No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: احمدالله متقي د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس مرستیال: ‏داچي زه همدلته وزارت خارجه کي يم،يو انتحاري کوشش کوی چي وزارت ته ننوزي خو هدف ته ونه رسيداوپه دروازه کي دامنيتي مجاهدينو لخواکشف او انتحاري زان ته انفجار ورکړ داچي دمامورينو درخصتي رسمي  وخت وو نوډيرکم مالي او ځاني زيان يې واړاوه

نور کوم خارجي اتباع اوياهم خارجي کومه غونډه نه وه.

: د کورنیو چارو وزارت ویاند: ‏نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه ساحې ته ورغلي، د پېښې جزئیات به وروسته درسره شریک کړل شي.

: ‏د کابل امنیه قومندانۍ ویاند: نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه ساحې ته ورغلي، د پېښې جزئیات به وروسته درسره شریک کړل شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي وایي چي ګڼ شمېر همکاران یې شهیدان او ټپیان شوي دي، ځکه چاودنه مشخصاً د مامورینو د رخصتۍ په وخت کي ترسره شوې ده.

: ‏د ا.ا د فواید عامې وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د سختې واورې او توپان له امله یو شمېر ایسار مسافر ژغورل شوي او د پاتې نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.

 دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ” د بند پاتې مسافرو په ژغورنه او خوندي ځایونو ته یې د لیږد په برخه کې هڅې ادامه لري.“

: نن له غرمې وروسته کابل کې د چاودنې ځينې ټپيان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځينې هېوادوال د ټپیانو او قربانیانو د لټون او پیدا کولو په پار د ایمرجنسي روغتون مخې ته راټول شوي دي.

: ‏د حج او اوقافو وزارت عمومي اداري او مالي رییس او ځانګړي استازي مولوي عبدالولي حقاني په سعودي عربستان کې د حج له مسوولانو سره د کتنو په لړ کې، تېره ورځ یې په جده کې د "النقابة العامة للسيارات" شرکت له رییس سره لیدلي دي.

‏د ارشاد حج او اوقافو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د حاجیانو د لېږد رالېږد او د فرضي حج د مراسمو د اداینې پر مهال لازمو اسانیتاوو په هکله خبرې اترې کړې دي.

: ‏شاهراه هرات - بادغیس به روی رفت و آمد باز شد

صدیق‌الله صدیقی، سخنگوی فرماندهی پولیس بادغیس، به طلوع‌نیوز می‌گوید این شاهراه که به دلیل برف‌باری و یخ‌بندان به روی رفت و آمد مسدود شده بود، بازگشایی شده است.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در صفحه تویترش نگاشته است که شورای عالمان دین به فرمان رهبر امارت اسلامی در ارزگان ایجاد شد. در این فرمان آمده است که عالمان در این شورا مسوولیت دارند تا به مسوولان مربوطه این ولایت بر اساس شریعت مشورت دهند.

: ‏د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر رسنیو ته وايي چې د دغه وزارت د چارواکو له خوا په بلخ کې د ښځينه وو د هټیو او په بغلان ولایت کې د ښځینه وو د سینګارتونونو د تړلو په هکله راپورونه حقیقت نه لري او دغه وزارت هڅه کوي چې هغوی ته ځانګړی ځای وټاکي.

‏د ښاغلي مهاجر په وینا، تر هغې چې دوی ته بل ځای په پام کې ونیول کېږي، دوی کولای شي په خپل ځای کې پاتې شي.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د تاجکستان برېښنا ملي شرکت سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د تورید تړون رسما تمدید او لاسلیک شو.

: ‏د یوې امریکایي کمپنۍ لخوا جوړ روباټ به د مدافع وکیل په توګه راتلونکې (فبرورۍ) میاشت د قاضي پر وړاندې د یوې ترافیکې پېښې د تورن دفاع وکړي.

دا وکیل روباټ به په سمارټ فون چلېږي،

که یې دوسیه بایلوده، نو د دوسیې ټول مصارف به کمپنۍ لنډوي.

: ‏هند د پرېتوي ۲ بالستیک توغندی وازمایه.

: ‏د امریکا د خارجه وزارت ویاند:

واشنګټن به پاکستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي، تر څو خپل اقتصاد ورغوي.

وایي، سمدلاسه سل میلیونه ډالر ورته اعلان دي.

: ‏بلومبرګ:

د تایوان د بیړیو کارګو کمپنۍ ( اېور ګرین مرین ) سږ کال د زیاتې ګټې له امله خپلو ټولو کارمندانو ته د بونس په ډول د ۵۰ میاشتو اضافي معاش ورکوي.

دا د شخصي کمپنیو په تاریخ کې جالب ترین اقدام بلل شوی.

: ‏د امریکا د هوایي ځواکونو ویاند:

پوهېږو چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شته، خو موږ یې د هوا له لارې د ځپلو او په نښه کولو وړتیا لرو.

: ‏د امریکا دفاع وزارت ویلي چې امریکا به ددغه هېواد د اوکلاهوما ایالت په یو نظامي مرکز کې اوکرایني ځواکونو ته د پټریټ هوایي دفاعي سیستم د کارولو او ساتلو روزنه ورکړي.

: ‏د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي، په دغه هېواد کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې یوه برید کوونکي شپږ کسان د چاقو په وسیله ټپیان کړي دي. دغه پیښه د پاریس په تر ټولو بوخت «ګادرینورډ» سټیشن کې شوې ده. پر برید کوونکی د پولیسو لخوا ډزې شوې دي او سخت ټپي شوی دی.

: ‏د هند حکومت د څه باندې ۵۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د دریو قراردادونو بودجه تصویب کړې چې دا بودجه به د هند د پوځ او سمندري ځواکونو لپاره د پوځي تجهیزاتو او مهماتو په اخیستلو ولګول شي. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې به د هند ټوله پوځي بودجه ۷۰ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

: ‏د سعودي عربستان د حج اوعمرې وزارت اعلان کړی، چې په روان کال کې هغه بندیزونه لرې شوي، چې د کرونا له کبله دې هیواد ته د حج او عمرې لپاره پر ورتلونکو مسافرو لګیدلي وو. د دوی په خبره، چې د حج په راتلونکو مراسمو کې به له کرونا د مخکې کلونو په څېر په میلونو کسان ګډون وکړي.

: ‏رسانه‌های پاکستانی گزارش داده‌اند که کمیسیون انتخابات این کشور روز سه‌شنبه، ۲۰ جدی حکم بازداشت عمران خان، رهبر حزب تحریک انصاف پاکستان و دو تن دیگر از اعضای ارشد این حزب را صادر کرده است.

‏بربنیاد گزارش‌ها، حکم بازداشت عمران خان به اتهام توهین به احکام محکمه و حاضر نشدن به جلسه رسیده‌گی به تخلفات صادر شده است.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان په سعودي عربستان کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او بشري وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي.

‏دغه سازمان نن سه‌شنبه د مرغومي ۲۰مه پر ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې دغه ځانګړې غونډه د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو په حضور کې جوړه شي.

: ‏د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف ویلي، امریکا ځکه په بیړه له افغانستانه ووتله چې یوکراین ته ولاړه شي او هلته جگړه پیل کړي. نوموړي «ارگومنتي فکتي» خپرونې ته دا هم ویلي چې امریکایانو له افغانستانه زیاته برخه وسله پولینډ ته انتقال کړه څو یوکراین پرې تجهیز کړي.

: ‏جرمني اعلان کړی چې تر ۵۰۰۰ ډېرو افغان میرمنو ته به د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

‏د جرمني رسنیو د راپورونو په حواله، د جرمني د اکاډمیک تبادلې خدمت DAAD او د دغه هیواد د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزارت په پام کې لري چې څه باندې ۵۰۰۰ افغان ښځو او نجونو ته په ګاونډیو هیوادونو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

‏د DW ټلویزیون د اقتصادي همکاریو وزارت او د جرمني د اکاډمیک تبادلې انسټیټیوټ د ګډې اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې ږ هیواد یې افغانانو ته په درېیم هېواد، لکه پاکستان، قرغزستان او بنګله‌دیش کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د لوړو زده‌کړو زمینه برابروي.

: په کابل کي د ایران سفارت:‏ سفارت جمهوری اسلامی ایران، حادثه تروریستی بعدازظهر امروز ۲۱ دیماه، مقابل درب ورودی وزارت امور خارجه #افغانستان که منجر به جان باختن و جراحت تعدادی از کارکنان آن وزارت و مردم بیگناه افغانستان گردید را محکوم نموده؛ مراتب تسلیت و همدردی خود را با خانواده قربانیان ابراز می‌دارد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک