No-IMG

ورور حکمتيار د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ته د تروريستي بريد په اړه د خواشينۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل

پنج‌شنبه د جدي ۲۳مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي أمير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې پر بهرنيو چارو وزارت ترسره شوی تروريستي بريد پر کلکو ټکو وغانده او هغه يې د دين او هېواد د نامردو او ذليلو دښمنانو کړنه وبلله؛ او ترڅنګ يې نوموړي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي حکمتيار همداراز د يادې پېښې مظلومو قربانيانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنيو يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وکړه.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

مطيع الله

خوښ یو چي د نظام چاري مو د نړي پر مخ تر ټولو لوړ رتبه عالمان پر مخ وړی د محترم مشر او عالیقدر امیر حکمتیار کړنو نه په درنده ګورو له نظریاتو سره یی توافق کوو او غوختنه تري لرو او امید تري ساتو چي همیشه له دي نظام سره په توافق کښ اووسی مینه مننه او احترامات مو وومني

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک