مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: تېره چهارشنبه د خارجه وزارت مخي ته وحشيانه چاودنه وشوه؛ زياته مرگ ژوبله ئې درلوده، د نورو دا ډول وحشيانه تروريستي بريدونو په څېر د دې چاودني ډېرى قربانيان هم ملكي وگړي ول؛ هيڅ عقلي، انساني، اخلاقي او ديني توجيه نه شي ورته جوړېدى، له نظامي او سياسي پلوه هم په هيڅ منطق نه شي توجيه كېدى، يوازي د نيابتي جگړو يو اجير، بې هدف او بې فرهنگ جنگيالى ئې تر سره كولى شي؛ هغه چي په خپل ژوند كي په هيڅ سپېڅلى هدف او ارزښت باور او ايمان نه لري.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: ويل كېږي چاودنه په داسي وخت كي شوې چي د چين يو هيئت هم په خارجه وزارت كي وو. د چاودني په اړه چي د چين له لوي كوم بيان خپور شوي او په هغه كي له سرپرست حكومت غوښتل شوي چي د چيني اتباعو امنيت تأمين كړي؛ له دې هم داسي معلومېږي چي ښيي د چاودني په ورځ چيني هيئت همدلته وو. څو ورځي وړاندي هم د چيني كارگرانو پر تمځي تروريستي بريد وشو؛ تر دې وړاندي او د شل كلن اشغال په دوران كي هم د چين او چينانيانو خلاف گڼ شمېر تروريستي هڅي شوې؛ د عينك مس كان په ارتباط د دوى پر تأسيساتو او پرسونل بريدونه شوي؛ له دې معلومېږي چي د دې چاودنو او بريدونو تر شا د چين د رقيبانو لاس دئ؛ مزدور او اجير جنگيالي ئې استخدام كړي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: دا تروريستي او وحشيانه بريدونه نه د كوم افغان كار دئ او نه د كوم مسلمان؛ د هغه چا كار دئ چي په هيڅ سپېڅلي او مقدس هدف او ارزښت باور نه لري؛ غولېدلي، سفيه او احمق افراد دوكه كوي، په پټو سترگو ئې د مرگ كومي ته لېږي؛ او د نورو د گټو په پښو كي ئې ذبح كوي.
مؤمن انسان خو پرېږدئ؛ هيڅ شريف انسان؛ چي په سينه كي زړه لري او په سر كي عقل او شعور؛ د انسانانو له ژوند سره داسي د ځناورو په څېر چلن نه كوي؛ يو ښكاري خپل سپى هم داسي ښكار ته نه لېږي چي په كي ووژل شي؛ اما دوى ناپوه او كم عقله ماشومان د انتحاري عملياتو لپاره روزي او په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ملكي دفترونو، د بې گناه خلكو د غم او ښادۍ په غونډو كي ئې د وحشيانه چاودنو لپاره چمتو كوي.
✒️: از متن خطبه نماز جمعه امروزی امیر عالیقدر ح.ا.ا محترم انجنیر گلبدین حکمتیار حفظه الله: براى رسيدن به افغانستان فارغ از جنگ؛ داراى حكومت صد در صد اسلامى و مورد حمايت قاطبه ملت؛ چند پيشنهاد دارم؛ اما به كساني كه خواهان خاتمه جنگ و پايان بخشيدن به بحران اند؛ خواهان تغيير مثبت و سازنده اند؛ حاضر اند از زندان افكار ناسالم و شاذ و سياستهاى جنگ افروزانه شان برون آيند؛ با ذهن شفاف و قلب صاف؛ در جستجوى راه حل عادلانه و سازنده؛ به بررسى وضعيت مى پردازند.
✒️: از متن خطبه نماز جمعه امروزی امیر عالیقدر ح.ا.ا محترم انجنیر گلبدین حکمتیار حفظه الله: پيشنهاداتم اين ها اند:
بياييد در برابر خدا و ملت خود صادقانه تعهد كنيم كه:
نمى گذاريم افغانستان شاهد جنگ نيابتى ديگر باشد.
از اشغالگران و همراهان شان در اشغال افغانستان؛ نمى خواهيم و نمى گذاريم؛ بارى ديگر وارد افغانستان شوند؛ زير هيچ پوشش فريبنده؛ و هيچ عنوان دروغين؛ نه در پوشش حمايت از صلح و نه تشكيل حكومت همه شمول. ماهيت ادعاء هاى پوشالى شان كاملاً هويدا است و تمامى افغانها در دوران بيست سال اشغال ماهيت حكومت هاى مورد پسند اشغالگران و نتايج خونبار حضور فعال شان و حكومت هاى دست نشانده شان را در كشور خود تجربه كرده اند و به تكرار آن هرگز رضايت نمى دهند.
تمامى افغان هاى مؤمن و آزادى خواه بايد از گروه ها و چهره هايى اعلان برائت كنند و بر آنان همواره مرگ و ننگ بفرستند كه همين اشغالگران را بارى ديگر به مداخله و حضور در افغانستان دعوت مى كنند.
تعهد مى كنيم كه در رابطه به چگونگى نظام بعدى و حكومت و حكام آن؛ به هر تصميم ملت خود احترام مى گذاريم و به هيچ نيروى خارجى اجازه نمى دهيم و با طرحى توافق نمى كنيم كه منتج به تحميل حكومت مورد پسند اجانب بر سرنوشت ملت سربلند ما شود؛ به اين باوريم و به آن صادقانه متعهديم كه فقط ملت مى تواند در رابطه به چگونگى نظام كشورش تصميم نهائى بگيرد؛ بايد تمامى جهت هاى تأثير گذار؛ به گونه صادقانه؛ به اراده ملت تمكين كنند؛ در باره تمامى قضاياى مهم ملى؛ فقط مجمعى حق و صلاحيت تصميم نهائى را دارد كه اجماع ملى را تمثيل كند و تمامى اعضاء آن نمايندگان واقعى و منتخب ملت باشند. هيچ فرد و گروهى حق ندارد؛ ملت را از دستيابى به حقوق مسلم خود و تصميم نهائى در باره چگونگى نظام دلخواهش محروم كند و اراده يك فرد و يا يك مجموعه كوچك را بر ملت تحميل نمايد.
اين ننگ تاريخى را نپذيريم كه ملت مظلوم ما و تمامى ارزش هايش در پاى منافع اجنبى ذبح شود و ما نقشى ننگين در اين فاجعه داشته باشيم.
بايد عليه كسانى جبهه متحد بسازيم كه جنگجويان اجير در جنگ نيابتى اند و حاضر نيستند از آن دست بردارند؛ بايد ملت را از شر آنان نجات دهيم.
در جهت تأمين امنيت و حفظ جان و مال مردم؛ و جلوگيرى از عمليات گروهاى اجير و تروريست؛ همه يكجا و دست در دست هم؛ وارد عمل مى شويم. با هر چه داريم در برابر تروريست ها مى ايستيم و ملت مظلوم خود را از شر آنان نجات مى دهيم.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: له ځينو اورو چي وايي: كه حزب اسلامي په حكومت كي شاملېدل نه غواړي؛ د خپل ولس لپاره دي د امنيت په تأمين كي له امارت اسلامي سره مرسته وكړي؛ د نوي نسل د تعليم او تربيې په ارتباط دي تعاون وكړي؛ حزب اسلامي په دواړو برخو كي د زيات څه كولو امكانات لري؛ كافي شمېر روزل شوي مجاهدين لري چي كولى شي د امنيت په تأمين كي فعاله او اغېزمنه ونډه ولري؛
د دوى په ځواب كي يو ځل بيا وايو:
چمتو يو چي د امنيت په تأمين كي اغېزمنه مرسته وكړو؛ خپله طرح او وړانديزونه د هغوى مخي ته ږدو.
كه إمارت اسلامي د دولتي او خصوصي تعليمي مؤسساتو د ښه فعالولو په ارتباط قاطع لو صادقانه اراده لري او د هغو استادانو او علمي كوادرو له ظرفيتونو او استعدادونو د رغنده او مثبتي استفادې هوډ لري چي اسلام او خپل وطن ته ژمن وي؛ او په تعليمي مجال كي كافي تجربه لري؛ موږ بې غرضانه او مخلصانه مرستي ته چمتو يو.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: په دې ورځو كي د ټولو افغانانو او افغانستان په اړه په عامه توگه او د إمارت اسلامي په خلاف په خاصه توگه پراخ تبليغات روان دي؛ د مسلمان او غير مسلمان له لوري؛ عام مسلمانان او علماء ئې؛ په دې اړه گډ او ورته دريځ لري چي ولي نجوني له تعليم منع كړى شوي؛ د دوى محرومول هيڅ شرعي توجيه او مبرر نه لري؛ د چارواكو له لوري داسي واضح دلائل نه دي وړاندي شوي چي معترضين قانع كړي او تبليغاتو پاى ته ورسوي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: وړانديز مو دا دئ چي إمارت اسلامي دا ستونزه حل كړي؛ د داسي شخصي او انفرادي فتوى گانو د صادرولو مخه ونيسي چي شاذ وي او لانجې راولاړوي؛ موږ يوې داسي درنې او معتبري دارالافتاء ته ضرورت لرو چي غړي ئې متقي، په دين پوه، له قرآن، حديث او فقه خبر، خلكو ته منلي، داسي مجاهد چي هم ئې د شوروي ځواكونو په خلاف جهاد كړى او هم د ناټو خلاف؛ او په سر كي ئې داسي ستر مفتي چي ټول علماء ئې په علمي فضيلت او تقوى معترف وي؛ او د دوى فتوى هيڅوك چلنج نه كړى شي؛ د دارالافتاء غړي بايد د هغي معتبري شورى له لوري غوره شي چي ملي اجماع تمثيلوي؛ دا او دې ته ورته ټول مهم ملي كورني او بهرني قضايا بايد همدغي معتبري او درنې شورى ته محول شي چي پرېكړي ئې ټول ملت ته د منلو وړ وي؛ غړي ئې د ملت واقعي او منتخب استازي وي او پرېكړي ئې د ټول ملت پرېكړي وگڼل شي.
✒️: اسلامي امارت په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له غونډې او ددې غونډې له اعلامیې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
✒️: د پخواني حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي پر ټویټر د برېښنا د مزي شارټۍ له کبله د خپل کور سوځېدل ردوي او ادعا کوي چې کتابتون یې سوځول شوی دی.
له دې وړاندې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس په رخه ولسوالۍ کې د ښاغلي معنوي د کور اورلګېدنه د برېښنا د مزي شارټۍ له کبله یاده کړې وه.
✒️: استفانو سوزا، رییس شفاخانه ایمرجنسی در افغانستان میگوید که در پی انفجار روز چهارشنبه در برابر دروازه ورودی وزارت خارجه، ۴۷ زخمی به این شفاخانه انتقال داده شدند.
✒️: تېره شپه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د مخابرې امر پهخپل کور کې وژل شوی دی.
د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني وایي، دا پېښه د شخصي دښمني له کبله رامنځته شوې او امنیتي کسان د دې پېښې د عاملانو د نیولو هڅه کوي.
✒️: د کندهار والي ویاند حاجي زید رسنیو ته وایي، د دې ولایت په شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه ۲۱ کسان چې د سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وو، ژغورل شوي او ولایتي روغتون ته لېږدول شوې دي.
✒️: معاون اقتصادی ریاست الوزراء در رأس یک هیات حکومت سرپرست به ولایت بلخ رفته و با مقامهای محلی ولایتهای بلخ، سمنگان، سرپل و جوزجان دیدار کرده است.
ملا عبدالغنی برادر در این دیدار، بر عملی کردن قرار دادها به ویژه تسریع روند استخراج معادن زغال سنگ در شمال کشور تاکید کرده است.
آقای برادر همچنان از مقامهای امنیتی در شمال افغانستان خواسته است تا به تامین امنیت شرکتهای قرار دادی خارجی و داخلی توجه جدی کنند.
✒️: د غور د شپږو ولسواليو د تګ-راتګ لارې د دې ولايت له مرکز سره بېرته ونښلول شوې.
د غور والي وياند عبدالواحد حماس وايي، دغه لارې چې له دوو ورځو راهيسې د واورې ورښت له امله تړل شوې وې، د يوه قراردادي خصوصي شرکت لهخوا پرانيستل شوې دي.
✒️: د خصوصي ترانسپورټي شرکتونو د ټولنې غړي وايي په تېرو دوو لسیزو کې یې په هېواد کې نږدې میلیارد ډالره پانګونه کړې چې زرګونو هېوادوالو ته یې مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. دوی وايي، که یې ستونزې هوارې شي تیار دي چې په ترانسپورټي برخه کې ډېره پانګونه وکړي.
