No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلۍ افغان

 

: ‏د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د روانې اوونۍ سه‌شنبې او چهار شنبې په ورځو په ٢٢ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

‏هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، روزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه هغه ولایتونه ښودل شوي چې د سه‌شنبې او چهار شنبې په ورځو به باران او واوره پکې ووریږي.

: ‏د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو له نړیوالو د شهزاده هېري د محاکمې غوښتنه کړې ده.

شهزاده هېري د خپلو یادښتونو په کتاب کې ویلي، په افغانستان کې یې د خپل پوځي ماموریت پر مهال ٢٥ افغانان وژلي دي.

: ‏د ناروې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي یان انګلنډ کابل ته راغلی دی.

نوموړي کابل ته د خپل سفر پر مهال په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا د ا.ا له لوري په موسسو کې د ښځو د کار له بندیز وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

‏هغه په ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت دې په موسسو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

‏هاخوا د کډوالو چارو وزارت سرپرست هغه ته ډاډ ورکړی چې ا.ا هڅه کوي د ښځو د زده‌کړو او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځ‌ته کړي او زیاته کړې یې ده چې بشري مرستې باید شرطونه ونه‌ لري.

: ‏د کابل ښار د ترافیکو ریاست وايي چې په یو شمېر څلور لارو کې ترافیکي څراغونه فعال شوي، خو اوس هم لیدل کېږي، چې یو شمېر موټر چلوونکي د ترافیکي څراغونو اصول نه مراعاتوي. دغه ریاست له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې د موټر چلولو پر مهال ټول ترافیکې اصول مراعات کړي. که نه نو مجازات به شي.

: ‏د غور ځايي مسوولين وايي، چې د غور - کابل پر لويه لار په واوره کې بند پاتې شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي، خو دغه لار اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د غور ځايي مسوولین وايي چې په سیمه کې د ټولګټو وزارت د واورې پاکولو ټيمونه حضور لري او هڅه کوي یاده لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

: ‏د سوالګرو راټولولو کمېټې ویلي چې د روان کال د مرغومي میاشتې تر ۱۸ مې نېټې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۴ زره ۲۷۶ سوالګر راټول کړي. په یادو سوالګرو کې ۱۱ زره ۶۰۲ مېرمنې، نهه زره او ۷۲۷ ماشومان او دوه زره او ۹۴۷ نور نارینه دي.

: ‏د افغانستان بانک د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره لیدنه کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا، د افغان انجنیرانو ظرفيت لوړونې او د انټرنټي ستونزو هواري په تړاو خبري کړې دي.

‏په دې ناسته کې د قزاقستان سفير ويلي چې د خپل هېواد معتبر مخابراتي شرکتونه هڅوي څو له افغانستان سره د مخابراتي خدمتونو پراختیا په برخه کې خپلې تجربې له افغان انجنیرانو سره شريکي کړي.

: ‏د کرنې وزارت سرپرست ویلي، چې ا.ا د امو سیند د تخریب د مخنیوي لپاره دوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیولي، څو د لازیاتو ځمکو د تخریب مخنیوی وشي.

: ‏د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وايي د هغو نغدو پیسو لېږد چې د بشرپاله مرستو لپاره افغاستان ته ورکول کېږي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له نیمايي ځنډول شوي دي.

: ‏په یو مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، د پوهنې وزارت ویلي چې له شپږم ټولګي ښکته نجونې کولای شي په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ‏په دغه مکتوب کې د پوهنې وزارت له اړوندو بنسټونو غوښتي چې په ځينو ولایتونو کې د سیمه ییزو مسوولانو له خوا د تړل شویو مدرسو او ښوونځیو دروازې له شپږم ټولګي ښکته نجونو پر مخ پرانیزي.

د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه دغه مکتوب رد او تایید کړی نه دی.

: ‏سفارت افغانستان در اسلام‌آباد در تویتی می‌گوید که ۳۰۳ شهروند افغانستان که ۶۳ زن و ۷۱ کودک نیز در میان آنان حضور دارند، از زندان حیدرآباد ایالت سند آزاد شده‌اند.

سفارت افغانستان می‌افزاید که این افراد امروز (دوشنبه) آزاد و همزمان به افغانستان فرستاده شده‌اند.

: حکومت سرپرست یک هیات را به هدف رسیدگی به مشکلات باشندگان اطراف دریای آمو و برآورد هزینه ساخت دیوارهای استنادی به شمال کشور فرستاده است. خانواده‌های که در اطراف این دریا زندگی می‌کنند، می‌گویند که از اثر آب خیزی‌ها، همه ساله زیان‌مند می‌شوند.

