مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې ليلاموي. دغه بانک بانک پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
✒️: د هرات د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو روږدي ۴۵ کسان مړه شوي دي.
✒️: د پکتیکا ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست وايي، چې د سویډن کمېټې په مالي ملاتړ د دې ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۵۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. یاد ریاست ویلي، چې دغه کورونه د ۱۸۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت په درېیو میاشتو کې جوړ شوي دي.
✒️: د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ویلي، چې د بېلابېلو نصابونو موجودیت تحصیلي سیستم ګډوډ کړی و او اوس د دوی هڅه دا ده چې پر نړیوالو علمي معیارونو ولاړ او له ملي او دیني ارزښتونو سره برابر یو تحصیلي نصاب جوړ کړي.
✒️: د کابل د برېښنا شرکت رییس حکمت الله اخوندزاده په کابل کې د برېښنا د کمښت په اړه وايي، چې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله کابل ته غځول شوې وارداتي برېښنا کمه شوې، ځکه چې دغه هېواد برېښنا له ګازو څخه تولیدوي چې د سړې هوا له امله له ګاز څخه برېښنا په ښه ډول نه تولیدیږي.
✒️: د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي. دغه سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د ا.ا د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ.
✒️: د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت د ګازو د ټاپي پروژې د اجرایيوي رییس سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده.
✒️: د ا.ا د لوړو زده کړو پلاوي په دوحه کې د یوه قطري بنسټ له مشر او ددغه هېواد د حمد بن خلیفه پوهنتون د عامه سیاسي علومو استاد سلطان برکات سره د نجونو پر لوړو زده کړو خبرې کړې دي.
✒️: د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د وروستیو واورې اورېدو له امله څه باندې شل کورونه ویجاړ شوي دي.
د تخار ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې دغو کورنیو ته د سرپناه په برخه کې ډېر ژر رسېدنه وشي.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، خلک د انتخاب له مخې نه، بلکې د شرایطو له مخې کډوالېږي.
انتونيو ګوتريش د نړۍ په کچه د کډوالو ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، دا ناشونې ده چې له کډوالو سره ووینئ او د دوی کیسې پر تاسې ژور تاثیر ونکړي.
د ناروې کډوالو شورا د شمېرو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان په ناقانونه توګه ایران او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته کډوالېږي او دا لړۍ لا پای ته نه ده رسېدلې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په نړیواله کچه د افغانانو د کډوالۍ نوی فصل پیل شو، او نږدې دوه کلونو کې میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شول.
✒️: ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم نیوزویک ته:
افغانستان کې د ترهګرو ډلو ټي ټي پي، بلوچانو ازادۍ غورځنګ، د ترکستان او ازبکستان د اسلامي ډلو فعالیت په زیاتېدو دی.
وایي، طالبان به د روان بد اقتصادي وضعیت په پایله کې ماتې خوري.
✒️: د پاکستان د سوداګریزو مالیاتو اداره:
تورخم کې مو د افغانانو لخوا پاکستان ته قاچاقېدونکې د لپټاپونو، قیمتي ساعتونو او موبایلونو محموله نیولې.
وایي، ارزښت یې ۹۰ میلیونه پاکستاني کلدارې دی.
✒️: هند ته د پاکستان د صدراعظم پیغام:
هند مو ګاونډي دی، ګاونډی بدلولای نه شو، راځئ چې د سولې مذاکراتو ته سره کېنو او مسایل له زړه نه سره حل کړو.
✒️: چین تېر ۲۰۲۲ کال کې د خپلو ۴۰ کلونو په پرتله تر ټولو کمه ( یوازې درې سلنه) اقتصادي وده کړې ده.
✒️: خبرگزاری تاس در گزارشی میگوید که امیرخان متقی در دیدار با نماینده روسیه برای افغانستان، اطمینان داده است که رهبری امارت اسلامی برای ایجاد حکومت فراگیر و مسایل حقوق بشری به ویژه حقوق بانوان، کار میکند.
بربنیاد این گزارش، ضمیر کابلوف نماینده ویژه روسیه برای افغانستان در دیدار با امیرخان متقی، از حکومت سرپرست افغانستان خواسته است که در برقراری صلح، توسعه و جلوگیری از فعالیت گروههای هراسافگن توجه کند.
خبرگزاری تاس روسیه گفته است: «امیرخان متقی به ضمیر کابلوف اطمینان داده است که رهبران افغانستان به توصیههای همتایان روسی شان گوش میدهند و بر ایجاد یک حکومت همهشمول، حفظ حقوق بشر از جمله حقوق زنان و دختران، کار میکنند.»
هرچند وزارت خارجه حکومت سرپرست در این باره جزییات نمیدهد؛ اما میگوید که روسیه در سیاست خارجی امارت اسلامی جایگاه ویژه دارد و امارت اسلامی خواهان روابط نیک با این کشور است.
✒️: توماس وست نماینده ویژه امریکا برای افغانستان در تویتی با خانواده مرسل نبیزاده، همدردی کرده است. آقای وست میگوید که یک "بررسی جدی" کمک خواهد کرد تا عاملان این قتل شناسایی شوند.
مرسل نبیزاده عضو پیشین مجلس نمایندگان بامداد روز یکشنبه در خانهاش در کابل به قتل رسید.
✒️: سفارت آلمان برای افغانستان در تویتی، قتل مرسل نبیزاده عضو پیشین مجلس نمایندگان افغانستان را نکوهش کرده و برای تامین عدالت به خانواده بانو نبیزاده، ابراز امیدواری کرده است.
سفارت آلمان از مرسل نبیزاده همچون یک زن "قوی" که برای دفاع از حقوق زنان و دختران ایستاد، یاد کرده است.
✒️: د امریکا د کالیفورنیا ایالت چارواکي وايي په یو کور کې د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دي.
✒️: د آلمان دفاع وزیرې کریسټین لمبرېڅټ وروسته له هغې له دندې استعفا وکړه چې، تېروتنو یې پراخ غبرګونه راورپارولي و. پر هغې د نیوکو دا لړۍ هغه مهال پیل شوه چې خپل زوی یې په پوځي الوتکه کې په سفر بیولی و.
✒️: د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته راوړل کېږي.
✒️: ازبک چارواکي د افغانستان - ازبکستان ګډ بازار د لومړي فاز کار له بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه بازار د سوداګریزو اړیکو د پراختیا افغانانو او د ازبکستان خلکو ته د کاري زمينې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
✒️: رجب طیب اردوغان وایي سویډن او فنلنډ «ناټو» سره تر یوځای کیدو مخکې باید هغه ۱۳۰ تنه چې ترکیه یې ترهگر بولي انقرې ته وسپاري.
سویډن او فنلنډ تیر کال د ناټو د عضویت غوښتنه وکړه خو دا هیوادونه یوازې د ناټو د ۳۰ غړو منجمله د ترکیې تر تایید وروسته کولای شي د دغه سازمان غړي شي.
