No-IMG

د يوه پلار اسويلی

ډاکټر احمد خالد وفيق

ژباړه: رفیع الله کليم

 

کله چې ماشومان مې له مدرسې کور ته راشي نو لومړی مور لټوي او له دروازې څخه چپ خوا ته د پخلنځای په لور منډې وهي، ښی اړخ ته دما پلو نه راتاويږي، چيرې چې زه ناست اوسم، سره له دې چې دروازې ته نسبتا د پخلنځای څخه نږدي يم.

دما په اړه دغې بې تفاوتي ته هومره اهميت نه ورکوم، کله کله اورم چې مور خپل ماشومانو ته وایي: "په پلار مو سلام واچوو؟ .. هله ورشئ پرې سلام واچوئ." دغه امر چې کله صادر شي، اجراء کول يې د ۱۵ دقيقو څخه تر نيم ساعت نيسي، دې خبرې ته هم هومره اهميت نه ورکوم ځکه چې عادتاً د پخلنځي څخه تر زما کوټې پورې ډير ترافيکي بيروبار  وي او تر ما رسيدل ډير وخت نيسي... په پای کې ما ته يو يو راورسيږي او ډير سوړ سلام اچوي او بيرته ځي!!

تيره اونی کله چې مشر ځوی مې کور ته راورسيده، ناڅاپه زه راووتلم، ما وليده چې جيب نه يې څه راوويستل او مور ته يې ورکاوه خو چې زه يې وليدم نو خجالت شو او شا ته شو، خو ما ځان پرې پوه نکړ او خپلې کوټې ته لاړم، خو بيا چې د دوی پلو راتلم ومې ليده چې مور ته يې قيمت بيه چاکليټ راوړی وه او پخپلو لاسونو يې چاکليټ يو يو ورکاوه چې ويې خوري، او هغه يې هم د خپل مياشتني جيب خرڅ په پيسو اخيستی، زه يې چې وليدم نو شرمنده شو او لاره ترينه ورکه شو چې څه وکړي!!

خو څو ثانيې وروسته، د خپل پطلون د جيب نه يوه شيريني راوويسته چې د جيب ډيری مرداری پرې سريخې وې او کوښښ يې وکړ چې ما ته د تحفې په توګه راکړي، ما هم واخيست او ترينه مې مننه وکړه!!

سمه ده چې زه د دغه (توپيرې چلند) په اړه بې تفاوته يم او پدې هم پوهيږم چې سره له دې چې پلار زحمت وباسي، مينه هم ډيره کوي خو مور خوا ته کشش يوه طبيعي او نورماله غريزه ده او دا احساس مې هومره نه په تنګوي، مونږ هم لکه همدوی غوندې وو!!

خو حيرانونکي خبره دا ده چې اولاد بيا د پلار مينه ډير ناوخته احساسوي، هغه وخت کې احساسوي چې يا پلار له دې فاني دنيا سره مخه ښه کړي وي او يا هم پلار مرضونو دومره په تکليف کړی وي چې نور د ژوند څخه د خوند اخيستلو ليوالتيا يې له لاسه ورکړي وي ! پدې وخت کې پلار ته مينه ورکول ډير ناوخته وي !!

اوس چې زه هر کله په يوې فيصلې کې بند راشم يا دنيا راباندې تنګه شي او يا هم لاره راڅخه ورکه شي نو غټه ساه واخلم او له ځانه سره ووايم : « اخ پلاره! چيرې يې؟!».

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک