مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا نن مازدیګر څلور بجې د ازبکستان هېواد دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
برېښنا شرکت ویلي، ددې ستونزې د بېړني حل په هدف د تاجکستان هېواد ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا کابل ته وصل شوې.
سرچینه کاږي د برېښنا مشرتابه د لارښوونې سره سم د تره خیلو حرارتي برېښنا دستګاه هم د ۶۰ میګاواټه برېښنا په تولید چالانه شوې ده.
✒️: د افغانستان بانک: ۱۴۴۴ جمادي الثاني ۲۱ مه - افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.
د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.
✒️: د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته لېږل شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي دغه ١٣ تنه کارکوونکي به د ۳ میاشتو لپاره یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زدهکړې کوي او تر راګرځېدو وروسته به يې له تجربو څخه ګټه اخیستل کیږي.
✒️: په جنوبي سالنګ کې له خوراکي توک ډک یوه موټر د تخنیکي ستونزو له امله اور اخیستی دی. د پروان د والي ویاند صفت الله یاسر وايي دغه پېښه چې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
✒️: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د ۱۵۴۷ افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت چارواکي وایي، دغه کډوال په تېرو دریو ورځو کې له ایران څخه د نیمروز ولایت د ابرېشم پله له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
✒️: د مزارشریف ښاروالۍ دغه ښار کې د «اسپونو په چوک» مشهورې د کامګار څلور لارې د ویجاړولو اقدام کړی.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو، رسنیو ته وايي د مزارشریف ښاروالۍ له کامګار شرکت سره تفاهم کړی چې دغې څلور لاره کې به یو مناسب بدیل جوړ کړي.
په دغې څلور لاره کې په لاس جوړو شویو اسپونو موجودیت د دغې څلور لارې له ځانګړنو حسابېدل.
✒️: احمد پوپل، باشنده فراه، زمانی که هفت ساله بود در یک رویداد ترافیکی زخم برداشت که بر رشد جسمیاش اثر منفی گذاشته است؛ اما ذهناش به گونه شگفتانگیز رشد و کار میکند.
این جوان توانسته است در مدت نُه (۹) سال، مکتب و دوره کارشناسی پوهنتون را به پایان برساند و قرآنکریم را نیز حفظ کند.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو ناستې په غبرګون کې وايي، ا.ا د امنیت شورا اندېښنې درک کوي، خو هڅه کوي چې ټولې چارې "د اسلامي شریعت" په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو پر وړاندې د مسوولیت د احساس له امله نهشي کولای غیر شرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.
ښاغلي مجاهد په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی چې له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.
✒️: د سرپل د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد صفتالله سرپلي پهدې ولايت کې د سړې هوا له امله د لږ تر لږه ٢٣٠ پسونو د مړه کېدو خبر ورکوي.
ښاغلی سرپلي زیاتوي، د سړې هوا له کبله د دې ولایت د سانچارک ولسوالۍ په یوه کلي په نشهيي توکو یو روږدی کس هم مړ شوی دی.
✒️: د خارجه وزارت د سرپرست او کابلوف لیدنه:
متقي:
مسکو سره د اړیکو پراختیا او هلته د ډپلوماټیک حضور زیاتولو ته مشتاق او لېواله یوو.
کابلوف:
افغانستان کې د ثبات او پرمختګ غوښتونکي یوو.
✒️: د سعودي د پوځ لیکو ته په لومړي وار د ۲۲۵ ښځو ډلګۍ له نظامي زده کړو ورړسته شامله کړای شوه.
سعودي تېر کال ښځو ته د پوځي خدمت اجازه او بلنه ورکړه.
✒️: هند ـ نوی ډیلی:
هند کې د جوړو شویو موټرو تر ټولو لوی نندارتون پیل شو.
دې نندارتون ته تر اوسه د ۱۶ کمپنیو او اشخاصو ۵۹ ډوله موټر راغلي، د شلو کمپنیو داخلي او بهرنیو کمپنیو موټرې لا پاتې دي.
✒️: بشارالاسد، اردغان ته:
چې سوریه سره ښې اړیکې غواړې نو ځواکونه دې زموږ له خاورې وباسه او د وسله والو ډلو ملاتړ هم بند کړه.
✒️: د امریکا دفاع وزیر د قطر له دفاع وزیر سره تر خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره هم د افغانستان او سیمې د امنیت په رابطه ټلیفوني تماس نیولی.
هغه ته یې د نوې دندې مبارکي هم ویلې.
✒️: ایرانی حکومتي ملا حسین همداني:
ایران کې وچکالي ځکه راغلې چې ښځو ټیکري او حجابونه له سره غورځولي.
وایي، د ایران حکومت یې باید مخه ونیسي.
✒️: د چین د روغتیا ملي کمېسیون تایید کړه چې کرونا تېره یوه میاشت کې ۶۰ زره چینایان وژلي.
✒️: برخی از اعضای شورای امنیت سازمان ملل متحد در نشستی که درباره افغانستان برگزار کردند، از امارت اسلامی خواستهاند تا هرچه زودتر تصمیمهای اخیر شان در برابر زنان و دختران در افغانستان را پس بگیرد.
در اعلامیه پایانی این نشست از امارت اسلامی خواسته شده است تا به حقوق و حضور کامل و معنیدار زنان و دختران در افغانستان، احترام بگذارد.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دې سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د امنیت شورا غړي باید د هغو سیاستونو په وړاندې چې په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، یووالی غوره کړي.
اغلې اوتونبایوا د دې غونډې ګډونوالو ته زیاته کړې، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو ځنډول، «له بنسټیزو حقونو څخه د سرغړونې جدي پېښې» دي.
✒️: د ایران د دفاع وزیر پخوانی مرستیال علي رضا اکبري په دار وځړول شو.
رویټرز د دې هېواد د قضایه قوې په حواله لیکلي چې علي رضا اکبري بریټانیا ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوی دی.
✒️: د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، کله چې هلته د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شي.
✒️: امریکا د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا تر غونډې مخکې له دې شورا غوښتي چې، داسې پرېکړه لیک صادر کړي چې د ا.ا چارواکي د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو او کار د بندیز د پای ته رسېدا په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
✒️: د امریکا په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکي وایي د سړې هوا او تېز توپان له امله نهه تنه وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې د توپان له وجې ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوي او د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا هم پرې شوې ده.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا هېواد ژمن دی چې له هغو امریکايي اتباعو او افغانانو سره چې په امریکا کې مېشت دي مرسته وکړي څو د خپلو کورنیو له هغو غړو سره یو ځای شي چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي.
✒️: د ناروې د کډوالو شورا رییس یان ایګلنډ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دردمن زړه له افغانستانه وتلی دی. ایګلنډ یو ځل بیا خبرداری ورکړی، تر هغه چې ښځینه مرستندویه کارکونکو ته د کار کولو اجازه ورنه کړل شي میلیونونه افغانان به له مرستو بې برخې پاتې شي.
✒️: د بېپولې ډاکترانو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ا.ا له لوري په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکې له خطر سره مخ شوې.
✒️: د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه برید پر مهال د پولیسو یو جګپوړی افسر او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه افسر له خپلو ساتونکو سره په ښار کې پر یوه پوسته د بریدګرو په ډزو کې وژل شوی او برید کوونکي له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
✒️: وزیر خارجه جمهوری اسلامی ایران در دیدار با گروههای سیاسی و دینی لبنان گفته کشورش طالبان را به رسمیت نمیشناسد، اما برای کاهش مشکلات افغانستان با این گروه ارتباط دارد. امیر عبداللهیان میگوید محرومیت زنان از فعالیتهای اجتماعی در افغانستان با مبانی اسلام در تضاد است.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر «مایک پامپیو» د شیکاګو پوهنتون سیاسي انسټېټیوټ کې د یو بحث په ترڅ کې ویلي چې اشرف غني په افغانستان کې د سولې د هڅو مخالف و او فکر یې کاوه چې د سولې په نتیجه کې یې واک له لاسه وځي.
د پامپیو په وینا اشرف غني په غلا واک ته رسیدلی و او د یوکراین ولسمشر زیلینسکي برعکس په اولني فرصت کې یې تیښته وکړه او په داسې حال کې چې په افغانستان کې خلک له بې ساري سختۍ سره مخ دي په یو بل هیواد کې ارام او مرفه ژوند کوي.
✒️: د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو د بهرنو چارو وزارت څخه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پروسې د اسنادو غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې د امریکا ولسي جرگې غړې الیس ستیفانیک ویلي وو چې جمهوري غوښتونکي به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په بیړه ایستلو او ګډوډۍ پېښېدلو له کبله د جوبایډن د ادارې له چارواکو پوښتنې وکړي.
