مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پنجشنبه د جدي ۲۳مه؛ ۱۴۰۱ د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي أمير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې پر بهرنيو چارو وزارت ترسره شوی تروريستي بريد پر کلکو ټکو وغانده او هغه يې د دين او هېواد د نامردو او ذليلو دښمنانو کړنه وبلله؛ او ترڅنګ يې نوموړي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي حکمتيار همداراز د يادې پېښې مظلومو قربانيانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنيو يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وکړه.
✒️: د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار، چې پرون د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما مشرې او د هغې مرستیال مارکس پوتزل د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، امیرخان متقي او مرستیال، عباس ستانکزي سره لیدلي او له هغوی سره یې د ښځو پر کار او زدهکړو خبرې کړې دي.
یوناما ویلي، روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته ویلي چې نور د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې سختدریځۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د یوناما مشرې امیرخان متقي ته دا هم ویلي چې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز به په افغانستان کې بېثباتي او غربت په بېسارې توګه پراخه کړي.
✒️: یوناما، د افغانستان لپاره د بریټانیې شارژدافیر هوګو شارتر، د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت او د د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د د تېرې ورځې چاودنه غندلې ده.
یوناما په یوه ټوېټ کې ددې چاودنې په غبرګون کې ویلي چې ” د ناامنیو زیاتوالی د اندېښنې لامل دی. “ یوناما زیاته کړې، تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي، په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ له افغانستان سره د کرېکټ سیالیو لغوه کېدو په غبرګون کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ پرېکړه غیرعادلانه، او اندېښمنونکې بللې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، ډېر ژر به پهدې اړه له یاد بورډ او کرېکټ نړیوالې شورا سره خپل دریځ شریک کړي.
له دې سره سم، د افغانستان پنځوس اوریزو او ټېسټ سیالیو ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شاهدي دې پرېکړې ته په غبرګون کې زیاته کړې چې سپورټ باید سیاسي نهکړي او د اسټرالیا له کرېکټ بورډ یې غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
✒️: سرپرست وزارت خارجه با نماینده ویژه روسیه برای افغانستان دیدار کرده است.
سخنگوی وزارت خارجه در صفحۀ تویترش نگاشته است که دراین دیدار، امیر خان متقی و ضمیر کابلوف درباره روابط دوجانبه میان کابل-مسکو، مسایل منطقهای، همکاریهای اقتصادی و تحولات اخیر در افغانستان گفتوگو کردهاند.
حافظ ضیا احمد تکل میگوید که سرپرست وزارت خارجه در این دیدار گفته است که حکومت افغانستان مشتاق گسترش و افزایش حضور دیپلماتیک خود در مسکو است.
او به نقل از آقای کابلوف افزوده که روسیه خواهان ثبات و پیشرفت در افغانستان است و نمیخواهد مانند "کشورهای غربی" در امور داخلی آن دخالت کند و همچنان نمیخواهد که افغانستان از جامعه جهانی منزوی شود.
✒️: د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي وايي: «د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې پنځه نیم زره تر شپږ زرو پورې کورونه ویجاړ شوي دي او په بشپړ ډول نړېدلي دي او له دې جملې څخه د ځینو موسسو په همکارۍ، د کډوالو چارو د ریاست په هلو ځلو باندې له دوه نیم زره کورنیو سره د کور د ترمیم او جوړولو لپاره مرسته شوې ده.»
دا کورونه د هلمند په نهرسراج او کریشک ولسوالیو کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوې دي.
ورته مهال د دې ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د خپلو کورونو د بیا رغولو وس نهلري او تر دې دمه ورسره هېڅ راز مرسته نهده شوې. دوی زیاتوي چې د تېرو جګړو پر مهال پر ځاني زیان سربېره پراخ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
✒️: مالیې وزارت د مالیې د زیاتوالي په اړه د یو شمېر دوکاندارانو د شکایت په اړه په یوې اعلامیه کې لیکلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته هېڅ ډول مالیه نهده لوړه شوې؛ بلکې د دې وزارت په وینا د پلور مالیه چې پخوا ۱٫۵ سلنه وه، ۰،۵ سلنې ته راښکته شوې ده او ټول مالي جرمې معاف شوې دي.
✒️: رسنئ: داعش وسلهوالو دې ډلې پورې تړلي ویبپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته مخامخ د پرونۍ چاودنې مسوولیت پر غاړه منلی دی.
✒️: اتاق مشترک تجارت افغانستان - پاکستان میگوید که توافقی میان اسلامآباد و کابل صورت گرفته است که بربنیاد آن تعرفه برخی از کالاهای وارداتی و کالاهای که به پاکستان صادر میشود، کاهش خواهد یافت.
✒️: عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحه ملی در حکومت پیشین در تویتی، انفجار در برابر دروازه وزارت خارجه را محکوم کرده و آن را "جنایت نابخشودنی، خلاف اصول اسلامی و انسانی،" خوانده است.
✒️: د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې دغه ولايت څه باندې اته سوه زره ټوکه د ښوونځيو درسي کتابونه ور رسېدلي چې ډېر ژر به پر زدهكوونكو ووېشل شي.
✒️: د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، اغاخان بنسټ په خوست کې زلزلهځپلو ته ۳۰۰ کورونه جوړوي چې ۵۰ سلنه چارې یې مخ ته تللې دي.
✒️: د کابل-کندهار پر لویه لار؛ د زابل د شاهجوی ولسوالۍ په ساحه کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی بس چپه شوی چې له امله یې نهه کسان ټپیان شوي دي. پر دغه لویه لار وخت ناوخت دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي، چې لامل یې د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.
✒️: د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې ددغه ولايت له پولې څخه په تېره یوه میاشت کې د ټيټ کيفيت لرونکي ايراني تېلو شاوخوا ٣٠ ټانکرونه بېرته دغه هېواد ته لېږل شوي دي. دوی له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته دې د بې کيفيته تېلو له واردولو ډډه وکړي.
✒️: د بادغيس ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي په دغه ولايت کې د نړيوالو مرستندويه موسسو د ژمنيو مرستو د پيل خبر ورکوي. د دې ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ژمي د سړې هوا او د ناسم اقتصادي وضعيت له امله دوى زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري.
✒️: په فاریاب کې څه باندې زرو اړمنو کورنیو ته د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرستې او ژمنۍ جامې ویشل شوې دي. د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه مرسته د يوې بهرنۍ مرستندويه موسسې له خوا شوې ده.
✒️: نن پنجشنبه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي امير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې د بهرنيو چارو وزارت په مخکي پرغزیدلي سرک وحشیانه بريد پر کلکو ټکو وغانده او ترڅنګ يې نوموړي ته د خپلې ژورې خواشینۍهمدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل، دغه راز یې د يادې پېښې قربانيانو ته دعا وکړه.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخکې شوی برید غندلی او پوښتلي یې دي، "باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو او د بل دغه ډول برید د مخنیوي لپاره باید څه وشي.
✒️: د اوکراین پوځ او ولسمشر د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د اوکراین ختیځ ښار سولیدار یې نیولی دی.
✒️: په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۲۱۷ زره کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د دې ادارې په وینا، ډېری هغه پناه غوښتونکي چې تېر کال جرمني ته راغلي د افغانستان، سوریې، ترکیې او عراق اتباع دي.
✒️: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
✒️: اشتراک کنندگان نشستی که به میزبانی سازمان همکاری اسلامی در بارهی افغانستان برگزار شده بود، تصمیم تعلیق آموزش و کار زنان در نهادهای غیردولتی داخلی و خارجی در افغانستان را نقض قوانین و مقاصد اسلامی خواندهاند.
اعلامیه پایانی این نشست بر "حق آموزش بدون تبعیض" تاکید کرده و از مقامهای کنونی افغانستان خواستهاند که به اصول و اهداف منشور سازمان ملل متحد، منشور سازمان همکاری اسلامی و تعهدات خود پابند بمانند.
این اعلامیه از بدتر شدن اوضاع در افغانستان نیز هشدار داده و به هدف بهبود زندگی مردم، بر کمکهای انکشافی جامعه جهانی تاکید کرده است.
✒️: سازمان همکاری کشورهای اسلامی در صفحه تویترش حمله در برابر وزارت خارجه را نکوهش کرده و گفته است که این سازمان بر پشتیبانی از افغانستان در مبارزه با "هراسافگنی" و محاکمه عاملان حملههای " هراس افگنانه" تاکید میکند.
این سازمان گفته است که افغانستان برای اینکه بتواند ثبات سیاسی و امنیتش را به دست آورد باید با گروههایی که دست به خشونت و خونریزی میزنند مبارزه کند
✒️: توماس ویست، نماینده ویژه ایالات متحده برای افغانستان، در صفحه تویترش با خانوادههای قربانیان حمله در برابر وزارت خارجه ابراز تسلیت کرده است.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې له لارې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته مخامخ د تېرې ورځې چاودنه غندلې او "د افغانستان حکومت، خلکو او قربانیانو له کورنیو" سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان پر بهرنیو چارو وزارت برید غندلی او ویلي یې دي چې چین هیله لري د افغانستان حکومت د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د چینایانو ساتنه وکړي.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې له لارې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته مخامخ د چهارشنبې د ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
✒️: د ناروې د کډوالو شورا عمومي رییس یان اګلنډ وايي، سره له دې چې د کندهار شورا مسوولان او د دې ولایت والي ورته په تمه وو، خو په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د خرابې هوا له امله دې ولایت ته الوتنې لغوه شوې دي.
ښاغلي اګلنډ پر ټویټر لیکلي: «موږ د نویو فرمانونو غوښتنه کوو چې د ښځو زدهکړو او کار کولو ته اجازه ورکړي، څو وکولای شو ځنډول شوې مرستې بېرته پیل کړو. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»
✒️: د اسټرالیا کريکټ ادارې د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار د بندیز په غبرګون کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سره په مارچ میاشت کې کېدونکې لوبې لغوه کړې دي.
ټاکل شوې وه، د افغانستان او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کریکټ درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوي وای چې اسټرالیا لغوه کړې.
د افغانستان کریکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