: ‏په بلخ ولایت کې یو شمېر ښځینه هټیوالې وايي، د دې ولایت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر مسوولانو له دوی غوښتنه کړې چې د روانې اوونۍ تر پنج‌شنبې پورې دې خپلې هټۍ وتړي.

‏د بلخ ولایت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د شکایتونو اورېدو مسوول سید ظاهر له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې د دې بازار د تړل کېدو اصلي دلیل په بازار کې د ښځو له لوري د بشپړ حجاب نه مراعتول او د مېرمنو او سړیو یو ځای والی یاد کړی دی.

‏خو د دې ولایت سیمه‌ییز مسوولان بیا وايي، په مزارشریف ښار کې د ښځو ځانګړي بازارونه فعال دي او د فعالیت دوام لپاره یې هېڅ ډول خنډ نه‌شته.

: ‏د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، تېره شپه د فیض‌اباد څلورمې امنیتي حوزې اړوند بتاش سیمه کې د ګاز نیونې له کبله درې کسان مړه شوي دي.

د هغه په وینا، دغه کسان د دې ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.

: ‏د تخار امنیتي ځواکونو لس کسان د بچه‌بازي تور نیولي دي.

د تخار امنیې قومندانۍ ویاند مبین ساپي وايي، دا کسان د دې ولایت په ینګي‌کلا ولسوالۍ کې د "بچه‌بازۍ نامشروع" عمل او له نشه‌يي توکو څخه د کارونې په تور نیول شوي او له پوښتنو ګروېږنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.

: د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د یوناما له سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې وايي، اسلامي امارت په بشپړه توګه د ښځو د زده‌کړو د بندیز پرېکړه نه‌ده کړې؛ بلکې دا مساله د بهرنیو عواملو له امله ځنډول شوې ده.

: کیریلو تیموشنکو، معاون دفتر رئیس جمهور اوکراین در کانال تلگرام خود اعلام کرد که در حمله موشکی ارتش روسیه به منطقه شوچنکوف در شهر خارکوف یک نفر کشته و 7 تن دیگر نیز زخمی شدند.

به گفته وی، موشکها به بازاری در این منطقه اصابت کرده و یک زن 60 ساله جان باخته است.

تیموشنکو اعلام کرد که این حمله احتمالا با سامانه موشکی اس-300 صورت گرفته است.

: ‏برازیل او ټاکنیزې بلواوې:

د پخواني ولسمشر بولسونارو پلویانو د نوي ولسمشر لولاډاسلوا پر ضد خونړیو لاریونونو کې پر ستره محکمه، پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ بلوا وروړې ده.

دوی کټ مټ هغسې بلوا کړې څرنګه چې دوه کاله وړاندې د ټرمپ پلویان راوتلي وو.

: ‏پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د ولسي جرګې غړي ناصر خان موسی‌زي پر کور د لاسي بم برید شوی دی. د راپورونو له مخې، د یک‌شنبې په شپه د ښاغلي موسی‌زي پر کور چې په پېښور ښار کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه موقعیت لري، د نامعلومو کسانو له‌خوا برید شوی دی.

: ‏روسیې ویلي چې د اوکراین د پوځ له لوري یې د خپلو ۸۹ وژل شویو سرتېرو غچ واخیست. د روسیې دفاع وزارت په یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې څه دپاسه ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي چې په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو.

بل پلو بیا ‏اوکراین د روسیې هغه ادعا پروپاګند بللې چې وايي، په یوه برید کې یې سلګونه اوکرایني پوځیان وژلي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د ا.ا لخوا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. یاد سازمان ویلي چې د ښځو او نجونو پر فعالیتونو، زده کړو او کار د بندیز له امله هغوی له جدي ګواښ سره مخ دي.

: ‏د سنیګال په مرکزي برخه کې د دوو مسافر وړونکو بسونو د ټکر له امله ۳۹ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د سنیګال حکومت د دې پېښې له امله په ټول هېواد کې د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

: ‏د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ مسافر وژل شوي او شاوخوا ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د ناروې د کډوالو شورا رییس یان اګلنډ په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو د ښځينه کارکوونکو د دندو ځنډول کېدو پرېکړې ته په اشارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دې وضعیت په دوام سره به شپږم مېلیونه کسان له لوږې سره مخ شي.

: ‏د ناروې د کډوالو شورا یا (NRC) رئیس ویلي چې په افغانستان کې یې دفترونه خالي شوي او فعالیت یې فلج شوی دی.

«جان اگیلند» ویلي چې پرته له ښځینه کارکوونکو دغه موسسه نشي کولای افغان ماشومانو او ښځو ته مرستې ورسوي او خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک