مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د پخوانۍ ولسي جرگې غړې مرسل نبي زاده د کابل په احمد شاه بابا مینه کې په خپل کور کې له خپل ساتونکي سره په ډزو وژل شوې ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وایي، په دې پېښه کې د نوموړې یو ورور ټپي شوی دی. ځدراڼ زیاتوي چې د پیښې د مجرمینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
✒️: په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدلي او افغانستان ته یې د بشري مرستو پر استولو، د دواړو هیوادونو تر منځ د ویزو د اجراء او سیاسي اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، ددې لیدنې پر مهال د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د شویې چاودنې په اړه د خپل حکومت له لوري د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
✒️: د ميدان وردګ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له خورا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي.
✒️: د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژلو په هکله د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي.
ښاغلي عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې مرسل نبي زاده د خلکو خدمتګاره وه، او د هغې پر وژلو خواشینی دی.
مرسل نبي زاده په خپل کور کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوې ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د دې وزارت مخ ته د وروستۍ چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره په لېدنه کې له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې له بلنې پرته هېواد ته راستانه شي او زیاتوي، له هېواده وتل د حل لار نهده، ځکه په وینا یې، د ټولو عزت پهخپل هېواد کې دی.
✒️: پنج تن در نتیجه هوای سرد در بادغیس جان باختهاند.
احمد جان حنظله، سخنگوی والی بادغیس، به رسانه ها میگوید که شب گذشته ۴ کودک و یک مرد بر اثر سردی هوا در ولسوالی قادس این ولایت جان باخته اند.
✒️: همزمان با سردتر شدن هوا، شماری از بیجاشدگان از دسترسی نداشتن به امکانات نخستین به ویژه سوخت نگران هستند.
خانوادههای بیجاشدهگان میگویند که شب و روز را در خانههای سرد میگذرانند.
✒️: دو نگهبان یک بانک خصوصی در ولسوالی آقچهی ولایت جوزجان بر اثر گازگرفتگی جان باختهاند.
عبدالستار حلیمی، سخنگوی فرماندهی امنیهی جوزجان، میگوید که این افراد سید شرافالدین و محمد شفیع نام داشتند و کارمندان بانک قرضهدهی "آقاخان" بودند.
✒️: د غور د پسابند او لعلوسرجنګل ولسوالیو ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د غځېدلو لارو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، چې د نږدې یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د دغو ولسوالیو د ډېرو کلیو مواصلاتي لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ بندې دي.
✒️: په فراه کې د شنو خونو مالکان وايي چې پر درې زره جريبه جوړې کړې شنې خونې یې د توندو بادونو او يخنۍ له کبله زيانمنې شوې او د ټول زيان کچه یې تر دريو ميليونو ډالرو اوښتې ده.
✒️: د افغانستان بانک لومړی مرستیال وایي له افغانستانه بهر ته د ډالرو قاچاق د ملت په زیان دی او هغوی چې په دغه او نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل دي قانوني چلند به ورسره وشي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا دا څرګندونې پرون په کابل کې له صرافانو سره په ناسته کې کړې دي.
✒️: د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو ويلي چې د ا.ا له بيا واکمنېدو راهيسې تر دې مهاله يې ۱۵۰ بهرنيو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ورکړي دي.
✒️: د نورستان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو په برخه کې ۹۷ زره ټوکه تدریسي کتابونه ور استولي دي. د دې ولایت د پوهنې طالب رییس تاج محمد مطمین وايي، یاد کتابونه به د نورستان ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د زده کوونکو د وېشلو لپاره ولېږدول شي.
✒️: امرالله صالح:
مکار پمپیو په پټه له پاکستان سره د افغانستان سودا کړې وه او غني د دې کار مخالف او ورته اندېښمن و.
✒️: د اکسفام راپور:
د نړۍ د ۸ میلیارده وګړو نیمیایي سرمایه ۶۲ کسانو سره ده.
وایي، د دې ډلې نیمایي میلیاردران امریکایان دي، ۱۷ تنه اروپایان او پاتې یې د چین، برازیل، مکسیکو او عربو دي.
زیاتوي چې ۲۰۱۰ نه د میلیاردرانو سرمایه کې ۴۴ سلنه زیاتوالی او د نړۍ غربت کې ۴۱ سلنه زیاتوالی راغلی.
✒️: هند ـ راجستان، ګنګا نګر:
د هند حکومت د ډرون په مرسته له پاکستانه د ور اړول شویو هیروینو محموله نیولې.
وایي، ارزښت یې ۱۵۰ میلیونه هندي کلدارې دی او د محمولې د پورته کولو لپاره ورغلي دوه قاچاقبر یې هم نیولي.
✒️: د برېټانیا لومړي وزیر رشي سوناک تېره ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر کیف ته چېلنجر ټانکونه او نور توپچي سیسټمونه ورکړي.
✒️: سکای نیوز ويلي چې د اوکراين په څلورم لوی ښار دنيپرو کې پر يوه استوګنیزه ودانۍ د روسيې له لوري د توغول شوي يوه توغندي د لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي او تر ۶۰ ډير نور ټپيان دي.
✒️: سپينې ماڼۍ ويلي چې د ولسمشر جو بايډن په کور کې پنځه پاڼې نور محرم اسناد موندل شوي دي. ويل کيږي چې دا اسناد د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ د مهال دي چې بايډن یې مرستيال و.
✒️: د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال او د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره کتلي دي. په کتنه کې نوموړي له هغه غوښتي چې د مرستو د وېش بهیر له مرکزي سیمو څخه محرومو سیمو ته هم وغځوي.
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه وايي، دا سازمان د عالمانو دویم پلاوی کابل ته استوي چې له ط البانو سره د ښځو پر زده کړو او کار خبرې وکړي. نوموړي زیاته کړې چې، د پلاوي خبرې به له لومړنیو حقونو، لکه زده کړو، کار او ټولنیز عدالت د افغان نجونو او ښځو پر محرومیت ورټولې وي.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د افغانستان د ستونزو د حل لار پهدې هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون سره د یوه پراخبنسټه حکومت جوړول دي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د هغو ۴۰ مېلیونو ډالرو نغدو پیسو د کڅوړو په اړه چې پرون افغانستان ته رارسېدلي، ویلي، دغه پیسې به په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو حساب ته واستول شي.
یوناما پهدې اړه پر ټویټر زیاته کړې: «دا پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو لهخوا د بشري فعالیتونو د ملاتړ لپاره کارول کېږي. د ملګرو ملتونو د پیسو د لېږد اعلان د یوې ادارې لهخوا چې په ملګرو ملتونو پورې تړاو نهلري مغالطه او بېګټې دي.»
✒️: بریټانیا له ایرانه خپل سفیر وربللی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي د شنبې په ورځ د ایران د دفاع وزارت پخواني مرستیال عليرضا اکبري د اعدام په غبرګون کې له دې هېواده خپل سفیر په موقت ډول ایستلی دی.
د ایران د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د ایران د قضایه قوې له لوري بریټانیا ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوی و.
✒️: د اسټرالیا «نایننیوز» خبري شبکې په راپور کې ویل شوي، له ویزې پرته د سفر کولو په نوملړ کې د افغانستان پاسپورټ د ۲۰۲۳ کال "تر ټولو بد" پاسپورټ بلل شوی.
د "نایننیوز" د راپور پر بنسټ، د دې پاسپورټ درلودونکي کولای شي له ویزې پرته یوازې د نړۍ ۲۷ هېوادونو ته سفر وکړي.
✒️: په نیپال کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې نن (جنوري ۱۵مه) دغه الوتکه چې ۷۲ تنه پهکې سپاره وو، د نیپال په لوېدیځ کې نسکوره شوې ده.
✒️: د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوېد بشارت، خپل برازیلي سیال ته د امتیاز په توپير ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د امریکا په نېویډا ایالت کې د «یوافسي» ازادو سیالیو په سازمان کې ترسره شوې.
