په ورکړه کې بايد خنډونه رامنځته نه شي.

: ‏امريکا او بريټانيې ويلي چې له روسیې سره د مقابلې لپاره د اوکراين د ملاتړ په برخه کې يې خپله هوکړه بيا تازه کړې ده.

: ‏اداره هماهنگی کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل متحد یا "اوچا" در تویتی گفته است که به علت هوای سرد در مناطق شرقی، غربی و شمال افغانستان، هزاران مواشی تلف شده‌اند.

‏اوچا گفته است درحالیکه ۲۱.۲ میلیون تن به کمک‌های فوری غذایی و زراعتی نیاز دارند، تلف شدن مواشی و سرمایه‌ها زندگی مردم را بیش‌تر در خطر می‌اندازد.

: ‏الوی فیلیون، رییس بین المللی صلیب سرخ در افغانستان، در صفحه تویترش نگاشته است که درجه هوا در تمام نقاط افغانستان به منفی ۱۰ درجه رسیده و این نهاد نمی‌تواند در چنین شرایط سخت که افغان‌ها نیاز بیش‌تر به کمک دارند آنان را تنها بگذارد.

: د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني، د اقتصاد په نړۍواله مجمع کې ویلي چې په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره، دوحه له اسلامي هېوادونو سره د سلامشورې په حال کې ده.

: ‏د یوکراین د پوځ د یوې هلیکوپترې د سقوط په پایله کې د دې هیواد کورنیو چارو وزیر او یو شمیر نور چارواکي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه هلیکوپتره په یوه ښوونځي لویدلې چې له امله یې د دې ښوونځي یو شمیر زده کوونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

: ‏ملګرو ملتونو په غور کې د خپلو مرستو ویش بند کړ. ملگري ملتونه وایی ددوي لخوا ویشل شوې مرستې د ځایی چارواکو لخوا پخپلو منځونو کې ویشل او مستحقو خلکو ته نه رسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک