No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د کابل امینه قوماندانۍ ویاند: ‏اړین وضاحت: دوه ورځې وړاندې د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی د نامعلومو کسانو له لوري په خپل کور کې ووژل شول.

د معلوماتو پر بنسټ د پېښې په شپه د نبي زاده په کور کې مېلمنو شتون درلود چې بیا همغه شپه ناوخته دا پېښه رامنځته کيږي ‏له پېښې څخه په ځنډ وروسته د سهار اووه بحې اړوندې امنيتي حوزې ته خبر ورکول کيږي چې هغوی سمدلاسه د پېښې څېړنې او پلټنې پيلوي، د پېښې هراړخيزه څېړنه روانه ده او ان شاالله هر څه به په کره او دقیقه توګه روښانه شي.

‏پۀ یاده پېښه کې د مرسل یو ورور هم ژوبل شوی او د پېښې پۀ تړاو تر دې دمه څوک ندي نیول شوي، د عاملینو د نیولو ګړندۍ هڅې روانې دي.

: ‏پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په څلورو ولايتونو کې د یخنۍ او واورو له امله د ۱۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی او راپورونه ښيي چې زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.

: ‏د پېښور د محکمې پخوانی مشر او پښتون سیاستوال لطیف افریدی نن د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په ډزو وژل شوی دی. پاکستاني رسنیو ویلي، چې پر لطیف افریدي نن د پېښور په های کورټ کې د نامعلومو کسانو له لوري ډزې شوې دي. ویل کیږي پر هغه برید کونکی هم نیول شوی دی.

: ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې ۱۰۰۰ تنه نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت نن ویلي دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۱۴۷۶ تنو ته رسیږي پرون د هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

: ‏کابل ښاروالي وايي، چې د ښاري نظم په موخه یې ډېری ترافیکي څراغونه فعاله کړي او په پاتې ځایونو کې هم د غیرې فعاله څراغونو د بیا فعالولو هڅې روانې دي. کابل ښار چې ترافیکي څراغونه یې له کاره لویدلي او غیرې فعال وو، ډیری هغه یې د ښاروالي له لوري بېرته فعال او رغول شوي دي.

: ‏د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف په خپله فېسبوک پاڼې لیکي چې د کرېکت نړۍوالې شورا له مشرتابه او استازو سره یې لیدلي.

نوموړی د اسټرالیا کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په هکله وايي چې ددغې پرېکړې په تړاو یې د کرېکټ نړۍوالې شورا ته خپل دریځ روښانه کړی او د دوی دغه کار یې خواشینونکی بللی.

‏ښاغلی اشرف همدارنګه وايي چې په یادو ناستو کې یې د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوي خبرې کړي چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې.

: ‏‏د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ا.ا رهبر د حکم پر بنسټ د ټولګټو چارو وزارت مخکېنی سرپرست ملا عبدالمنان عمري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکېنی معین ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته یې د وسلو او مهماتو یو ډک موټر د قاچاقېدو مخنیوی کړی. یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، دا موټر د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې پیدا او نیول شوی دی. د وزارت په خبره، دا وسلې او مهمات په یوه بار وړونکې موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

: ‏په خوست ولایت کې یوې مور په یو وخت کې څلور ماشومان زېږولي دي. د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې پر ټویټر لیکل شوي، د شمیمې په نوم دې مېرمنې دغه ماشومان د تېرې جمعې په ورځ زېږولي او د ټولو روغتیا د ډاډ وړ ښودل شوې ده.

: ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رييس عبدالحق حماد وايي، دې وزارت کورنیو رسنيو ته پخواني ټول "مالياتي جرایم" معاف کړي. نوموړي همداراز په‌دې اړه پر خپل ټویټر زیاته کړې، دې وزارت پرېکړه کړې چې د رسنیو پخوانۍ مالیه دې په قسطي ډول په دریو کلونو موده کې ورکړل شي.

: ‏دو زن و یک کودک بر اثر سردی هوا در ولایت جوزجان جان باختند.

بریالی احمدی، آمر اطلاعات ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت جوزجان، به طلوع‌نیوز می‌گوید که این رویداد در روستای کوهستانات ولسوالی آقچه رخ داده است.

: ځينې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسۍ پر محدودیت نیوکه کوي او وايي، ځينې چارواکي په ځانګړې توګه ویاندویان اطلاعات په‌خپل وخت د خبریالانو په واک کې نه ورکوي.

: ‏د ایلن ماسک سپېس ایکس شرکت فضا ته د فالکن هیوی راکټ ماموریت د مریلینډ له اناپولیس فضایي اډې څخه واستاوه.

: ‏د اروپا د پولو او ساحل ساتونکو اداره د لومړنیو شمېرو له مخې وايي، په ۲۰۲۲ کال کې اروپا ته په غیرقانوني ډول ۳۳۰ زره کسان دننه شوي چې ډېری یې سوریایان، افغانان او تونسیان دي.

د دې ادارې په وینا، دا له ۲۰۱۶ کال راهیسي تر ټولو لوړې شمېرې دي او د تېر کال پرتله ۶۴ سلنه ډېروالی ښيي.

‏یادې ادارې په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، په ۲۰۲۲ کال کې ۴۷ سلنه سوریایان، افغانان او تونسیان اروپا ته په غیر قانوني ډول د لویدیځ بالکان او ختیځې مدیترانې له لارې دننه شوي دي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپلې ټویټرپاڼې د افغانستان ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي‌زاده وژنه "خواشینوونکی زیان" بللی او د دې پېښې د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

: ‏د بشر حقونو څار سازمان په یوه لیک کې د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې چې په‌دې شورا کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې غړیتوب او په نړیوالو لوبو کې یې ګډون وځنډوي.

‏د دې سازمان د نړیوالو نوښتونو مسوولې مېنکي ورډن په‌دې لیک کې لیکلي، دا غوښتنه د افغانستان د سرپرست حکومت له‌خوا په‌دې هېواد کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو له امله شوې ده.

: ‏په بورکينافاسو کې د حکومت ضد توندلارو ۵۰ مېرمنې برمته کړې دي. د فرانسې خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې ۳۰ مېرمنې د تېرې پنجشنبې او ۲۰ نورې بيا د تېرې جمعې په ورځ برمته شوې دي.

: ‏د ناټو عمومي سر منشي ینس ستولټنبرګ وایي، په نږدې راتلونکي کې به لوېدیځ هېوادونه له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو او وسلو مرستې وکړي.

: ‏جاپان له هند سره ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي. د جاپان د دفاع وزارت نن د يوه بیان په خپرولو سره ويلي چې پوځ يې د لومړي ځل لپاره د هند له پوځ سره د جنګي الوتکو په ګډون پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

: ‏د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنري وايي چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کمېدو څرک نه ښکاري. د ملګرو ملتونو دې ادارې د ۲۰۲۳ کال کې د هېوادونو د وضعيت په تړاو په خپل اټکليز راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د جګړو پر کمېدو سربېره هم داسې هيلې نه ښکاري چې د خلکو وضعيت دې ښه شي.

: ‏د ملگرو ملتونو امنیت شورا په ا.ا غږ کړی څو په ښځو او نجونو محدودیتونه په تیره په انجیو گانو کې د ښځو په کار بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د امنیت شورا د ۱۵ غړو هیوادونو څخه ۱۱ په انجیوگانو کې د افغان ښځو کار  د افغانستان بشري وضعیت سمبالولو لپاره حیاتي بللی دی.

‏د یادونې وړ ده چې چین، روسیې، موزمبیق او ګانا د ا.ا لخوا په ښځو د محدودیتونو پر وړاندې اعلامیې څخه ملاتړ ندی کړی.

: ‏په پاکستان کې د ډالرو د کمښت له امله ددې هېواد اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی او بانکونو د وارداتي مالونو د پیسو له ورکولو ډډه کړې ده.

‏له دې سره په یو وخت پاکستاني سوداګر وایي په زرګونو کانټینرونه وارداتي توکي یې په کراچۍ بندر کې ځکه بند پاتې دي چې د تادیاتو تضمین نشته او بانکونه د وارداتي توکو د پیسو له ورکولو انکار کړی دی.

‏ویل کیږي د دولتي بانک د زیرمو کچه دا اونۍ شپږ میلیارد ډالر ښودل شوې چې په نږدې نهو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ده او د اقتصادي شنونکو په وینا د پاکستان اوسنۍ زیرمې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو تادیه کولو لپاره کافي دي.

: ‏ملگرو ملتونو تازه د ا.ا لخوا پر ښځو د کار د بندیز د اثراتو په هکله یو تفصیلي رپوټ جوړ کړی. رپوټ وایي په بیلابیلو ادارو کې د ښځو د کار بندیدل باعث شوي چې سمدلاسه ۴۷٪ مرسته کوونکې ادارې افغانستان کې خپل فعالیتونه په مکمله یا قسمي توگه باندې بند کړي.

‏په صحی برخه کې ۲۵٪ او د غذایي موادو د مرستو په برخه کې ۷۴٪ فعالیت بند شوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک