ورور حکمتيار د بادغيس، باميان، فارياب، میدان وردګ او کابل د ولايت جهادي او قومي مشرانو سره وکتل
پنجشنبه د جدي ۲۳؛ ۱۴۰۱ھش:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار په څو جلا-جلا کتنو کې د بادغيس، باميان، فارياب، میدان وردګ او همداراز کابل د ولايت؛ میربچه کوټ ولسوالۍ له يو شمېر جهادي شخصیتونو او قومي مشرانو سره وکتل.
يادو جهادي شخصيتونو او قومي مشرانو د خپلو ولسونو په استازیتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل بشپړ ملاتړ او اطاعت ډاډ ورکړ او پر وينا يې چې؛ په هر راز شرائطو کې به د خپل محبوب أمير اطاعت او ملاتړ دوام ورکوي او د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ به يې يوازې پرېنهږدي.
ورپسې ښاغلي حکمتيار يادو مشرانو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه او تر څنګ يې د دين او هېواد په دفاع کې يې د هغوی مخلصانه ونډه او مبارزه وستايله او هغه يې د تاريخ يو نه هېرېدونکی او ځلانده باب وګاڼه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
