زموږ د اوسني حکومت منتقدین څلور نوعه خلک دي
استاد عبدالصبور عباسی
١-هغه خلک چې حکومت یې له لاسه ورکړی،مزې،چړچې یې بندې شوي ډالري ظالمانه معاشات یې بند شوي، مالي فساد ته یې لاس رسی نشته داخلک د انتقام په اورکې سوزي، په هر کار انتقاد کوي،اګرچې د قران موافق وي.
٢- هغه خلک دي چې دین ایمان او دالله احکام ورته بې اهمیته ښکاري،د ملا،مولوي،شیخ عالم ،مدرسې،مجاهد، شریعت نوم سره حساسیت لري،داخلک عقیدوي مشکلات لري،اسلام سره جوړ نه دي،دې خلکو هم خوله خلاصه کړې ده، علماؤ او مجاهدینو ته کنځل کوي، سپکه خوله خوځوي،حتى ، د حورو او غلمانو قراني ایتونه په استهزاءنیسي.
٣- هغه خلک چې فقط د قومیت په آساس د موجوده حکومت منتقدین جوړ شوي دي، ممکن دین سره اختلاف ونه لري ،خو دهغو مشکل قومي او نژادي دی،که دا حکومت کرت او غوړي هم شي دهغوی نه تېرېږي.
٤- هغه خلک دي چې اسلام ،وطن او اسلامي نظم مملکت سره مینه لري، ملا،عالم، مولوي او شیخ سره حساسیت نه لري بلکې محبت لري،اسلامي نظام یې د ژوند ارمان دی،دانوع خلک د حکومت لیکو کې هم شته او د حکومت له لیکو نه بیر ون هم ښه ډېر دي ، د دوى انتقاد،سالم او داصلاح لپاره وي، دغه رنګ خلک باید تقدیر شي ،عمربن عبدالعزیز یو کس دې لپاره مقرر کړی وو،چې ما خپلو اشتباهاتو ته متوجه کوه،حکومت خپلو اشتباهاتو ته متوجه کول، د مسلمان شرعي مسؤلیت دی، دحکومت د بقا او اصلاح لپاره انتقاد ته غوږ نیول او په خو اړخونو یې عمل کول مهم دي.
حکومت باید په دې نزاکتونو پوه شي هر ځوان منتقد سیکولر ګنل درست نه دي، زموږ ځوانان د وطن او شریعت ډېر زیات خیر خواه دي، دغهد ډول خلک باید تقدیر شي،له فکري او عملي قوتونو نه یې باید اعظمي استفاده وشي.
که هر چا ته د شک په سترګه وکتل شي ، دا د رعیت د فاسد ګرزولو باعث جوړېږي.
حدیث شریف دی:
ان الامیر إذا ابتغي الریبة فی الناس افسدهم ( ابوداود)
امیر چې خلکو ته د شک په سترګه کتل پیل کړي، په دې ترتیب دخلکو د فاسد ګرزولو باعث جوړېږي.
بیا د صالحینو او خیرخواهانو اعتماد هم په حکومت ختمېږي او له مخالفینو سره له ناچاره ودرېږي. او نور مشکلات هم په کې پیدا کېږي، چې نتیجه یې دحکومت په حق کې ښه نه راوزي.
او په دې ترتیب حکومت ځان ته دمخالفینو تعداد زیاتوي.
هوښیار هغه خلک دي چې دخپلو مخالفینو تعداد را کم کړي.
یو ډول انتقاد کونکي هغه دي چې خپل حقوق. معاشات غواړي،داحقيقت په جانب دي باید حکومت د دوی حقوق ورته وسپاري.
دا څو کرښې مې د نصیحت په توګه ولیکلې،
ان ارید الا الاصلاح ماستطعت
