مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو پلاوي افغانستان ته د سفر په وروستۍ ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه، د مصر، سوډان، فلسطين او لېبیا هېوادونو د ديني عالمانو پلاوي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د انګلستان له پخواني صدراعظم او د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګورډن براون سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. په دې خبرو کې د پوهنې پر ارزښت خبرې او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وشوی دی.
حامد کرزي په افغانستان کې د پوهنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې د ګورډن براون له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د ځوانانو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دوامداره همکاریو غوښتنه کړې ده.
✒️: چارواکي وايي د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شورا به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولايت اړوند مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي. د ا.ا ویاند د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، یاده شورا د ا.ا د مشر د فرمان له مخې د چارو د لا ښه سمون په موخه جوړه شوې ده.
هغه وايي، علماء کرام او متنفذين د يادې شورا د مسئوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي. نوموړی وايي د یادې شورا مسئوولین او غړي مکلف دي چې له خپلې لايحې سره سم د کابل ولایت د چارو ښه سمون لپاره او د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې وركړي.
✒️: د ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر ویلي، چې د مشرتابه د هڅو له مخې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د هېواد د صادراتو کچه ۱۴۲۴میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
✒️: د لوړو زده کړو وزارت مسوولين وايي په ځينو رسنیو کې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د نومونو بدلېدو خبرونه خپاره شوي چې حقیقت نه لري. د دغه وزارت ویاند دا موضوع په کلکه رد کړې ده. نوموړي ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک کې هیڅ شخصي اکاونټ نه لري.
✒️: یونیسف د سرپل له پوهنې ریاست سره د څلور سوه زره ټوکو درسي کتابونو مرسته کړې ده. د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني ویلي، چې په یاده مرسته کې له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې درسي کتابونه شامل دي او دا مرسته د هغه هوکړه ليک له مخې شوې چې د یونیسف او پوهنې وزارت ترمنځ لاسلیک شوې ده.
✒️: د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج مقدماتي ترتيباتو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د حج اوقافو وزارت مالي او اداري رييس تېره ورځ په جده کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستيال دكتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې وکتل او د حج پر اړوند مسایلو یې خبرې وکړې.
✒️: د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست ته ۱۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړل شول. د دې ولایت د پوهنې رییس مولانا غلام ایشان وايي، چې د دغو کتابونو په ترلاسه کولو سره به په راتلونکي کې د زده کوونکو ۸۵ سلنه ستونزې حل شي.
✒️: د کابل- غور ترمنځ غځېدلې لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه. د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي چې، دا لاره چې بکک کوتل سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، پرون مازدیګر بېرته خلاصه شوه. نوموړي وویل، د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و.
✒️: د ا.ا ویاند په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره یې لیدلي دي. نوموړي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ په پياوړو ډپيلوماټيکو او اقتصادي اړیکو بحث وشو. مجاهد په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین د هڅولو خبره هم کړې ده.
بل لور ته وانګ یو هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
✒️: اسلامي امارت پلمخمري ښار کې د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لپاره لس ورځې وخت ورکړی دی.
په پلخمري ښار کې د ښځینه سینګارتونونو مالکان وايي چې د بغلان ولایت امر بالمعروف هغوی ته حکم کړی چې تر لسو ورځو خپلې هټۍ وتړي او تر ۱۰ ورځو وروسته هغوی د فعالیت اجازه نه لري د سینګارتونونو د استازي په وینا، په دغه ښار کې څه باندې ۲۰ سینګارتونونه فعالیت لري او د امر بالمعروف دغې پرېکړې هغوی اندېښمن کړي دي.
✒️: د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست کې د برېښنا شارټۍ اور لګېدنه رامنځته کړې ده.
د دغه ریاست چارواکو رسنیو ته د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې دغې اورلګېدنې ځاني مرګ ژوبله نه ده لرلې؛ خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
✒️: یک مرد از سوی برادرش در ولسوالی اندر غزنی به قتل رسید.
دفتر رسانههای فرماندهی امنیه این ولایت، میگوید که این مرد شب گذشته در داخل موترش در روستایی نانی پایین ولسوالی اندر با چاقو به قتل رسید.
به گفته پولیس قاتل فرار کرده است و تلاشها برای گرفتاری اش جریان دارند.
علت این قتل مشکلات خانواده گفته شده است.
✒️: شیرمحمد عباس استانکزی، معین وزارت خارجه امارت اسلامی به تازگی در یک سخنرانی در محفل فراغت مدرسهای در ولایت لوگر گفت که فقط آن عده اوامر حاکم واجب است که مطابق به شریعت باشد و آزادی بیان در اسلام از جایگاه خاص برخوردار است.
دستورات تازه رهبری امارت اسلامی درباره کار و آموزش زنان و دختران افغان با انتقادهای گستردهای رو بهرو شده است.
✒️: ینس استولتنبرگ، دبیرکل سازمان پیمان آتلانتیک شمالی (ناتو) پس از امضای بیانیه مشترک همکاری بین ناتو و اتحادیه اروپا در یک نشست خبری مشترک با چارلز میشل، رئیس شورای اروپا و اورسولا وان درلاین رئیس کمیسیون اروپا اظهار داشت: «روند پیوستن سوئد و فنلاند در ناتو با تصویب ترکیه تکمیل خواهد شد. فکر میکنم پروتکلهای الحاق را همه اعضا در پارلمانهای خود تصویب میکنند».
استولتنبرگ اذعان داشت: اتحادیه اروپا و ناتو مصمم هستند تا مشارکت خود در مواجهه با افزایش رقابت ژئو استراتژیک را به سطح بالاتری ارتقا دهند.
✒️: آسوشیتد پرس گزارش داده است که در کنفرانس یک روزه در دفتر سازمان ملل در ژنو روز دوشنبه نهادهای بینالمللی و دهها کشور دیگر بیش از ۹ میلیارد دالر را به پاکستان به هدف بهبود و بازسازی خسارات سیلابها تابستانی متعهد شدهاند.
گفته میشود که سیلابها در پاکستان بیش از ۳۰ میلیارد دالر خسارت وارد کرده و بیش از ۱۷۰۰ تن را کشته است و بیش از۲ میلیون خانه را نیز ویران کرده است.
✒️: ناصر کنعانی، سخنگوی وزارت خارجه ایران پیرامون برخی گزارشها و ادعاها در باره تغییر سرپرستی سفارت افغانستان در تهران گفت که هیچ تحولی تا اکنون در این باره رخ نداده است و سفارت افغانستان همانند گذشته در تهران فعال است.
به گفته آقای کنعانی، جا به جاییهای که در کادر دیپلوماتیک صورت میگیرد در چارچوب دیپلوماتیک بررسی میشود و مبتنی بر وضعیت مناسبات میان دو کشور در این زمینه کارهای لازم انجام خواهد شد.
✒️: د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینک د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي. په دغې لیدنه کې پر مهمو مسایلو لکه په افغانستان کې د دوامداره ټیکاو او نجونو او ښځو ته د بنسټيزو حقونو په تړاو پر ګډو هڅو بحث شوی دی.
✒️: ټاکل شوې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جيک سلیوان اسرائیلو ته په خپل سفر کې د ایران د اټومي پروګرام او هغو ګواښونو په هکله د خبرو لپاره ولاړ شي چې د ایران لخوا اسرائیلو ته متوجه دي.
✒️: د اسلامي همکاریو ټولنې ويلي، چې سبا د چهارشنبې په ورځ به د افغان سرپرست حکومت د وروستیو پرېکړو په اړه، چې په پوهنتونونو او موسسو کې یې د ښځو زده کړې او کار کول منع کړي، یوه غونډه د بحث لپاره جوړه کړي.
✒️: سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نهدي لګېدلي او هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نهدی راغلی.
✒️: یوناما ویلي که افغانستان ته بشري مرستې کمې شي په هماغه تناسب هغو ۴۰ میلیونو نغدو پیسو کې هم کمښت راځي چې په منظمه توگه کابل ته لیږل کیږي.
یوناما داسې وخت دا اعلامیه صادره کړې چې د ا.ا لخوا موسساتو کې د ښځو د کار د بندیدو له اعلان وروسته بیلابیلو نړیوالو سازمانونو د بشري مرستو د کمولو گواښ کړی.
✒️: وروسته له هغو چې د برازیل د مخکیني ولسمشر «بولسونارو» پلویانو ددغه هیواد پر پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ یرغل وروړ اوس د برازیل سترې محکمې د یادو مظاهره کوونکو له ډلې د ۱۵۰۰ تنو د توقیف حکم کړی.
بولسونارو چې د نوي ولسمشر د تحلیف تر مراسمو مخکې امریکې ته ولاړ د انتخاباتو پر نتایجو قانع ندی.
✒️: سعودی عربستان غواړي په پاکستان کې د خپلې پانگونې کچه لوړه کړي او ۱۰ میلیاردو ډالرو ته یې ورسوي. ریاض په پام کې لري د پاکستان مرکزي بانک ته ۵ میلیارده ډالر وسپاري.
