مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: کابل نیوز: د حزب اسلامي امیر ښاغلی انجنیر گلبدین حکمتیار په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو ته په اشارې ویلي، چې په یوه هیواد کې د دولت لخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو معنی دا ده چې خپل اولادونه نورو ته سپاري څو هغوی یې د خپلې سلیقې، دین، مذهب، کلتور او اخلاقو مطابق وروزي.
✒️: کابل نیوز: د حزب اسلامي مشر ښاغلي انجنیر گلبدین حکمتیار د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرگندونو او له دغو څرگندونو د امریکا د ملاتړ په غبرگون کې ویلي، افغانانو ته دا اندېښنه پیدا شوې چې امریکا ولې دا خوښوي او دا د پاکستان حق گڼي چې د خپلو مخالفینو خلاف په افغانستان کې عملیات او بریدونه وکړي.
ښاغلي حکمتیار د جمعې لمانځه د خطبې پرمهال وویل، د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترینگلتیا د امریکا د ستراتیژیکو گټو لپاره ضروري ده، دده په وینا امریکا هیڅکله نه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ او تفاهم فضا رامنځته شي.
✒️: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د کراچۍ له زندانونو د خوشي شویو یو شمېر افغانانو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
دغه سفارت ویلي، چې نن شنبه د کراچۍ له زندانونو د ۹۷ ماشومانو او ۵۴ مېرمنو په ګډون ۵۲۴ افغانان خوشي شول.
یاد سفارت ویلي، چې ددې زندانيانو د ترانسپورت، د لارې او خوراک څښاک او جامو ټول لګښتونه د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کیږي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ( یوناما) مرستیال مارکس پوتزل د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم سره لیدلي او له نوموړي یې غوښتي چې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده کړو او کار بندیزونه لرې کړي.
یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان د ناورین یوه نوي پړاو ته ورننوځي او زیاتوي، په موسسو کې د ښځو د کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.
✒️: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ.
د نوموړي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ټاکل شوې دا پلاوی په ترکیه کې له مختلفو لوړپوړو چارواکو سره وویني.
سرچینه کاږي یاد پلاوی به په ترکیه کې د تاجکستان هیواد د برېښنا له مسوولانو سره هم مجلسونه ولري.
✒️: کابل نیوز: د حزب اسلامي امیر ښاغلي انجنیر گلبدین حکمتیار ویلي، د بریتانیې د شهزاده لخوا په افغانستان کې د ۲۵ افغانانو د وژلو له اعتراف قیاس کیږي چې د بریتانیا ۱۵ زرو او د ناټو ۱۶۰ زره سرتیرو به په افغانستان کې څومره مظلوم افغانان وژلي وي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړې چې د بریتانیا د شهزاده په گډون د دې هیواد سرتیري د مظلومو افغانانو په وژلو فخر کوي په داسې حال کې چې دلته یې جنگ د یو مظلوم، جنگ ځپلي او بې وسلې ولس سره و.
✒️: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ پر سیند د ډاکتر ناکامورا له لوري له جوړو شويو کانالونو او یو شمېر نورو پروژو لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې ملا برادر د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل.
✒️: وزارت دفاع گفته است که مولوی هبتالله آخندزاده، رهبر امارت اسلامی از قول اردوی ۲۱۵ عزم هلمند بازدید کرد.
این وزارت در صفحه تویترش نگاشته است که مولوی هبتالله آخندزاده، خطاب به نیروهای امارت اسلامی بر «بیداری و دفاع از تمامیت ارضی کشور» تاکید کرده است.
✒️: عامې روغتیا وزارت وايي، په هرات کې د ۳۷ مېلیونه افغانيو په ارزښت د تليسيميا ناروغانو د درملنې مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، ياد مرکز به د یو شمېر سوداګرو او یو خیریه بنسټ په همکارۍ د روغتيا وزارت پر ملکيت جوړ شي.
✒️: د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه مازدا ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې یو کس مړ شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د غور والي ویاند عبدالواحد حماس وایي، دا پېښه نن (جمعه) ماښام په کشکک سیمه کې د سرک د خرابوالي له کبله رامنځته شوې او ټپیان د غور ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.
✒️: د هلمند ولايت يو شمېر قومي مشران زدهکړه د ښځو شرعي حق بولي او ټينګار کوي چې ښځو ته دې په اسلامي چوکاټ کې د زدهکړو زمينه برابره شي. د غونډې ګډونوالو وويل، حکومت دې له شريعت سره سم نجونو ته د زدهکړو زمينه برابره کړي.
✒️: په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۱۱۸زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۸ زره ۱۳۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۷۴۸ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.
✒️: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په تېرو دوو اونیو کې د کابل ښاروالۍ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژې تصویب شوې دي. نوموړی وايي په تېر یو نیم کال کې د ا.ا له راتګ سره سم د کابل څېرې بدلون کړی دی.
✒️: د ټرمپ د ملي امنیت مشاور جان بولټن د امریکا ولسمشرۍ ته نوماندېږي.
✒️: د جاپان د روغتیا وزارت:
کرونا مو یو شواروز کې ۴۵۰ وګړي راووژل.
جاپان کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۵ زره کسان کرونا نیسي.
✒️: سعودي سږ کال خپله تر ټولو لوړ (شاه فیصل) مډالونه، یو مراکشي، یو عرب اماراتي، یو کوریایي، دوه برېټانوي او ۳ امریکایي شخصیتونو ته ورکوي.
په دې لیست کې د کرونا د وبا د واکسینو برخه کې د هلو ځلو له امله امریکایي پروفیسره ډین هنګ هارویچ او بریټانوۍ ساینسپوهه کاترین ګلبرټ هم شامله ده.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو وار بیا تور پورې کړی چې ایران له روسیې سره پوځي مرسته کوي. نوموړي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او دا هېواد د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې ته لمن وهي.
✒️: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشردوستانه چارو مسوول مارټین ګریفټس ویلي، که په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز روان وي؛ له افغانستان سره به د ملګرو ملتونو مرستې بندې شي. نوموړي ویلي، چې په بشردوستانه کارونو کې یې داسې ځای نه یاديږي، چې دوی له دومره خنډونو سره مخ شوي وي.
✒️: رادیو نوروز: دیلیبیست، به نقل از منابع خود گزارش داده است که طالبان به القاعده، التماس کردهاند تا مرگ ایمن الظواهری رهبر این شبکه را تأیید یا رد نکند. منابع افزوده که القاعده مرگ ایمن الظواهری را پنهان میکند تا طالبان را از پیامدهای فاجعهبار حضور رهبر این شبکه در کابل نجات دهد.
✒️: د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې پر ټويټر ليکلي، ښځې د دې سازمان د فعاليتونو په مرکز کې دي. د دې ادارې په وینا، افغان ښځې باید وکولای شي چې عاید تر لاسه کړي، کار ته لاسرسی او په ټولنه کې په بشپړه توګه ونډه ولري.
د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې زیاته کړې، د کرنې په برخه کې يې ١٥٠ ښځو ته د تخنيکي زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
✒️: جمهوري غوښتونکی «کیون مک کارتي» د امریکا د استازو جرګې مشر وټاکل شو. نوموړی له ۱۵ ځله رایې اچونې وروسته وتوانېد چې د یادې جرګې مشر وټاکل شي.
✒️: امریکا وايي، له افغان کډوالو سره د مرستې په هدف یې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پاکستان ته ۶۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې هېواد یې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره پاکستان ته ۶۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان له پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره د ټلېفوني خبرو پرمهال په افغانستان کې له زدهکړو د نجونو بېبرخې کېدو په اړه خواشینې څرګنده کړې او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو یې ټینګار کړی.
✒️:د سعودي عربستان او پاکستان پوځي چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
