مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د مصر، سوډان او فلسطین له یو شمېر علماوو سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړي.
✒️: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پرون شنبه د دې وزارت د مرکزي څانګو له کارکوونکو د دیني علومو ازموینه اخیستې ده.
چارواکي وايي، له دې ازموینې یې هدف له اسلامي احکامو او اصولو سره د کارکوونکو پوره اشنا کول دي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ( یوناما) مرستیال «مارکس پوتزل» د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست سره شیخ محمد خالد (الحنفي) سره لیدلي دي.
یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ددې لیدنې پر مهال «پوتزل» د نجونو پر زده کړو او په موسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما ویلي، پر افغان نجونو او مېرمنو دا تبعیضي بندیزونه افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کوي او د هېواد اقتصاد زیانمنوي.
✒️: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پېژندنې او څېړنې ارګانونو د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی.
د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د هلمند سينديز حوزہ کې شوی دی.
✒️: مسوولین حفظ و مراقبت سالنگها از برفباری شدید در این شاهراه خبر داده و میگویند که این شاهراه به روی موترهای مسافربری باز است، اما موترهای تریلری اجازه رفت و آمد ندارند.
✒️: د باختر اطلاعاتي اژانس د راپور پر بنسټ؛ د بدخشان ياوان ولسوالۍ خير اباد کلي کې د سرو زرو کان کې دوه بند پاتې کان کېندونکي د ژغورنې ټيم له پرلپسې ٦۱ ساعته هڅو وروسته څو شېبې وړاندې ژوندي وژغورل شول.
✒️: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیر خوا د اسلامي نړۍ له مخکښو علماوو سره لیدلي دي.
ښاغلي خیرخواه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې موږ نه یوازې د افغانستان بلکې د ټول مسلمه امت او نړۍ لپاره د خیر او پرمختګ غوښتونکي یوو بلخوا د نړۍ د مخکښو علماوو کرامو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټنګار کړی او په بېلابېلو علمي او ثقافتي برخو کې یې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
✒️: ټولګټو چارو وزارت د تېرې ورځې راپدېخوا د واورې او بارانونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت حمیدالله ویلي چې بامیانو کې د شاتو کوتل او سرپل کې ولایت د قوم کوتل لار د ترافیکو پر مخ بند شوې ده.
✒️: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو بندېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله، د افغانستان بانک وايي چې له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ځنډېدل حقیقت نه لري.
✒️: د کابل – غور لویه لار د سختو واورو له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. دغه لویه لار د بکک کوتل په سیمه کې تړل شوې ده. د غور سیمییزو چاواکو له خلکو غوښتي، چې له واورو د دې لویې لارې تر پاکولو پورې دې پر دغه سړک له سفر کولو څخه ډډه وکړي.
✒️: د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په څلورو میاشتو کې یې د زړه سوري په ناورغۍد اخته شاوخوا ۴۸۰ ماشومانو درملنه کړې ده او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
✒️: د غوري سيمنټو فابريکې مسوولين وايي، له کورنیو توليداتو څخه په مناسبه بيه د ګټي اخیستنې په موخه د دغې فابريکي د سیمنټو پلور یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
د غوري سيمنټو فابريكې ریيس شفيع الله واحدي ویلي د هېواد مارکېټونو ته په منظم ډول د غوري سیمنټو لېږد په موخه يې له یوه خصوصي شرکت سره د یو کال لپاره قرارداد کړی چې له مخې به يې د غوري سيمنټو فابریکه په راتلونکي يوه کال کې ۱۹۵ زره ټنه سیمنټ چمتو کوي.
✒️: ادامه هتک حرمت مسجدالاقصی از سوی شهرکنشینان یهودی.
به گزارش خبرگزاری رسمی فلسطین «وفا»، دهها نفر از شهرکنشینان یهودی با هتک حرمت مسجدالاقصی در قدس اشغالی وارد این مسجد شدند.
✒️: خبرگزاری آناتولی: وزارت دفاع ترکیه و در راس آن خلوصی آکار به عنوان بخشی از «دیپلماسی دفاعی و امنیتی» فعال خود در طول سال 2022، 141 دیدار حضوری، 55 تماس تلفنی و بازدید از 9 کشور داشته است.
آکار با بسیاری از همتایان خود از جمله وزرای دفاع فنلاند و سوئد به ویژه در خصوص روند عضویت آنان در سازمان ناتو دیدار داشته است.
✒️: وزارت دفاع روسیه: بیش از 600 سرباز اوکراینی در حملات موشکی مسکو به کراماتورسک کشته شدند.
✒️: د کراچۍ ایالتي حکومت دفتر:
د حیدراباد او کراچۍ له زندانونو مو ۵۳۰ افغان ښځې، نارینه و ماشومان چې د زندان موده یې پوره شوې وه خوشې کړل.
په خوشې شویو کې ۸۴ ماشومان او ۳۲ ښځې او د کرکټر فضل الحق فاروقي کورني خپلوان هم دي.
وایي، ۸۰۰ نور د زندان له پوره کولو مخکې نه خوشې کوو.
✒️: د مافیا ضد خطرناک ترین عملیات:
د مکسیکو د تر ټولو لوی مافیا باس او قاچاقبر ایل چاپو د زوی د نیونې عملیاتو کې ۱۰ مکزیک پوځیان مړه او ۳۰ نور ژوبل شوي او درې الوتکې زیانمنې شوي.
په نښته کې د ایل چاپو د زوی ۱۹ ساتونکي هم وژل شوي خو د ایل چاپو زوی په شمول ۲۱ تنه نیول شوي.
✒️: مکډونالډ برانډ رسټورانټ د مصارفو کمولو لپاره ټوله نړۍ کې خپلو دوه سوه زره کارکوونکو نه یو شمېر کمول غواړي.
له ټویټر او فیسبوک وروسته تازه امازون ۱۷ زره کارمندان رخصت کړل.
✒️: چین- ژیانګسي، نانچنګ:
یو لارۍ موټر د جنازې په مراسمو ورختلی، ۱۷ نور یې هم غځولي، ۲۲ ژوبل دي.
✒️: د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې د اوړو بحران:
پېښور کې یوه ډوډۍ دېرش کلدارو او پنجاب کې ۴۰ کلدارو ته ورسېده.
راولپنډۍ کې د یو کیلو اوړو بیه ۱۵۰ کلدارو ته لوړه شوې.
✒️: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د امریکا له وروستیو څو میلیارد ډالري مرستو څخه چې د براډلي زغره وال موټرونه هم پکې شامل دي، ستاینه کړې ده. نوموړي ویلي دا دقیقا هغه څه دي چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو پکار دي.
✒️: د ترکیې د کډوالو ادارې اعلان کړی چې په تېر کال کې يې ۱۲۴ زره ۴۴۱ تنه ناقانونه کډوال له دغه هېواده شړل شوي چې له دې ډلې څخه ۶۸ زره ۲۹۰ تنه یې افغانان دي.
✒️: د ناروې د پناه غوښتونکو شورا سرمنشي یان اګلنډ کابل ته راغلی دی.
ښاغلي اګلنډ په یوه ټویټ کې ویلي چې د ناوروې د پناه غوښتونکو شورا د سرپرست حکومت له لوري په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار له بندیز وروسته اړه شوه چې خپل فعالیتونه ودروي هغه زیاتوي چې په افغانستان کې له ۷۰۰ زره تنو سره د مرستې لپاره، په دغو بنسټونو کې د ۴۶۹ ښځو کار اړین دی.
✒️: د امریکا د استازو جرګې د مشر په توګه د ”کیون مک کارتي“ تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې د نورو مسایلو تر څنګ به له افغانستانه د راوتلو په اړه له مسوولو کسانو سره حساب وکړي.
نوموړي ویلي، ” له افغانستانه د راوتلو له قضیې رانیولې د اېف بي ای تر وسله وال کولو؛ موږ به له ټولو مسوولو خواوو سره حساب کتاب کوو.“
✒️: وتلي ترکي دیني عالم ډاکتر محمد غورماز ویلي په افغانستان کې د نجونو په زده کړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسئله نده بلکې د ټولو مسلمانانو ده او ټول په دې اړه پوښتنه کوي.
د نوموړي په وینا لور یې ترې پوښتنه کوي چې افغان نجونې ولې له زده کړې منع شوي دي، نوموړی وایي چې فکر کیدو چې ښوونځي به د دوو میاشتو لپاره وځنډول شي خو اوس یې یو کال وشو.
دغه عالم په ترکیه کې د ا.ا پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا ته ویلي چې د یوه دیني عالم په توګه د طالبانو د حکومت له خوا ښوونځي او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو منع کول نه شي منلی.