✒️: برېټانیا: د لندن هیترو هوایي ډګر کې مو په یورانیمو ککړه محموله نیولې چې له پاکستانه راغلې وه.
✒️: د نړۍ تر ټولو ستر ټلیسکوپ جېمز ویب په لومړي وار ځمکې ته ورته سیاره وموندله.
دا سیاره ایل ایچ ایس ۴۷۵ نومېږي او له ځمکې ۴۱ نوري کاله واټن لري.
✒️: پاکستان خپلو هغو نجونو محصلینو ته خپلو طبي پوهنتونو کې داخله ورکوي چې افعانستان کې یې زده کړې کولې، خو اوس دلته د نجونو پر تعلیم د بندیز له امله په کور ناستې دي.
د افغانستان پوهنتونو کې له ۱۲۰ زیاتې پاکستانیانې په زده کړو بوختې وې.
✒️: متحده عربي امارات:
تېر کال مو ۸۰ زره کسانو ته ګولډن اقامې ورکړې دي.
همداراز ۴۶ میلیونه کسانو په زمیني، هوایي او بحري لارو دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.
✒️: د امریکا لوی څارنوال مریک ګارلنډ ځانګړی مفتش ټاکلی څو معلومه کړي چې څنګه د حکومت محرم اسناد د ولسمشر جو بایډن په شخصي کور او دفتر کې ساتل شوي و.
✒️: عفو بینالملل در خبرنامهیی از اعضای شورای امنیت سازمان ملل که قرار است امروز نشستی را پشت درهای بسته درباره افغانستان برگزار کنند، خواسته است که بر چگونهگی لغو محدودیتها بر آموزش، کار، ورزش و حضور بانوان در اجتماع در این کشور تمرکز کنند.
امارت اسلامی تاکنون در این باره چیزی نگفته، اما همواره تاکید کرده است که به حقوق تمام شهروندان کشور در چارچوب اصول اسلامی متعهد است.
✒️: پنج نهاد سازمان ملل در خبرنامهیی خواهان اقدامهای فوری در ۱۵ کشور جهان به شمول افغانستان که با بحرانهای کمپیشینه غذایی روبهرو اند، شده است. بربنیاد خبرنامه، دستکم ۳۰ میلیون کودک در این کشورها از سوء تغذیه رنج میبرند که ۸ میلیون آن با کشندهترین میزان سوء تغذیه روبهرو اند.
✒️: د ملګرو ملتونو بشرپاله مرستو د همږۍ دفتر پر ټویټر لیکلي، روانه اوونۍ به هوا منفي ۳۵ ته ښکته شي او دوی پهدې حالت کې اړمنو خلکو ته بشري مرستې رسوي، خو د اسلامي امارت لهخوا د ښځو پر کار بندیز د دوی د مرستو د وېش بهیر اغېزمن کړی دی.
✒️: ند پرایس، سخنگوی وزارت خارجه ایالات متحده امریکا در این باره میگوید: «ما از این حقیقت منکر نشدهایم که تصمیمهای طالبان ناسازگار و در تضاد با آنچه است که با جامعه جهانی تعهد کرده اند. اما مهمتر از آن چیزی است که آنها در برابر مردم افغانستان تعهد کرده اند. ما همیشه در کنار مردم افغانستان خواهیم بود.»
از سوییهم، امارت اسلامی میگوید که حکومت سرپرست به تعهداتاش پابند است و پس از نهایی شدن سازوکار در این باره، به بانوان اجازه کار و آموزش داده خواهد شد.
✒️: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې له زده کړو د نجونو منع کېدو ته غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې افغان نجونې باید زده کړو ته پرېښودل شي.
اردوغان په یوه غونډه کې ویلي، "په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. موږ دا یو نا انساني او غیر اسلامي عمل بولو، زموږ دین کې داسې څه نه شته".
ده زیاته کړې، "موږ ته هېڅوک په اسلام کې دا نه شي تشریح او توجیه کولای چې ښځې له زده کړو پکې منع شوې وي. اسلام سپارښتنه کوي چې له زانګو تر ګوره علم تر لاسه کړﺉ."
✒️: د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ د یوه لیک له لارې د کندهار والي او ددې ولایت د علماوو له شورا غوښتي چې د دویم فرمان په صادرولو سره افغان نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي.
